کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له ښاغلي رهنورد زرياب صاحب نه يوه دوستانه ګيله

له ښاغلي رهنورد زرياب صاحب نه يوه دوستانه ګيله

دجنوري ۲۱مه

ليکوال ديوې ټولنې داوسېدونکولپاره درهنما اومرستندويه مفهوم لري .

که په يوه ټولنه کي دسوادخاوندان اوپوهان نه وي هغې ټولنې ته ړنده اوکړه ټولنه ويل کيږي . ديوې ټولنې په پرمختګ اوپياوړتياکي دپوهانو اوعالمونو رول لکه دژوندون لپاره داوبواوهواغوندي ارزښت لري .

څرنګه  چي ټولنه مختلف اړخونه لري دعلم څانګي هم بېلي،بېلي دي ،يوه له هغونه ادبيات  دي ، ادبيات  هم مخلتفي برخي اوښاخونه لري حې سپړل ئي زمادليکنې موخه نده . خوداديبانومقام ،رول  اومسوليت  بياددژبو اوفرهنګ دپرمختيا،پياوړتيااوساتلوپه برخه کي تر هربل عالم ډير وي . همدا اديبان  اوشاعران دي چي يوه ژبه غښتلې کوي اوهغه دابياتوله کړکۍنه په خلکو پېژنې اويا دقلم په مټ دهغې درواجولولپاره شپه او ورځ زيار باسي .

البته دژبې په غښتلتيا او رواج کي يوازي ادبيات ټاکلي ارزښت نلري ،مګر دعلم تربلې هري برخي ئي ونډه درنه ده . له همدې امله په يوټولنه کي ددې لپاره چي ديوه ولس ژبه غښتلې اوعلمی شي نودادبياتوپه برخه کي  پوها نوته اړتيا ليدل کيږي  .که دټولنيز ژوندپه نوروبرخوکي اختراعات ،اکتشافات اونورعلمی څېړنيز کارونه ديوې ژبې دزده کړي اړتياپيداکوي نوادبي اثار هم يوه ژبه په نورو ولسونو پېژنې، حتا تارخ پوهانوزيات وختونه د پخوانيوتاريخي پېښواوتمدن دتاريخ په اړوند دابي اوشعري اثاروپه مټ تر يوې کچي  معلوماتونه راټول کړي .

له بدمرغه زموږ په هيوادکي چي لاتراوسه  تر لوسونکو دنالوستوشمير ډيراودګوتوپه شمار پوهان اوادبيان لرو،ځکه نودهغوي کړنو اوڅرګندونو ته دهرچا سترګي وراوړي اوله هغوي نه زياتي غوښتنې کېږي . زموږولس دادبياتو،تاريخ اودعلم دنوروبرخوله پوهانوڅخه داغوښنه لري چي زموږ ټولنه په رڼوسترګو مطالعه اوحقايق تر خپل ولس اوراتلونکو نسلونو پوري ورسوي . په ځانګړې توګه له اديبانواوتاريخ پوهانو څخه موږ دداسي ليکنو اوويناو ارزولرو چي زموږ داکړېدلی ولس سره رانږدې اوپه تاريخي حقايقو پوه کړي  اوپرې نږدي چي زموږګاونډيان خپلوتورواوشومو،سياسي اوفرهنګی کرغېړنو ارزوګانوته درسېدوپه موخه زموږد ولس په منځ کي ژبنيو،قومي اوسيمه ايزوبې اتفاقيوته لمن ووهي . 

زه دخپلي ژبي دپياوړتيا لپاره کاراودهغې څخه دانصاف اوعدالت پر بنياد دفاع دهرچاحق بولم .خو نه داسي دفاع لکه چې ښاغلي رهنوردزرياب صاحب چي ئې دايراني اخوندانودخوشحالی لپاره دهغوي لخوادروزل شووځوانانوپه غونډوکي کوي .

زرياب صاحب کله ،کله داهيروي چي هغه زموږ دولس په پيسو روزل شوی اوموږ ئي افغان بولوځکه نوتر هرڅه بايد خپل ولس چي دافغان په نامه يادېږي اودهغوي ژبې ،دود،دستوراومذهبی اړېکي ورته ګراني وي .

