کور / راپور / هرات: دسپیني ادې ټولني میاشتنۍ غونډه وکړه

هرات: دسپیني ادې ټولني میاشتنۍ غونډه وکړه

دسپیني ادې دعلمي، ادبي، هنري او کلتوري ټولني میاشتنۍ غونــډه د۱۳۸۷ کال دسلواغې په لسمه په هرات ښارکي دسپیني ادې د ټولني له خواترسره شوه، په غونډه کي دټولني دغړوترڅنګ دنوموړي ټولني دڅانګومشران چي دهرات په ولسوالۍ کي دسپیني ادې د ټولني دتګلاري په چوکاټ کي کلتوري چاري  مخ ته بیایي ګډون درلود،په نوموړې غوڼده کي پرلاندي ټکوباندي دګډونوالولخوا هوکړه وشوه :


لومړی –  دسپیني ادې دټولني وغړوته دنوموړي ټولني دشپاړسمي مادې ( (   ۵ – دټولني هر غړی اړ دی تر څو دټولني باورپاڼه (کارت) تر لاسه کړي اودټولني دهر ډول فعالیت پر مهال یې له ځانه سره ولري )) پربنسټ د کارډو وېشل .


دویم- په ټولنه کي دغړیتوب میاشتنۍ به دټولني دتګلاري د نولسمه مادې پربنسټ (( ۶- هرغړی مکلف دی چي  دګډون ورکړه (سل افغانۍ) اومیاشتنۍدغړیتوب ورکړه(پنځوس افغانۍ) چي دلوړواکي یا مرکزي کمیټې لخوا راغونډېږي  تادیه کړي. )) اخیستل کیږي .


درېیم- دمهالنۍ لپارنوم ټاکل اودمطالبوچمتوکول ،دیوویشتمي مادي سره سم :((داټولنه به مهالنۍ اوغیر مهالنۍ خپروني ولري.)) .


څلرم  –  دهغه سیمینارلپاره چي په هرات کي دسپیني ادې د ټولني له خوادافغانستان په سته جوړیږي دټولني دتګلاري د پنځميمادې پربنسټ((۶- دغونډو، کنفرانسونو، مشاعرو او سیمینارونو له لاري ))  لار  اوارول  .


دغونډي په پای کي دسپیني ادې دټولني دڅانګواستاذو دمرکزي ټولني  له چارواکوڅخه په لاندي ډول غوښتني وکړې
( ۱) دمهالنۍ لپاره چټکي هلي ځلي کول(۲ )په سولګر(کمپیوټر)کي ورته پښتوکیبورډکښته کول(۳ ) دڅانګو لپاره ورته دمهرجوړول( ۴) په پښتوژبه دبلن لیک لپاره ښه متن چمتوکول (۵)دیوشمېرشاعرانوتقویه کول اوله هغوسره په ښه شعرلیکلوکي مرسته کول (۶ )دڅانګوپه مشاعروکي ورسره دټولني دمرکزي لوړپوړومشرانوګډون کول(۷)کتابونه دڅانګولپاره چمتوکول ،ترڅوپه کتابتون کي ځای پرځای شي(۸ )په پښتوکتابوکي زیاته پاملرنه دګرامربرخه ته کول . هغه هیلي دي چي دنوموړي ټولني دولسوالۍ دڅانګوداستازولخواوشولې .


اوپاته دي نه وي چي دمېرمنودغوښتني پراساس به دراتلونکي میاشتنۍ ناستي داجنډادسرټکی، ومېرمنوته په سپیني ادې ټولنه کي  دڅانګي  جوړول وي  .


دغونډی دګډونوالوله جملې څخه یوڅونومونه دیادولووړدي لکه آریانانظري ،غلام سخي مجروح،ډاکټرحمیدالله نیازی اودڅانګومشران سمیع الله امیدوار،اخترمحمداکبري اوعبدالغفاراحمدي .

تبصره نسته

  1. دا چی د هرات پښتانه د خپل هویت او ژبی په لټه کی دی ډیره د خوشالی خبره ده. خو په هرات کی د پښتنو په منځ کی د پښتوژبی د بیا را ژوندی کولو کار که څه هم ډیر ستونزمن دی خو ډیر زیات اړین دی او ټول پښتانه باید دی برخی ته متوجه شی.
    په درنښت