کور / سياسي / اوباما چمتو دئ چي کرزی ایسته کړي

اوباما چمتو دئ چي کرزی ایسته کړي

لیکوالان : جیروم سټارکی او کیم سین ګوپتا
منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( انګلستان )
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۲۳


دا چی د افغان مشر څخه ملاتړ لږیږی ، نو سیالان  واشنګټن ته ورځی چی د نوي ولسمشر سره وګوري .


انډپنډنټ غوږېدلی چی سپیني ماڼۍ ته د اوباما رسېدل او په واشنګټن کی د بدلونیزه توند باد چلښت ښایی هلته افغان مشر حامد کرزی هم بې واکه کړی .


د کرزي یعنی هغه سړي څخه چی څه وخت د لویدیځ محبوب و ، نړیوال ملاتړ ځکه په فوق العاده ډول لږ سوی چی تشدد ، ټولیز فساد ، او کمزوره مشرتابه تر پخوا هم بدتر سوي دي . خو تر همدې بیخی تازه وختونو پوری دیپلوماتانو دا ټینګار کړی چی د دې سره سره چی په جنوب کی د طالبانو پاڅون زیات سوی او جنګ توند سوی ، بیا هم د بقأ وړ کوم بدیل نسته . لاکن څلور هغه کلیدی څېرې چی ویل کیږی د ښاغلي کرزي سیالان به سی ، واشنګټن ته ورغلي دي تر څو همدا اوونۍ د اوباما د ادارې د چارواکو سره وګوری . اوس د هغسی « کاندیدانو د تخیلی لیست » په باره کی خبری روانی دي چی د هېواد د بېلابېلو توکمیزو ډلو د یو موټی کولو او د ښاغلي کرزي څخه د قدرت غصبولو اصلی چلنج کونکي به وی .

په کابل کی یو لوی امریکایی مامور وویل چی « امریکایان د انتخاباتو د نتیجې فیصله نه کوی ، خو کولای سی چی خلکو ته د خپلو اختلافاتو د لیری کولو وړاندیز وکړی او هغوی د کاندیدانو یو تخیلی لیست جوړ کړی . »


ښاغلي اوباما له مخکی څخه لا د افغانستان پر چلنج باندی غېږ راګرځول پیل کړی دی . ده په چهارشنبه په بیضوی ډوله دفتر کی د خپل کار د شروع پر لومړۍ ورځ د جنرال ډیویډ پترس څخه د راروانو امریکایی پوځیانو د « شدید زیاتوالي » په هکله معلومات واورېدل . ښاغلي اوباما تېره شپه یو تجربه کار امریکایی دیپلومات ریچرډ هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل نوي استازي په توګه وټاکی . 


واشنګټن ته په غیر رسمی هیأت کی درې پخواني وزیران او یو برحاله والی شامل دی . ډاکټر عبدالله عبدالله پخوانی خارجه وزیر دی ، ډاکټر اشرف غنی د مالیې وزیر و ، علی احمد جلالی داخله وزیر و ، او ګل آغا شېرزی هم د ننګرهار د ختیځ ولایت والی دﺉ چی هلته امریکایی پوځیان مستقر دي . کله چی ښاغلی اوباما په جولای کی افغانستان ته ورغلی و ، آن مخکی له دې چی په کابل کی یې د ولسمشر کرزي سره لیدلی وای ، په جلال آباد کی یې د والی شېرزي سره وکتل . په کابل کی د امریکا د سولی د انستیتوت ریًس جان دیمپسی وویل چی « هغوی نه غواړی د ولسمشر کرزي څخه په پټو سترګو هغسی ملاتړ وکړی لکه د بوش ادارې چی د ډیری مودې راهیسی کاوه . » په افغانستان کی پر مځکه د هلمند ولایت برتانوۍ قرارګاه ( کیمپ باسشن ) د مخکی څخه لا په جنوب کی د جګړې د امریکایی کېدو په یوه نښه سره اوښتی دی . ځکه ، هلته د امریکایی ځواکونو ورلېږل راپیل سوي او ډېر نور به هم ورسره یو ځای سی . هوایی اډې به جوړیږی تر څو افغانستان ته د هغو دیرشو زرو نورو پوځیانو په لېږلو سره هلته د راروانو حملو د چمتویني په خاطر ټرانسپورټی او جنګی الوتکی ورسی .


