کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف: امريكا بېخي لږ پيسې راكولې

پروېز مشرف: امريكا بېخي لږ پيسې راكولې


د پاكستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په يوه راډيويي مركه كي وويل د ترهګرۍ خلاف جنګ يوه اوږده جګړه ده، چي بايد په بنسټيز ډول وګټل سي.
جنرال مشرف دغه څرګندوني د امريكا په ټكساس ايالت كي له يوې راډيو سره د مركې په پرمهال وكړې.
ښاغلى مشرف وايي د ترهګرۍ خلاف جنګ د څو ګوتو په شمار كسانو په نيولو او وژلو نه ختمېږي، په دې باب بنسټيزو هلو ځلو ته اړتيا ده، هغه دا چي له اسلامي نړۍ سره كېدونكي نا انصافۍ دي ختمي سي.
د ترهګرۍ خلاف جنګ كي له پاكستان سره د مرستو په اړه پوښتني ته په جواب كي نوموړي وويل، په داسي حال كي چي پاكستان شپه او ورځ د امريكا په خدمت كي ولاړ وو، د دوى بانكونو ته د دغه هيواد له خوا فقط لس ميليارډه ډالره انتقال سوي دي، چي دا په افغانستان كي د امريكايي پوځ د مصارفو په تناسب خورا لږ پيسې دي.
جنرال مشرف وايي په افغانستان كي امريكايي پوځ له  ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ ميليارډ ډالرو او په عراق كي د ۱۰۰۰ ميليارډه ډالرو په شاوخوا كي مصارف كړي دي.