کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا ټول ټاکني که ټول پلورني ؟

دا ټول ټاکني که ټول پلورني ؟

دکله نه چی دټولتاکنوخبره بیاتازه سویده دقدرت لینوتوبونه هم ډیرتاوده اوسرسامه سوید ی هرځوک هری خواته لاس وپیښی وهی ګران افغانستان اودافغانستان میړنی ملت یی لکه دملانصرالدین غوا کنج ته اچولی ده چی چیری اوڅنګه یی خرځه کړی په قیمت پیسی هم نه ګرځی خوبه منډی ، دلال اوخریدارپسی سرګردانه دی
دبن کنفرانس چی دخلګودارادی برخلاف یوداسی ګروپ پرملت نازل کړی چی په هیځ صورت ددی درانه کارنه دوتلوقابلیت یی نه درلودی داګروپ دداسی لړمانواومارانونه جوړسوی و چی نه یی دعقیدی پیوند سره درلودی نه یی کاری ظرفیت درلودی نه یی کوم فکری اوګوندی پیوند درلودی نه یی ملی احساس درلودی نه یی دیوه مقدس ارمان دپاره کومه مشترکه ستراتیژی درلوده دشروع نه به یی پرچوکی اوقدرت سره چنی اومقابلی وی هریوه کوښښ کاوه چی خپله برخه پنډه کړی چا دخپل قوم پرټکی ( پتیره ) اوراړاوه چا دخپلی کورنی چادخپل باڼد چا دخپل جیب دی حالت نه یوازی دوطن دښمنانواودګاونډیانوته اودهغوی مزدورانو دملت دځپلودپاره ښه زمینه برابره کړه دوطن دداخلی اوخارجی دښمنانوته یی لاره هواره کړه چی بیا افغانستان دوینوپه حمام بدل کړی خودګټوپرسراختلافاتو اوداګروپ هم وشوړاوه ترکومه وخته چی همدی ګروپ دجوال خوله په ګډّ سره نیولی وه ټول ښه خلګ وه کله چی دوی پرقدرت اونعمتونوسره ناراضه سوه نوپه پل پسی یی ډنډوری راشروع کړی اوس ځینی توپک سالاران سوه ځنی غرب زدګان سوه ځنی غله سوه ځنی وطن دوستان سوه ځینی جاسوسان سوه یوبل په دی الفاظوستایی په داسی حال کی چی ټولوخپل امتحان ورکړی دی اوملت ښه پوهیږی چی دوی څوک وه؟ ځڼګه راغله؟ څه یی وکړه ؟اوس ځه کوی؟ هری لوری ته یی چی نظراچوو یوتربل بدتردی هلته چی ټول سره یوځای وه دی ملت ته یی خدمت ونه سوکولای اوس چی داګروپ پرڅوبرخوویشل سوید ی ځه خدمت به وکړی دبن دکنفرانس نه چی کوم کاری ګروپ رامنځ ته سو په راس کی ولسمشر کرز ی ورکښیناوه داچی څنګه مقررسو ولی بازدده پرسرکښنستی په دی هکله ډیرسوالونه ناحله پاته دی چی ایا ده ډیره ښه اداری تجربه درلوده ؟ ډیرښه علمیت یی درلودی ؟ ډیرقهرمان کس و؟ امریکا ته نږدی و؟ بل چا ورمعرفی کړی ؟ دده په سویه بل ځوک په دی هیوادکی نه اوکه داسی نورمرموزکمالات درلوده چی موږنه یوپه خبردااوږد بحث دی داخبره به دبش په جګړه کی کتاب اودتاریخ قضاوت ته پریږدوهرځوک پوهیږی چی ځه پیښه ده اوس به راسو دی ته چی اوس ځه روان دی اصلی مشکلات ځه دی ؟ حل یی ځه دی ؟


