کور / کیسه / مینا/ د حج یونلیک/ ۷ مه او ۸ مه برخه

مینا/ د حج یونلیک/ ۷ مه او ۸ مه برخه

د جدې په لوري پرواز :


په دوبۍ کې زموږ د سپرلۍ الوتکه له یوه ساعت څخه زیاته و ځنډیده او د تیلو تر اخیستلو وروسته د جدې په لوري و خوځیده.
هوا ته تر پورته کیدو د مخه یو ځلې بیا هم د الوتکې سټیور ضیاجان چې اوس نو ښه ورسره بلد شوي وو او په مینه ناک انداز به یې زموږ په لوري را وکتل او په خپلو نریو بریتو کې به موسکی شو اعلان وکړ چې له دوبۍ څخه تر جدې پورې به زموږ الوتکه دوه نیم ساعته وخت واخلي او له دې وروسته یې  مسافرینو ته هغه ټولې لارښوونې تکرار کړې چې ما یې په مخکنیو برخو کې یادونه کړې ده. خو له ځمکې څخه یې د الوتکې د پرواز د لوړوالي مسافه دا ځل ۲۶۰۰۰ فوټه اعلان کړه.
کله چې الوتکه فضا ته پورته شوه او خپل مناسب حد ته و رسیده نو بیا هم د بیګا د ډوډۍ په نوم ګرمه قابلي په مسافرینو باندې  وویشل شوه او ماته خو یې له ډوډۍ وروسته دوې پیالې ګرم هم چای په پرله پسې توګه راکړ چې د فضا په لوړ کنارو او د رنګینو فکرونو سره یو ځای یې بیل کیف کاوه.
سره له دې چې ما د حج په کتاب کې هم څه نا څه اړین معلومات ولوستل خو له دې سره سره زما د څنګ ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي صاحب هم هغه احکام راته په بیړه بیړه تشریح کړل چې موږ یې باید د حج د مناسکو د ادا کولو په لړ کې مراعات کړو. نوموړي همدارنګه راته وویل چې موږ باید د متمتع حج نیت وکړو ځکه چې په دې ډول حج کې موږ ته زیات سهولتونه هم میسر کیږي. د خپلې ژمنې سره سم به د دې یونلیک په وروستۍ برخه کې د حج انواع تاسو ته واضح کوم چې په څو ډوله دی او هر ډول یې څه احکامو او صفاتو څخه برخمن دی. نوموړي همدارنګه ډاډ راکړ چې یاره موږ ټول سره یو ځای یو نو که خدای کول چې دحج ټول احکام به په ښه شکل ادا کړو او تاته به ګام په ګام هغه ضروري ګامونه درښیم چې باید پورته شي. بل دا چې هغه خلک چې موږ یې میلمان یو د حاجیانو لپاره په نورو سهولتونو سربیره د زده کړې لارې چارې آسانتیاوې هم رامخته کوي او وخت پر وخت ډیر غوره لیکچرون ورکوي. له ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي څخه مې ډیره مننه وکړه چې ما ته یې د حج احکام په لنډه توګه بیان کړل او تر ډیره حده یې زما سر راخلاص کړ ځکه چې ماته د حج د ادا کولو څخه په تصادفي توګه وویل شول او ما داسې ځانګړي معلومات په دې هکله نه درلودل.
ما چې کله د الوتکې سورلۍ ته وکتل نو زیاتره ملګري یا خو ویده وو او یا همداسې ځانونه غلي کړي وو ځکه چې نوره نو د افغانستان پر وخت شپه د پخیدو په لور روانه وه. په دې وخت کې مې لاندې نظم ولیکه چې ستاسو د لوستلو ویاړ لري:


د مینا حرم
په مینه مینه خوځه د الله حرم ته لاړه شه
ای سپینې الوتکې د فضا حرم ته لاړه شه
دا سترګې مو رایخې د کعبې په دیدارونو کړه
چابک قدم در واخله د سبا حرم ته لاړه شه
موږ ګڼې هیلې غوټه دې په زړونو کې راوړې
د مینې  د خوږې خوږې ثنا حرم ته لاړه شه
یوه سوله په زاریو کې افغان ولس ته غواړم
د لوړو آرمانونو د سما حرم ته لاړه شه
منزل د رحمتونو ته خیالي قافله وښیه
د تږو تږو هیلو د دعا حرم ته لاړه شه
د شکر ډیوې پنډې دي د حسن په منګولو کې
سپیڅلیو حرمینو، د مینا حرم ته ولاړه شه
۱۴ لړم ۱۳۸۷ لمریز ۴ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ فضا، الوتکه له دوبۍ څخه جدې ته