موږ ټول پښتانه ،ازبک ،هزاره،تاجک ،ترکمن اونوروله يوه سرۀ زرياب صاحب  اوټولو پوهانوته پدې شرط چي دپرديوترګټو زموږ ملي ګټي اوتاريخي افتخارات قربان نکړي راته ګران  اوداحترام په سترګه ورته ګورو.

خوښاغلي زرياب صاحب لکه لطيف پدرام اويوشمير نورکسان چي داپښه ئي تر ايران پوري ورسېږي بيا ديوه افغان  په توګه خپل ملي مسوليت هيرکړي . دبېلګې  په توګه پدې شپو اوورځوکي ښاغلي زرياب صاحب  ايران ته دايراني ځوانانو دټولنې لخوا په ايران کي دفارسي ژبي اوادبياتودشپږم  نړيوال سمينار په کارکي دګډون لپاره بلنه ورکړه سوې وه . ښاغلي زرياب صاحب تهران ته سفر وکړ او دروان م کال دجنوري پر ۱۴ مه ئې ددې سمينارپه غونډه کي چي دتهران په دولتي پوهنتون کي جوړه سوې وه ،دايران دمحصلينوخبري اژانس (ايسنا) دادبي برخې دخبريال درپوټ له مخې خپله اعتراض  آميزه له افسوس اوفريادنه ډکه ليکنه د«نګاهي به زبان و ادبيات فارسي در افغانستان» ترنامه لاندي ولوستل .

ښاغلي زرياب صاحب په افغانستان کي دفارسي ژبې  دحالت اوڅرنګوالي په اړوند په خپلو له انصاف نه ليري څرګندونوکي وفرمايل : ((پس از دوره‌ي تيموريان، زبان فارسي در اين سرزمين بي‌يار و ياور شد و رويدادهاي تلخ را به نګريستن نشست . ))

زرياب صاحب !

لومړی  خوموږپه علمی مجلسونواوليکنوکي دغه ژبې ته چي تاسو اوعوام ئي فارسي بولۍ دري وايو اوپه دې ژبه وياړو،چي هرڅومره ئې دفاسي سره په مختاړي اوياوروستاړي کي يوځاي کړي څوک ئي درسره نه منې ،اوله نيکه مرغه ډير ايراني روڼ اندي اديبان ئي هم درسره نه منې ،هغوي ددې ژبې رېښه  اودلويدوځاي  ګران افغانستان بولي . نورزه پردي نه ږغېږم چي کله اوڅنګه دا فارسي سول اويائې ولي د افغانستاان  په عوامو خلکوکي دفارسي په نامه شهرت پيداکړ . پدې بايد سره پوه شوچي زه اوټول پښتانه له دري ژبې سره هيڅ ډول دښمني نلرو،بلکی په تکراروايم پري وياړواودهغه چااحترام کوو، چي زموږ دولس دري ژبه غښتلې اوپياوړی کړي ،خوي له پښتوسره اويابلي کومي وطني ژبې سره ئې ونه جنګوي ، دايراني اخوندانوديرغل نه ئې  وژغوري . له بلې خواپه کل کي ديوې ژبې سره هم اختلاف نلرو، دادهر ولس حق بولوچي خپله ژبه علمی اوپياوړې کړي خونه دبلي ژبې دسپکاوي په قيمت لکه چي تاسوپه خاصه بې انصافی سره دغه کارته ملاتړلې ده . که دبشري ټولنواوژبوتکامل تاريخي سير ته نظر واچوګوروچي ژبې څومره سره نږدې دي خو دا ځني کسان دي چي دوي سره ليري کوي اويودبل په مقابل کي ئي سره دروي . زموږ دولس ژبې زموږ ملي افتخارات دي تأصف دهغوپر حال چي زموږ خويندي ژبې سره جنګوي .

