کور / تازه خبرونه / كندهار: بم چاودني دوه پوليس زخميان كړل

كندهار: بم چاودني دوه پوليس زخميان كړل

 


د كندهار امنيه قومندان وايي د ښار په دريمه ناحيه كي پر يوه موټر بم چاودلى چي دوه پوليس يې ټپيان كړي دي.


امنيه قومندان جنرال مطيع الله قاطع آزادۍ راډيو ته وويل چي پوليسو نن په همدغه ښار كي يو بل ماين تر چاودني دمخه كشف كړى دئ.


په كندهار كي تېره اونۍ هم يوه چاودنه سوې وه، چي په اړه يې ضد او نقيص خبرونه خپاره سول.


د تېري اونۍ چاودنه چي د هرات دروازې په سنځري اډه كي د پوليسو پر يوه موټر سوې وه، دوه پوليس يې وژلي او څو نور يې ټپيان كړي وه.


د تيري اونۍ د چاودني مسئوليت كه څه هم طالبانو پر غاړه واخيست او حكومتي چارواكو يې هم لامل د سړك د غاړي بم وباله، خو په سيمه كي حاضرو كسانو دا سي هم ويل، چي ياده سوې چاودنه د پوليسو د بې پروايي له امله د هغوى په موټر كي د پراته راكټ د چاودني پر اساس رامنځته سوې وه