 مینا/ د حج یونلیک/ آتمه برخه

جدې ته رسیدل :


له دوه نیم ساعته مزل وروسته زموږ د سورلۍ الوتکه د سعودي عربستان د جدې ښار فضا ته ورسیده او موږ ته وویل شول چې تاسو به اوس د جدې د ملک عبدالعزیز په هوايي ډګر ورښکته شی نو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه وتړی.
کله چې زموږ د سورلۍ  الوتکه د جدې د ښار د ملک عبدالعزیز  په هوايي ډګر ورښکته شوه نو د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۵ دقیقې وې. یو ځل بیا د الوتکې د سټیور له خوا راته وویل شول چې تاسو ته د آریانا د هوايي الوتنې د الوتکې پيلوټ او عمله یو ځل بیا ښه راغلاست وايي او خوښ دي چې تاسو په خیر او سلامتۍ سره جدې ته راورسیدی. په جده کې اوس مهال د حرارت درجه مثبت ۲۹ ده. مهرباني وکړی تر هغه له الوتکې څخه د کوزیدو هڅه مه کوی څو چې د الوتکې عملې تاسو ته اجازه نه وي درکړې. کوښښ وکړی چې خپل سامانونه په الوتکه کې درڅخه پاتې نه شي.
زموږ د سورلۍ الوتکه په نوموړي هوايی ډګر کې هغه ځای ته ورسیده چې سورلۍ باید ځینې ټیټې شي. لومړی هغه کسان کوز شول چې سعودي عربستان اقامې یې درلودې او زیاتره د کار او غریبۍ لپاره راغلي وو. موږ ته وویل شول چې څوک د حج لپاره راغلي دي نو د مهربانۍ له مخې هیله ترې کیږي چې په الوتکه کې د مسوولو مقاماتو تر راتللو پورې تم شي.
په دې ځای کې کافي وخت تیر شو چې د سعودي یو پولیس الوتکې ته راهسک شو او لومړی یې د افغانستان هغه پنځه کسه والیان کوز کړل او مسوولو کوربنو ورسره بوتلل چې ما یې مخکې یادونه کړې وه.
بیا زموږ د دواړو ډلو حجاجو د کوزیدو وخت را ورسید او موږ یې کوز کړو یو ښکلی بس ولاړ وو او هغه ته ور وختو او زموږ له ډلې څخه هغه کسان بیل کړل چې سیاسي پاسپورتونه یې درلودل. زموږ څلورو کسانو په ډله کې یوازې زما پاسپورت عادي وو او زما د درې واړو ملګرو پاسپورتونه سیاسي وو نو هغوی یې هم بیرته له نوموړي بس څخه کوز کړل. خو د افغان حجاجو دغه بیلوالی بیا وروسته خپله د سعودي مامورینو او زموږ کوربنو ته لوی سرخوږی او سرګرداني پیدا کړه چې وروسته به یې یادونه وشي.
زموږ د سورلۍ بس یې  د حج د ترمینل یا مدینه الحجاج ۱۴ دروازې ته و دراوه او هلته ځینې ښکته شوو. د ترمینل په داخل کې زموږ کوربانه راته انتظار ولاړ وو. پوښتنې یې پيل کړې چې نور ملګري مو څه شول نو له نیکه مرغه چې زه په عربي ژبه ورسره پوهیدم او دوی ته مې وویل چې د سیاسي پاسپورتونو درولودونکي له موږ څخه د هوايی ډګر په یوه برخه کې پولیسو بیل کړل او موږ نه پوهیږو چې هغوی یې په کومه خوا بوتلل.
د رابطه العالم الاسلامي کوربه په دې ځای کې یو ډنګر سړی وو چې عمر به یې شاید له ۵۰ کلونو څخه اوښتی وو، د پوستکي رنګ یې توربخن، سپينې اوږدې عربي جامې یې په تن، د مخ کاسه یې راوتلې، نرۍ پوزه او د سر ویښتان یې کم وو خپل ځان یې ما ته را معرفي کړ، ستړي مه شي یې راسره وکړل او ویې ویل چې نوم مې سامي  او ستاسو کوربه یم.
