کور / شعر / غزل

غزل

بې تا ژوندته هوسېږمه مجرم يم
په بل نوي کال ګډېږمه مجرم يم
ستاوبدوته دبدويلو وخت سو
نورکه پټه خوله پاتېږمه مجرم يم
چي ترمادهمسايه واک په کې زيات دی
اوس که دې کور کي اوسېږمه مجرم يم
ته د دود غوندي په شنه اسمان کې ورک سوې
زه نه سکور نه اېره کېږمه مجرم يم
برخه ستادبڼونه سومه سلطانه
وګرېوان ته دي بهېږمه مجرم يم