اول : دبش اداری یومشکل درلودی هغه دادو ډیرناوخته یی خپل ځان ته پام کییدی ټول نړی ناری وهلی چی دالقاعدی ريښی په پاکستان کی دی خوامریکایانولکه خوب چی لیدی زړه ته نه لویده ډیرناوخته یی داحقیقت درک کړی اوداهغه وخت دی کارترکارتیرسویدی القاعدی خپل سنګرونه دومره مظیوط کړی دی چی اوس امریکایان نه سی کولای خپل مالونه دپاکستان دلاری راتیرکړی همداسی ټول ملت ناری وهلی چی کومه اداره اورهبری چی په بن کی جوړه سویده داددی توان نه لری چی داانقلابی وطن دی ارام اورهبری کړی خودبش اودهغه داداری غوږونه دخاوروډک وه اوس چی هم یی پسی ولاړی بی ځایه مصرف سوی ، هم سړی مړه سوه اوهم بدنامی وسوه حتی په نړیواله کچه حیثیت برباد سو، اوهم حالات ورته دومره سخت خراب سوه چی ددی خټونه دراوتلولاره تری ورکه ده دوی داسی وخت دکرزی سره فاصله ایجاد وی کرزی چی هم امنتیت وران کړی هم یی ملی باورله منځه یوړی هم یی بیرته دګاونډیانومغرضی کړی په هیوادکی زوره وری اوزړه وری کړی هم اداری فساد غښتلی اوپیاوړی کړی اوداټوله ورانی دبش دناکاره اداری اوله ناوخته راویښیدو نه راولاړی سوی راځودی خبری ته چی کرزی صاحب خویواردبش په منډی کی افغانستان په سرمعا مله وکړه اوس چی دهغی منډی مالکان بدل سوه اوس بیا نوی لوبی ته لاس اچولی دی خودګروپ ملګری یی اوس غواړی دده لوبه دسره بیا تکرار کړی رابه دی ته چی اوس زموږهیواداومظلوم خلګ پرکومومنډیانوپراته دی .


اول :یوه طرف ته دکله نه چی داګنګوسی تودی سوی چی اوبامان نوردکرزی ملاتړنه بیزاره سوید ی اختلافات رامنځ ته سویدی بل لوری ته ملت دکرزی دادار ی نه مخ اړولی دی افغانستان یوی داسی مرحلی ته ننوتی دی لکه دببرک کارمل دزوال ورځی چی رانږدی سوی وی کارمل هم په اخرووختوکی چی روسان یی په درغلیواودرواغوستړی سوه کله دپښتانه په نامه تذکره جوړول کله یی دمجاهیدینوقوماندانودرشوت وړاندیزونه کول کله به یی ددوستم خونخواروملیشودحمایی پلانونه جوړول او کله به یی دشمال دځینومتعصبو مجاهیدینوسره دپښتنوپه ضد پلانونه طرحه کول اوداقلیتونواحساسات یی راپارول کله به یواوبل ځه کول خووخت یی دلاسه وتلی و .


