کور / خبرتیا او پيغامونه / سرحد ايالت رسماً په خيبر پښتونخوا واووښت

سرحد ايالت رسماً په خيبر پښتونخوا واووښت

 


 د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم 
                   زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه 
 لوی احمدشابابا



پښتونخوا خپل نوم بیا موندو، پښتونخوا کښې ډول او سورنا اوغږیدله

 پېښور: د پاکستان واړه سیاسی جماعتونه د پاکستان په ائین کښې په اتلسم ترمیم کولو سره صلاح شوی دی او لږ ساعت وړاندې د پارلیمان له اړخه اختیارمنې کمیټئ دغه مسوده لاس لیک کړه چې هم نن به د قامی اسمبلئ د اسپیکر سره جمع شی او خیال کیږې چې سبا به په پارلیمان کښې ددې منظوری ورکړل شی۔


  ددې ائینی ترمیم مهم توکے د پاکستان د شمالی مغربی سرحدی صوبې نامه ده کومه چې به اوس په خېبر پختونخوا یادیږی۔


دا نامه د ډېرو ستړو او کړکیچونو نه وروستو په صوبه کښې واکداره قام پرستی سیاسی ډلې عوامی نېشنل پارټئ پلی کړله او په تېر چاڼ کښې ئې د قام سره کړلې انتخابی وعده پوره کړله۔


 دا ائینی ترمیم به اتلسم ترمیم یادیږی او د کال 1973 نه وروستو اولنے ترمیم وی چې سیاسی قوتونو په جمهوری طریقه راوړلے وی۔ په کال 1973 کښې هم چې کوم ائین ذولفقار علی بهټو جوړ کړے وۀ په هغې کښې ورسره د متحده اپوزیشن د مشر په جوړ له د نیشنل عوامی ګوند سر مشر خدائې بخلی خان عبدالولی خان اور نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو ډېره مرسته کړې وه۔


 د نوی ترمیم مطابق به د پاکستان د صدر په هغې اختیاراتو کښې کمے راشی کوم چې هغه ته د پارلمینټ او جمهوری حکومتونو د ماتولو اختیار ورکوی۔


 ددې ترمیم له مخه به د پاکستان صوبائی وحدتونه نور اختیارمن شی او کنکرنټ لسټ به ختم کړل شی۔ ددی سره سره به یو جوډیشنل کمیشن هم جوړ کړل شی کوم چې به د کړکېچنو کشالو هوارے کوی۔


 د صوبې د نامې د بدلېدلو خبر په ګړده پښتونخوا کښې ساه اوپوکله او ځوانان سرکونو ته رااوواته او شیرینئ ئې اوویشلی او د ډول او سورنا سره ئې اتڼ اوکړلو.


د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي په لراوبر افغانستان او ټوله نړۍ کي ټولو پښتنو (افغانانو)ته ، په ځانګړې توګه د عوامي نيشنل پارټۍ د ټولو مسولينو او درانه مشر اسفنديار ولي خان ، د پښتونخواملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او له هغو ټولوڅخه د زړه له کومي مننه کوي چي ددې تاريخي خدمت په ترسره کولو کي يې مخامخ يا نا مخامخ برخه اخستې ده .


په دې هيله چي په نژدې راتلونکې کي د بلوچستان صوبې لپاره د ( افغانيه )  يا ( بولان پښتونخوا )نوم غوره او ومنل سي .




تبصره نسته

  1. ټولو پښتنو ته دزړه له کومی مبارکی وایم

  2. د پښتونخواد نومولو مبارکی ټولو ته وایم . خود خواشینی خبره داده چې دا ایالت په داسې وخت کښې پښتونخوا شوه چی هلته ښوونځی سوځول کیږی . بیګناه خلک وژل کیږی . ټول جنایات د پښتون په نامه کیږی . رسمی ژبه لا اوس هم انګریزی او اردو ده. یواځی د نوم اړول کافی نده باید ژبه او عادتونه هم واړول شی ږ

  3. yarano tolo ta de mubarak wee , la larawbar na rata email raghlae wa awal da email la lare khabar shwam bawar wakrrae che la stargo me aokhke raghle , zaka che da de wraze lapara dero mubarizo mashrano khpal jwandonona la lasa warkrree dee ao dero e da khpal umar ao zwanae khwage shebe pa zandanoono ke tere krree dee , da haghwee rohoono ta ba ham lag na lag sakoon rasedalae wee .
    pa meena
    jalal

  4. زما دمینې او محبت نه ډک اوتوده سلامونه نیکی هیلی اودزړه له کومی د پښتنې مننی مراتب تاسوګران ورورسلیمان ته ددی په زړه پوری اوتاریخی زیری له امله وړاندی کوم.
    ګرانو وروڼودډیری خوشحالۍ داحساسولو له امله نن زما په عریب قاموس کی داسی الفاظ او لغات نشم پیدا کولی چی دهغی خوشحالی اظهارات وکړم چی نن یی زه احساسوم .ټولودلراوبرافغان وروڼو ته مبارکی وایم او دامی ارزوده چی دهغومشرانواوسپینږیروپه شاوخوا سره را ټول شوچی نن یی مونږ تاسو ته دا لوی جشن او خوشحالی راپه برخه کړه اودنظرخاوندانوته می داوړاندیزدی چی دا روځ دی زمونږ د لر اوبر افغان دپاره دیوه خاص اوځانګړی ملی جشن په روځ ونوموی……!

  5. سلامونه، دا خو په رښتیا چې ډیر ښه خبر دی، په داسې حال کې چې اصلا داسې باید ډیر پخواه شوي وای، په دې هم شکر. د لا ډیرو بریاوو په هیله.

  6. په نا مه خو یې خوشا له شوم خو دبنجاب دحکو مت تبر ته هم ښه لاستی پیدا شو چې او با ما ته وايي، داټک نه لویدیځ لوری د تره ګرو ځاله ده ان د آمو تر سینده پورې. .ختیځ پلو ته یې موږ متمدن خلک اوسو چې مېږی مو تر پښو لاندې نه آزارېږي . نو امریکا او نا ټو! ته پوه شه چې که دا القاعده ګان وژنې که یې خاوره تباه کوې، خو د اټک نه دې خواته قدم کې نږدې، ځکه چې موږ عا جز پنجا بیان او ستا متحدین یو. لاړ شه پښتا نه، دا سرطاني دا نه له مینځه یو سه

  7. د افغان او پښتون قام د پاره دا په ريشتيا هم تر ټولو د لويي خوشالۍ موقع ده ، ای کاش چي زموږ سره د خوشالۍ په دې موقع زموږ معنوي پلار خان پاچاخان ، خان شهيد عبدالصمد خان او د ازادۍ د لاري نور مبارزان په دې خوښۍ کي راسره ملګري وای . دا جشن دي ټولو ته نېکمرغه وي .

  8. TOLO LAWASTONKOTA SALMONA, SHA DE KHOSHA HALE KHABAR DE MANGAR DA WA HAGHA GHOSHTONO TA CHE PASHTANA YE LARE DE BARAN YOW SASKEDE. DE PASHTANONA ZIAT HAQTONA TALAF SEWEDE NOR BA PASHTANA HES KALA DE KHAPAL HAQGHOSHTOLO DAPARA ARAM KENANE.WASLAMMMMM…..

  9. salamona gerano hewadwalo. tel de wey loy afghanistan= pakhtunkhwa. amin. da yaw der kha khabary da .

  10. pakhtonkha nomawal de tolo larawbar pakhtano ta mubarak we aw ham dase de Allah da pakhtano toly hille yow pa bal pase pora kare itefaq de Allah da pakhtano naseeb kary ameen

  11. It is an excellent step forward for our National Identity!!!

  12. ټولو درندو پښتنو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم !
    د دغه خبر په اوريدلو سره ډير خوښ شوم او ټولوپښتنو وروڼو او خويندو ته د زړه له كومي مباركي وايم .
    تل دي وي پښتو ، پښتانه او پښتونخوا

  13. په قسم ډير خوښ شوم ، په دې هېله چې دا ستر قوم په راتلونكي كې د خپل ستر احمد بابا لوى وطن افغانستان جوړ كړي

  14. په قسم ډير خوښ شوم ، په دې هېله چې دا ستر قوم په راتلونكي كې د خپل ستر احمد بابا لوى وطن افغانستان جوړ كړي

  15. ددي خبر په اوريدو سره ډير خوشحاله شوم ، ټولو لر او بر افعانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايم!!!!!!!!! الله تعالۍ ته دعا کوم چي زمونږ له گران هيواد څخه نور دغه راتپل شوي جنگ جگړي ختمۍ شي او ټوټه هيواد مو بيرته يوځاي شي.انشآالله

  16. نه پوهيږم چې دا خبر ومنم او کنه ځکه چې يو خو د دې خبر په هکله هيچا تر اوسه څه نه دي ويلي یعني يوې رسنئ هم دا خبر نه دی خپور کړی او بل دا چې په دې پورته خبر کې هم کومه سرچينه نشته. خو ځه خدای دې وکړي چې همدغسې وي. آمين

  17. سلامونه اوښې چاري
    ګرانه سليمان وروره تاسواودلراوبردپاني تولوكاروكونكو تولو افغانانواولراوبرپښتنوته ددي تاريخي وياړه دګتلو له امله چې دفرنګي داستعمار له خواتپل سوي دسرحدنو م په پښتونخواواوښت دزړه له كومي نيكي هيلي اومباره كي وړاندي كوم بيا مو مبارك مبارك سه
    دستر غازي امان الله خان دپشتنودسترمشراولو بابآ پاچاخان او شهيدعبدالصمدخان اودپښتنودازادي دلاري دډيروشهيدانوويورنګ راوړمنزل ته درسيدوپه لاره كي دهغوميړنيو بچيانو يولوي وياړلي ګام پروته كړ ،كه دخداي رصاوو سپيدي وچاوديدلي سهاررانژدي سوي دي لږ پياوړي او يو موټي مبارزه لانوره هم غواړي چۍ لو ي افغانستان دخيره ژرجوړ اوپه خپلو سترګوووينو.
    ددي ستر وياړله امله بياهم ټولوهيوادوالواوتولوپښتنو ورونوته مباره كي وايم .
    اوس چې نوم مو پيداكړ هويت موپيداكړ تاريخ موراژوندي كړ نوداستركارونه له موږڅخه دلاپياوړي او يوموتي مبارزي غوښتونكي دي په ټول توان له هردول توپير پرته بايد دپښتون ديوالي لپاره كاروكړو
    اوس داسۍ نښانې راڅرګنديږي اونړويوال حركتونه دااشاري راكوي چې دپښتنوترمنڅ دادبلتون توره كرښه ړنګيدوته نژدي سويده ډير ژربه كه خداي كول او موږخپل همتونه راژندي كړي داكرښه لري او دتاريخ توري كندي ته به ورولويږي ،
    دنيشنل عوامي ګوندمشر ښاغلي اسفنديارولي صاحب اودګوندټولوغړوته مباره كي وايم هيله ده چې تاسې دپښټنوپه كوركي دويراني اوجګروپه پاي ته رسولوكي لاګړندي ګامونه واخلي ښاغلي اسفنديارولي صاحب
    تاسو خواوس په لندن او يورب كي اوسي نورومشرانو خو ونه سواي كولاي چې نړويواولوته قناعت وركړي چې پښتانه ويري اچونكي نه دي دوي دخپلوحقوقولپاره جنګيږي له دوي سره ډيره نارواوي كيږي ددوي مرسه راوجلب كړي چې دټول پښتون هيواددجوړيدولپاره كاروكوي
    داهم ورته ووياست ترڅو ټول پښتون نه وۍ يو څاي سوي پرتاسو اوسمه كراري حرامه ده په دي سيمه كي دپشتون ديوالي سره سوله راتلي سي اوبس ،،،،و دټولوپښتونودي داستر وياړاودپښتونخوانوم مبارك وي
    ګيلانوا ل

  18. سر لوړي او اباد دي وي مسلمانان پښتانه .

  19. This the best news I have ever heard I would like to congrate this to the whole afghan nation and to the current WAZIR ALLA PAKHTOONKHWA and Asfand yar wali khan, mahmood khan asakzai and to all brothers and sisters in or out of the country.

  20. tolo pachtano ta mubarake wayam au da loy allah na ba da afghanano pa yawwale wadane zdakra au parmachtag sara da tarikhe
    .afghanistan hila au ghuchtana kawu.

  21. دنړۍ مخ دلوبو نه بلکې دازموینې یو ډګر دی خو ناپوهانو زور وسیله کړی او دلوبو ډګر یې ورڅخه جوړ کړی دی، هغه ورځ ډېره لرې نه ده چې داکیبرجن لوبغاړي به دتسلیم لاسونه پورته کړي ، له پښتون نومیالي قام سره دپېړیو په اوږدو کې دومره ډېرې نارواوې شوې او کیږي چې کتابونه هم پرې ډک دي اوهم به پرې ډک شي لنډه دا چې نن زما لپاره داسې یوه خوشحاله ورځ ده چې بس نو الله دې په عمر کې را حساب کړي نور مو وخت نه نیسم تاسو قدرمن وروڼه په لاندې څلوریزه نازوم :
    ای په نړۍ خورو ورو پښتنو×××له کاڼو کلکو اودرنو پښتنو
    دپښتونخوا نوم مو شه بیا مبارک×××ای دافغان ګلبڼ خوږو پښتنو

  22. د خوشحال باطور اولس ته مبارک
    اسفند یار، بابا لمسی ته مبارک
    لروبرو پښتنو ته د (مل) سلام
    وروڼو ، خویندو ،پرګنو ته مبارک

  23. I WOULD LIKE TO CONGRATE THIS GREAT NEWS TO ALL MY PAKHTOON BROTHERS AND SISTERS IN (LARAWBAR. (LONG LIFE TO PAKHTOONKHWA

  24. Grano pe khulo mo barakat ,Aw daa khog khabar di tolo grano laro aw baro Afghanano te mubarak wee. Chi ghuutee pasee wahee pe laas be darshee Chaa wayal chi pe daryab ki gawhar nishta

  25. mobarak mo sha grano Afghanano/Pashthano, zma da zra yaw arman ila pura sho pa da khushalae, khudai de tol Afghan wulas sara yaw muttai key, ameen.

  26. laraubar tah pah mnana deer khwash shom chi dsobasarhad newee nom pashton khwa khabar mee wawradah aw tolo pashtano tah mobarakee waeem waslam

  27. سلامونه

    واقعاً چې دا خو ډېر ښکلى خبر دى خو ما ته داسې ښکاري چې له وخته وړاندې دى او دا چې تاسې پکې کومه معتبره حواله هم نده ورکړې نو مشکوک راته ښکاري ځکه چې موږ په پېښور کې د داسې کوم دولتي فرمان څخه تراوسه پورې خبر شوي نه يو چې د ايالت نوم دې بدل شي.

    په اصل کې دا يوه قانوني مسئله ده او د پښتونخوا د حکومت په لاس کې نده. د پاکستان په اساسي قانون کې ليکلي دي چې د ايالتونو نومونه يواځې د پارليمان لخوا بدليدلاى شي. نو زرداري اوس يوه کمېټي د دې لپاره جوړه کړې ده چې دا مسئله پارليمان ته وړاندې کړي او بيا يې د پارليمان لخوا منظوري واخلي. خو دغه ټول کار تراوسه پورې شوى ندى.

