کور / تازه خبرونه / د نيمروز او دلارام سړک پرانيستل سو

د نيمروز او دلارام سړک پرانيستل سو


د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي او د هندوستان د بهرنيو چارو وزير پرناب مکرجي د نيمروز او دلارام سړک د پټي په پرېکولو سره پرانيست.
دغه ٢١٥ کيلومتره سړک د هندوستان په مرسته د ١٥٠ ميليونو ډالرو په لګښت جوړ سوى دئ، چي له امله به يې نيمروز ولايت ته د تلونکو مسافرينو په تګ راتګ کي د پام وړ اسانتيا رامنځته سي.