دوهم : که ګريوان ته سرټيټ کړی دافغانستان په سياسي اودولتي تاريخ کښي تل دپښتوسره ستاسوپه وينا د ((فارسي )) په تناسب دښمنانه اوميرېزی برخورد سوئ دی . داچي تاسو دتيموريانو ددورې دومره ستاينه کوی ،پدې خاطرنه دی چي په هغه زمانه يعني په ۱۴ او۱۵ پېړی کښي دټول هيوادپه کچه کوم فرهنګی کارونه  شوي داهم ديوه افغان ليکوال په توګه چي په خبروکي ئې ملي غرورياحتا توکمی غرورنغښتۍ وي نه کوی . بلکي متا سفانه داستاينه هم دايرانيانواوپه ځانګړې توګه داوسني حاکمو اخوندانودخوشحالۍ لپاره کوی چي شپه او ورځ ترخپل فرهنګی يرغل لاندي دافغانستان دراوستلوخوبونه ويني . نه پوهېږم حي لي تاسوديوه په اصطلاح چپ  ليکوال په توګه دتيموريانو دحاکمانود کړنو په تاريخ دومره ډير وياړی ؟خوکه ليري ولاړ نسودمرحوم غبارپه ليکل سوی تاريخ (افغانستان درمسير تاريخ)  کي له ۲۵۰ مخنه تر ۲۸۰يم مخ ونو کي ئې کړنې لوستلاي سو،هلته مرحوم غبار دصفويانو ددورې په اړوند خپل نظر وړاندي کړي دي ،هغه ورته دومره روښانه اوځلانده دوره نده ولې لکه چي تاسو ئې ستاينه کوی .هلته خودټولوافغانانو اوزموږدهيواد دتاريخ لپاره دومره دوياړ توکي ماپيدانکړه لکه چي تاسوپرې وياړی . ګوری تاسوځانته داټولنيز عدالت پلوی ليکوال اويوشخص واياست خوبيا دومره بې انصافی کوی چي تاسوته  تر ټولو ګراني ايرانۍ فارسی ژبې دځلېدووخت دتيموريانو په دوران کي وينۍ ،داځکه چي هغوي ټول ايران پلوه اوياله هغه ځايه پشکل دشکلونوراټوکېدلي حرکتونه وه اوټولوپه فارسی ژبه خبري کولې اوچيري چي ئي وس رسېدلۍ دپښتنو مشران ئي وژلي دي .تاريخ ته درسره نه ځم ځکه يواز ګيله درنه کوم ،کنه نوکه پوښتنه درځيني وکړم چي دلوي احمدشابابا په دربارکي کومه ژبه تر نوروډيره مروجه اودولتي وه،ځواب به مو څه وي ؟؟؟ اوتر هغه راوروسته دافغانستان د سياسي اودولتي حاکميت په تاريخ کښي پدې څوسوه کاله ،ترنن ورځي پوري کومه ژبه دولتي ده اودکومي ژبې لپاره ډير کارسوی اودکومي ژبې حق تر پښو لاندي سوی دی ؟؟؟ که انصاف ولری نودابه راسره ومنۍ چي دپښتو سره جفاسوېده .

دبلې خواکه رانه خوابدی نشی نويوبله رښتياخبره به هم ستاسو اوستاسونه دګيلې په پلمه له يوزيات شمير ليکوالو، پوهانو اوسياستوالونه وکړم  چي که په رښتياسره غواړی دافغانستان پدغه جغرافيايي چاپېريال کي ځانته دټول ملت په زړونوکي ځاي پيداکړی اوداحق ځانته ورکړي چي ځان افغان ليکوال اوياعالم وبولي  اوياپدې سيمه کي پښتانه هم دخپل ملي حق خاوندان وبولی ،نو حداقل په پښتو اودري ژبوخوبايد روان وپوهېږي اودافغان ولس له هري ژبې اوقوم سره دښمني نه يوازي داچي بياد تاسوته دروښنفکرانوپه توګه دعارخبره وي بلکي بايد دنفرت اوکرکې په سترګه  ورته وګوري،چي متاسفانه يوشمېر نه يوازي داچي دا دريز نلري بلکي دپښتنو اوپښتوسره ئې دښمنۍ ته ملاتړلې ،سره لدې چي داباربه تر مزله ونه رسېږي .

