کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان کلتوري ټولنو جرګې( يادونه او مننه )

د افغان کلتوري ټولنو جرګې( يادونه او مننه )

له هغې ورځې ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پښتو ژبې د ودې او بډاينې په موخه د ژباړې غورځنګ لپاره هلې ځلې پيل کړي ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فرهنګپاله هېوادوالو له د غو هلو ځلو څخه خپل پراخ ملاتړ ښودلی او موږته يې په دې برخه کې له خپل مادي، علمي او معنوي ملاتړ څخه ډاډ راکړی دی . د افغان کلتوري ټولنو جرګې ته د دوی له خوا ډېرې نېکې ، پر ځای او علمي مشورې  هم رسيدلې ، چې جرګه به هڅه وکړي دا مشورې د الله په مرسته او د هېوادوالو په ملاتړ،  د عمل په ډګر کې  پلي کړي .


څو ورځې دمخه  له هېواد څخه بهر زموږيو شمېر فرهنګپاله او  پر هېواد مين  هېوادوالو ژمنه وکړه ، چې هر يو به د يو ژباړل شوي اثر د چاپ لګښت پر غاړه اخلي . د دغو هېوادوالو نومونه په لاندې توګه دي :


استاد رحمان الدين سراجي،


ډاكتر صاحب گل احمد تره كى،


حاجي صاحب غلام سخي خان ،


 قوماندان صاحب گل محمد شيرزى


او ډاکتر صاحب شېرحسن .


د افغان کلتوري ټولنو جرګه   ددوی د لوړ احساس ژور درناوی  او د ملاتړ له امله يې د زړه له کومې مننه کوي  .



په درنښت


 د افغان کلتوري ټولنو جرګه