د هند مطبوعات وايي په دغه هيواد د پاكستان استازي شاهد ملك ته د مرګ اخطار وركړل سوى دئ.
د خبرونو له مخي نا معلومو كسانو شاهد ملك ته ټلېفونونه او ايميلونه كړي او له هغه څخه يې غوښتي چي كه له هنده پښې سپكي نكړي، وبه وژل سي.
د هند او پاكستان ترمنځ د دوو مياشتو راهيسي د بمبئ د وسله والو بريدونو پر سر سختي ناندرۍ رواني دي، چي د دغو دوو هيوادونو ترمنځ يې نسبي دوستانه اړيكي يو ځل بيا خرابي كړې.
هند وايي د بمبئ په بريدونو كي د پاكستان د اسلامي ډلو لاس وو.