  28. ګرانه سليمان جانه! هيله ده چې روغ او جوړ به يې. دا چې د سرحد صوبې نوم په پښتونخوا واوښت تاسي او ټول افغان ملت ته يې مبارکي وايم . که رښتيا ووايم نو دومره خوشاله سوم چې له ډېرې خوشاليه په کاليو کې نه ځايېږم. خدای دي تاسي ته خير درکړي چې ددغسي خوشحالۍ په وخت کې مو خپل لوستونکي هېر نه کړل. له دې زېرې سره زما سره دا پوښتنه پيدا سوه چې ايا د پاکستان قومي اسمبلۍ ( ولسي جرګې ) هم په رسمي ډول دغه پرېکړه منلې او که يې شفاهي وعده کړې ده؟ ځکه چې د نوازشريف د حکومت په وخت کې هم يو ځل صوبايي حکومت دغسي يو تړون ومانه خو وروسته مرکز بيرته رد کړ، نو که مهرباني وکړئ او دغه مسئله تر پايه تعقيب کړئ غټه ځواني به مو وي .

  29. د لر او بر د سایټ چلونکو
    د دی خبری په اوریدو سخت خوشحاله سوم او د خوشحالی نه چه د پښتنو ارمان پوره کیدونکی دی دا خبر می ستاسو د سایټ په ریفرینس پر فیس بوک خپور کی خو ښکاری چه دا خبر دروغ دی ستاسو ښاغلو نه هیله کوم چه دا سی خبرونه چه زموژ د احساساتو سره تړلی او کمه حقیقی جنبه ونلری خپاره نکی زه فکر کوم چه دا د سایټ لپاره تر ګټی تاوان ډیر کوی هیله ده چه یا ددی خبری سپیناوی وکړی او یا یی هم لری کړی او زما په آند ددی سايټ د کتونکی په توګه زه ددی حق لرم چه ستاسو خبرونه وپوښتم
    د لر او بر افغان د سوکالی او بریالیتوب په هیله

  30. ددې ښه بدلون په مناسبت ټولو پښتنو خویندو او وروڼوته مبارکي وایم. دلر اوبرڅخه هم مننه کوم او هیله من یم چې د احمدشاه بابا دشعریو ټکی اصلاح کړی چې هغه د )ستا( کلمه ده فکرکوم احمد شاه بابا ویلي دی. زما دښکلې پښتونخوا دغرو سرونه. په درنښت

  31. زيرې دې په زوی بدل!

    په اوريدو يې ډير خوښ شوو. له لر او بر څخه مننه، او له دې لارې ټولو افغانانو ته د دغه بريا مبارکې وايم، د لوی او سوکالي افغانستان په هيله.
    په درنښت

  32. ټولو ته دې مبارک وي. افغانانو او پښتنو ته دې خدای توفیق ورکړي چې په خپلو سیمو کې یې خپل واک، خپل هویت وي. اولسونه یې اباد او ودان وي. سوله او نیکمرغي ورته راشي. او د ګاونډ د قامونو او ټول بشریت سره د مینې او ورورۍ ژوند وکړي. پښتانه دې الله ددې وړ کړي چې د بشري ورورۍ او نړیوالې سولې اتلان هم شي.

  33. دلراوبرسايټ ټولودرنوكتونكوته دزړه له كومې سلامونه وړاندې كوم! اوپه دې توګه غواړم ټولوپښتنووروڼواوخويندوته مباركي ووايم! له لوى خداى څخه غواړم چې ددې خوشحالي ترڅنګ ټول پښتانه په خپلوكې هم سره يوموټى شي اوددې دسيسوپه وړاندې چې نن ورځ دپښتون قوم په وړاندې په لاره اچول شوې دي ټول په يوه غږاواواز راپورته شي اودتورې اوسياست په ژبه ځواب وركړي .
    په درنښت
    نه پوهېږم چې ددې خبرپه اورېدودخپلې خوشحالۍ څرګندونه په كوموټكيووكړم!

  34. په دې خبرخودې ډېرخوښ کړم په ایمان خوشاله شې!
    په دې هیله چې یوه ورځ دډیورنډمنحوسه استعماري کرښه
    چې دچړې په شان دپښتون قوم په خیټه راکښل شوې ده ، دبرلین دیوال په شان ړنګه اوموږټول په یوه ټغرسره رغونډ شو. هغه وخت به دسیمې اونړۍهیڅ بدنیتی زموږخواته په چپه هم ونه ګوري.

  35. سلامونه نیکی هیلی! لمری خو دیر خوشحالونکی خبر وو. اما سومره چی ما خبرونه تعقیب کرو تراوسه د باکستان ولسی جرگی له خوا تایید شوی نه دی.د تاییدییدو به هیله!

  36. لر او بر پښتنو او هم ورځپاڼي ته د زړه له كومي مباركي وايم. له څښتن تعالى څخه د ټول مسلمان ولس او په خاصه توګه د پښتون ولس د اتفاق او اتحاد غوښتونكي يم.

  37. ټولو پښتنو وروڼو ته دی مبارک وی دډيورنددکرغېړنې ليمې دورانېدواو ديوې لويی پښتونخواه د جو‌‌ړېدو په هيله.

  38. ګرانه سليمان جانه ديره مينه او ورسره ورسره مننه داچي پشتنو ته دي داسي دخوشحالي خبر واوراوه!
    هيله ده چې روغ او جوړ به يې. دا چې د سرحد صوبې نوم په پښتونخوا واوښت تاسي او ټول افغان ملت ته يې مبارکي وايم .

    دومره خوشاله شوي يم چي نن ورح راته بيخي خاصه ورح دي چې له ډېرې خوشاليه په کاليو کې نه ځايېږم. خدای دي تاسي ته خير درکړي چې ددغسي خوشحالۍ په وخت کې مو خپل لوستونکي نه دي هير كري.

  39. د دې نيكمرغه خبر په خپريدا مو خوشحال كړم .الله مو د ملي يووالي ارمانونه پوره كړي . دا كړنه بايد ډير مخكې تر سره شوې واى خو چې اوس هم پلې شوه نيكشاګومه يې غواړم . اوس دې د پښتونخوا استوګن د خپلي ملي پښتو ژبې دعلمي كيدا او د پښتونخوا په كچه د رسمي كيدا پر لور خپل پياوړى يون پيل او د خپلې پيژندګلوي نخښې دې بشپړې كړي .خو دلته يوه پوښتنه ديادونې وړ ده هغه دا چې آيا دا پريكړه د فدرالي حكومت لخوا هم په رسمي ډول منل شوې ده؟ تر هغه چې د آسلام آباد لخوا په رسمي ډول اعلان نه شي نو دا پريكړه به په نړيواله كچه تر كومه حده د اعتبار وړ وي ؟ خو په هر حال الله دې په خپل فضل دا نوم زموږ د پښتنو د يووالي پيلامه كړي . بريالي اوسئ. د لوى ، خپلواك ، يوموټي او ځواكمن افغانستان په هيله.

    په درناوي
    ډاكټر خان
    كابل ، افغانستان

  40. په دیره خوژه مینه ! د لراوبر قدرمنو لیدونکو او په دونیا کی تولو پشتنو ورونو ته د زره له کومی مبارکی وایم.
    او ستاسو د لور حضور سخه د دعا هیله لرم چی د پنجاب د استعمار سخه د تولو پشتنو ورونه په واقعی دول استقلال تر لاسه کری او په راتلونکی کی د دیورند د کرغیرنی کرخی د له منزه تلو په خاطر د لر او بر تولو پشتنو ورونو ته اتحاد او اتفاق د لوی خدای(ج)سخه غوارم . "په درناوی".

  41. مبارکی راکی بادار می نور په نوم پیژنی*** خو را ته ووی چا چی تیر شرم به چیرته وړمه***بس دا یو نوم د پشتو پاتی دی دا مه شرموی***په خوشحال د پنجابی کرم به چیرته وړمه

  42. دا مبارکی پریږدی اول د احمد شاه بابا دا شعر صحیح ولیکۍ. دوهم دا چه دا خبر په بل هیڅ خبری سرویس کی نه لیدل کیږی… نه پوهیږم لروبر والا باندی وحی راغلی که خوب یی لیدلی.

  43. ټولو ګرانو وروڼو اوخوندو ته ددی زیری تبریکی وایم و له پاک رب العزت څخه غواړم چه ټول لر او بر پښتانه د همیش لپاره سره يو شی
    او یوه واحده اداره ولری تر څو چه په ټوله سیمه کشی امنیت شی او ترڅو چه ټول پښتانه سره یو نشی په سیمه کشی څه چه په جهان کشی به هم کراری نشی الله جل جلاله دستا دربارته هیله لرو او د ټولو پښتنو سرلوړی له تا څخه غواړو. آمین

  44. ټولو پښتنو ته د مبارکه وی ، هیله مند یم چې ټول پښتانه که په لر دی او که په بر دی پدې سره را ويښ شي او د پښتنو د یووالی لپاره کار وکړی، او هیله کوم چې دا پر پښتنو باندې د جبر او ظلم ختمولو او همدارنګه له تیارو څخه د پښتنو دایستلو لپاره یوه پیلامه وی. مننه

  45. ټولو ځپل شويو پښتنو ته دې مبارک او ديوا والي يو پيل وي . دا د پښتنو د تاريخ او شملې د پورته کيدو لومړني څرکونه دي .او ليرې نه ده چې په افغانستان کې د لوى احمدشا بابا ، ميرويس هوتک ، وزير اکبر خان او غازي امان الله خان له دښمنانو څخه هم دهغو د راگټل شوې خاورې عزت ور خوندي شي .
    ژوندي دې وي ځپل شوي له خاورو را پورته کيدونکى پښتون قوم .
    په ډير وياړ او درنښت

  46. زه خو له ډېرې خوشحالۍ نه تنها مبارکي وایم نو څه نه شم ویلای.

  47. ډیره د خوشۍ خبره ده په دی هیله چې د دفتر او او ښونځیو ژبه هم نوره په پښتونخوا کې په پښتو شی، او د لیکوالانو څخه هیله کیږی، چې اوس دغه برخې ته خپله ملا وتړی، که مو په یاد وی، ډیرو تبصرو، مخدوم رهین له وزارت څخه راوغورځاوه، ډیرو مقالو، د ښونی وزیر دی ته اړ کړ، چې څه ناڅه د پښتو ښونځیو لپاره وکړی، او په همدی ترتیب، د پښتونخوا نوم بدلیدل.

    شاید زمونږ اولس به د هالنډ د اولس سره په اقتصادی لحاظ د پرتلی وړ نه وی، خو دوی چې په ۱۶ میلیونه نفوس خپل ملک او ژبی دی دومره کار کوی، مونږ ولی ټمبلی وکړو!

    سیندیانو آخر سیندی دفتری ژبه کړه، هیله ده چې اوس د پښتونخوا پښتانه د پښتو ژبی د رسمی کیدو هلی ځلی وکړی، ځکه زما په اند د شعرونو د زرو کتابونو څخه یو رسمی ښونځی یا پوهنتون چې په پښتو ژبه وی، ډیر د اهمیت وړ دۍ!

    د پښتونخوا ځوانان ضرب زبانی په ساړی چې باندی کوی، نو چې تش نوم پښتو وی، او پښتو پکی رسمی نه وی، بیا به د نامه څه ګټه وی، په پښتونخوا کی ۲۵ میلیونه پښتانه اوسی، افغانستان کی ۱۵، نو که ۲۵ میلیونه وګړی، په پښتو خبری وکړی، پښتو پکی د ښونځی ژبه وی، زه پوره باور لرم چې بیا مونږ هم ځان د پښتانه ویلۍ شو، هم د ایرانیانو سره سیالی کولای شو، هم د نړۍ په قومونو کی زمونږ ژبی ته احترام کوی.

    د پښتنو قلموالو د مبارزی په هیله!

  48. ډير د خوشحالي ځاى دى چې زمونږ د هيلو څخه يوه هيله پوره شوه او دا نه يوازې د سرحد خلكو لپاره د خوشحالي زيرى دي بلكې د ټولو پښتانو د ارمان وه چې پوره شو

  49. ډير د خوشحالي ځاى دى چې زمونږ د هيلو څخه يوه هيله پوره شوه او دا نه يوازې د سرحد خلكو لپاره د خوشحالي زيرى دي بلكې د ټولو پښتانو د ا يي ارمان وه چې پوره شو

  50. زه هم په خپل وار سره ټولو لر او بر پښتنو وروڼو ته د پښتونستان د نامه مباركي وايم، دا يوه ډېره د خوښۍ خبره ده. خو زه يوې بلې خبرې ته د ټولو پښتنو وروڼو پام اړول غواړم هغه دا چې دا سمه چې نوم يې پښتونستان شو خو د پښتون ويښول ډېره ناشونې خبره موږ په افغانستان د پوهنتون په نوم يو علمي مركز لرو او هر وخت يې د نوم په بدلولو جګړې هم كوو خو په پوهنتون كې پښتو ژبه نشته، موږ په كابل كې پښتو ښونځى نه لرو سره ددې چې يوازې په كابل كې هم تر ۷۰ دسلنې ډېر پښتانه اوسېږي، موږ په پښتو نومونو د وزارتونو لوحې لرو چې په ډېرو لويو تورو ليكل شوې دي خو په وزارت كې دننه پښتو نشته، مكتوب، عريضه، كاري راپور، او نور هېڅ هم په پښتو نه ليكل كېږي.
    په پښتونستان كې هم زموږ پښتانه وروڼه د پښتو او پښتونولى چيغې وهي خو د خپلو ماشومانو لپاره پښتو ښوونځي نه لري دولت نه دي ورته جوړ كړي خو دوى به اخر دا ډېرې پانګې قبر ته ورسره كه به يې څه كړي ولې د پښتو ښوونځي، پښتو پوهنتون، پښتو كتابتون لپاره پانګه نه كاروي چې هم به د دوى ماشومان پښتو زدكړي او هم د افغانستان د پښتنو لپاره ګټورې تمامې شي.
    د ټولو پښتنو وروڼو د ويښېدلو په هيله
    سيدحبيب وقار كابل افغانستان

  51. دلر او بر ادارې او درنو کتونکيو ته سلامونه
    ورونو! دا په رښتيا دخوښۍ خبره ده چې سرحد په پشتونخوا بدل شو او په دې سره به د پښتنو تشخص پيدا شي. خو دلته دوه خبرې دي،يوه دا چې آیا په دې سره به دپښتون په لر او بر کور کې امن راشي؟ او دويمه داچې پښتون يوې نوړۍ ډوډۍ ته اړتيا لري؛نه دنوم بدول.
    مهمه خبره د عوامي نېشنل ګوند دونډې او کردار خبره ده نو بايد وويل شي چې دا دنېشنل ګوند کمال نه و بلکې د پيپل ګوند او زرداري هوښیاري وه چې نوم يې ور بدل کړ کنه په والله که به ANP سل کاله پس هم دا کار کړی وای. ځکه چې بیا يې سیاست ختمېده،
    دخدای لپاره په عوامي نېشنل ګوند مه دوکه کېږئ ډېر ښوی او تر پنجابیانو بد دي.