د کرزي لوړ مامورین په دې هیله وو چی هیلری کلنټن به په سپینه ماڼۍ کی د دوی ملګرې وی چی اوس د امریکا خارجه وزیره سوه .خو دا هیلی یې تېره اوونۍ هله دړی وړی سوې چی هغې د خپلی اعتماد رایی پر مهال افغانستان یو داسی « مخدره ییز دولت » وباله چی حکومت یې « د خپل محدود ظرفیت او ستر فساد له امله په بلا لړلی دی . » 


د افغان ولسمشر ورور احمد ولی کرزی په تېر اکتوبر کی د امریکایی استخباراتو څخه راوتلو راپورونو د مخدره موادو یو لوی کاروباری ( کاسب ) معرفی کړی و . دغه ادعاګانی چی دوی دواړو په کلکه رد کړي ، په افغانستان کی خورا خپرې دي ، خو تر هغه وروسته لویدیځو مامورینو د هغو د تاییدولو څخه انکار کړی دی . لاکن نوموړي را بهر سوي راپور د بوش د ادارې لخوا د ښاغلي کرزي لپاره د یو توند اخطار حیثیت درلود تر څو خپله کړنه پاکه کړی او خپل ورور کنټرول کړی . د انتقادونو دا تونده څپه دا اشاره رسوي چی نړیواله ټولنه د ده د ځواب څخه چندانی خوښه نه ده . د مېرمن کلنټن څرګندونی د ناټو د عمومی منشی جاپ دي هوپ شیفر د نېښ وهونکي انتقاد سره پر عین مهال تصادف کوی چی هغه ویلي دي د بې ثباتۍ له درکه فاسد او بې کفایته حکومت هم کټ مټ هومره ملامت دی لکه ښورښیان چی دي . ده په واشنګټن پوسټ کی داسی ولیکل : « په افغانستان کی اساسی مشکل دومره ډېر طالبان نه دی ، بلکی هغه د سمی حکومت دارۍ خورا لږ والی دی . » 


په فردی لحاظ ، د ښاغلي کرزي سیالان د خپل ملاتړ د تکیه ځای له درکه په انشعاب او ټوټو مبتلا دي . خو دیپلوماتان خوشبین دي چی هغوی په ګډه سره کولای سی هغه انتخابات وګټی چی په دوبی کی مدنظر دي او په دې توګه د پښو لوېدلی ولس بیرته فعال او راپورته کړی . هارون میر د څیړنیزه او تګلاری د مطالعاتو لپاره د افغانستان د مرکز مرستیال بنسټ ایښودونکي وویل چی « موږ یو هغسی نوي حرکی قوت ته اړتیا لرو لکه په ۲۰۰۱ کی چی و. بدلون به ځکه امید رامنځته کړی چی همدا اوس خو هماغه حرکی قوت د طالبانو سره دی . »


د افغانستان په اړه د نوو تګلارو طرح کول آن د ښاغلي اوباما تر راتګ مخکی لا د څو میاشتو راهیسی د پنتاګون او خارجه وزارت د مسؤلینو لخوا تر لاس لاندی دي . یو لوړ مامور داسی وویل « موږ په پام کی لرو چی د ښورښ پر ضد ، د مخدره کاروبار پر ضد ، د حکومت دارۍ او انکشاف تازه او نوښتګری مفکورې وړاندی کړو . اوس دا هر څه د نورو ادارو د خلکو لخوا جوړیږی . په دې کی شک نسته چی موږ د افغانستان سره د طالبانو تر سقوط وروسته بې غوري کړې خو اندېښنه دا ده چی موږ باید همدا اوس ډېر څه او هغه هم په چټکۍ سره وکړو . »

خورا ډېر نوښتونه کېدونکي دي . په هغو کی دا هم شامل دي چی محلی ډلو ته به وسلې ورکول کیږی تر څو د طالبانو سره وجنګیږی ، کټ مټ لکه سُنی ملیشې چی جنرال پترس په عراق کی د ښورښیانو پر ضد استعمال کړې .

