کور / تازه خبرونه / د ولسي شاعر ارواښاد ملنګ جان پنځوسم تلين

د ولسي شاعر ارواښاد ملنګ جان پنځوسم تلين


په بلجیم کې دافغانانو کلتوری ټولنه (کلتوری بهیر ) دهیوادد نومیالی ملی ولسی شاعر خدایبخښلی ملنګ جان پنځوسم تلین د روان 2007 کا ل دډسمبر دمیاشتې په 29مه نېټه ددغه هېواد په پلازمېنه ، دبروسل په ښار کې د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ونمانځه .


په دې غونډه کي د اروپا له يو شمېر هيوادونو څخه ليکوالو ، پوهانو او د ارواښاد ملنګ جان مينه والو له خوا مقالې ، ويناوي او د بېلابېلو کلتوري ټولنو او اشخاصو پيغامونه واورول سول .


غونډي ته سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار له افغانستانه د ټيلفون پر کرښه خپله ارزښتناکه وينا واوروله .


نوموړي غونډي درې برخي لرلې چي لومړی يې د پيغامونو او مقالو ، دوهمه برخه يې مشاعره او دريمه يې د ټنګ ټکور برخه وه .


ددې غونډي بشپړ راپور او انځوريز البم له ويډيوي تصويرونو سره ډير ژر له لراوبر ويبپاڼي خپرېږي .