په دې ځای کې د دریواړو افغاني حاجیانو د ډلو کوربانه ډیر زیات خفه شول چې تاسو یې ولې بیل کړي یاست خو ژر ژر یې له موږ سره همکاري پيل کړه او په بیړه یې موږ ته په پاسپورتونو کې د سعودي د خاورې دخولي ویزه ووهله.
سامي له ماسره د بکسونو هغه ځای ته ولاړ چې د دوبۍ د پروازونو بکسونه باید ورته راشي خو په نوموړي ځای کې له نږدې یوه ساعت انتظار وروسته هم د بکسونو حال معلوم نه شو او نه هم زموږ د نورو ملګرو  څه درک لګیده.
په دې وخت کې سامي راته وویل چې ته راځه چې زموږ دفتر ته ولاړ شو او زه فکر کوم چې ستاسو نور ملګري  به د هوايي ډګر په شمالي برخه کې ښکته شوي وي او ګمان دا دی چې بکسونه به مو هم هلته تللي وي. نو مخکې لاړو او موږ د دې لپاره چې د سعودي د حکومت میلمانه ګڼل کیدو نو د خاک پولۍ له مالیې څخه یې معاف کړو او ټول کارونه سامي راته خلاص کړل. په دې ځای کې د سامي یو بل ملګری خالد راپیدا شو چې اوږدې سپنې عربي جامې په تن وې شل کلن ځوان ښکاریده، سپینه خولې یې په سر او د بدن ونه یې ټیټه وه. کله چې سامي زه ورته معرفي کړم نو داسې په مینه یې ستړي مه شي راسره وکړل ته به وایي چې پوخ ملګری یې یم  او دا څو کاله یې نه یم لیدلی.
زما د پاسپورت د اړوندو چارو تر خلاصون وروسته ټول په ګډه په یوه داسې موټرګي کې سپاره شوو چې د هوايي ډګر په منځکې له یوې خوا څخه بلې خوا ته چلیږي. دوی دواړه د موټرګي په مخ کې او زه یې شاته کښیناستم. نوموړي دفتر ته تر رسیدو پورې همدا یوه اندیښنه د ټولو سره وه چې زموږ نور ملګري څه شول او زموږ بکسونه به کوم ځای ته راځي؟
کله چې دفتر ته ورسیدو نو هلته د دفتر مسوول یو بل مسوول شخص وو چې قهرجن معلومیده او داسې خبرې یې کولې لکه چې ښه پوخ زکام نیولی وي او په خبره باندې یې څوک ښه نه پوهیدل نو ما هم و نه غوښتل چې د نوموړي سره تر ستړي مه شي پرته خپلې خبرې اوږدې کړم. د نوموړي دفتر مسوول هم په دې خبره ډیر خواشینی معلومیده چې زموږ ملګري ولې سره ګډوډ شوي دي. په دفتر کې یې ژر ماته یو ګیلاس ګرم چای د څه بسکویتو سره یو ځای تقدیم کړل.
د چای تر خوړلو وروسته د نوموړي هوايي ډګر شمالي خوا ته په یوه GMC موټر کې ولاړو چې نیم ساعت وروسته هلته ورسیدو خو هلته مو نه د ملګرو او نه هم د بکسونو کوم درک وو نو بیرته د رابطه العالم اسلامي دفتر ته راغلو او کتل مو چې زموږ ملګري هم را پيدا شوي دي. زما سره بیا هم د هوايي ډګر د ترمینل ۱۴ صالون  ته د خپل بکس د پیدا کولو په موخه د همدې دفتر یو مامور یو ځای ولاړو، خپل بکس مې پيدا او بیرته دفتر ته راغلو چې له را رسیدو وروسته مو همدلته دوه ساعته په خوندوره سرګردانۍ کې تیر شول .