کور / تازه خبرونه / د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شورا استازي په ننګرهار کې راټول شوي

د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شورا استازي په ننګرهار کې راټول شوي

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شوراګانو استازي جرګه شوي اود درې ورځو  په اوږدو کې به خپلې کړنې او تجربې يو له بل سره شريکوي . د افغانستان د سيميزو ارګانونو مشر جيلاني پوپل وايي دغه وکيلان دوی راټول کړي او غواړي چې يو بل ته يې وروپېژني. يو شمېر وګړي داسې انګيري چې دغه وکيلان د ولسمشرۍ دراتلونکو ټاکنو لپاره ولمسشر کرزي ته يو ډول کمپاين کوي ، خو پوپل بيا دا خبره نه مني او وايي چې دوی دې ته ورته غونډې لا له وړاندې په نورو ولايتونو کې هم جوړي کړي  او غواړي دا لړۍ همداسې روانه وساتي.