کور / راپور / د ميدان وردګ والي وياند : اربکۍ نه جوړوو

د ميدان وردګ والي وياند : اربکۍ نه جوړوو

له ميدان وردګ څخه داسي رپورټونه راورسېدل چي ګواکي ددې ولايت اداره غواړي له قومي مشرانو اربکۍ وغواړي ، د لراوبر نوي همکار دا خبر چمتو کړئ:


 


دوردګوله چک ولسوالۍ  ملک عبدالقديرخان د لراوبر سيمه ايز همکارته وويل . داربکيو جوړولو په اړه مونږ (دوردګوقومې شورا ) دوه ځله دولايت لخوا ميدان ښار ته راوغوښتل شو او ولايت ته راغلو حکومتی چارواکو مونږ ته وويل تاسې بايد مونږ ته اربکۍ راکړئ  مونږ ټولو نماينده ګانو په يوه غږ ورته وويل مونږ اربکې نه منو.


نه مو په تاريخ کې چا ته اربکۍ ورکړي اونه موجوړې کړي اونه يې اوس جوړؤ .


ورسته همدا شورا دداخله وزارت لخوا کابل ته راوغوښتل شوه کابل ته راغلو دلته هم چارواکو داربکۍ په اړه خبری وکړی او دجوړيدلو لپاره يې له مونږ څخه غوښتنه وکړه .


دلته موهم داربکيو جوړول رد کړل  چه مونږ اربکۍ نشو درکولای ،مونږ خپل ولس ته داخيانت نه کوو چه په خپل ولس کې منځی اختلافات اوجګړي رامينځ ته کړو .


د ميدان وردګ ولايت وياند ادم خان سيرت ددې ولايت د والي په استازيتوب په دې اړه خپل رسمي دريځ داسي څرګند کړ :  اول خو موږ په هيڅ صورت سره اربکي نه جوړو او نه مو داربکيو تکل کړې دي بلکې موږ يوازې دخلکو دغوښتنو پراساس چې ملي پوليس بايد پياوړي شي په قانوني چوګاټ کې د ولسونو څخه دملي پوليسو د پروګرام دپياوړې کولو غوښتنه کړې ده اودا خوپخوا هم ولسونونظر ورکړې وه ،دابه يوقانوني پروګرام وي او دملي پوليسو په چوګاټ کې به دنده سرته رسوي او دخپلې سيمې ساتنه به په خپله کوي اوکابل ته دقومي مشرانو رابلل هم په همدې موخه شوې وو.