دتهران دپوهنتون پدې غونډه کي زرياب صاحب دويناپه اړوند خبريال ليکي  ((اين داستان‌نويس با اشاره به دوران پادشاهي محمدظاهر شاه ګفت: درسده‌ي‌ بيستم ميلادي،حلقه ‌ها وعناصر شناخته ‌شده در درون دستګاه دولت وبيرون از آن يك جريان برنامه ‌ريزي ‌شده‌ي پارسي‌ستيزي راسازمان دادندكه تا به امروز نيز ادامه دارد. در سال 1315 هجري خورشيدي، بر اساس فرمان دولت‌ مردان آن روزګار، زبان پشتو در سراسر كشور به جاي زبان فارسي به زبان آموزش و پرورش تبديل شدو براي 10 سال، كودكان و جوانان تمامي اقوام افغانستان ناګزير بودند به زباني كه با آن آشنايي نداشتند؛ يعني پشتو آموزش ببينند و اين همه براي زبان فارسي در افغانستان فاجعه‌اي بزرګ بود.))

زرياب صاحب ! فکر کوم تاسوقيصه ليکونکی ياست نه تاريخ پوه اوکه تاريخ پوه هم اوسی نوتاريخ چپه مه تعبيرویاوله لمر ګوندي روښانه حقايقونه ولي سترګي پټوی ؟ ټول پدې خبردی چي خپله دظاهر شاه اودهغه دکورنۍ دټولوغړوديوه هم پښتونه وه زده اونه ئې دپښتو دپياوړتيالپارکارکړی،داچي په ورستيوکي په دولتي ارګانوکي دمامورينولپاره دپښتو ژبې کورسونه جوړ سوه ،يوخوداکارچندان عملي اوګټورنه وو اودبلې خواداهم دغه په اصطلاح ددموکراسی دلسيزي يوبې بنياده فرهنګی نمونه وه. نوپدې خاطرتاسو څنګه اودکومو منطقوپربنياد دابېځايه انتقاد لري چي ګويادظاهر شاه دپاچاهی په دوران کي ستاسو دښمنې ،خودافغان غوڅ اکثيت ژبې (پښتو) ژبې پياوړتياته زياته پاملرنه وشوه. زه پوهېږم چي تاسوکوم فرمان يادوي خوهغه هم غلط يادوی ،که داسي واي نوپدي باورولري چي اوس به دټولو پښتو زده واي لکه چي دپښتو ژبو زموږ دري اوستاسو فارسي زده ده .خوداسي نده اوهغه فرمان  پدې بڼه نه وولکه چي تاسو ورته اشاره کړې ده . اوکه داسي هم سوې واي نوڅه کفر خونه کېده ،د نړۍ په ټولو هيوادوکي دولتي ژبه دهغه هيوادداکثريت  اوسېدونکو ژبه ده ،ولی په افغانستان کي تاسو دپښتو ژبې  سره دومره حساسيت لري ؟

يوشمير بې وطنه کسانومحمدګل خان مومند پدي نه خوښېږي چي دظاهر شاه کورنۍ اونوردولتي چارواکي ئي دپښتنواوپښتو ژبې سره سپکاوی ته متوجه کول .که داکار هغه دفارسي په اړوندکړي واي بيابه نوستاسو اوايراني چاواکواواخوندانولپاره هغه يو نړيوال قهرمان واي. هغه بله کومه ګناه نه درلوده يوازنۍ ګناه ئي داوه چي خپل ژبه اوخپل قوم ورباندي ګران وو،خوهغه هيڅ وخت دبلې ژبې اوبل توکم سپکای لکه ستاسو يوشمير ليکوال نما اوسياست نماچي ئي کوي نده کړې .

زه نه غواړم دزرياب صاحب  پر بيوګرافي خبري وکړم خو دومره ويلاي شم چي دادبي ليکنوپه څنګ کي ئي  په چپ سياست کي هم ګوتی وهلي ،هغه څوک چي ځان دچپ سياست پلوی بولي دهغه لپاره په هرنامه اوبهانه چي وي دشرم خبره ده چي دژبواوقومونوترمنځ اختلافاتواوبېلتون راوستلوته لمن وهی  . اونه هم په فرانسه کي دهغه پراړېکواوياداچي څنګه له فرانسې نه کابل ته ولاړ بحث کوم .

