کور / تازه خبرونه / د يوې چاودني له امله شپږ كسه مړه سول

د يوې چاودني له امله شپږ كسه مړه سول

په ډېره اسماعيل خان كي د يوې چاودني له امله شپږ كسه مړه سول.
پوليس وايي چاودونكي مواد په يوه موټر كي ځاى پر ځاى سوي وه، چي له امله يې د ۱۲ په شاوخوا كي كسان ټپيان سوي هم دي.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د پاكستان رئيس جمهور آصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د كورنيو چارو مشاور رحمان ملك د اعلاميو په صادرولو سخت غندلى دئ.
د ډېره اسماعيل خان اوسېدونكي وايي د پېښي قربانيان ټول عام وګړي دي.