امریکایی ، برتانوی او ناټویی ځواکونه به هم د مخدره کاروبار پر ضد په عملیاتو کی مستقیم رول لوبوی تر څو د افغانستان د هیروینو د تجارت مخه ونیسی چی د نړۍ ۹۳ سلنه مخدره مواد تهیه کوی . 


د تګلارو ځینی شنونکي ټینګار کوی چی دا ممکنه نه ده چی پر افغان ولسمشر دې د خپل هېواد د ټولو مصیبتونو پړه واچول سی . دوی وایی چی نړیواله ټولنه بې تأثیره ده ، زیاتره سره وېشلې ده ، او نړیوال پوځی کوښښ د تروریسټانو پر نیولو متمرکز دی ، حال دا چی د اوږدې مودې راهیسی یې دغه ښورښ نه دی مات کړی . 


برتانویان د طالبانو پر ناروغانو په خښم دي –

برتانوی پوځیان شکایت کوی چی هغوی دې ته مجبوریږی چی په افغانستان کی د دوی په روغتون کی طالب جنګیالي هم ورسره تداوی سی . د دښمن جنګیالي د کیمپ باسشن په ساحوی روغتون کی د جنیوا د کنوانسیون له مخی تداوی کیږی . خو پرسونل د جګړې د مهال پر دغه عنعنوی کړنه اعتراض کوی . یو عسکر داسی وویل « زما ملګري په روغتون کی راپاڅېدل تر څو د خپل چپرکټ تر خوا طالب جنګیالی معلوم کړی . وروستی هغه څه چی دوی غوښته ویې ګوری په هماغه څانګه کی د طالبانو شته والی و . خو دا صحیح کار نه دی . »

لاکن د دفاع وزارت وویل چی موږ ته کوم شکایتونه نه دي رارسېدلي .


سیالان : څوک به د کرزي ځای ونیسی ؟


ګل اغا شېرزی –

د شورویانو پر ضد د جنګ یو تجربه کار ، د کندهار پخوانی والی او د بشری حقوقو د تیریو له امله تر انتقاد لاندی راغلی دی . دﺉ په ۲۰۰۶ کی د یوې وژونکی حملې څخه ژوندی ووت .


ډاکټر عبدالله عبدالله –

که څه هم نیم پښتون دی ، خو د افغانستان د تاجکو اوسېونکو یو مشر ګڼل کیږی . دﺉ په ۲۰۰۱ کی د خارجه وزیر په حیث وګومارل سو او دې کار ته یې تر ۲۰۰۶ پوری دوام ورکړ .


علی احمد جلالی –

جلالی په خټه پښتون او په رتبه ډګروال دی ، په ۱۹۷۹ کی پر افغانستان باندی د روسانو تر یرغل وروسته د شوروی ضد مقاومت سره ودرېد . ده امریکایی متابعت حاصل کړ او ۲۰ کاله یې د امریکا ږغ راډیو په خپرونه کی تېر کړل .