کرزی صاحب هم تراوسه چی بش هرځه دده په جوال کی ورغورځول هیح خبره نه وه کله چی په بګرام اوکندهار کی دبش داری مستقل زندانونه جوړکړه اوخلګ یی پخپل سرله کوروراایستل پخپل سریی دبګرام ، کندهار ، اوګوانتیناموزندانوته لیږل په بګرام کی پریوه سپین ږیری ډګروال جنسی تیری وسو، کله چی په کارته پروان کی یوه امریکایی شخصی زندان کشف سو، کله چی په ترین کوت کی پرواده بمباردوسو، کله چی دپنجوایی اوژړی ولسوالی ولسونه داخترپه سرولاسونو کی ترخاورولاندی سوه ،کله چی دنورستان اوشنیوارواوعزیزاباد بمبارونه وسول ،ټول خبره په یوه ډاډګیرنه اوپرمړی په لک افغانی ختمیده نوره کراره کراره وه کله چی دده قدرت دخطرسره مخامخ سواوس کله ایران ته خصوصی پلاوی لیږی چی افغانستان دایرانیانومزدورکړی کله روسانوته پیشکشونه کوی کله زرداری ته یوویشت توپونه الوزوی کله دطالیبانوته دجوړی روغی ناری ور وهی کله دیوی بلی لوی جرګی خبری کوی کله دټول ټاکنوکمسون دلار ی ټول ټاکنی ځندوی کله داداری فساد کمیسونونه جوړوی کله دوزیرانودجایدادودثبت خبری راپورته کوی په دی کاروکرزی صاحب غواړی اوس یوه نوی منډی ځانته ولټوی اودبلی خوا غواړی دامریکانوی دولت ته داوښی چی دافغانستان ښه خرځونکی زه یم که می ته خریدارنه یی نوررانیونکی هم پیداکولای سم په دی معامله کی هغه تجربه سوی ماهرلالان چی دده په ځنګ ناست دی اوهغوی دهمدی ورځی دپاره دده په لستوڼی کی ساتلی سوی وه اوس به مالومه سی چی ایا دایران ، روس ، پاکستان ، هند په دلالانوکی به کوم یوتر نوروخوش جناسه وی اود افغانستان دخرځلاودمعاملی کمیشن به ترلاسه کړی ځکه دکرزی صاحب یونږدی کس لاوختی ویلی وه چی ګلخانه اوس په رهنمای معاملات بدله سویده خوباید یا دولروچی داهغه دلالان دی چی څوواره افغانستان پلورلی اوافغانستان یی درقابت ډګریی ګرځولی دی داسی مالومیږی کرزی اوبو اخیسیتی څګ ته لاس غورځوی دده خارجی پالیسی لادسره لیونی وه ده پخپله دځان سره کومه مالومه پالیسی نه درلوده نه یی زده وه اونه یی دسیاسی خلګونه تکړه مشاورګروپ درلوده سهاربه یی ښکنځل کول ماښام به یی ژړل کله به کمونستانوپه یوه کوځه روان کړی و کله به ماهوستانوپه بله شیله سم کړی وکله به نوروتنظمونوپه بله دروازه ننه ایستلی و خوپه هرصورت هغه وخت دبش اداره دده اودده دپالیسی په هکله دومره حساست نه درلودی کله چی اوس دده نه هم ملت اوهم خپل خارجی ملګر ی ناراضه دی ددی پرځای چی یوسالم فکروکړی ځان اوملت له ددی خټونه راوباسی افغانستان اورته غورځوی چی دافغانستان ددوملیونوقاتل روس سره دده ورستنی معامعله اودایرانیانوسره دده نږدی کیدل دیوی ډیری خطرناکی غمیزی شروع ده دده داوسنی هلوځلونه داسی مالومیږی چی ده ته نه دملت ګټی اواینده مطرح ده اونه دوست اودښمن پیژنی دی یوازی دخپل ناوړه قدرت دپاره دافغانستان په سرپه معالمه پسی پښی رالوځی کړیدی لکه استاد ربانی چی دقدرت لیونتوب په سرنیولی و ده ته هم هغه مریضی بیښه سویده داخوبه دده مشکل وی خبره داده چی دافغانستان اوددی خلګوسرنویشت اوراتلونکی ته باید پام وسی ځکه افغانستان یوواربیا دروسانواوامریکایانودرقابت توان نه لری اودادکرزی صاحب دپالیسی اخری لینتوب ممکین داکارپه ډیره اسانی ترسره کړی .


