کور / رسنۍ / سپین غر او مينه مجلې تازه له چاپه راوتلي دي

سپین غر او مينه مجلې تازه له چاپه راوتلي دي

د مينې مجلې خصوصي ګڼه چاپ او په ليکه شوه :

د پښتونخوا له زړۀ پېښور څخه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې مينه مجلې لسمه او يولسمه پرله پسې ګڼه چې د محرم او صفرې د مياشتو خصوصي ګڼه ده چاپ او په ليکه شوه. مينه مجله چې مشر مدير يې انور شاهين خانخېل، د پښتو برخې مدير يې ايم جي شيراز او د اردو برخې مدير يې سيد محمد عظيم سبزواري دے له يوې مودې راهسې  د پښتو او اردو مينه والو لپاره ډول ډول نثري او نظمي ليکنې خپروي په دې ګڼه هم د قلم د خاوندانو يو لړ ليکنې خپرې شوي دي چې له ګرانو مينه والو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د مجلې د لا زياتې ښکلا لپاره خپل د هر ډول وړانديزونه ، انتقادونه او خپلې ډول ډول نثري او نظمي ليکنې مونږ ته راوليږي چې مونږ يې په ډېرې مينې سره په مينه مجله کښې خپرې کړو. ستاسو ليکونو ته سترګې په لاره .

د تماس لپاره :
دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي حبيب مارکيټ شعبه بازار پېښور ښار (پښتونخوا)
 پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
 پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584

د مينې مجلې اداره




د سپین غر مجلې پرله پسې نولسمه او شلمه ګڼه له چاپه راووته او مینه والو ته د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.


سپین غر مجله د ناروې د تروندهایم په  ښارکې د افغانانو د کلتوري ټولنې درې میاشتنۍ خپرونه ده چې په پښتو، ناروېژي  او انګېسي ژبو په زړه پورې ټولنیز، سیاسي، ادبي، دیني او کلتوري  مطالب خپروي.

مینه وال کولای شي د مجلې د ترلاسه کولو لپاره په لاندینیو برېښنالیکونو له مونږ سره اړیکې ټینګې کړي:

maiwandtrondheim@hotmail.com

feedback@spinghar.org

د یادولو وړ ده چې د سپین غر نولسمه او شمله ګڼه به ډیر ژر پر لاندې پته پر لیکه شي:

http://www.spinghar.org/spinghar.html

همدرا راز هغه لیکوالان، ادیبان او شاعران چې غواړي لیکنې او نظریات یې بې له لاسوهنې او په پوره امانت دارۍ  سره  خپاره شي کولای شي مونږ ته خپلې لیکنې راواستوي تر څو د ګرانو هېوادوالو د ګټلې اخیستلو لپاره خپرې شي.