ډاکټر اشرف غنی –

په خټه پښتون او د امریکا په کولمبیا پوهنتون کی یې تعلیم کړی دی . ده د ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۱ پوری په نړیوال بانک کی کار کاوه څو چی پسله ۲۴ کالو څخه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ورغی . د ۲۰۰۲- ۲۰۰۴ پر مهال دﺉ د مالیې وزیر و ، او د افغانستان د نوو پیسو د بریالي اوښتون سرپرستی یې کوله . پای

تبصره نسته

  1. پښتانه کوانده او مبتکر خلک نه دي،که نه باید یو واحد کاندید یې د دغوامریکايي ګوډاګیو په وړاندې ټولټاکنوته درولی وای ۰ هو،دوی جنګ کولی اوهیواد ورانولی شي ، خو فکر کول او د وطن رغول نه !
    ددوی همت د خان صیب ناظري ده، نه خپله مستقله خاني ،کرزی، جلالي اواحمد غني ټول پښتانه دي خود پردي خان صبب اوبا ما ناظرۍ
    (ګوډاګيتوب ) ته کاندید یږي ! **************** !
    ****************************************
    ****************

    لراوبر په پرلپسي ډول ستاسو او ټولو لوستونکو تبصرې ګوري ، که تاسو په تبصره ليکلو کي له سپکو سپورو ليکلو ډډه ونه کړئ ، لراوبر به مو ټولو لوستونکو ته د ور پيژندلو ګام پورته کړي .
    مننه

  2. ښاغلی ځواک واله له نوم څخه دی هم ښکاری چې زيات بې ځواکه يی اودهيڅ ډول نظرځواک نسته درپکښې .
    وروره نظرورکول دي خپل کاردی خو *** پرتاچې دومره *** نظرلرې .

  3. پورته ذکرسی ښاغلی ټول د بل پر در لوی سوی دی ګومان می نه سی چه افغانستان ته صلح او امنیت راولی.

  4. د لر او بر ویب پاڼی د ادارې وړاندیز او خبرتیا بیخی پر ځای او معقول تصمیم دی او هر څوک باید د قلم عفت وساتی او په علمی نظر او موقف سره خپله رایه بیان کړی . دا کار به نور دوستان او لوستونکی هم تشویق کړی چی خپل نظر ورکړی . په مینه ، خلیل

  5. که امریکا افغانانو ته مشر تاکي ، نو دا دوه اصله راڅرګندوي :
    ۱ – که پخوا د افغانانو مشر په کرملین که ټاکل کېده، نودا دی اوس په سپینه ماڼۍ کې د افغان ولسمشر ټاکنه کیږي ، او دا په دې مانا ده چې افغانان او افغانستان خپلواک نه دي .
    ۲ – په سپینه ماڼۍ کې د افغان مشر ټاکنه ، په اصل کې د افغانانو هغه خود ارادیت ته سپکاوی دی چې په ترڅ کې یې افغانانوحامد کرزي ته رایه ورکړه .
    دغه بحث ته د ادامې په تمه
    مننه

  6. ښـاغلی مؤرخ !  افغانستان نه یواځې دخپلې خوښې واک نلري بلکې ټول هغه عنصرونه
    چې دملي واکمنۍ جوړونکي  دي  یواځې دملګروملتونو په سازمان کې دکرزي
    دناقانونه ادارې استازی موجود دی اونور بس .
    هغه توکي چې  ملي واکمني جوړوي
    دادي :
    ۱ــ خپله خوښه ( خودارادیت ) چې نشته .
    ۲ ـــ مرکزي
    دولت       چې نشـته .
    ۳ ـــ په ټول هیوادکې
    یوشان دقانون پلي کېدل          چې
    نشــته .
    ۴ ـــ دپردیوهیوادودپوځي
    اډونشتوالی         چې د۴۵ هیوادونوپوځي
    اډې  واکمنې دي .
    ۵  ـــ  دولت باید دمالیې دټولولوواک
    ولري         چې نه یې لري .
    ۶ 
    ـــ  دولــتي ټــېکاو    چې نشته .
    ۷ ـــ دولت
    بایدپخپلوڅلورګونو قواوو واکمن وي        چې نه
    دی .
    * * * * * * فقط یوه دغلو ټولنه ده لکه دسقاو دزوی په څېر .
    له دې چې
    دغه څېړنه اوږدې لیکنې ته اړتیا لري نو د وخت دلږوالي له امله بښنه غواړم که له
    ماڅخه کومه پوښتنه کوﺉ  دغې څېړنې ته په مسلکي ډول ځواب درکولی شــم .
    په
    درنښـــــت