دوهم : دبل طرف نه دکرزی دګروپ هغه پخوانی ملګری چی دبن په کنفرانس کی سره ملګری واوس تری جلاسویدی ترکومه وخته چی دوی دجوال خوله سره نیولی وه اودشیرپورکلایی پخپل منځ کی سره ویشلی اویایی نړیوالی مرستی ګډی نوشان کولی هیڅ خبره نه وه اوس چی یی پرګټوسره وخوړل یوپه بل پسکی سپوری وایی په جلالی صاحب دکرز ی بانډ تبلغوی چی داپښتون نه دی ده په شیرپوکلاکی نمری واخیستی خرځ یی یی کړی غیرمستقیم یی داسی ښی چی افغانستان یو تکړه پښتون ته ضرورت لری دی ځان تکړه پښتون ښی خوپښتانه اصلا دده په دی خبره شک کوی او اواشرف غنی احمدزی په هلکه بیا وایی چی هغه دنړیوال بانک نه سل میلیونه ډالره پخپل شخصی بانګ کی پټ کړی وه همداسی په ګل اغاشیرزی پسی یی له ډیروخته دبدنامولولړی روانه وه اوسمدلاسه دننګرهارولایتی شوراتحریکوی همدا په ډاکترعبدالله عبدالله پسی نورتورونه تړی په داسی حا لی کی چی داټول ددی ګروپ پاخه غړی ددی سیستم بنسټ ایښودونکی دی اوس دوی دکرزی دااداره ناکاره اوغله فاسده اوبی کفایته بولی اودکرزی ګروپ هغه په رشوت اختلاس متهم کوی دجلالی صاحب ملګری بیا اشرف غنی دعصابومریض معرفی اوداشرف غنی ملګری جلالی یوبی جراته غیرپښتون معرفی کوی ټول اوس په دی ډرامومصروف دی خوداکثروشاوخوداسی خلګ دی په ډیروغاروتلی ننوتلی دی .


حقیقت خودادی چی نه کرز ی دکرزکلی ته تلای سی نه اشرف غنی خپل کلی ته تلای سی نه جلالی خپل کلی ته تلای سی نه داسی یوه برنامه لری چی دملت دردپه دوای سی دهغو دملګرودلایل هم ډیرکمزوری اوغیرملی غیرعلمی دی ددی پرځای چی ملت ته یوه طرحه اوپلا ن وړاندی کړی چی ولس ددی مشکلاتونه راوباسی دددی پرځای چی ملت ته ورسی دملت اعتماد اوباورترلاسه کړی ددی پرځای چی یوه معقوله طرحه اوښه کاری ګروپ راوړاند ی کړی دی پرځای چی دخلګوه پوښتنه وکړی یا په کرزی پیسی بد وایی چی نوریی امریکایان نه پریږدی اویا ځانونه دخپلو ملګروپه دذریعه ځانونه دسی ای ای ډیرنږدی خلګ معرفی کوی داشرف غنی ملګری ددی پرځای یوه علمی طرحه وړاندی دخلګوپه سترګو کی خاوری وراچوی وایی چی اشرف غنی داوبا ما استاد دی همدارنګه دجلالی ملګری بیا وایی چی جلالی دسی ای ای اعتمادی دی اورسمی غړی دی ددوی دکمپاین لویه برنامه داده چی اواز ی اچوی چی دوی داوباما دقدرت انتقال مراسموته غوښتی دی دوی غواړی لکه کرز ی چی بش تعویض ورکړی اوموت دقدرت پرکد کښینستی دوی بیا داوبا ما دم وچوته انتظاردی داسی مالومیږی چی ملت دملت اراده دملت ستونځی دملت اعتماد دملت هیلی دملت قربانی دملت ستړیاوی دیوه سره هم مطرح ندی ټولودګران افغانستان اوږوبارکړیدی اوپرمنډیانویی یی ګرزځوی چی داکا هم ددی میړنی ملت هم دافغان سترتاریخ هم دشهیدانواوغازیانوسپکه ده زماپوښتنه داده چی کرزی چی بش راوستی اوپرقدرت یی کښیناوه سره له دی چی په ناولدتیا یا دپخوانی پاچا اعلحضرت دنامه په استفادی واک ترلاسه کړی ملت اونړیوالوهراړخیزه مرسته ورسره وکړه په دی مخکی ملت دده له کړوړو کمزوریواوتجربی نه خبرنه وناکامه سو داخلګ چی دخپلی ناکامی امتحان یی هم ورکړید ی یوازی داوباما په ملاتړبه ځنګه وکولای سی یابه کرزی دهغه روس چی تراوسه یی دقتل عامووینوګوړومونه ولاړدی ځنګه وکولای داجګړی اودامشکلات حل کړی داددی ملت سپکاوی اوددی تاریخ سره جفاده


