دکابل امنيه قوماندان اوجنرال پکتياوال له دندو ليري کړل شول

د لراوبر اداره | فبروري 3rd, 2009


دکابل دامنيه قوماندان دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې ريس اودامنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال له دندو ګوښه اوپرځاي يې نوي جنرالان اوډګروالان وګمارل شول .

دکورنيو چارو وزارت کې يوې  معتبرې سرچيني دنوم دنه ښودلو په شرط لراوبر ته ددلوې په ١٥مه له غرمې وروسته وويل چې دکابل امنيه قوماندان لوي پاسوال محمدايوب سالنګي له دندې ګوښه شوي اوپرځاي يې دسرحدي پوليسو مشر جنرال عبدالرحمن ګمارل شو ي دي

ددغه منبع په وينا دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتودچارو مشر مل پاسوال عليشاه پکتياوال له دندې ګوښه شوي اوپرځاي يې دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالغغور خان ټاکل شوي دي .

دغه راز دامنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال جنرال عليشاه احمدزى له دندې ګوښه اوپرځاي يې دشمالي ټلوالې يوپخوانى جګړه مار ډګروال دستيار مقرر شوي دي

دغه کسان به په نيږدې راتلوونکي کې دامنيه قوماندانۍ چارواکيو ته ور وپيژندل شي .

تردې وړاندې دکورنيو چارو وزير حنيف اتمر دکابل ښار دحوزو مشران اودزونونومرستيالان هم بدل رابدل کړي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024