متاسفانه رهنوردزرياب  صاحب په فرانسه کي هم دهغوافغان کډوالوسره زياتي نږدې اړېکي درلودي کوم چي اوس ،اوس په افغانستان کي دفدراليزم ډول ډنګوي  اويائې دپښتو اوپښتنوسره دښمنۍ ته ملاتړلېده  .

يوځل ئي دملي سرود په مسله کي چيخلې ماتولې او راورسته پسله هغه چي دده دخوښي مقام ئي په دولت کي ندي تر لاسه کړی په پښتو اوپښتنو پسي ئې په بربنډ توګه  پښې رالوڅي کړې دي .کله چي موږ له زرياب صاحب نه داسي حرکتونه او ويناوي اورو،مجبور يو له ځان سره وخاندو اوځان پدې صبرکړو چي خيردي له ښاغلي کرزی نه خوابدی سوی دي اوس ئې زورتر پښتنو اوپښتوباسي بايد حوصله وکړو،خوپه ايران کي چي زموږ سره په زياتو مسايلواودزرياب صاحب سره هم په اډيالوژيکي اوعقيدوی مسايلوکي اختلاف لري  ددې لپاره چي ديوبل هيوادګټي وساتل سي اوايراني اخوندانوته ځان نږدې اودهغوي دمرحمت وړوګرځي داډړول له حقيقت نه ليري مسايل مطرح کول هر افغان زوروي اوځان مکلف بولي چي له رهنورد زرياب صاحب نه ر ځاي ګيله وکړي چي داڅه کوې اودڅه لپاره ؟

خوکه دامسله جدي ونيسونوښاغلي زرياب صاحب بيا بايدځانته داحق ورنکړی چي دتهران دپوهنتون غوندي په غونډه کي بې مسوليته خبري اوڅرګندونې وکړي .

پدې بايد زرياب صاحب اونورهغه کسان چي دايراني اويانوروبهرنيوافغان دښمنو دخوشحالی لپاره لاس اوپښې وهي تل پوه وي چي پردې به بريالي نشي چي پښتانه اوپښتوژبه ورکه کړي .

ښاغلي زرياب صاحب!

تاسوخوپه يوه انترناسيونالست پلوه حپ ګوندکي هم سر ښوراوه ،اودهمدې سرښورونې برکت ووچي دشوروياد يرغلپه دوران کي مو وروستی دنده دافغانستان دليکوالودانجمن درياست  مقام وو. سره لدې چي هغه وخت موهم د حاکم ګوندنه په پټه له شمالي ټلوالي اوپه حاکم ګوندکي دشمالي ټلوالي دپلويانواوپه افغانستان کي ديوشمير ليري اونږدې ګاونډيانو دنوي ستراتېژی له پلويانوسره چي تر اوسه ئې دافغانستان ټوټه کېدوته ملاتړلې يوڅه سر ښوراوه اوپه فرانسه کي داوسېدوپه وخت کي خوکاملأ دهغوي تر تاثيرلاندي راغلاست اوديوه ليکوال په توګه موخپل ملي دريځ پرېښود. دادی اوس په کورنيو اوبهرنيوجګړوکي سوځېدلي افغانستان  داوسېدونکوتر منځ دژبودجګړې اودپښتواوپښتنوسره داختلاف اودښمنۍ له لښتيونه داوبوڅښل پيل کړي دي .

بايد لوستونکی وخاندي ،کله چي ستاسودغه ټکي لولي ((اوبه سياست جداسازي زبان فارسي و دري اشاره كرد و توضيح داد: به باور بسياري از صاحب‌نظران، منظور دولت‌مردان از اين امر، نه تنها زنده‌سازي زبان دري نبوده؛ بلكه به ګونه‌اي مرزكشي فرهنګي ميان افغانستان و ايران بوده است كه تا امروز نيز ادامه دارد.))