  52. زه هم په خپل وار سره ټولو لر او بر پښتنو وروڼو ته د پښتونستان د نامه مباركي وايم، دا يوه ډېره د خوښۍ خبره ده. خو زه يوې بلې خبرې ته د ټولو پښتنو وروڼو پام اړول غواړم هغه دا چې دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې د صوبه سرحد نوم په پښتونستان واړول شو خو د پښتون ويښول ډېره ناشونې خبره ده، موږ په افغانستان كې د پوهنتون په نوم يو علمي مركز لرو او هر وخت يې د نوم په بدلولو جګړې هم كوو خو په پوهنتون كې پښتو ژبه نشته، موږ په كابل كې پښتو ښونځي نه لرو سره ددې چې يوازې په كابل كې هم تر ۷۰ سلنې ډېر پښتانه اوسېږي، موږ په پښتو نومونو د وزارتونو لوحې لرو چې په ډېرو لويو تورو ليكل شوې دي خو په وزارت كې دننه پښتو نشته، مكتوب، عريضه، كاري راپور، او نور هېڅ هم په پښتو نه ليكل كېږي.
    په پښتونستان كې هم زموږ پښتانه وروڼه د پښتو او پښتونولى چيغې وهي خو خپل كارونه په پښتو نه كوي، د خپلو ماشومانو لپاره پښتو ښوونځي نه لري دا چې دولت نه دي ورته جوړ كړي دوى خپله بايد خصوصي ښوونځي ورته جوړ كړي، په دوى كې ډېر لوى پانګه وال شته خو دوى د خپلې ژبې او خپل فرهنګ لپاره داسې كوم د ياولو وړ كار نه دى كړى. دوى به اخر دا ډېرې پانګې قبر ته ورسره يوسي كه به يې څه كړي ولې د پښتو ښوونځي، پښتو پوهنتون، پښتو كتابتون لپاره كار نه كوي، پانګه نه پرې لګوي. چې هم به د دوى ماشومان پښتو زدكړي او هم به د افغانستان د پښتنو لپاره ګټورې تمامې شي.

    د ټولو پښتنو وروڼو د ويښېدلو او يو موټۍ كېدلو په هيله

    سيدحبيب وقار كابل افغانستان

  53. دا ډير د خوښۍ ځاي دي زه په خپل وار سره ټولو پښتنو ته د زړه له کومي مبارکي وايم ولي هغه وخت به دا خوښي لمانځو چي د پښتانه په وينه او غيرت اباده سوي ټوله پښتونخوا د پښتونخوا په نوم ونوموو ، دلراوبر ويبپاڼي د چلوونکو څخه مننه کوم چي دومره لوړ احساس ورسره دي او په دي هيله يم چي زموږ ټول پښتون ولس راويښ سي او دنړۍ دنورو انسانانو په څير دخپل حق غوښتونکي او ورڅخه برخمن سي .
    په مينه ټولو لراوبر پښتنو ته (نوري )

  54. دا ډير د خوښۍ ځاي دي زه په خپل وار سره ټولو پښتنو ته د زړه له کومي مبارکي وايم ولي هغه وخت به دا خوښي لمانځو چي د پښتانه په وينه او غيرت اباده سوي ټوله پښتونخوا د پښتونخوا په نوم ونوموو ، دلراوبر ويبپاڼي د چلوونکو څخه مننه کوم چي دومره لوړ احساس ورسره دي او په دي هيله يم چي زموږ ټول پښتون ولس راويښ سي او دنړۍ دنورو انسانانو په څير دخپل حق غوښتونکي او ورڅخه برخمن سي .
    په مينه ټولو لراوبر پښتنو ته (نوري )

  55. د هر سه نه د مخکی تولو پشتانو او افغانانو ورونو ته مبارکی وایم !
    گرانو پشتانو او افغانانو ورونو دا چه صوبه سرحد مو د لوی خدای(ج) په فضل او د با عزته پشتانو ورونو ددیرو هسو او کوششونو سخه وروسته د پاکستان په حکومت باندی دا ومنله چه د سوبه سرحد ددی نه وروسته رسمآ په پشتونخوا باندی یادیزی دا چه ویل کیزی چه حق اخستونکی با عزته او حق پریشدونکی بی عزته دی نو نن وراز چه پشتانو حپل حق تر لاسه کر نو خدای (ج)به دوی ته د عزت ویار ور په برخه کری او دا به د پشتانو ورونو تر مابین د اتفاق او اتحاد نوی بنست جور کری"الحمد الله".

  56. ډیر د خوشحالی ځای دی چی دا نوم خو پښتونخوا شو خو یو ادمان می دادی چی داد پښتونخوا وروڼه خپله پښتو هم یو څه صحیح کړی او دا تر نیمایی زیاته پردی ژبه تری وباسی

  57. ددی خبر په خبریدو سره ډیر خوشحال شوم او هر پښتون پاید پدی خوژ او تاریخی خبر څوشحاله شی زه هم په خپل وار سره د لروبر کارکوونکو، د لروبر ټولو پښتنو ورونو او خویندو او ټولو هغو پشتنو ته چی دی نړی په هر ګوډ کی وی د زړه له کومی مبارکی وایم. خدای دا خوژ خبر ڼولو پښتنو لپاره بختور کړی او د الله (ج) څخه د د ټولو پښتنو د یوالی هیله کوم.

  58. تولو پشتنو ورونو ته د زره له کومی مبارکی وایم!
    دا د لوی خدای(ج)فضل او کرم دی چه نن ورز د پشتنو او افغانانو ورونو زرونه په احساساتو او جذباتو باندی گویه دی او دا د دوی د ملی خوشحالی اظهار دی او خدای(ج) د وکری چه دوی د ملی گتو-ملی یوالی-د اسلام د مقدس دین او ددی اسلامی مقدسی خاوری سخه او په کلکه دفاع وکری تر سو چه د پخو په شان د غاش متونکی زوب نومیالی او سختنان شی تر سو دشمنانو ته مو زور تاریخ ور په یاد کرو.

  59. لر او بر بشتنو ته مبار ک ووی!
    د داسی یو ورزی به هیله چی نور منهوسی لیکی لکه دیورند قومونه اوملتونه سری لری نه کری. له تولو هغه بشتنو نه چی به دی اره یی زیارایستلی مننه کووم او خدای ددوی ته دنور شه خدمتونه توفیق ورکری.

  60. لر او بر بشتنو ته مبار ک وایمه!
    د داسی یوی ورزی به هیله چی نور منهوسی لیکی لکه دیورند قومونه اوملتونه سری لری نه کری. له تولو هغه بشتنو نه چی به دی اره یی زیارایستلی مننه کووم او خدای ددوی ته دنور شه خدمتونه توفیق ورکری.

  61. ټولو پښتنو مبارک مو شه خوبونه مو رښتیا شول.

  62. زه هم په خپل وار ټولو لر او بر پښتنو ته د پښتونخوا د نامه مباركي وايم، خو يو لوی خنډ چې د پښتون په مخ کښي واقع دی, د تعليم نشتوالی دی پښتانه بايد د غفلت له خو به را ويښ او د تعليم لپاره ډيرکوښښ وکړی ترڅو د نړيوالو سره يي سیالی برابره شي د ټولو پښتنو د ويښېدلو په هيله.

  63. سلامونه او نیکی هیلی
    وروسته له سلامه زه هم په خپل وار باند ی د سرحد بی مفهومه نوم چی په پښتونخوا واوښت ټولو پښتنو ته د زړه له کومی مبارکی وایم.او هیله لرم چی ټول پښتنانه په یو اتفاق شی .یو ځل مو بیا مبارک شه

  64. زه هم په خپل وار سره ټولو لر او بر پښتنو وروڼو ته د پښتونستان د نامه مباركي وايم، او دغه یو ښه زیری دی ټولو پښتنو ته، الله پاک د د پښتنو مشرانو ته لا زیات توفیق ورکړی چه نور هم ویښ شی او خپل قوم ژبی ته خدمت وکړی

  65. زه هم په خپل وار سره ددی ښه خبر په اوریدلو سره ډیر زیات خوشحاله شوم او ټولو پښتنو وروڼو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ، اوس پښتنو ته په کار ده چه د پښتونخوا نوم وساتی او د ښه خدمت جوګه شی

  66. په داسې وخت کې چي د پښتانه پرهر پرهر وجود په سرو لمبو کي را ګير دى، د ايالت د نامه بدلېدل څه معنا لري؟ بله دا چي دا نه د اسفنديار او نه د آصف علي زرداري کمال دى، په اصل کې د دې کار افتخار د هغو افراطي طالبانو د مشرانو په برخه کېږي چي د عام طالب په وړاندې يې وسله را اخيستې او زموږ د دوو مشرانو غوندي يو د زرداري او بل د حميدګل پلوى دى.

  67. په داسې وخت کې چي د پښتانه پرهر پرهر وجود په سرو لمبو کي را ګير دى، د ايالت د نامه بدلېدل څه معنا لري؟ بله دا چي دا نه د اسفنديار او نه د آصف علي زرداري کمال دى، په اصل کې د دې کار افتخار د هغو افراطي طالبانو د مشرانو په برخه کېږي چي د عام طالب په وړاندې يې وسله را اخيستې او زموږ د دوو مشرانو غوندي يو د زرداري او بل د حميدګل پلوي نه دي.

  68. که مي څوک وپوښتي چي په ژوند کې دي يواځينى ارمان څه شى دى؟ ځواب به قسم دى که بې له دې خبرې بل څه وي، چي ورته وايم به: خداى دي لر او بر پښتانه يو کړي، خو بيا هم موږ وايو چي (اول د نوک ځاى، بيا د سوک ځاى)، اوس چي يواځې زموږ د شمالي سيمو د پښتنو ايالت (سرحد) په پښتونخوا نومول کېږي او دا نوم په پښتونخوا اوړي هم ډېر خوشاله يم او هغه د چا خبره په جامو کې نه ځايېږم، خو هغه د چا خبره چي (زه دي پوزه پرې کوم، ته وايې چارګل راوړه)، په سوات، باجوړ، خيبر او وزيرستان کې په سپينه ورځ د همدې پښتونخوا بچيان په بېګناه توګه وژل کېږي، د اباسين اوبو د وينو رنګ اخيستى دى، په داسې حال کې که موږ د اسلام اباد له خوا د (پښتونخوا) د نامه په راکولو خوشاله کېږو، نو دا به داسې وي لکه يو څوک يو ماشوم په چپلاخو ووهي او بيا ورته په خوله کې خوږه ورکړي.
    په داسې حال کې چي يوې خواته په پښتونخوا وطن کې د اور سرې لمبې بلې دي، ښوونځي تړل کېږي او سوځل کېږي، خلک حلالېږي، که بلې خواته موږ يواځې د (پښتونخوا) په نامه خوشاله کېږو، نو دا به داسې وي لکه په يوۀ کور کې چي د يوۀ ورور جنازه تياره او په بل کور کې د بل ورور پر واده ډولونه وهل کېږي او اتڼونه ورته کېږي.
    زه خو وايم چي د قام او خاورې مينه تر هرې مينه خوږه ده، دا پورتنۍ خبرې دي زما د پښتونخوا وطن وروڼه زما د زړه درد وګڼي، نه د هغسې يوۀ مخالف او دښمن خبرې، که نه وي تاسې د پښتونخوا د نامه په اړه د هغو تورسرو نظر واخلئ چي تنکي زامن يې په ځانوژونکو بريدونو کې وژل کېږي، د هغو پلرونو نظر واخلئ چي د زامنو غاړې يې د جاسوسۍ په تور په بېګناه توګه تر چړو لاندې کېږي، د هغو وروڼو نظر واخلئ چي د مور زوکړي يې د دوى تر مخ په ګوليو ويشتل کېږي او د هغو ورارو خويندو نظر واخلئ چي نازولي وروڼه يې د ځوانۍ ارمانونه د پرديو دښمنانو له لاسه ګور ته ورسره وړي.
    همدومره
    ستاسو په مينه او وينه درشريک
    پښتون

  69. د زره له کومی تولو افغانانو ته مبارکی وایم،د اخوشحالی مو مبارک شه الله پاک د په خپل فضل او کرم سره د تولو پشتنو او افغانانو اتفاق او اتحاد تینگ لری چه نور د خپل گران اولس د اور له لمبو چخه د سعادت او ورولی وخواته بوجی خو زه یو خواست له محمود خان اچک جی چخه لرم هغه داچه که دا د بلوچستان نهم په خپل پخوانی نوم افغانیه و نو مول شیاو دغه توته توته هیواد بیرته سره یوجای شی او به پایله کشی ئی سوکاله او آرامه ژوند ولرو.
    په درناوی

  70. زه هم له خپل اړخه ټولو پښتنو وروڼو او خويندو ته د دغه ستر بري مبارکي وايم. هغه د رحمت شاه سايل دعا لکه چې خداى قبوله کړه او د نړۍ په نقشه باندې خداى پښتنو ته کور پيدا کړ. په دې هيله چې يوه ورځ د لر او بر ټول پښتانه يو پښتانه يو موټى او د يوه پښتون سياسي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.

  71. زه فکرکوم خه گته نه لری، زه په افغان حیث که غوارم چه دا تول ایالاتو نو چه نا امن وی به پاکستان که کتل شوی وی، چه خپل دردسرکم شو.مننه

  72. وايي چې رښتيا راځي درواغو به کلى وران کړى وي ،ټول يوبل ته مبارکي وايي او هيڅ څوک نه پوهيږي چې اصلا دا خبر واقعيت نه لري .يوکس د درواغو خبر خپور کړ او نورو د مبارکۍ پيغامونه امبار کړل ،هئ افغانانو کله به هوښيار شئ .

  73. نری د یو لوی بدلون اور ته روانه ده نور د زور او استعبداد بورجونه په چپه کیدو دی خوشخاله یم چی د لوی بابا ( خان عبدالغفار خان ) خوبونه رشتیا شول خو د هغی ورحی په هیله چی نوموری ایالت د اففانستان 35 م ولایت شی.

    ما درته نه ویل چی دا زل خامخا به گتو —
    زما د پلار نیکه تاتوبی پشتونخوا به گتو .

  74. ډیر زیات خوشحاله سوم او ټولو پښتنووروڼو ته مبارکی وایم چی آخر مو ارمان پوره سو.
    مګر ارمان چی داکار یو څو عمر د مخه سوی وی نو به ډیر ښه وی بیا هم شه سو چی داکار وسو.
    خدای د وکړی چی داکار د پښتنو په خیر تمام سی .
    دپښتنو په تخریب پسی ټولی دونیا رااخیستی خدای دددوی مل سی او خدای د دوی پوه کړی چی ددنیا سره په هرمیدان کښی سمه مقابله وکړی .
    تاسی دپشتنو په علاقوکښی داحالات وګوری چی څه روان دی .
    بیا هم خیر اوس لاسر وخت دی پشتنو بیدارسی که نوی نو بیا به وخت درڅخه تیر وی او هیڅ به هم په لاس نه درځی .
    د لراوبردپښتنو دسرلوړی په هیله .

