کور / تازه خبرونه / اوباما: كه اېران خپل دريځ نرم كړي، سفارت خلاصوو

اوباما: كه اېران خپل دريځ نرم كړي، سفارت خلاصوو


د امريكا نوى ولسمشر باراك اوباما وايي كه اېران له امريكا سره په اړيكو كي خپل دريځ نرم كړي، دوى تيار دي چي له دغه هيواد سره سفارتي اړيكي ټينګي كړي.
له العربيه ټلوېزون سره په يوه مركه كي نوموړي وويل كه اېران خپلي بندي دروازې پرانيزي، امريكا به له دغه هيواد سره د اټومي پروګرام پر شخړه له سره خبري پيل كړي.
باراك اوباما وويل له اېران سره د نوي پاليسۍ پر جوړولو كار روان دئ، چي په لنډو مياشتو كي به يې اعلان كړي.
د امريكا نوي ولسمشر تېره هفته د لوړي تر مراسمو وروسته په يوه وينا كي وويل، كه هر هيواد له امريكا سره خبرو ته حاضر سي، امريكا به په ګرمو احساساتو د مذاكراتو غېږه ورته پرانيزي.