يوه بې عقل هم پرې پوهېږي چي څومره ديراني اخوندانوپه چوپړ کي ياست ؟ بلې تاسو اومتاسفانه ستاسوپشان يوشمير کسان غواړی چي موږدايران سره ستاسوپه اصطلاح فرهنګی پولی ورانې کړواوهغوي پرېږدوڅه چې ئي زړه غواړي هغه تر سره اوزموږپه ملک کښي خپلي فرهنګی منډي ووهي اوافغان دښمنې موخي تر لاسه کړي ،ځکه خوتاسو غوندي کسان نازوي . خوداارمان ډيرو ګورته وړی ايراني اونوربهرپلوه به هم هرومروددې پروسې مزه څکي . دافغان ولس پر خپلاف هرډول تيري کونکي خپل سرخوړلی ځکه خودټولو ظالمانه اوله پښتوژبې سره دخاينانه سياستونودپلې کېدوسره بياهم داژبه ورکه نشوه بلکي دهرې ورځي په تېرېدوسره آهسته خوپه آطمينان  اوپوره قوت پرمخ درومي . دتاسف ځاي دی چي تاسو ديوه افغان په توګه دايران په چوپړکي ياست اخپل ملي غروردهغوي دخوشحالی لپاره ترپښولاندي کوی .

زرياب صاحب وړاندي وايي (( از همين‌رو، در حال حاضر هم حلقه‌ها و عناصر معيني مي‌كوشند تا اين اصل را بر جامعه بقبولانند كه فارسي زباني است ديګر و دري زباني ديګر، و رسانه‌ها و نهادهاي دولتي كشور اجازه ندارند كه انبوهي از واژه‌هاي ناب فارسي دري را مثل دانشكده، دانشګاه و داداګاه به كار ببرند؛ زيرا جايز نيست و اين مضحكه‌ي ننګين تا هم‌اكنون ادامه يافته و جريان دارد. جنګ‌هاي 25ساله‌ي اخير باز هم فرهنګ و زبان پارسي دري را در افغانستان با چالش‌هاي جدي روبه‌رو ساخت و خطرهاي بزرګي را براي فرهنګ و زبان فارسي دري به بار آورد.))

زرياب صاحب پدې پوهېږو چي ايراني ځوانان چي ايراني اخوندانوئې مغزونه ورپرېمينځلې دي  دومره ئي پدې مسله ممکن سر خلاص نشي ،مګر موږ اوتاسو خوسره پوۀېږو چي غواتوره اوشيدې سپينې دي . موږ دري له فارسي څخه نه جلا کوو،بلکي لکه چي پياوړي اومنلي ژبپوه ښاغلي  زيار صاحب اويوشمير نوروپوهانوورته اشاره کړې ،دري اوفارسي ورته اويوه رېښه لري ،يوه ژبه ده خوپه بيلو بيلو سيموکي لويه شوې اوپه همدغوسيموکي دټولنيز،سياسي ،فرهنګي اومذهبي تاثيراتولاندي ئي تکامل کړی . زموږ لپاره داختلاف ټکي په نورومسايلو کښي دي، چي هغه دملي ترمينالوژي  اوپه افغانستان کي ددري ژبې  ډياليکټ اوددې ژبې چي تاسو ورته فارسي واياست دپيدايښت تاريخ ،سيمه اوريښه ده ،موږ ئي رېښه په خپل هيواد کي بولو خوتاسو هرڅه تاريخي افتخارات چي افغانان لري هغه تر ايراني اخوندانو اونوروبهرنيانو قربانوی .تاسودا مسله نه دژبني ملحوظاتوپر بنياد بلکي دسياسي ملحوظاتو اودپښتواو پښتنو سره ددښمنۍ پر بنيادغواړی  لمن ورته ووی ،هغه ژبه اوډياليکټ چي همدا اوس په ايران کي  خلک ورباندي خبري کوي غواړی هغه په افغانستان کي هم په همدې بڼه  مروجه کړی ،اولمر غوندي ټولوته  روښانه ده چي داکار دايرني اخوندانوپه هدايت کوی ، کنه داپخواتاسوچيري واست ؟ ايا ماشومان واست ؟خونه واست ؛هغه وخت مونوري خبري کولې موږ اوتاسو خويواوبل سره پېژنو يودبل خبري مو سره اورېدلي دي ،اياشرم ندي هغه څوک چي وايي خپل هيواد اوخپل خلک راباندي ګران دي ، بيا همدا ګران ولس دپردوپه لمسون سره جنګوی اويادهغوي دښمنانوته خدمت کوي ؟

