کور / تازه خبرونه / جاپان: بهرنيو هيوادونو ته صادرات ٣٥ فيصده کم سوي وو

جاپان: بهرنيو هيوادونو ته صادرات ٣٥ فيصده کم سوي وو


په ٢٠٠٨ کال د جاپان په صادراتو کي ٣٥ فيصده کمۍ ريکارډ ټينګ کړ.
د جاپان د ماليې وزارت وايي تر ١٩٨٠ کال را وروسته دا تر ټولو ډېره کمي ده، چي بهرنيو هيوادونو ته د جاپاني صناعتي کمپنيو په صادراتو کي راځي.
د ماليې وزارت وايي د دې لامل په ټوله نړۍ کي اقصادي بحران دئ، چي د نړۍ اکثره هيوادونه يې وځپل.
اروپا، امريکا او چين لا له مخکي د اقتصادي زيانونو په اړه راپورونه خپاره کړي وه.
د دې تاوانونو له کبله د جاپان تر ټولو مشهور کمپنيانو ټويوټا، هنډا او سوني خپل په زرونو مامورين له وظيفو ګوښه کړي دي.