  75. پښتنو له ورځم پری دا زیری کوم، ورته وایم به دا، مبارک پښتونخوا، مبارک پښتونخوا.
    وروڼو که څه هم دغه خبری لا تر اوسه قانونی بڼه نه ده خپله کړی. خو د پښتنو د پاره د خوشالی خبر دی. رشتیا هم چی دا د اسفندیار ولی خان یا دبل چا کمال نه دی. خو څوک چی دا افتخار طالبانو ته ورکوی دا هم پر ځای خبره نه ده ځکه چی په آیډیالوژیکی او عملی ډول چی موږ ګورو تر نواز شریف، چودری شجاعت او پنجابی اسټیبلیشمنټ څخه زیات خپله طالبان د پښتونخوا د نامه او پښتنو د حقوقو سره وران دی. دا ویاړ د احمدشاه بابا څخه وروسته خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی ته ورپه برخه دی چی په لومړی ځل یی د پاکستان په تاریخ کی د پښتونخوا نیشنل عوامی پارټی اساس کیښود. نو پښتونخوا توری د احمدشاه بابا څخه وروسته په هندوستان او پاکستان کی له هر چا هیر وو. یوازینی سړی چی د انوم یی را زوندی کړی او په خپله ګوندی کړنلاره کی یی ځای ورکړ هغه خان شهید عبدالصمدخان اڅکزی او نن د هغه ځای ناستی محمودخان اڅکزی دی. په درنښت

  76. Da larawbar website karkonko ta salamona awe ihtiramat warndi kawam.
    pokhtana :ka mihrabani wokri awe wowayae chi da website da kom zay na khparigi.mnanana

    (( ګران خالد جانه ، لراوبر له لراوبره خپريږي ))

  77. اسلام علېکم ورحمته الله وبرکاته
    له هرڅه نه مخکی خپل د مینې ډک او تاوده سلامونه دلراوبر پشتون خوامسلمانوورڼو ته وړاندی کوم ،او دا ډېر د شکر ځای دی جه دسرحداېالت په پشتون خوا بدل ښو،که څه هم دا خبره تراوسه پوری کومه رسمی بڼه نه لری خو زموږ دپاره ډېر د خوشحالی ځای دی

  78. da der da khoshhali zay .za ghoalem che khpel zan la khoa da amal ghayrati mobarzano skhe da zle le kome mannena aoklem .khoday de aokle chi da afghanistan pa shone rozne ao daolati dfater ke ham de zmong da pashto da ra wesholo zeray aoshe che de zlono arman mo pora shi.pa drnawe stanikzay

  79. زه هم په خپل وار سره ددی ښه خبر په اوریدلو سره ډیر زیات خوشحاله شوم او ټولو پښتنو وروڼو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ، اوس پښتنو ته په کار ده چه د پښتونخوا نوم وساتی او د ښه خدمت جوګه شی

  80. زه هم د زړه له كومى ټولو پښتنو ته مباركى وايم !
    هيله مى د ټولو پښتنو نه دا ده چى نوره دى د سرحد ايالات نوم نه كاروى او يواځى د په پښتونخوا ځان عادت كړى ، او بله دا چى نور ه دى د پښتونخوا په دولتى او رسمى ادارو كى دغى نامى نه كار واخلى تر څو په نړى كى ښه وپيژندل شى.

  81. Za ham pa khpal war sara tolo pakhtano wrono ta da zra la kumi na mubaraki wayam da waqian yaw ghat inqilab dai aw yaw ghat badloon dai ka sa ham zamung mazloom milat pa zangary dawal pakhtoon walas tar mahali aw nariwal peshar landi dai no di walas lara pakar di chi yaw bal ta da hamkari lasona warkro aw khpal pakhtoon walas la di tyaro aw badbakhtio sakha wajghoro aw da nari sara oga pa oga lar sho
    Da kha aw rokhana ratlonki pa hela

  82. ټولو پښتنو ته ددې ستر بدلون او ښه پرمختګ له امله مبارکي وړاندي کوم او له لوی خدای څخه هیله من چې له لر اوبر پښتنو څخه دا روانې بدمرغۍ هم لرې کړې او لوي افغانستان د افغانانو لپاره د سولې، پرمختګ، سوکالۍ او ښه ژوند یو ماحول وګرځي او نور افغانانو د یوبل د وژلو پر ځاي د یو بل وروڼه شی او دغه نیک کار کې چې هر چا یو ذره هڅه کړې الله تعالی دې ورته په دې دنیا او اخرت کې اجرونه ورکړي، الله تعالی دې افغانانو ته دا توان ورکړي چې د افغانیت او افغانی ټاټوبي پت او عزت بیرته پر ځای کړي

  83. MOBARAK

    Kho da Star Ahmad Shah Baba da shear dwaham baet pakarda chee zar ter zara SAM krey
    Tas porta lekale
    د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم
    ستا د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
    Baba pa Dehle kee dase wayele woö
    da dehle takht herawama che rayad kram
    ZMA da shkwale pashtonkhwa da gro sarona
    Manana

  84. I think it is the First step taken by the pashtoons and i hope we will do best for furture and DOING BEST…..no fight, no terrorism we need reconstraction and education..LONG LIVE AFGHANISTAN and long live Pasktoonkhawa…
    same people not diffference AFghani or people who live in Paktoonistan.
    w/salam

  85. زه محمد ذاکر (پوپل زی ) سیدگل احمدزی عبدالعلیم اسحاق زی اوزموگ دتولو کورنیو په نمایندگی دصوبه سرحد دنوم دارولو په پشتونخوا باندی ددغه تاریخی بریالیتوت له امله لر او برپشتنو ورونو اوخویندو ته ده زره له کومی مبارکی وراندی کو او ده الله پاک له درباره تولو پشتنو ورونو ته اتفاق اتحاد غوارو اوهیله کو چی تول پشتانه ورورنه او خویندی ده شه لورو زده کرو په لاره کی کوشش وکری وسلام
    دکابل دملگرو ملتونو ددفترچخه

  86. Great News! Congratulations to all Pashtuns worlwide.

  87. deer kha kar washoo khudey dey wakti chi da pakhto mom wochat shee

  88. hi larawbar staff and reader
    this is really a great news ,this is a big step or great revolution in pashtun history and have been waiting for long time for this news with great honour i congratulate to all afghan people especially to pashtun in particular to larawbar staff which is the first website who published this good news i want to mention one point that this is surprized me that this is very important news but since a few hours i am attention to hear from radio.tv and read in diffirent pashtu websits but unfortunatly still i havn't heard any way hopful that one day all spread nation will live together as a one unite the same as germen barlin who were seperated for a long time
    all the best

  89. په لرې پښتونخوا د پیرنګي ښکېلاکګرو لخوا د ایښودل شوي استعماري نوم ( صوبه سرحد) په پښتونخوا اوښتل ټول پښتون ولس ته د زړه له تله مبارکي وایم. هر هغه چاچې ددې نوم د اوښتلو لپاره هڅه او هاند کړی دی کورودانی ورته وایم.
    د ټول پښتون قام د سرلوړۍ په هیله.

    الحاج محمد نادر سرشار

  90. ځيني دوستان وايي سوبه سرحد په پښتونخوا د ښه نيت له مخي نه ده اړول سوئ ، زه وام که له بده نيته داسي کارونه کيدای سي ، نو په دې بد نيت دي لراوبره پښتونخوا ټوله سره يو ځای کړي ، زموږ دا بد نيت قبول ده . ټولو ته مبارکي وايم

  91. درنو وطنوالو ستاسې د ټولو د نېکو څرګندونو او خوږو احساساتو نه ېونړې مننه .
    ولې :
    بدبختانه پر صوبه سرحد باندې د پښتونخوا د نوم له اېښودنې څخه د افغان پښتانه مسله او ستونزه نه حل کېږې .
    که داسې نو نن د بلوچستان له نامه څخه د بلوڅانو مسله حل شوې واې اونه هم له ېوې لوې صوبې درلودلو څخه دپښتنو مسله حل کېدلاې شې ځکه چې بلوچستان په پاکستان کښې ترټولو لوېه صوبه ده .
    ولې بلوچان د ازادې لپاره توره اوچته کړې ده او ددې ظاهرې نومونو له غولولتېا نه ډډه کړې ده .
    د پښتانه مسله په ازادې حاصلولو او لوې افغانستان پورې له بېرته نښلېدلو سره حل کېږې او بس . مننه

  92. To be honest i am happy for NWFP to be called
    Pakhtoonkhwa but I am doubtful it could serve our cause could it?

  93. To be honest i am happy for NWFP to be called
    Pakhtoonkhwa but I am doubtful it could serve our cause could it?

  94. if pashons say bye bye to leadership of mulas then we will soon get our independce from panjipes.

  95. زنده باد پښتوڼ!
    زه هم په خپل وار سره ټولو درنو پښتوڼو وروڼو او خویندو ته د دغی ستر تاریخی بدلوڼ او ښه پرمختګ له امله د زړه له کومی مبارکی وایم او خپله خوشالی د هر یوه سره شریکوم. او د لوی څښتڼ تعالی څخه پښتوڼو ته د یووالی، سولې،او سوکاله ژوند غوارم. لکه څرنګه چی نن او سبا د پښتون ولس د ډیرو سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، نو مونږ او ستاسی ته پکار ده چی د دغی ستونزو د خلاصوڼ لپاره یو او بل ته د مرستی او همکاری لاسونه ورکړو ترڅو وکولای شو خپل ولس د ناورین څخه د لوی څښتڼ تعالی په مرسته وږغورو، او پری نږدو ددی ولس دښمنان چی زمونږ په مینځ کی خپلی لاس وهنی داسی جاری وساتی،او په مختلفو نومو یو دبل سره مو په خپل مینځو کی ووهی. په اخیر که می خپلو پښتوڼو وروڼه او خویندو ته دا پیغام دی چی خپلو زده کړو ته پام واړه وی ترڅو هر یو د لوړو زده کړو څښتن شو او د علم په رنا کی خپل ولس د ستونزو څخه وږغورو. د ټول پښتون قوم د سرلوړۍ په هیله!

  96. زه هم په خپل وار د زړه له کومي ټولو پښتنو وروڼو او خویندو ته مبارکي وایم او که دا ریښتا وی ولی دا نور مطبوعات دي باره کي څه نه خپروی خو مګر خدای دي وکړی چی ریښتا وي

  97. پښتونخوا مومبارک شه

    پښتونخوا    !!!!
    په نامه دی کوم فخر په ایران مسکو ترکیی
    کی      
    پښتونخواښکلی ته ډیره دجهان پهښاپیرو
    کی    
    په دنیا کی ښایست ډیردی لری ښکلی
    مکانونه   
    خوپښتون ته ستاخړپړمخ دجنت بل دی
    چراغونه  
    یوځل بیا مو مبارک شه: مبارک شه مبارک.

  98. سلامونه
    پښتون خوا دي ځکه و ټولو افغا نا نو ،پښتنو اود ټولي نړی د ازادۍ دلاري و مبارزنوته مبارک وې چی داستعمار یو نا ولی سمبول چپه شوو اوپوره باور لرم چی دازادی د پاکي لاری د شهیدانو ارمان به پوره شي ځکه اوبه ډانګ نه بیلیږي .
    د پوره بري په هیله

  99. سلامونه
    پښتون خوا دي ځکه و ټولو افغا نا نو ،پښتنو اود ټولي نړی د ازادۍ دلاري و مبارزنوته مبارک وې چی داستعمار یو نا ولی سمبول چپه شوو اوپوره باور لرم چی دازادی د پاکي لاری د شهیدانو ارمان به پوره شي ځکه اوبه ډانګ نه بیلیږي .
    د پوره بري په هیله

  100. د دې خبر په اوریدلو سره زه دومره خوشحال یم چې نه پوهیږم خپل احساسات څنګه څرګند کړم. دا کار زموږ د پخوانیو مشرانو د هڅې نتیجه ده. اوس موږ (نوی نسل ته) دا لازمه ده چې داسی کارونه وکړو په ډیر ژر راتلونکی کې زموږ بچیان د پښتنو آزادۍ او یووالی زیری یو او بل ته ورکړی. له دې زیرې څخه دا څرګندیږی چی زموږ هڅی بی ځایه نه وو او له دې وروسته هم باید موږ داسی هڅی وکړو چی بیځایه نه وی.
    په درناوی
    ګل محمد حامد
    کابل، افغانستان

  101. په ډيرې خوښۍ سره مې خبرترلاسه كړچې NWFP يادسرحد ايالت نوم په پختونخوا واووښت ، نوزما هيله ده چې د دې تر څنګ د پختونخوا چارواكي د دغه ځاي اوسني او راتلونكي كول لپاره ددوي په مورنٸ ژبه د ليك اولوست لپاره هم هڅې وكړي ترڅو دوي د پښتني كلتور او دود د لاپياوړتيا لپاره كاروكړاي شي

    د پختونخوا ملي ګوند د لازياتو برياو په هيله

    بصيراحمد حقمل ننګرهارې

  102. په ډېره خوشحالی سره می خبر تر لاسه کړ جه زموږ د لراوبر پشتنو له پاره کوم جه د وخت وخت نه ی امېددر لود خدای پوره کړ،اودسرحداېالت په پشتون خوا بدل شو

  103. زه په ځانګریډول د دی ویب سایت د کارکوونکو څخه مننه کوم چی وخت نا وخت داسی په زړه پوری خبرونه مونږ په لیکه کوی.
    او د دی نوی ځیری مبارکی ټول پښتونو ورونو او خویندو ته وایم

    قاسم

  104. د هر سه نه د مخکه تولو پشتانو او افغانانو ورونو ته مبارکی وایم، دا ډیر د خوشحالی خبره ده چی نن پښتون قوم یو بل افتخار وګټل او یو ځل بیایی خپل ورک نوم یی لاسته راوړل، او په دی کار سرۀ د مبارز پښتانه %50 آرمانونه پوره شول، د خدای (ج) څخه دعا کوو چی لراوبر سره یو کړی او پاتی %50 آرمان هم پوره شی،آمین.

  105. تر هر څه دمخه خو زه که د لردي که دبر وټولو پښتنو وروڼو او خوېندو ته دزړه له کومې مبارکي وايم چې د سرحد ايالت نوم په خپل ار نوم پښتونخوا واوښت او دادعوامي نېشنل ګوند کمال ځکه نه دی چې دوی خو دنوازشريف د حکومت په وخت هم په سرحد ايالت کې د نوم غوره کړ خو مرکزي حکومت يا په بله وينا پنجابيانو نه ورسره مانه داخو د اصف زرداري سياست دی چې هغه غواړي چې سندهی، بلوڅ، پښتون او هندي مهاجر د پنجابي په وړاندې مضبوط کړي بله خبره دا چې کله چې بنګال په پاکستان کې شامل وو نو پنجابيانو دهغو د ډېرښت د کمولو دپاره داوسني پاکستان ټول ايالتونه په يوه ايالت بدل کړل چې ون يونټ به يې ورته وايه نو کله چې ون يونټ ماتېده نو دادپښتنو دپاره ډېره ښه موقع وه چې شمالي او جنوبي پښتونخوا يې سره يوځای کړي وای او يو ايالت يې ځنې جوړ کړی وای خو همدغه اې اين پي وه چې ويل موږ هغه پخواني ايالتونه بېرته غواړو نه بل څوک راګډوو او نه يې جلا کوو په بله مانا د جنوبي پښتونخوا ، اټک او ميانوالي پښتانه بل څوک/پردي وو، څو ځله ددوی حکومت رغلی دی خو دوی تراوسه پښتو دفتري او د ښوونځيو ژبه ونه ګرځولای شوه ددوی خو بخت دالته زورور دی چې دوی په پښتون اکثريتی ايالت کې پاتې کېږي ګنې ددوی نظريه او سياست ډېر کمزوری دی دوی به هيڅ کله هم لر او بر په مختلفو ډلو او سيمو وېشل شوی پښتانه يو ځای نه کړي يوازې محمودخان اڅکزی هغه کس دی چې دهغه سياست رښتونی او عملي دی هغه په ډاکه داخبر کوي چې که دبولان دی که دچترال دی که دلر دی که دبر يو پښتون دی او دوی منزل به ګريټر پښتونستان /لوی پښتونستان وي چې په هغه کې به اوسنی افغانستان، شمالي اوجنوبي پښتونخوا ، اووه ايجنسيانې، اټک او ميانوالي شامل وي
    وسلام

  106. له څو ورځې راهيسې مې دنااوزګارۍ له امله خپل ځانګړى ايمېل نه نه پرانيستى ،خوچې نن مې پرانيست دلراوبر برېښپاڼې لخواله راغلي ايمېل كې ورور احسان راباندې داحسان كړى ؤاودازېرى يې راليږلى ؤچې دصوبه سرحدنوم رسماًپه پښتونستان واوښت ،خداى شته چې زړه مې ډېرورسره وغوړېدۀ اوځان مې دورور احسان داحسان پوره وړى وګاڼۀ .
    زړه به مې ولې دداسې يوزيري له اوريداسره نه غوړيدۀ چې كالونه كالونه يې دترلاسه كولولپاره مبارزې شوي دي او ،اوس چې دلوى خداى په لوى فضل اوكرم سره پښتنوداوياړوګاټۀ نودهرپښتون زړه به ورسره غوړيدلى وي اوله خوښۍ څخه به جاموكې نه ځايږي .
    په پاى كې ددغې سترې لاسته راوړنې له امله ټولوپښتنوته مباركي اودپښتنولازياتوبرياوو په هيله .
    ورور موشمس خوستى

  107. congratulation to all pashtoon nation s….
    wich leave now in all world
    about pakhtoon khwa …
    daranoo afghananoo aw atalooo pakhtanoo ..tasee toolo ta de da baray mobarak we .da yaw looy afghanistan pa heela…
    stasoo wroor ebrar u lla h basharmal nangarhar pohantoon…

  108. سلامونه او نیکی هیلی وروسته له سلامه زه هم په خپل وار باند ی لر او بر بشتنو ته مبار ک وایم ههیله لرم چی ټول پښتنانه په یو اتفاق شی.

