ولي بيا جنګسالاران !؟

د لراوبر اداره | جنوري 29th, 2009


څه موده دمخه له امريکا نه خپرېدونکې ((نيويارک ټايمز)) ورځپاڼې، د امريکا نوي ولسمشر (بارک اوباما) ته د يوې نږدې سرچينې نظريات خپاره کړي دي. که څه هم ورځپاڼې د سياسي ملحوظاتو له مخې د اوباما د ادارې ددې لوړ پوړي چارواکي نوم نه دى اخيستى، خو داسې ښکاري چې رښتيا هم د هغه د مرستيال او يا هم کوم بل لوړ پوړي چارواکي نظريات به وي. په دې نظرياتو کې يو شمېر نظريات داسې دي، چې هغه د افغانستان خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا ته زيان رسوي او ترديد يې نه يوازې د افغانستان د دولت، بلکې د هر هېواد پال افغان دنده ده.


په دې نظرياتو کې د حامدکزي د حکومت د بديل په توګه يو هم (( د سيمه ييزو يا ولايتي رهبرانو او جنګسالارانو تقويه کول دي.)) په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د دې لوړ پوړي چارواکي له قوله (( د ولايتي رهبرانو)) يادونه راغلې چې د تقويې نيت يې لري. د ورځپاڼې له متن او ددې لوړ پوړي چارواکي د خبرو قرينه او هدف همغه محلي جنګسالاران دي، چې تراوسه لا هم په ځينو سيمو کې فعال او په ځينو کې نيم ژواندى سياسي او پوځي ژوند لري. دا چې له سيمه ييزو زورواکو او جنګسالارانو سره د امريکايانو څه سياسي يا پوځي يارانه ده او دا يارانه به هغوى ته په کومه بيه پرېوزي؟ دا به وخت ثابتوي، خو کومه خبره چې زموږه هېوادوالو ته همدا اوس  د زياتې اندېښنې وړ ده، هغه ددې جنګسالارانو بيا تقويه کول او راژوندي کول دي. امريکائيان کېدى شي په لنډه موده کې له دې جنګسالارانو يو څه ګټه پورته کړي، لکه مخکې چې يې هم دا کار وکړ، خو هغه مرضونه او جنجالونه چې دې سيمه ييزو جنګسالارانو او په اصطلاح رهبرانو سره مله دي، پر هغو د امريکايي چارواکو سر نه خلاصېږي.


دا جنګسالاران په لنډه او اوږده موده کې افغانستان ته د نري رنځ مثال لري، چې د وخت په تېرېدو سره د ټولنې ټول وجود زبېښي، خو په اوږده موده کې د امريکا متحده ايالتونه هم ترې په ارامه شپه نه شي سبا کولاى. امريکا بايد پر دې پوه شي، چې دلته د زورواکي او جنګسالار لوري او تګلوري يوازې د پيسو په مقابل کې بدلېږي، رابدلېږي، نو امريکائيان چې يو سيمه ييز زورواکى د پيسو په بيه اخيستلاى شي، ددوى نور نوي او زاړه، پټ او ښکاره سيمه ييز رقيبان لکه روسيه، چين، پاکستان، ايران او نور هم دا ډول کرکټرونه په بيه رانيولاى شي.


ځينو امريکايي سياستوالو تر دې دمخه هم، دوه ځلې په افغانستان کې د جنګسالارۍ تجربه ازمويلې ده، کله چې د افغانانو د جهاد له برکته د دوى هدف ترلاسه شو، بې وسلې افغانان يې مختلفو زورواکو ته يوازې پرېښودل، افغانانو او نړۍ ته د هغې اشتباه زيان، موږ ټولو په سترګو وليد. بيا يې چې کله د طالبانو نظام ړنګوه، نو بيا يې هم د جنګسالارانو له تاريخ تېري درمل څخه ګټه واخيسته او نتيجه يې دا شوه چې تېرې اوه کلنې سياسي پروسې او د ديموکراسۍ بهير ته يې زيان ورساوه. د امريکا نوي چارواکي بايد پر دې پوه شي چې جنګسالار او جنګسالارۍ نور په افغانستان کې د چلند وړ نه دي، دا داسې تاريخ تېر درمل دي، چې کېدى شي يو مرض به دوا کړي، خو زر نور مرضونه به راوټوکوي.


امريکا چې اوس د نړۍ د مشرۍ دعوه لري او په نړۍ کې ځان د ديموکراسۍ ممثل ګڼي، ښه به دا وي چې ددې زمينه او لاره چاره برابره نه کړي، چې زموږ ولس يوځل بيا د څو محدود او سيمه ييزو زورواکانو له خوا اسير شي ، افغانان هم د نړۍ د نورو انسانانو په شان حق لري، چې د ولسواکۍ په فضا کې خپل برخليک په خپله وټاکي، نه دا چې څو تنه محدود کسان د هغوى پر برخليک لوبې وکړي.


د امريکا دا چارواکي بايد پر دې هم پوه شي، چې د سيمه ييزو سياسي او پوځي اشخاصو تقويه، ورو ورو دا سيمې د مرکزي حکومت له حاکميت څخه وباسي او افغانستان د فدراليزم لوري ته بيايي او دا هغه حالت دى، چې زموږ ځينې مغرض ګاونډيان لا له پخوا نه ورته هيلې لري. دا حالت افغانانو ته هېڅ د زغم وړ نه دى، افغانانو د خپل وطن د خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا د ساتنې لپاره دوه مليونه سرونه نذرانه کړي، دا قرباني په دې او هغه سيمه کې د کوم زورواکي سياستوال او جنګسالار لپاره نه وه، نو امريکايي نوي لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي بايد د افغانستان د خلکو له ارادې سره سم حرکت وکړي، هر هغه حرکت چې د زور له لارې پر افغانانو تحميل شوى او زموږ د خلکو د فکر او ارادې مخالف حرکت و، نتيجه يې نه يوازې افغانانو، بلکې تر افغانانو زياته همغه بل بهرني ځواک ته په ډېر زيان تمامه شوې ده. هيله ده د امريکا نوي چارواکي د تاريخ ددې حقيقت او واقعيت له دې حکم نه ځان مستثنى ونه ګڼي.

Copyright Larawbar 2007-2024