کور / شعر / درازونو دنیا

درازونو دنیا



څو ددانو په تلاش ستړې مرغۍ
دتلیفون پر مزي کښینستلې
دچا له یاره سره پټ خواله وو
ځینو دسترګو درڅې وتړلې


چاکړه سرونه تر وزرونو لاندې
دځینو شوق وو چي آواز ووایي
ځینو لیدله مناسبه موقع
چي خپل مین ته دزړه راز ووایي
چي دوی پرې ناستې وي تر پښو لاندې یې
وه دښکاره پټو رازونو دنیا
دزورورو دتهدید غږونه
دنازولیو دنازونو دنیا


چاپوروړیو ته نېټې ټاکلې
چا دزړه تندې ته وعده اخیسته
ممکن وفا ته به یې نه وو زړه ښه
بس له آوازه یې بوسه اخیسته


دتلیفون په دغه وچ مزي کې
یو اباسین وو درازونو  روان
هره لحظه له ورانو جوړو ډکه
هره لمحه یې دنیزونو بل شان


ما چې پر سیم ناستي مرغۍ ولیدې
فکر می لاړ تر لرې لرې وځغاست
چې آخر موږ به لکه دغه مرغان
دکایناتو پر کوم مزي ناست یو


الوزو لرې ځو راښکاري جهان
د  واړه  فکر تر  وزرونولاندې
ښایي وي داسې داسرارو دنیا
دغه چي موږ کوو خوبونه باندې


موږ به هم دغه شان ساده مرغان یو
زموږ به هم داسي بر سیرن کاته وي
داڅه چي وینو دابه داسي نه وي
ډېر پټ رازونه به لا پټ پراته وي


د محمد علي عمري رالېږنه