  109. به ريشتاي سره جه واي ( ومن طلبه وجهد فقط وجدة) معنى يي داده جه خوك يوي شي غواري او كوشش وربسي كوي هغه ضرور حاصليزي
    زه دزره له كومي تولو بشتنو ورونو او خويندوته مباركي وايمه او به خاصه توكه ستر مشر اسفنديار ولي خان ته مباركي وايمه جه ريشتا هم ستا هغه خه وكرل جه يوه وخت دي ويلي ؤ ((جه مونزه خو وايو جه زمونزه بلرونو دير خدمت كري ايا داهم غوارو جه سبا زمونزه نسلونه هم وواي جه زمونزه بلرونو دير خدمت كري او بيا دي ويلي وه كه جيرته غوار نو راحي جه د غفارخان بابا قبر ته ورشو او ورته ووايو جه بابا ستا به قدم مونزه روان يو )) ريشتيا جه هر بشتون بجي به ستاسو به دغه خدمت وياري
    زندا باد بشتونستان

    عبد الرحيم خان بكتياوال – جدة سعودي عربستان

  110. سلام ورسته له سلامه
    لر او بر تول پښتون مړیني قوم ته د مبارک وی

    چه غوټی پسی وهی په لاس به درشی
    چاویل چه په دریاب کی ګوهر نشته
    په درنښت
    تاج وردک

  111. زما د خوا دی تولو پشتنو د ویار چی نن یی لاس ته راوری دی مبارک دی وی .

  112. زما د خوا دی تولو پشتنو دا ویار چی نن یی لاس ته راوری دی مبارک دی وی .خدا ی د تل دوی تول په جای کی بریالی ولری

  113. والله د پښتونخوا په نامه د سرحد صوبې د نامه د اوښتو خبر می واورېده، خو سخته خندا هم راغله او پخپل حال می افسوس هم راغی، دا پښتون قوم څرنګه سره ووېشل شو، څرنګه یې د نړیوال ځواک وړتیا ماته شوه، او څرنګه یې د یو بل په لاس د وژل کېدو زمینه برابره شوه، په قوم، ژبه او کلچر یې سترګې پټې شوې او له څو خواوو راګیر شو. د خپل قوم تر دی کارونو می والله یو جوک رایاد شو، هیله ده د چا خاطره پرې درنه نشي…
    وايي په دې پنجابي سیمو کې یو (خان) وو چې څه روپۍ یې لاسته ورغلې وې بیا یې نو برېتونه شخ شخ پرې ایښي وو او کله کله به یې پرې لاس هم راتېر کړ، کله په یو موټر کې سفر کوي چې له کوم راجا سره چې ښه شتمن دی مخ شوی، هغه هم بریتونه د خان غونته پرې ایښي دي، د خان چې په راجا سترګې لګېدلې دي، پرې ور پورته شوی او ورته ویلي یې دي چې ( برېت څوړ کړه…) ګوا برېت ښکته کړه، راجا وايي چې ډېرې زارۍ وکړې چې خیر دی ته خپل کار کوه زه خپل خو خان نه منله، راجا چې فکر کړی چې ددې خانانو یواځې نوم ته زړه ښه دی او یو څو پیسې یې پیدا کړي دي دا چې ترې لاړې شي نور خپله آرامېږي نو یې ورته ویلي چې که داسې وي نو په یو لوی ډګر به سره خپل ټول زور معلوموواو مقابله به کوو… خان چې دا خبره اورېدلې ویلي یې دي … سمه ده ….راجا خان ته دوه میاشتې وخت ورکړی…
    خان چې څه پیسې ګټلې او شتمني یې درلوده ټولې یې په بدماشانو او مزدورانو خوړلې دي، که چا به ترې پوښتنه کوله چې مقابله په څه شي ده؟ خان به وايي په برېتونو لاس راتېر کړ او وبه یې ویل:
    – موچ پر…( په برېتونو…)
    له زیات وخت وروسته کله چې راجا څارلی چې د خان په جېب کې څه پیسې شته اوس هم خاني کولای شي نو یې بیا چل ورته جوړ کړی، ورته ویلي یې دي چې خانه ما ته یوه میاشت نور وخت هم راکړه چې سمه تیاري ونیسم ددې خبرې له اورېدو سره خان ټوله شتمني په اور اړولې. بل خو ا راجا کرار سهار خپل دکان ته ځي بېګا بېرته راځي او د چا قصه کې هم ندی، نه مصرف کوي او نه هم په چاپسې ګرځي.
    له مودو وروسته ګڼ خلک هم را ټول شوي او خان هم خپل ټول کسان را ټول کړي، کله چې یې راجا ته حال ورکړی چې د خان مقابلې ته راووځه نو هغه هم ورغلی دی په میدان ورته ولاړ دی، نو چې راجا له خانه پوښتنه کړې چې زما او ستا مقابله په څه ده ؟ خان په برېتو لاس را تېر کړل:
    – موچ پر … (په برېتونو…)
    وايي راجا ورته وخندل له جېبه یې بیاتي ( قیچي ) را وایستله او برېتونه یې پرې کړل.
    خان بریالی شو، خو بېخ یې ووت او برېتونه یې خپله څوړ شول….
    دایی پشتونخوا نه پشتونخوا… خو فایده به هم ولری؟ که هسی په یوه کلمه مو ورسره برید شخ کری وو دایی پشتونخوا خو په ریشتیا!!! یوازی د همدی هدف لپاره پشتانه دا دومره قربانی ورکوی؟!!!!! راشی د سبا فکر اوکو، نن مو پدی شوه پرون مو هسی وه رازی د سبا په فکر کی شو یوازی دی خبر ته مه خوشحالیژی سترو مبارزو ته ضرورت دی والله ضرورت دی باور اوکی… نور خپله پوهیژی.

  114. ټولو پښتنو او افغانانو ته سلام وړاندي کوم او د ټولو د روغتیااو خوشحالي هیله د الله تعالي د لوي دربارڅخه غواړم. دا ښه خبره د ه چه سرحد آیالت په پښتونخوا واوښت خودابه ډیره ښه وایی چه دا د افغانستان په نامه اوښتي واي ځکه چه دا د افغان خاوره ده او دپاکستان خلک موقتا پکښي اوسیږي چه په پوريی د څه وخت لپاره اخیستي وه. پدي کاريي د ډیورنډ کرښه ورکه غیبه کړه چه داخبره به آواره شي خو دا دافغانانو حق دي او دا حق باید ورکړل شی.

  115. Dear Sweet Pashtons!!!
    This is to here with congratulate all of you,where ever you are the nomination of NWFP by Pkhtoonkhwa. I would recommend all Pshtoons to otain education and leave their villages and be settled in cityies to to be more successful.

  116. ټولوپښتنوورڼواوخویندوته دی دازیری مبارک وی اوالله پاک دی ټولوپښتنوته اتفاق ورکړی چی خپل دښمن ته ماته ورکړی اولروبرافغانستان سره بیایوشی

  117. دومره کارنه دى شوى لکه تاسوچي په خوشحاله ياست؟ولي دتش په نامه پښتون ګوندد١١٧کالومبارزې نتيجه هم داووتله،خپلواکي خونشي ګټلاى صرف په نامه سره خلک غولوي-
    هيله ده چي په چابدونه لګيږي-

  118. خپل سلامونه ګرانو دوستانو ته وړاندی کوم، که تاسو خبر یاست یو ځلی په 2007 کال کی دسرحد ایالت اسلام آباد ته وړاندیز کړی وو ترڅو دسرحد یا پيښور نوم په پښتونستان بدل کړی ولی اسلام آباد ونه منله او رد یی کړه. ایا دغه خبر چی خدای دوکړی ریښتیاوی اسلام آباد قبول کړی او که نه؟

  119. 2009-01-30 لومړی وزير : د کړکيچ تارونه څوک د لرې نه خوزوي


    سلام او نیکي هيلي !

    د پاکستان په دریز کی مهم بدلون رامنځته شویدی. دغه بدلون سره له دی چه د بهرنیو فشارونو تر تآثیر لاندی مطرح شوی، خو د پښتون قام او د افغان ملت په ګته تمامه به شی. انشاءاله
    دوکتور روستار تره کی


    ګرانو دوستانو ټولو ته مبارک ! مګر ډيره مهمه خوداده چه پښتو تري مړه نشي ليک او لوست به پښتو ژبه جبري شي نو هله به زماد زړه تنده ماته شي او که داسي و نشي نو سل کاله وروسته به پښتونخوا بي پښتوشي خداي مکړه . – پادشا امير احمدزی


    پښتونخوا
    کور د پښتنو چي نن په نوم د پښتونخواشو
    دا د ژوندښه زیری هر پښتون ته د دنیا شو
    هره سیمه نن د هغه قوم په نوم یادیږي
    ځکه پښتنو سیمه په نوم د پښتونخواشو
    دا د هر پښتون اوهــرافـــغان د زړه آرمـــان وو
    نوم د استعمارصوبه سرحد چی پښتونخوا شو
    دا بختـور نـوم دی پښــــ‎تنو تـــه مـبارک وي
    نوم د احمد شاه بابا ژوندی په پښتونخوا شو
    حفیظ خالد / ویانا / ۲۰۰۹ /۱ / ۲۷


    alhamdulilah, many many thanks that is realy great news in our age, …
    thanks – Ahmad Shah Besmil


    صافی – د لرو بر ګرانو عزیزانو !
    (…) د پښتون خوا د لوحی تر څنګ د پښتونخوا په باره کی د یو ښکلي شعر چی که په غټو تورو ولیکل شي لا به ښه وي ، یوه ډیره پارونکی په انګلیسی ژبی تبصره په سترګوکیږي :
    …one day inshallah .
    thanks – Ahmad Shah Besmil
    زما په نظر دا تبصره په اوسني حساس پړاو کی چی د پښتونخوا د نوم ایښودل خپل قانونی پروسیجر تیروي
    یو پارونکی عمل ګڼل کیږي زه ویره لرم چی داسی تبصری د پښتونخوا د نوم چی د تائید ورو ستی پړاو ته رسیدلی کومه ستونزه پیدا نکړی نو پدی وجه د لرو بر د ویب پاڼی د محترمو چلوونکو نه غواړم چی دا تبصره له ویب پانی نه لری کړي موږ باید پنجابیانو ته په اوسنیو حساسو شرایطو کی داسی پلمه په لاس ورنکړو چی د پښتونخوا د نوم ایښودو په لاره کی ستونزی پیدا کړي .


    خپلي تبصرې کولائ سئ چي د لراوبر د اړيکو له لاري راولېږئ !

  120. وروڼوسلامونه
    په دې وړوکي خبره دومره خوښي مه کوئ نه دادپښتون لپاره ګټه لري اونه داسلام هله به خوښي وي چي دهمدې ځای نصاب اسلام اوپښتوشي . په همدې هيله

  121. great news for pkhtoon nation both side durand line

  122. د پښتو او پښتنو پايښت،دپښتونستان او لوی افغانستان جوړښت يوازي د لرو او برو پښتنو په اتفاق او اتحاد کي دی . که اوس متحد نشوۍ هيڅکله به متحد نشۍ!!!!

  123. SALAMOONA AOW NEKY HILY aowl kho lag khoshala shoma kho beya dair kapha ham shoma>>WALI>>khapa shoma? yow pa noom badlawal monga na badli gho bayad mongha kapal zehnatona ham badal kho kom zeehan da >>TOOR>>golam landay monga kom zawand kawo >>>ZABA >>>halta koshaly wokama kala chi monga kapala da kapaly kawary azady waklooo>>

  124. په ژوند نن خوشحالې ده چې دا نوم رسمې اعلان شو
    د میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو

    زخمې زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوس
    ژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو

    نــېـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره
    ښـایـست ښـکلا ګـډیـږی محبت کور هم ودان شو

    جـونـګـړه د پښـتـون تـل د تـاریـخ پاڼې عـنوان هـم
    قامونو سره سیال شو چې دا نوم د زړه درمـان شو

    تړون د محـبت ؤ پښـتونـخـوا نـوم چـې رسمې شو
    په نوم د خپلې خاورې تل خپل نوم هم ترجمان شو

    نسیم ستوري به تل هم په خـوبـونــو کـې لـیــدلــه
    د خوب لیدل رښتیا اوس په نقشه کې د جهان شو

  125. پاڼې به نن سباکې ګل شې
    ما ئې په سرکې سرې غوټۍ لیدلې دینه
    پښتنو وروڼو!!!!!!!
    نن مودامیدد دغوغو ټیودسپړیدلو په ډیر درانښت اودزړه له کومي درته مبارکې وایم خودخوشحالۍ روڅ خو به هغه روڅ وې چی د امو تر اټکه په داسی خواږه نام سره ونامول شو. سرلوړې،بریالې،روغ اورمټ اوسۍ.

  126. Tolo pokhtano ta dey mobarak we!! 1
    Da de pokhtano depara deer ghat baryaleytoob dey pe yaw deer sakht wakht key.