په بل ځاي کي رهنورد زرياب صاحب ليکي : (( با اشاره به سقوط طالبان و سرازير شدن نيروهاي غربي و آمريكايي به افغانستان در طول هفت سال ګذشته، از ديدګاه مردم، ناداري، ګرسنګي و بي‌كاري نصيب ما شده و تلاش مي‌شود فرهنګ و ادبيات و هنر به حاشيه رانده شود؛ چون دريافته‌اند كه اګر در افغانستان فرهنګ بالنده وجود داشته باشد، انديشه زاده مي‌شود. به هرحال، در اين اوضاع اين فرهنګيان راستين هستند كه با پذيرش دشواري‌ها و محروميت ‌ها به درګاه زبان فارسي دري و ادبيات اين زبان، بار سنګين امانت رودكي، سنايي، عطار، مولانا، سعدي، حافظ، و بيدل را به دوش مي‌كشند و بي‌ هيچ چشم‌داشتي از دولت حامد كرزاي به حفظ فارسي كمر بسته‌اند. ))

زرياب صاحب چي هر څومره ځان مترقي روښنفکره معرفي کړی تاسوپه خپل ليکنه کښي دتعصب  نه ډکه خپله بڼه نندارې ته وړاندي کړېده .له يوې خوا سياست کوی ،داسي معلوميږي چي سياست هم دفارسي ژبو لپاره په هغه هيوادکي کوی چي شمير ئي تر نورولږ دی ،اودبلې خوادافغانستان فرهنګ  چي اندېښنې اوعالي مفکوري رازېږوي يوازي په همدې ژبه اودهمدې ژبې په فرهنګ کي وينۍ چي  دامو يوه تاريخي جفا اوکه خفه نسی له افغان ولس اپه ځانګړې توګه له ټولوهغوسره چي دايراني فارسي اوايراني فرهنګ له رواج سره په خپل هيواد کي چي دهر څښتن اوعالي کلتور اوژبه لري دمختليفو علمي،ټولنيزو اوسياسي لاملوپر بنياد مخالفت لري دهغوي سره مودښمنۍ ته بربنډه ملاتړلې ده ،خداي دې خيرکړي چي له فرانسي نه وروسته دايران تابعيت ترلاسه نکړي .

که په قهرنسی بې ځايه ځان اوخپل ملګري ((رودكي، سنايي، عطار،مولانا، سعدي، حافظ، و بيدل))  د امانت  وارثين مه بولۍ .پدې پوره باورلرم چي که هغوي ژوندي واي  تاسولخوا دپښتو اونوروژبوسره ددې ډول سرټمبګيو اودښمنيوسره به ئې هيڅ ډول علاقه نه درلوداي اوپر تاسوبه ئې خندلاي چي تاسو څه کوي او ولې دومره دخپلو وطندارانواودهغوي له ژبې سره مخالفت کوی .هغوي عالمان وه شپه او ورځ ئي زيار ايسته تر څو بشريت ته خدمت وکړي ،دوي په هغه ژبه ليکل چي دوي پرې پوهېدل ،ددوي په بيوګرافيوکښي ستاسو غوندي طرحي ،تعصب اوبې بنياده مسايل نه ليدل کېږي . هغوي ته ټول بشريت دقدروړ وه،خوتاسو اوستاسوياران بيادتنګ نظری په ويالوکي لمبېږي ،پام کوی چي ګوډنسی .

ددې لپاره چي ليکنه اوږده نسي داوس لپاره پر هره کليمه تبصير نه سم  کولاي  سره لدې چي دتبصرې وړده ،قضاوت لوستونکوته پرېږدم .