  7. که درانه شنونکي د سرچينې د نامه د ذکرولو سره يې لېنک هم وليکي، نو کېدائ سي چي نور تر پښو پاته ژباړونونکي هم په راتلونکي کښي خپله د ژباړي تجربه لا پياوړې او معياري کړي، ما خو ددې په زړه پوري ژباړي د سرچينې لينک تر ډېر لټون وروسته دادئ پيداکړ، مننه :
    http://www.independent.co.uk/news/world/politics/obama-ready-to-cut-karzai-adrift-1513407.html

  8. گرانو دوستانو- افغانستان لپاره مشر تاکل په کرملین تا سپینه مانی کی کوم نوی کار ندی- د امیر عبدارحمن خان نه رانیولی تر کرزای پوری ماته یو مشر وسسی چه د افغانستان د اولس په خوخه تاکل شوی وی- مونز او تاسو تول پده خه پوهیگو- زه خو دا وایم که چیری د افغانستان یو سک هم زمونگ مشر شد ودشی خو چه د وطن او ددی مظلوم ملت لپاره زریار وباسی او د خلکو په مینح کی اتفاق راولی- د خدای لپاره تعصبی خبری پریدی- راحی چه دا وطن اباد کرو- وسلام

  9. فکر نه کوم چی دا وړی به شړی شی ځکه چی دا هم د مخکینه په همدی حکومت که وو که دا دانګلیس او امرکا مخالفت وی او همدا شان دا دی یوی ولسوالی (پنجشیریانو) په لاس کی ټول د کابل اوسنی نظام . دا فساد او داسی حالت جی اوس روان دی دادی جوړ شی .

  10. دلراوبرويب پاڼي چلوونكو اوويونكوپه سلامونومولمانځم دښاغلي

    داچې داوبامادكرزي ملاتړپريښي دي كه چيري داپدې اساس وي چي دښاغلي كرزي اداره په اداري فسادكې ښكيل ده اوښاغلي ولسمشركزري دټولوافغانانواوپه تيره بيادپښتنوپه هيلواوبه توي كړي نوموږداوباماددې پريكړي څخه خوښ يواوكه داپدې اساس وي چې دافغانستان حالت نورهم خراب سي اوافغانستان اوځل بيادستونزوكندي ته ولويږي اوافغانستان يوځل بيادامريكااوروس دسياليوميدان وګرځي

    نوبيادښاغلي كرزي ددې ويناچې موږبه روسانوڅخه مرسته وغواړواوداوباماددې پريكړي چي دوې نوردكرزي داداري ملاتړنه كووپه كلكه غندواوموږدښاغلي كرزي څخه غواړوچې دې نورځان كانديدنه كړي اوښاغلي كرزي دي ديوداسي شخص ملاتړوكړي چي يوبااحساسه افغان وي ددې هيواددډيركيوڅخه وي پښتونپال وي

    لږترلږه ماسټري ولري اوكه په خارج كي اوسيدلي وې خودخارج تابعت ونه لري اوپه خارج كي يې اوپدي وياړچې يوبااحساسه افغان وي دګران هيوادافغانستان په تابعت باندي ژوندتيركړي وي اودافغانستان اساسي قانون ته احترام ولري ټولنپاله ولسواكي پلي كړي اوخاوري بشپړوالي اوملي حاكميت احترام ورته ولري اوهيوادملي ګټوته پرشخصي ګټودرناوي وكړي.

  11. pashtanoo wroonoo

    allah ta wagooray da da khpaloo pashtanoo pashi ma wahai .khpala qazawat wakray sook che dar ta war shkaari hamaagha ta raaaya warkaray.aw da be zaaya khabary zamoong aw staa se shaaan sara na shaaayee .

    manana anooshoosh afghan nangahar.