    Hilla da chi mong pokhtane yawzal bia rapaso aw etifaaq jor kro

  127. دنړۍ په ګوټ ګوټ کي مېشتوپښتنوته دي دخيبرپښتونخوانوم مبارک،
    څښتن دي نورپه وطن کي سوله اوکراري رامينځته کړي .
    دروېش درانئ وائي :
    چي بيانه توره پورته سي نه سرپه و ينورنګ سي
    باداره دغه جنګ دي دوطن آخري جنـــــــــــګ سي
    که زړونه سريوکړواولاســـــــــــــــــــونه سره ورکړو
    داکانړي به لالونه سي دبوټي به لونـــــــــــــګ سي

  128. د سرحد د نامه بدلون بېرته پښتونخواه ته د وياړ او فخر خبره ده. اما بايد دا له پامه ونه باسو، چې ولې ورسره د خيبر ټکی راغی؟ داسې ايالت هم شته چې نوم يې له دوو کلمو جوړ وي؟ دا کار ولې او د څه لپاره وشو؟ بايد پښتانه دغې ټکي ته پام وکړي. دنيشنل عوامي ګوند غړو له ۲ کالو راهيسي د سرحد د نامه په پښتونخوا د بدلېدو خبرې کولې. خودا دی د سرحد نوم د پنجابي سياستوالو ( مخصوصاَ د نواز شريف ګوند) له لاسه دا دی له دوه کالو ناندريو وروسته ايله په بيله د خيبر د مختاړي په زياتېدو په خيبر پښتونخوا بدل شو. بايد نيشنل ګوند والو ټينګښت له ځانه ښودلی وای. داسې يې بايد نه وای کړي. د پنجابيانو استدلال دا وو چې په پښتونخوا کښې نور قامونه هم آباد دي، بيا هغوی هم ځانو ته نوی نوم غواړي. هغوی ولې دې ته نه کتل، چې آيا په پنجاب کښې ګجر ندي آباد؟ آيا په سيند کښې په مليوناوو هندي مهاجر او پښتانه ندي آباد؟ آيا په بلوچستان کښې پښتانه او سراکيان نه اوسي؟ نو ولې يې يواځي د سرحد د نامه له بدلېدو سره مخالفت وښود؟ له لومړيه خو يې ويل چې بايد د سرحد نوم په خيبر، يا اباسين بدل شي. خو دا دی په پای کښې يې بيا هم يو بل مختاړی ورپورې وتاړه؟ د صوبه سرحد ځمکي له تاريخه، تاريخه د پښتونخوا په نامه يادېږي، ټول افغانان پدې پوهېږي. خو ولې دا سې وشول؟ داسې نه وای شوي. د پښتونخوا نوم ډېر دروند او تاريخي نوم دی. او ډېر پر ځای نوم دی؟ هيله ده نور څيړونکي هم پدې هکله خپل نظرونه ورکړي.

  129. Respected Afgan nation salamoona
    this is a day for which afghan people have waited for long time and i can't express my statement and celebration because of greatest happy monments in my life just say congratulate to all those people who have been waiting for this name i am sure this is first step for combining one nation and one soil long live pakhtoonkhwa and long live ANP who fulfiled their promised and showed that he was afghan is afgan ane would be afghan
    Best regards
    M A H

  130. ټولو پښتنو ته دې دا نوے نوم مبارک شی، اے اين پی دَ پښتون قام لپاره غټه ګټه اوکړه،

  131. salamona ov niki hily tolo afghanaonta av tolo pashtonkhva ta vayam av da da sha khabar muburaki to lo dustanota vayam ov da noro movfaqyatono pa lor ya

  132. خپلوټولو سرلوړو،محكومواوبې اتفاقه پښتنوورنوته دزړه له كومې مباركۍ وايم اوس خوبه موسرخلاص شوى وي چې حقونه اخستل كېږي وركول كېږي نه له څومره داوو او دنګلونه ورسته يې درسره ومنله
    اتفاق په پښتانه كې پيدا نه شو
    ګنې مابه دمغول ګرېوان پاره كړ
    دلراوبرپښتون ديوالي په هيله

  133. له هرڅه دمخه ټولو پښتنو ورونو وخویند،میندواو پلارونو ته له زړه له کومی نیکی هیلی اوسلامونه وړاندی کوم او ټولو پتمنو پښتونو ته ددغه عظیمی کامیابی مبارکی وایم :ټولو پښتنو ورونو اوخویندو رازی چه په ګډه دخپل ځان څخه دترهګر کلمه لری کړو اوپه خپلو نیکو اخلاقو نړی ته وښایو چه پښتون قوم یو مینه کوونکی او عزت بښونکی قوم دی نه دکرکی او بدنامی قوم ،ګرانو په پای کی بیاتاسو درنو ته ددغه نوم مبارکی وایم کله لیکنه کی رانه کومه غلطی شوی تاسو ټولو څخه بښنه غواړ م .
    په متعال رب موسپارم کامیاب او سرلوړې اوسی .

  134. له هرڅه دمخه ټولو پښتنو ورونو وخویند،میندواو پلارونو ته له زړه له کومی نیکی هیلی اوسلامونه وړاندی کوم او ټولو پتمنو پښتونو ته ددغه عظیمی کامیابی مبارکی وایم :ټولو پښتنو ورونو اوخویندو رازی چه په ګډه دخپل ځان څخه دترهګر کلمه لری کړو اوپه خپلو نیکو اخلاقو نړی ته وښایو چه پښتون قوم یو مینه کوونکی او عزت بښونکی قوم دی نه دکرکی او بدنامی قوم ،ګرانو په پای کی بیاتاسو درنو ته ددغه نوم مبارکی وایم کله لیکنه کی رانه کومه غلطی شوی تاسو ټولو څخه بښنه غواړ م .
    په متعال رب موسپارم کامیاب او سرلوړې اوسی .

  135. سلامونه زه هم په خپل وارسره داخبرټولوپښتنوته مبارک وایم الله پاک دی وکړی چی پښتانه نورهم سره په اتقاق شی که لردی اوکه بر
    دراپوردلیکوال نه به يي راشروع کړم زاهدبونیری صاحب لومړی خوستاسوپه لیکنه کی ډیری انګریزی لغاتونه دی چی داد دی خبراوټولوپښتولیکنولپاره مناسب نه دی تاسوپښتو په پختولیکی ده دصحیح نه ده( مغربی)نه لویدیځ
    اوهمدارنګه ستاسوپه لیکنه کی نوری غلطی هم شته اوهم دمبصرینوپه لیکنوکی هم ځنی غلطی شته اوس خونړی ډیره په مخ تللی دش په ځای ښ لیکل ډیر اسانه اوساده دی باید ویی کاروونوداډول به موخپلی ژبی ته خدمت کړی وی نوبایددپردوله لغاتونونه پرهیزوکړو اوسوچه پښتوولیکو هیله لرم چی په تاسوبه زماخبری بدی نه وی لګیدلی په رښتني پښتنه مینه

  136. پشتنو بري مو مبارك شه. واقعآ د خوشحالي زيري ده زما له طرفه د افغانستان او د خيبر پختونخواه گردو پشتنو ورونو او خويندو ته دا عظيمه كاميابي مبارك وي. الله تبارك او تعالي دي مونگ تول پشتانه په يو اتفاق او اتحاد لري. سر لوري دي وي د لر او بر تول پشتانه د زوند په هر ميدان كي.

  137. سلامونه بونیری صاحب بخښنه غواړم په پختواوپښتوکي ستاسوغلطي نه شته مااشتباه وکړی اونوری غلطی موشته

  138. i am very happy to hear this i congratulate all Afghans (Pashtuns), wherever they are and thanks from the (lar aw bar )site to provides us with the recent and the most excited and and unbelievable news thanks once again , and Allah my bless those who have tired in to bring back the original name and grant Jana to those who have lost thier lives and my grant them reward who have tried and they are not anymore with us today, and Allah my grant those who wants well of Afghans (Pashtuns) and all Muslims through out the world. thanks one again,,,,,i am very happy.

  139. we hope as we get the name for our land we need full freedom such as study pashto in schools and the second thing why they chosse two names for our land khyber pakhtoonkhwa there for, there are somany others tribes not only khyber pashtoons with my opinon only pakhtoonkhwa was fine any way still good but this name choosen by opposation

  140. د پښتونخوا خاطره!

    نيمه شپه وه ټلېفون له خوبه راويښ کړم، عبدالله احسان وو، ويل د پښتونخوا خبر دي په نړۍ کي يوه لويه هنګامه جوړه کړې ده، چي له امله يې د لروبر ولس له خوا د مبارکۍ بې شمېره پيغامونه ويبپاڼي ته راروان دي.

    ښاغلى احسان زما د هغه خبر په هکله راسره ږغېدئ چي د (سرحد صوبه) په پښتونخوا د نومولو په هکله مي په لراوبر ويبپاڼه کي خپور کړئ وو. هغه مهال چي اوس يې زيات او کم يو کال کېږي، ايالتي پارلمان د سرحد پر ځاى د پښتونخوا نوم تصويب کړئ وو، خو له بده مرغه د پاکستان د مرکزي پارلمان ځينو ډلو مخالفت ورسره وکړ او دغه لانجه تر نن ورځي پوري په يوه او بله بهانه پاته وه. دا چي اوس د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو (سرحد) په (پښتونخوا) منلئ او تمه ده سبا دغه نوم له مرکزي پارلمان څخه په رسمي توګه تصويب سي، زه يې يو ځل بيا د لراوبر افغانستان ولس ته مبارکي وايم.

    د لراوبر افغانستان د يووالي په هيله

    سلېمان/کابل


    شهزاد د کندهار څخه

    زه هم په خپل ورا سره د زړه له کومی لراوبرپشتنو ورڼواو خوېندو ته مبارکی واېم، چه د
    سرحد ايالت رسماً په خيبر پښتونخوا واووښت.
    خدای دی ټولو پشتنو ته اتفاق او اتحادورکړی چه داسی خدمت ورته وکړې لکه پنجاب جی خپل سرحد اېالت ته کړی دی. په پشتنه مېنه

  141. په خورا درنښت
    اقبال سكندر- لونګ
    ============================================================
    خبر وايي د صوبه سرحد نوم خيبر پختون خواه شو!

    ګرانو دوستانو!
    زما سلامونه ومنئ
    غواړم په ننني خبر يوڅو كرښې زه هم تورې كړم.هيله كوم چې د چا خاطر ورباندې دروند نشي.

    زه وايم چې:
    اول خو دا موضوع د افغانستان څخه د باندې موضوع ده په افغانستان پورې كوم تړاو نه لري او افغانان خواران پخپله په خپل كور، كورنۍ كلي كې په بې شميره راز راز فرهنګي، كلتوري، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او سيمه ايزو ستونزو كې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د پرديو د لاسه او د پرديو لپاره غرق، ښكيل، ويشل شوي او لاس او ګريوان دي.
    نه ښايي چې لاهم د پرديو(نه يواځې پاكستان) د لاس اله شو او په تشو شعارونو يې وغوليږو، پردي خپل سياست كوي چې په دغو شعارونو باندې خپل د سياست دوكان او كاروبار ځلوي او زموږ له هراړخ څخه د خپل ماركيټنګ لپاره د اغيزمنوتوكو پشان كار اخلي.
    زموږ په خپل كور دننه څومره ارزښتونه پردي دي، پردي شول او لاهم د پردي كيدو په حال كې دي!؟ ولې په دې نه انديښمن كيږو؟ او ولې يې رغيدا ته پام نه كوو؟
    ايا څوك به په پختون خواه هاوس كې يوه غرمه ډوډئ ۱ افغانستانيانو ته وركړي؟
    ايا څوك به په افاغنه، خيبر، ګندهارا، صوبه سرحد،NWFP ،افغانيه، پختونستان، پختونخواه او يا هم خيبر پختون خوا كې يوه نومره ځمكه ۲ افغانستانيانو ته وركړي؟

    دوهم دا چې:

    {كه د نوم په بدليدا كې څه تاثير واى =-= خان بادشاه به د بادشاه كلي بادشاه وو}
    هم هغه څوك چې د دغې ببولالې سر رانيسي، خپله دوكانداري پياوړې كوي او مراعات اخلي…
    • د هغوي ليكل ولولئ

    • د هم هغو پښتنو ناسته ولاړه، كړه وړه، د بل ځاى پښتنو سره چلند او د دين سره تړاويې له نيژدې مطالعه كړئ.
    • د هغوي غږيدا واورئ.
    او د خپل فكر چڼچڼه په هوا كړئ بيا وواياست چې تش د نوم بدليدا، د نوم په بدليدا يې اتڼ څه مانا؟ او ځان ته مسلمان پختون ويل څه مانا؟
    1. كه دليل دا وي چې هغوي زده كړې په مورنئ ژبه ندي كړي.
    2. محكوم دي او د انګريز قانون تابع دي.
    3. څوك ورسره يو موټى او يوه خوله كيږي نه!!
    نو
    1. ډيرى زښت زيات خلك شته چې د دوي سره يوځاى اوسي او يا هم په نورو هيوادونو كې له بيګاناو سره ژوند كوي خو بيا هم خپلو ديني، مذهبي، كلتوري، ټولنيزو او كورنيو ارزښتنو ته بشپړ ژمن دي.
    2. د نوم د شورماشور څخه اګاهو دې په خپل قانون (ايين) كې د بدلون لاره سر مات كړي.
    3. كه څوك ورسره يو موټى او يوه خوله نه كيږي…. نو خير دى – دوي دې ورسره د خپلو شريكو ملي ګټو او اهدافو په خاطر غږ او لاس يو كړي، نه دا چې له ځانه يې بيل او رسوا كړي.

    دا چې اول د نوم بدليدا اړينه ده نو بلوچستان خو د پاكستان تر ټولو لوى، د طبعي زيرمو تر ټولو غني ايالت او ډيرى خلك يې بلوچان دي خو اوسيدونكي يې په خورا بد حالت دي او د ژوندانه هر ډول اسانتياوو څخه بې برخې دي.
    ۲-۱ افغانستانيان = (د افغانستان اوسيدونكي وګړي) يواځې د سپيناوي په موخه

    په خورا درنښت
    اقبال سكندر- لونګ

  142. دا ځکه دی خوشحاله پښتانه د لر او بر
    خیبر د پښتونخواه شو، پښتونخواه شوه د خیبر

    زمونږ په اسفندیار او محمود خان د افرین وی
    نامه زمونږ نامه شوه او رهبر مو شو رهبر

    په قبر د بابا او ولی خان م زیرې وکه
    سفندیار شو د دنیا د پښتنو د زړګی سر

    دا نوم دې احمد شاه بابا ورکړې دی وطن له
    پښتون په هر هیواد شو د نړئ په دی خبر

    د خپلو قام پرستو مشرانو نه قربان شم
    شو نوم م د وطن پاس په دنیا لکه نمر

    پښتونه مبارک شه اخر نوم درته ملاو شو
    غدار دې هغه کس چه ستا په نوم شو مرور

    خو نوم مو لا د نیمو پښتنو دې ورته پاتی
    شو پیټې دغه نوې مشرانو ته په سر

  143. سلامونه مبارک مو شه خو خدای دی بشتانه سره متحد کری دا به شه خبره وی

  144. همدا اوس چی دا مضمون لیکم له سترګو می اوښکی څاڅی او په زړه کی د یو عالم خوشالی احساس لرم. زما اوښکی دخوشالی دی. د بری دغه سپیڅلی ورځ په ټوله نړی کی پشتنو ته مبارکی وایم او د احمدشاه با با دغه شعر تاسو خپلو پشتنو خویندو او وروڼو ته ډالی کوم.