خوپه يوه ټکي پوه شوم چي تاسوهم يوله هغوکسانوڅخه ياست چي په پښتو اودري ژبوکي دمنل شوي ترمينالوزی سره چي اوس ئي ملي بڼۀ غوره کړې اودافغان ولس ديووالي بېلګه شمېرل کېږي مخالفت کوي . هغه دبلخ دوالي عطا محمد خبره پرځاي ده چي دبلخ دپوهنتون ديوشمير محصلينودغوښتنې په مقابل کي کوله چي ايراني اخوندانوداستخباراتي شبکواوکړيوپه لمسون ئي غوښتل چي پر يوه لوحه دپوهنتون نوم په څوژبو وليکل سي ژورنالستانوته وويل ((زه پوهېږم چي دادچاکاردي اوولي ئي کوي ،دا. . . .دي )) فکر کوم تاسوتر والي صاحب ددې مسلې په رېښه ډير خبر ياست ،چي له کومه ځايه اوکوم افغان دښمنه استخباراتي سازمان په هدايت روزل کېږي ،اوحتمأ به پوهېږی چي دڅه لپاره داشعارونه پورته کېږي اوپايلي ئي څه دي ؟ دومره ويلاي سم چي دابارترمنزله نه رسېږي ،هره ورځ چي وي داکوږباربه راولوېږي .

درهنوردزرياب صاحب ستاسو په ژوندليک کښي ليکل سوي چي ((در دورة مكتب به جنبش چپ وتريند شوروي علاقمند ګرديده بود، با اين سفرهاي تحصيلي، تحقيق و مشاهدة جهان، به يافت ها و باور هاي نويني دست يافت، به ګونة كه تا امروز به عنوان يك صاحب نظر مستقل و منتقد آګاه برجا مانده است.)) که ستاسو دژوند ليک په اړه دغه خبره رښتياوي بيانوبايددهمدغه باوراونظر سره ځان عيارکړی ،اوس خو ستاسو بيوګرافي اوستاسوکړنې په ټکر کي ليدل کيږي .

زرياب صاحب ! تاسوپه خپلو ليکنو کې ډيرکوښښ کوي افغانستان په فارسي ژبي هيواد مشهورکړي ، دملي سرود دجوړېدوپه وخت کي مو هم خپل تعصب پټ نکړ،داسي ويل کيږي  چي ستاسودغه تاکتيک اوپاليسي دايراني اخوندانو ډيره خوښه اوتاسودهغوي دهدايت ل مخې داکارونه کوي  .

زه پدې باوريم که غواړي ديوه افغان ليکوال په توګه دټولوافغانانولپاره دمنلي وړ شخص په توګه پاته سۍ دتنګ نظرواوتعصب نه ډکو کسانو پر پله قدمونه مه ايږدی  ،خداي مه کړه چي دنوروتنګ نظرو غوندي دافغان ولس دقهر اوغوسې سره مخامخ نشي .

ګوری تاسودافغانانوپه پيسو تعليم اوتحصيل کړی اوهمدا اوس هم هرچېري چي سفرونه کوي دافغانانوپه پيسواودافغان په نامه  معرفي کېږي،پدې صورت کي داوطن پر تاسو حق لري چي ملي يوالي اوفرهنګي وحدت اوتاريخي  افتخارات ئي وساتی اوايراني اخوندانوته بې ځايه له پښتو،دري اوپښتنوڅخه سرمه ټکوی ،داکارموپه ګټه ندی . داچي ښاغلي کرزی اويا داطلاعاتو اوکلتور وزير تاسوته  ستاسودخوښی اوغوښتنې سره سم مقام ندي درکړې پدې کي دپښتو اوپښتوکوم تقصير نشته .

له نيکه مرغه زموږ په هيوادکي هيڅ يوشخص اوياکومه سياسي ډله ،ټپله دکوم قوم اوژبې استازيتوب  نشي کولاي ،تاسودغه ژبنی اوقومی سوداګرپه خپلو سترګوګوری چي څومره تحقيرېږي ،بيانو تاسو ولي غولېږی اودخپل هيواديوه لوي اوبې ګناه قوم اودهغوي له  ژبې سره دښمنۍ ته ملاتړئ ؟

پدې هيله چي زما خبرې اوعرض ستاسو دخوابدی لامل نسي ،ددې ليکنې څخه زماموخه پدې شرايطوکښي چي له لرګی نه بايد سړۍ جوړسي اودهيوادپه ګټه  ترېنه کارواخيستل سي داده چي  تاسوبايد ديوه افغان په توګه په ټولنه کي دروند ځاي ولری ، زما نه پيرزوکېږي چي تاسو دوطن ددښمنانو او پردی پلوو افغان دښمنو د پاليسيواوتاکتيکونوقرباني سی . پاي