دملت نه هیله : – ګران هیواد وال دی هم نورپسونه دځانه نه جوړوی سترګی دی روڼی کړی ښه ته دی ښه ووایی اوبد ته دی بد ووایی همت اواتفاق دی وکړی ځان دی ددی ناورین نه خلاص کړی داسی چاته دی مشرتوب ورکړی چی کړوړه وړه دمشروی نه دمزدوراوغله اوکه زما ږغ اوس احمدشا ابدالی ، میرویس خان هوتک ، غازی اکبرخان ، ایوب خان ، حتی دانږدی دروسانوسره دجها دشهدانو اونوروقمرمانانواوریدای نو اول به می دکرزی صاحب هغه لیک ورته ویلی وای چی دروس مشرانوته لیږلی اوبیا به می تری پوښتلی وای می چی ایا تاسی داسی فکرنه کاوه چی ستاسی پرمینه به داسی کمزوری کسان پاتیږی چی ستاسی هډوکی اوپه ککریوګټلی وطن به یی پربازاراومنډیانوګرځوی اوځانونه به ستاسی بچیان بولی اودمشرتابه دعوه به لاهم لری ؟؟؟


اوباما نه هیله :- که چیری دی ته دیموکراسی ویل کیږی چی لکه بش چی یوبی کفایته ګروپ یی دافغانانوپرسرنازل کړی چی نه ملت په خبرو نه په اترواوهغه یی په چل اوپراډ پرملت وترپی اونتجه داسوه چی اوس تاسی اوافغانان یی دحل ورایستلوته حیران دی اوتاسی بیا هم داناکامه تجربه تکرارکړی نوبیا نه په افغانستان کی انتخاباتوته ضرورت سته نه ددومره پسو دمصرفولوضرورت سته نه دوخت ضایع کیدوته ضرورت سته تاسی له سپینی ماڼی یوفرمان صادرکړی اویوکس معرفی کړی هغه به دافغانستان واک چلوی خودایاد لری چی دبش ترپالیسی به ستاسی پالیسی لاډیرژرناکامه سی نوکه ددیموکراسی اصل ته عقیده لری مهربانی وکړی افغانان پریږدی چی خپل سرنویشت پخپله وټاکی افغانان دهرچا سره ددوستی جرات لری دهرچا دوروری ته ضرورت لری خودغلامی اووابستګی ترخی تجری بیا له روس انګلیس اوبش نه پوښتنه وکړی .

تبصره نسته

  1. نهايتاً مننه ښاغليه حاجي صاحب مهاجر وروره. ډېرې په زړه پورې او په رښتيا د ملت او هيوادوالو د زړه خبرې مو دلته مطرح کړې. څښتن تعالی د تاسو غوندي بادررده او حقيقت ليدونکي غښتلي څېرې رادباندې کړي، څو دا ويده ولس، دا مظلوم او کړېدلی ولس په ښو او بدو پوی کړي. او له نړيوالو هم هيله ده چې نور د افغانان پرېږدي څو خپل حقيقي په ملت او دين مين او صادق رهبران وپېژني او نور د د ټوپک سالارانو او ټولو دغو ګوندونو او حزبونو چې په وار وار يې ځانونه ازمويلې او موخي يې قدرت او شهرت موندل ؤ ملاتړ پرېږدي، رښتيا هم داسې افغانستان د ټولې نړۍ او ګاونډيو هيوادونو په ګټه دی.

  2. محترم وروره حاجی صاحب ، پاک او بې ریا بیان دې کړی دی خدای دې خیر درکړی . ښه سپیني خبري دې کړي او ملی ذهنیت دې منعکس کړی دی . واقعأ هم همداسی ده . د « دیموکراسۍ پلار» په افغانستان کی دیموکراسي یرغمل کړې ده او لومړۍ ورځ یې په بُن کی د دې ودانۍ د بنسټ ډبره په غیر دیموکراتیک ډول کږه ایښې ده او ځکه نو دا تعمیر همداسی کوږ پورته کیږی .