    د ډهلی تخت هیرومه چی را یاد کړم
    زما د ښکلی پښتونخوا د غرو سرونه

  145. تا چه د خپل نوم مخالفت وکړو
    ګوره دا د څنګه سیاست وکړو

    ته خو مشر شوې وی دقوم په ووټ
    ولی د د قوم مخالفت وکړو

    دغه دې نفرت د پښتنو ځنی
    تا د پښتونخواه مخالفت وکړو

    نوره توقوع به درنه څه وکړم
    تا خو د ایین نه بغاوت وکړو

    تا چه همیشه به پر ټکونه کړل
    هغه مشرانو م همت وکړو

  146. دبایرن مېشتو افغانانو دمباره کي پیغام
    بسمل

    موږ د جرمني په بایرن ایالت کې مېشت پردېس افغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خورو ورو افغانانو ته دزړه له تله دخیبر پښتونخواد نوم مباره کي وایو.
    عـــزیزانـــــــــــــــو!
    سره له دې چې دخیبر پښتونخواد نوم خپلول د ډېورنډ د تور ښاماردمرګ زېری راکوي خولا ډېر څه کول په کار دي، یوازې دخیبر پښتونخوا نوم ته خوښېدل بس نه دي ځکه خوموږ له ټولوغمځپلوافغانانو(پښتنو) څخه په ډېر درنښت سره هیله کوو چې زموږ دالاندې غوښتنې دوروري له مخې راسره ومني :
    ۱ ــ زموږ د تاریخي برم دبیا لاس ته راوړلو لپاره د وروري نه ستړې کېدونکې هلې ځلې .
    ۲ ــ دقام دنجات لپاره د رښتینو قومي مشرانو ملاتړ او د یو ستر مشر لټون .
    ۳ ــ دسولیزو خوځښتو په وسیله دنړیوالې ټولنې پام را اړول ترڅو زموږ حقه حقوق ومني .
    ۴ ــ دقومي رضأکارانوداسې ټولګي جوړول چې په کلیو او بانډو کې د ښوونځیو ساتنه وکړي .
    ۵ ــ له دود او دستور سره سم زموږ ګرانو خویندو ته دزده کړو زمینه برابرول .
    ۶ ــ په لر اوبر کې له دولتي واکمنانو، خیریه سازمانونواو نړیوالو څخه دتولیدي او علمي موسسو غوښتل .
    ۷ ــ دسولیزو لاریونونو او غونډو په ترځ کې دامریکایي بې پیلوټو الوتکو دبندیز غوښتنه او ورسره جوخت په کلیو او بانډو کې دوسلوال او جګړیز خوځښت مخنیوی تر څو د ترهګري پلمه هم چا ته ورپاته نه شي .
    ۸ ــ دافغانیه دنوم خپلولو لپار بلوچو وروڼوته لاس ورکول .
    یادونــــــــــــــــــــــــــه :
    له ټولو دیني عالمانو او دیني مدرسو له طالبانو څخه جدي هیله کوو چې نور په پښتون مېشتو سیمو کې خپل جګړیز فعالیتونه ودروي، که دجګړو ډېر شوق لري دثواب ګټلولپاره بلې خواته هم تلای شي د بېوزلو پښتنو په خونه همدومره لمبې بس دي .
    لر اوبر مو که سلا شي
    پښتونخوا به پښتونخوا شي
    دتیارو ټغر به ټول کړو
    که زموږ ملا ملا شي
    په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــه

  147. سلام ټولوه اصل افعان پښتون ته زم اول سلام دوهمم ډېر ډير مبارک مو د پلار نيک مېراسي نام شه ، او زړه د چود شي داعيار او د دؤشمن او بي احساسا پښتون افغان مننه؟

  148. سلام ټولوه اصل افعان پښتون ته زم اول سلام دوهم ډېر ډير مبارک مو د پلار نيک مېراسي نام شه ، او زړه د چود شي داعيار او د دؤشمن او بي احساسا پښتون افغان ؟ مننه ، اقبال سکندر لونګ زمه په فکر افغان او پښتون نه دې دد ه څه ګيلا نده پکار ؟

  149. salam pakhtano, deer beghairata qawom yastai che hagha kar che bayad der mekhe kedel hagha wona sho awo wos chi shawai dai taso pe eftekhar kawai, staso nasel kamigi har woraz mer kegai, ghairat paida kai sara yawo zai shai , hagha pakhtane che pakistan ke wosege de panjabeyano gholami kawe awo ka chiri yawo afghan pakistan ta bad wowaye samdasti pasigi waye che pakistan ta bad ma waya hagha zmong khawora da beghariratoo khudaim tabah ka chi tabah shai

  150. Dear Asfandyar and Haider Hoti and all ANP ministers are now requested to sevre Pashtuns and to stop corruption and earning money.

  151. پښتنو ته د د خیبر پښتونخواه نوم مبارک شی. ژوندی د وی اسفندیار ولی خان او محمود خان اچکزئ او مړه او ورک د وی د امیر مقام غوند غداران.

  152. لر او برو پښتنو وروڼو د انګریزې استعمار د پنجابی نوکر ماتی مو مبارک شه !
    پښتونخوا په زر ګونو کلونو پخوا هم پښتونخوا وه اوس هم ده سبا به هم وی. ولی انګریزۍ پنجاب دا نه منله خو نن ﺉ داده ومنله .
    یو ورځ به د ډیورن لیکه لرۍ شی او لر او بر پښتون قام په د امو نه تر اټکه څان پردۍ نه ګڼې . د پنجاب حاکمان دی دپښتنو د حق په ورکولو کی غفلت نه کوی که نه نو د حق به هم داسی تری واخیستل شی لکه نن چی مو دپښتونخوا نوم تری خپل کړۍ .
    که د برلین ددیوال لری کول د جرمنیانو حق وه نو د ډیورن د کرغیړنی کرښې لری کول د هر پښتانه حق او دنده ده !
    په پښټڼې مینه
    حکمت سویډن 20100401

  153. Salamoona
    Yaw shai wey chi hagha pa khoshali kawalo sara zahireegi kho da khoshali da na zahereedo da..Mobarak mo sha tolo pokhtano wroono.

  154. دا دير خه خبر دي خو كاشكي جي دا د هاوس نوم هم به كور بدل شي
    مننه

  155. Asalaam o aleikum I applaud to congratulate to all pakhtoon brothers and sisters to they got a reputation in the world. i am very thankful of pakhtoons leaders of their this kindness to tried to rename NWFP as khyber Pakhtoonkhwa and I hope or expect to also secure pakhtoons Nation. Thanks very much

  156. بلاخـــــــــره پښتونخوا نه ، خو خیبر پښتونخوا

    درنو لوستونکو ته سلامونه او ښې چارې
    دا چې د سوبه سرحد نوم بلاخــــــــــــــــره په پښتونخوا واړول شو ، د خوښۍ او خوشحالۍ خبره ده . خو دا چې ولې دا کار وروسته له شپېته کالو تر سره شو ، د دې ګواهي ورکوي چې په پاکستان کې پښتانه یا د ناچیزه سیاسي شعور خاوندان دي ، یا دا چې د حق غوښتلو لارې ـ چارې یې ندي زده او یا هم دا چې د ټینګ عظم خاوندان ندي .( زه بخښنه غواړم که مې خبرې تروې دي )
    البته دا هم امکان لري چې د پاکستان واکداران په دې پوهېږي چې که د پښتنو په سیمو کې که اسلام جاري وي ، دوۍ بل څه نغواړي . چې دا شپېته کاله خو په همدې خبره د پښتنو خولې تړلې ساتل شوې وې .
    که چېرې د پاکستان پښتانه شپېته کالو ته اړتیا لري چې د دوۍ د سیمې نوم په پښتونخوا واړول شي او پښتون پښتني هویت تر لاسه کړي ، بیا نو زما په خیال خو دوۍ به دوه سوا کالو ته اړتیا ولري چې په پښتونخوا کې پښتنو ته پښتو ښوونځي جوړ کړي ، چې دا نو بلکل د خواشینۍ ځای دی .
    پښتنو ته د پښتون او د پښتنو سیمو ته د پښتونخوا نوم ورکول کوم خیرات ندی ، بلکې دا د پاکستان د پښتنو سیاسي حق دی چې باید شپېته کاله د مخه د پاکستان د جوړېدلو سره سم ورته ورکړل شوی وی ، چې له بده مرغه نه پښتنو د دې حق د تر لاسه کولو له پاره کوم ټنګ عظم ښکاره کړ او نه د پاکستان واکدارانو د سیاسي عوامولو له کبله په دې برخه کې کوم په زړه پورې والی درلود .
    نن هم د پاکستان واکدارانو د پښتنو سیمو ته د پښتونخوا نوم نه بلکې د خیبر پښتونخوا نوم ورکړی دی ، او دا مالومه نده چې په دې که به دوۍ کومې سیاسي ګټې لري . ځکه همدا اوس د همدې نوم له کبله د ځنو پښتني ګوندونو او سیاستوالو په منځ کې مخالفتونه پیل شوي دي .
    د پاکستان واکدارانو پښتنو ته دا جوته کړه چې که مونږه ستاسي حق درکوو ، نو داسې یې ندرکوو چې تاسي ټول پرې خوشحاله شئ ، بلکې داسې يې درکوو چې یوه سترګه مو وخاندي او بله مو وژاړي .
    د پاکستان پښتانه باید خپل زړه په دې خوشحاله نکړي چې د دوۍ سیمې ته دا او یا هغه نوم ورکړ شوی دی . دوۍ باید د پښتنو له پاره د هغوۍ بشري حق چې هغه په پښتو ژبه زده کړه ده وغواړي او په خپلو سیمو کې دې ښوونځي او پوهنتونونه په پښتو کړي .
    دا به د ویاړه ډک یوه لاس ته راوړنه وي . دا پاتې خبرې ……

    په درناوۍ او درنښت

  157. their is no diffrent for me if you call panjabkhwa ya pakhtonkhwa because these pakhtonkhwa people are against afghans they hate afghans when you call your background is afghani or whene afghans use bad words to pakistan …. soo their is no diffrent for us to call panjabkhwa

  158. د پښتنو پښتو نیستانه

    سر او ځان د پښتنو یې جان او جانان پښتو نستانه

    باغبان د پښتنو یې ښایسته ر یګستان پښتو نستانه

    هر ډاګ به دۍ ګلـزارکړو د جګوغرو وطن نه

    ته ګلستان د پښتنو یې دوۍ ستا بلبلان پښتو نستانه

    دغرو او رغو ساتونکې د دۍ دا زړه ور پښتانه

    نوم او نشان دپښتنو یې غیرتې قهرمان پښتو نستانه

    هیڅ کله بــه دۍ هیـر نکـړو ګلې ګلـزار وطنــه

    خیال او ارمان د پښتنو یې اتل روښان پښتو نستانه

    ستا د بیلتون زندان کۍ یاغۍ باغې شول پښتانه

    درمان د پښتنو یې دوۍ ستا مجنو نـان پښتو نستانه

    خدایه ته له پـښـتنـو نـــــه ورکه کړۍ هر تیاره

    ګل او ګـلدان د پښتنـو یې په دۍ جهان پښتو نستانه

    رازۍ ښکلې جــوړ کـړو لوۍ افغانیستان بیـرته

    جـنت نـشان د پښتنو یې جاراو قـربان پښتو نستانه

    خدایه پښتانه بیا یوځاۍ کړۍ په دوعاد ذبـیح الله

    عـزت او ویـجدان د پـښـتنـو یې ګران پښتو نستانه

    ذبیح الله شریفې

  159. i am congulating to all pashtoon that pakistan change name of NWFP to pashtoonkhwa

  160. ګرانوقدرمنو پښتنو:-دا چې دسوبه سرحد نوم په پښتونخوا واړول شو ډير دافتخارځای دی ټولوپښتنو ته دزړه دکومې مبارکي وايمه او ټولو پښتنو ته دلا ډيرو برياليتوبونو په هيله

  161. مبارک مو سه پښتنو!

    خو اوس مو هدف د افغانستان او پښتونخوا یو والی به وي ، ژبه به ملي کوو، زده کړې به پښتو کوو… بیا به یو اوبل ته مبارکۍ پیغامونه ا ستوو…

    خو په دې کوچنۍ خبره به دومره مبارکۍ نه سره کوو

    مارجه وال هلمندی – دجنګ له ډګر څخه

  162. pu dey ki ham da pakistan sa chall aw towdiy shta . khyber pakhtunkhwa yandey sa??? waly Pakhtunkhwa sahi na woo???

  163. دپښتنوخوانوم په اوریدلوسره ډیرخوشحال شوم ځکه داد ډیرپښتنو ورونو ارمان وو چی صوبه سرحددی پښتنوخوا شی . دایوه لویه لاسته راوړنه وو یوبل کارچی هغه هم خوراهم دی هغه دادی چی دپښتنو حکومت کی دی افعانان نه په عذابه وی

  164. لومړی ټولو لر او بر پښتنو ته د پښتونخوا د نوم مبارکې وايم. زه به په لنډو ټکو کي دا سې وواېم!: دغه نوم زموږ د بابا پاچاخان د سلوکلونو کړاونو ثمر او نتیجه ده. دغه مبارکه ورځ د ټول پښتون ولس دیوالي د ورځي مور ده. دغه نوم هغه نوم دئ چي لوی احمدشابابا په خپلو سپېڅلو شعرونو کي کارولئ دئ او ډير پر مين ؤ. د ټول پښتون ولس د یووالي په هيله. په درنښت.
    محمد ظريف باوري جرمني

  165. درنو وروڼو او خویندوسلام!

    د محکوم پښتونستان د صوبه سرحد؟؟ (څومره بی منطقه پخوانئ نوم) رسما په خیبر پښتون خوا مسما کیدل ، دا یو مبارک او رغنده تحول دئ، چې د مظلوم پښتون قام په باب عملي کیږي. اوس د هر با احساسه پښتون افغان او په تیره د عوامی نشنل ګوند تاریخي رسالت دئ، چې په پښتون خوا کې بالخصوص تعلیم پشتنو بچو ته په پشتو ژبه واړوي. نور ارمانونه خورا لوی دي، د آزاد پشتونستان د جوړښټ لپاره …..!!

    په مینه او درنښت

  166. ټولو پښتنو وروڼو او خویندو ته دی ددی لوی کارنامی مبارک وی. ډیر د خوشالی ځای دی زه خو دومره خوشاله شوم چی یوه ښه شیبه می د ډیری خوشالی څخه وژړل او ښه می زړه سپک کړ. انشالله چی پښتون قام د ترقی او عروج په لور روان دی که خیر وی. هیله ده چی د پښتون قام ټول ارمانونه پوره شی.
    زما د جلالاباد اوسیدونکو ټولو پښتنو خصوصا دولتی مشرانو ته عرض دی چی د پښتون بابا په قبر د ګلانوګیډی کیږدی او مبارکی ته ورشی.
    والسلام
    ډاکټر نصیر احمد (درانی)
    بنکاک، تایلنډ

  167. مبارک مو سه ګرانو دلراو بر مسلمانو پښتنو وروڼو

  168. دا څه داسې وړه خبره نده د پښتنو د پرختګ لپاره لوی بنسټ کیښودل شو . په ریښتیا هم په ما کې یوه جذبه پیداکړه .

