کور / تازه خبرونه / د روزګان ځانمرګى د پوليسو په جامه كي سوى دئ

د روزګان ځانمرګى د پوليسو په جامه كي سوى دئ


د هغه ځانمرګي بريد د مړو شمېر ۲۱ ته وختئ، چي نن د روزګان په مركز ترينكوټ كي د پوليسو په يوه مركز كي رامنځته سوى وو.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي بريد كوونكى د پوليسو په يونيفورم كي مركز ته ننوتلى وو، او ځان ته يې چاودنه وركړه، چي پورتنۍ مړېنه يې رامنځته كړه.
د روزګان امنيه قومندان مخكي ويلي وه، چي په بريد كي ۱۹ پوليس وژل سوي او اووه نور ټپيان سوي دي.
د ۲۰۰۸ كال په سپټمبر مياشت كي د كندهار په امنيه قومنداني كي هم د پوليسو له يونيفورم څخه په استفاده دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه سوي وه، چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.
د نن ورځي د بريد مسئوليت هم د پخوا په شان د دولت مخالفو وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستئ دئ.