کور / شعر / غزل

غزل

زړه چې دکاڼي شکل غوره کړي بيا موم څنګه شي
سړى چې يوځلې زنديق شي نو معصوم څنګه شي
زه د رقيب خبره تش د باد څپه ګڼمه
زما خبره ګوره ده لره اتوم څنګه شي
وايي چې سپينې فرښتې دي سپين جانان دى ملا!
نو دقيامت په ورځ به ماته بيا معلوم څنګه شي؟
چې د ظالم يې نه څپېړه نه خبره وړي
تش په نامه سره بيا دا سړى مظلوم څنګه شي
ته ورته پېغلې واده وې اودى يې وژني پسې
ملته داقتل به ستا دخاورې زوم څنګه شي
نوراني پاى ته رسيدلى دى توهين د رقيب
ستا په ځيږو ځيږو خبرو به نور شوم څنګه شي