  169. Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
    د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ صدر، د مشرانو جرګه او ټول غړی د پښتنو قامی مشر او د عوامی نیشنل پارټئ مرکزی صدر ښاغلی اسفند یار ولی خان ته د خیبر پښتونخوا «پښتونخوا» مبارکی وائی
    دغه راز پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو ، ټول پښتون قام ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وائی، او عوامی نیشنل ګوند دمشرانو او ځانګړی توګه د ښاغلی اسفندیار ولی خان د مدبرانه قامی سیاست دزړه له تله ستاینه او قدردانی کوی. پښتنو ته د خپل پيژند لاسته راوړنه د پښتنو دمشرانو ستر ارمان ؤ
    دملی رهبر خان عبدالولی خان بابا، خان شهید عبدالصمدخان بابا اودباچا خان بابا د عدم تشدد د غورځنګ لارویانو پښتنو قامی مشرانو خپلی خاوری ته د خپل نوم او د پښتنو دحقوقو دلاسته راوړنی او دپښتون قامی وحدت لپاره نه هیریدونکی مبارزه کړی، ډیري ستري قربانئ ئي ورکړی او په همدی ارمان ئي لدی فانی نړئ سترګي پټی کړي خو دادی نن ددغه قامی مشرانو یو ارمان پوره شو او روحونه ئی خوشاله دی.
    د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی دا بری د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټی مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه.
    د پښتونخوا نوم دی د هیواد دننه او بهر ټولو پښتنو ته مبارک مبارک وی

    په درناوی
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
    Pashtoons Social Democratic Party (PSDP), Germany
    له اړخه

  170. I m very happy, we had a big party here. I can,t explain that how much m i happy. For those people that they think it is not too big thing, they r jelouse of this… Pakhtoon Zindabad tar akera.

  171. مبارک مبارک

    نه بدلیږمه افغان یم څو چی یم
    زه دگران افغانستان یم څو چی یم

    بالاخره دا امید لرو چی نور مو نو خراب نکړی

  172. پنجابي جنرالان څوک دي؟
    په پښتو کې متل دئ چې وايي ګیلګی د موږي به زور غورځي. کوم وخت چې انګرېزان به هند کښې وو نو په هر قوم کې به ېې څو کسان په پېسو رانيول او ددوی د ښه ژوند ګرنټې به ېې د ځينو غوښتنو په بدل کښي کوله. اوددوی په زريعه به ېې پر ټول قوم باداري کوله. په زاهره خو به دغه څو کسان خبلواک ښکارېدل خو دمرګ او ژوند رګ ېې د انګريزانو په لاس کښي ؤ. ددغو غلامانو د جملې څخه هغه پنجابې راجاګان وو چې انګزېزانو به انډین ډوګس بلل او په سپکه سترګه به ېې ورته کتل.
    په ۱۹۴۷ کال کي د هند او پښتنو خاوره د انګريزانو له خوا دوی ته په ډالۍ کي ورکړه سوه اوپه دغه ډول انګريزانو دغه پنجابې راجاګان د تل لپاره رانیول او همدارنګه ېې خپل غچ د پښتنو او مهاتما ګانديجي څخه واخيست .
    د ۱۹۴۷ را هېسته دغه پنجابې راجاګان د نن ورځې پنجابي جنرالان سول چي د خپل بادر په ملاتړ په ډیره چالاکۍ مکارۍ او سپينسترګۍ پر سنديانو٬بلوڅو او پښتنو ٫باچاهې کوي او د ۶۳ کلونو را هېسته ېې حقوق خوري. دغه پنجابي جنرالان ښه پوهيږي چي پاکستان د نړیوالو بین مللي قوانينو او نورمونو پر خلاف جوړ سوئ یو هیواد دی او هيڅ رسمي جواز نه لري. دغه علت دئ چي پاکستان د خپل جوړښت څخه را پدېخوا افغانستان او هند ته اوبه خړوي اوځيني نورې ستراتي‌ژيکې ګټې ېې هم په خطر کښي دي. نړیوال او په تېره اروپا او امريکا هم د پاکستان د غیر رسمي جوړښت څخه پوره خبر دې خو غوږونه ېې ګاڼه اچولي دي او دیموکراسي او انساني حقوق یوازي او یوازي د خپلو ولسونو د پاره پېژني او بس. د بېلګې په توګه. دبرلین د دېوال ړنګېدل د جرمنیانو حق ؤ ځګه جرمنیان یو قوم او یوه وینه وه چي په بې رحمۍ سره بیل سوي وو او باید بيرته یو شوي وای. داسي ډېرې نورې بېلګې هم سته. نو تر څو پوري چي د انګرېزانو لاس پر پنجاب پروت وي او دغه پنجابې جنرالان ېې غلامان وي تر هغو به د بښتنو او بلوڅو سره دغه سپينسترګۍ اوحق خوړل د پښتنو او بلوڅو روان وي او د پوهنې پرمختګ او انسانې حقونو څخه به بې برخې پاته وي.
    دا چي تا ما ته باي باي وايي
    پنجابی غلام دئ تل به مو وژني
    سوال. ایا پنجابي جنرالان به خپل پنجاب هم دغسې بمبار کړي او په کنډواله به ېې واړوي لکه زموږ سويلي پښتونحوا؟
    په پای کښې حق ور کول کېږې نه د حق د پاره باېد مبارزه وسي.

    محمد ظريف باوري جرمنې

  173. پښتونخوا

    دا د پښتنو وطن دی پښتونخوا نومیږي

    هر یو بچی یې تورزن دی پښتونخوا نومیږي

    وطن په عشق کې کوره دا هسې سربازان دي

    تړلی په سر کفن دی پښتونخوا نومیږي

    ځوان دی که بوډا قربانیږي د وطن په ننګ

    دې ته حیران هر د شمن دی پښتونخوا نومیږي

    هر بوټه یې خړوبیږي د غيرت په وینو

    ښا یسته زرغون چمن دی پښتونخوا نومیږي

    خود به په لړزا وي غليم له تش ميدان څخه

    دلته کې هر یو تورزن دی پښتونخوا نومیږي

    ورزي جنګ ډګر ته په ګډا د ډولو سره

    دا ټول مين پر اټن دی پښتونخوا نوميږي

    زه احمدزی چې په جګو غرونو يې مېن يم

    دا غرونه زما ګلشن دی پښتونخوا نومیږي

    په پښتنې مېنه او ادب جاويد احمدزی له بلجيم ځخه

  174. اکاجان چی فکر وکړلو بل هیڅ تری نه جوړیږی
    اباسین دی مینځګړتیا کړه افغان دیخوا هند بل خوا
    خیبر د پښتنو د ننګونو کور او هر ظلم هدیره او پښتونخوا د ټولو پښتنو کور دی نو دوړاه نومونه زمونږ افتخار دی ټولو ته دی دغه نوم مبارک وی او دا لمړی ګام دی

  175. داشعر می خپلی لېلا جانی زرلشتې ته ډالی ګړی دی جه په دی ورستېو کی کاناډاته تللی ده

    محبوبې ښه سینګار دې کړی دی
    صنمې اور دې لګولی دی

    ځان به له تا سره اشنا کرم
    تل به دې قدر په رښتیا کړم

    ګلې زړګی دی رانه وړی دی
    صنمې اور دې لګولی دی

    له خمارو سترګو دې جار شم
    کړم افتخار چه زه دې یار شم

    څه شین ټکری دې اچولی دی
    صنمې اور دې لګولی دی

    دا افغاني ستا خدمت ګار دی
    د تورو سترګو خریدار دی

    دا خوږ زړګی دې پرې چولی دی
    صنمې اور دې لګولی دی

  176. چی غوټی پسی وهي په لاس به در شی
    چاویل چی په دریاب کی ګوهرنشته
    د هرڅه د مخه زه ټولو لرو برو پښتنو ته د زړه د تله مبارکي وایم رښتیا هم زمونږه مشرانو ډیری سختي مبارزي کړی د ی او د هغو مبارزو نتیجه الله پاک مثبته را اوباسله
    په رښتیا سره د عوامی ګوند مشرانو کشراو ډیر ي سختي مبارزی وکړی چي بل اخیره خپل ورک نو م یی بیا ریا پیدا کړو
    ددی نوم په اوریدو سره به فخر افغان ، اجمل بابا،ولی خان بابا روح خوشحاله شی کاش چي هغوي ټول ژوندي وای او دخپلو بچو ترڅنګ یی دغه خوشحالي لمانځلي وی او دژوند یو لوی ارمان به یی پوره شوی وی
    زه د ټول پښتنو مشرانو څخه د غوښتنه کوم چی مونږ او تاسی نه یواځی په نوم بسنه وکړو باید نو ر هم مخکي لاړ شو
    مونږ او تاسو ته خو لازیات وخت نور هم شته باید مونږ اوتاسی خپلي ګراني مورني ژبي ته خدمت وکړو د خپلو پښتنو حقوق ترلاسه کړو داکومه لوبه چی او س دپښتنو په سیمو کی روانه ده دا لوبه باید ختمه شی
    دالوبه چا جوړه کړی ده ؟
    د څه د پاره جوړه ده ؟
    ټولو پښتنو واوري د بابا خبره یو کیږو به ګني ورکیګو

    په اخیر کی یو دوه ټکي ټولو پښتنو ته ډالي کوم
    وایی اغیا ر چي ددوزخ ژبه ده
    زه به جنت ته دپښتو سره ځم
    په پښتنه مینه

  177. Wow, what a great news I have heard while I am away from my Country Afghanistan, but when I heard of Khyber Pakhtoonkhwa name, I become very happy, and I dont know how much I am happy and I dont know how much happeness should I give to myself, but I will give congratulation to All Lar aw Bar People, at the end I should say, Allah should give us Tawfiq to bring Unity brotherhood, Prosperity among us and for the future of our lifes to make one nation of Afghan and Pakhtoon with No border inbetween Amen. Sirajuddin KAKAR from Sudan

  178. ټولو پښتنو وروڼو ته دې مبارک وي.
    خدای ج دې وکړي چه په ټوله پښتونڅوا کې سوله او ارامي راشي.

  179. نن په سهیلی پښتونخوا مسلم باغ کښې
    دسپین غر ادبي ټولنې له لوري څخه یوه غونډه جوړه شوله
    دغونډې مشري دسپین غر پښتو ادبي ټولنې صدر
    ښآغلي سید باچا شینواري کوله ٫ په دې غونډه کښې
    دسپین غر پښتو ادبي ټولنې شاوخوا ۲۰ شلو ملګرو ګډون درلودلومړئ دغه
    غونډه دتلاوت کلام الله په سپېڅلو آیتونو سره پیل شوه
    په غوڼده کښې دخیبر پښتونخوا پرنامه بحث وشو
    او وروسته سپین غر پښتوادبي ټولنې ټولو پښتنوته
    دمبارکۍ پیغام داسي وړاندې کړو

    دسپین غر پښتو ادبي ټولنې له لوري دمبارکۍ پیغام

    دخیبر پښتونخوا په نامه سره چي له دې وروسته به دصوبې نوم وي
    ټولو پښتنو ته دسپین غر پښتو ادبي ټولنې له لوري څخه
    مبارکي وایو٫په داسي حال کښې چي
    پښتنوته له ډیروخت وروسته خپل حق تر یو اندازې پورې ورکول کیږي
    که څه هم خیبر پښتونخوا په نامه سره ځیني پښتانه خوشحاله نه دي
    شاید هغوي پوهه ونلري٫ مشهوره بیت دئ چي

    دخیبر دره خو لار دتلو راتلو ده
    په کابل او پېښور کې افغان یودئ

    موږ دښآغلي اسفندیار ولی ٫ له هڅو او کوششونو څخه
    منندوی یو چي ده دخیبرپښتونخوا نوم دترلاسه کولو دپاره
    نه ستړې کېدونکې هلي ځلې وکړې او بالاخره یې
    پنجاب حکومت وچ کلک دې ته مجبوره کړو چي لدې وروسته به
    دسرحد نوم په خیبر پښتونخوا اوړي
    خدای دې وکړي چي موږ پښتانه یودبله یو شو

    دپښتنو داتفاق او ورورولۍ په هیله
    سپین غر پښتو ادبي ټولنه
    سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

    راپورلیکونکئ
    محمدعلی عمری ٫ مسلم باغ

  180. له هر څه دمخه ټولو لراو بر پښتنو ته ددغه نیک کاردترسره کولو په ویار دز‌‌‌‌‌ره له کومی مبارکي وایم.
    عزتمندو آیا دابه ښه نه وای چې د خیبر کلمه په دغه
    ځای کی نه واې ذکرشوې، ځکه چې لراوبر ټول یو پښتانه دي ولی ددغه نوم په راورلو سره بیلیګي.

  181. ډیر خوشحاله شوم چی دومره ستر کار وسو وه پشتنو ته خپل حق ورکړل شو یو ځل بیا وه ټول پښتنو ته مبارکی وایم

  182. Dear Brothers all Pashtoon Asalamualakum I hope you are in good health i appreciated the strong effort of ANP to get our own right which is Khyber Pakhtwonkhawa i congratulate this historical name of our province to all pashton brothers, and may allah show us the right way and the way to unity and brotherhood. Take care and be happy Nasrat Sherzad from Zabul, Afghanistan

  183. لعنتی نشنلیانو ډیر د شرم ځای ده درته ددی په ځای چی رښتیا د افغانانو او پښتنو د ازادی توری ته لاس کړی او دپښتنو غیرتی تاریخ ته په کتو سره د توری او میړانی په زور پښتون اولس ته ازادی واخلی او یوموټی لراوبر د اسلام په واکمنتیا سمبال لوی افغانستان جوړکړی بر خلاف د امریکی ،برېطانی ،هند او تور پنجاب شر میدلی ډرامه ته کډا کوی چی سرحد نوم خیبر پښتونخوا شه نوم کوم ارزښت لری په همدا اوس مهال کښی چی هره ورخ د همدغه غیرتی اولس په لسګونو ځوانی جنازی ګوریستان ته د دهشتګر په نوم روانی وی .
    آذادی که بخششی وی یا د چامهره بانی وی
    افتخار به پری ونه کړی که همت يي افغانی وی

  184. TOLO PAKHTANO TA DE KHYBAR PAKHTUN KHWA DE NUM MUBARAKI WAYEEM AW DE LA ZYATE KAMYABI PE HILA
    ROMA ITALY

  185. DA KHU DEER BEHTAREEN KAR WESHO AW TOOL PAKHTANE PAYED PEDEY KHUSHAL SHEE DERA DERA MANENA MAZEED KAMYABI MU DE ALLAH PAK GHUAREM

  186. پښتنو:خیبر پختونخوا مو مبارک شه
    د پختونخوا سیاسي مشرانو،لیډرانو څخه هیله لرم چې په خپلو غونډو،او جلسو کې د پوره بیداری او اختیاط څخه کار واخلې تر څو زموږ د پښتنو وروڼو په مرګ باندې د دښمنانو زړونه ښاد نه کړي.
    په ډیر درناوي د پښتنو په غم ژړیدلی لټون

  187. zuma la armanono sakha 1 pora sho tolo pokhtano ta mpbaraki wayem

  188. I think Pashtonistan was the best choice, Khayber was added to Pakhtonkhah, cuz Nawaz shareef said his party wont support Pakhtonkhah only…so again Punjabi played its destructive role .

  189. Population of Khyber Pashtunkhwa: 25,000,000
    Population of Hazara including Pashtuns in Batagram and Kohistan: 4100,000

    Population of Hindko-speaking Districts in Hazara: 3100,000

    Percentage of the Hazarawal Opposing Pashtunkhwa: 12%

    How can 12% people impose a name of their choice on 88% people? It’s a shame for those Pashtuns who support 12% Hindko speakers and oppose 88% people of their own blood!!!