کور / نوميالي / د څېړنمل محمد عارف غروال ژوند او ادبي هلي ځلي

د څېړنمل محمد عارف غروال ژوند او ادبي هلي ځلي

دغه ليکنه مې د 1998 کال د جون په 30 نېټه ليکلې وه، چې په خپله الحاج محمد عارف غروال راته  د خپل ژوند په اړه معلومات راکړي و، چې اوس يې د لږې گوت وهنې سره خپلو لوستوالو ته وړاندې کوم.

زمونږ په ټولنې کې يو رسم او دود ډېر زيات اوج ته رسيدلى هغه دا، چې  مونږ د يو چا تر هغه پورې پوښتنه نه کوو، تر څو ، چې مړ شوى نه وي. که هر څو زمونږ د ټولنې وگړي، که پوه، ديانتدار، امين، رښتينې، څېړنوال، اديب، محقق او د ټولنې په ټولو سياسي، اجتماعي او ټولنيزو کارونو په ښه توگه بشپړه پوهه ولري، خو مونږ سره يې قدر عزت نه وي او نه يې په قدر پوهيږو، خو، چې کله مړ شي ، نو بيا هغه مهال خپل دغه مړى دومره نمانځو، چې بيا يې څوک اندازه نه شي معلومولى، ژاړو، ساندې پرې وايو، شعرونه پرې جوړوو او د هغوى ټول کارونه ستايو دا ، خو هم يو ښه کار دى  که مونږ همدغه مړه په ژوند کې يا خپل اوسني ژوندي پوهان ونمانځو نو دا به ډېر ښه خبره وي او د ځوان کهول د لارښوونې لپاره به يوه تشويقي بڼه ولري او مونږ به د هغوى ژونديو پوهانو په لارښوونو خپل اساسي مرام ته ورسيږو.

راځئ!چې پيل يې د ښاغلي محترم څېړنمل محمد عارف غروال څخه وکړو، چې ده  د خپل ژوند په اوږدو کې څومره ادبي هلې ځلې کړي او راتلونکى نسل ته يې څه په ميراث کې پريښي دي، خو لومړى به يې ژوند ته يوه لنډه کتنه وکړو.

الحاج څېړنمل محمد عارف غروال په ١٣٢٤ لمريز هجري کال د لويې پکتيا د ځاځي ميدان د ولسوالۍ د ډيرۍ ميلې په غرنۍ کلي کې سترگې غړولي.

په اووه کلنۍ کې يې د کلي د ملا صاحب ارواښاد عابد گل څخه د قران شريف ختم او نورې مسنونه دعاگانې زده کړې، په اته کلنۍ کې د رحمان بابا په ليسه کې له خپل کشر ورور ډاکتر عبدالرحيم غروال سره شامل شو په ١٣٤٣لمريز کال له نوموړې ليسې څخه فارغ او د کانکور د ازموينې څخه وروسته په ١٣٤٤ لمريز هجري کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او د ١٣٤٧هـ کال د سلواغې د مياشتې په ٢٧ نېټه يې له پښتو څانگې څخه د ليسانسه برى ليک تر لاسه کړ او د ١٣٤٨ش.هـ کال له پيل کيدو سره يې د پښتو ټولنې د پښتو کورسونو د ښوونکې په حيث رسمي وظيفه او دنده پيل او د دې تر څنگ يې د نرسينگ په عالي ښوونځي او د شپې په ليسه کې د پښتو د ښوونکي په توگه دنده سرته رسوله.

د ١٣٤٩ کال په اوږدو کې د پښتو ټولنې د رياست د علمي چوکاټ په علمي کدر کې د مسلکي غړي په حيث ومنل شو او د کابل مجلې د مهتمم دنده وروسپارل شوه دوه کاله وروسته د ادب او فولکور لويې مديريت ته د مسلکي غړي په توگه بدل او د دې تر څنگ يې د اطلاعاتو، کلتور د وزارت د باختر اژانس په لوى رياست کې د پښتو خپرونو د ترجمې او ايډيټ دنده هم پر مخ بووله.

محترم الحاج محمد عارف غروال په داسې حال کې د څېړنوالۍ علمي رتبې ته يې خپل علمي اثر (د بنگړو شړنگ) وړاندې کړى و. د 1359 لمريز کال د کب د مياشتې په پنځمه نېټه  د کمونستانو او د هغوى د بادارانو ((روسانو)) د ظلم او ناروا له لامله  وطن پريښودو ته اړ شو او د پاکستان پر لوري  د هجرت د کاروان ملگرى شو.

يو کال يې د جهاد په وسله وال سنگر کې تېر کړل او د ١٣٦١ کال په پيل کيدو سره د افغانستان د مجاهدينو په اسلامي اتحاد کې د مالي رياست د مشاور په توگه وگمارل شو د ١٣٦٢کال په پيل کې، چې اتحاد ړنگ شو د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنگي رياست د مشاور په توگه وټاکل شو او د دې تر څنگ يې د جهادي څېړنو د مرکز د غړي په ډول د قلم مجلې په چلولو کې برخه درلوده او هم يې د نورو جهادي مطبوعاتو سره لکه( سپيدې مجله)،( خپلواک مجله )او نورو جريدو سره خپله قلمي همکاري درلوده، چې زياتې ليکنې يې په خپل نامه او يو شمېر په مستعارو نومونو لکه پکتياول ، ابو امان او ابو احسان خپرولې.

په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د اسلامي موقت  حکومت له جوړيدو سره د (دعوت او ارشاد) په وزارت کې د افغانستان د تاريخ د ټولنې د رييس په توگه وټاکل شو، چې د حکومت تر ړنگيدو پور يې زيات تاريخي اسناد راټول کړل او د  د ساتلو په موخه يې د ښاغلي محترم حبيب الله رفيع په مرسته يو کال په شخصي ډول د افغانستنان د تاريخ ټولنې تر نامه لاندې وساتل  او د راټولونې او يو ځاى کونې په کار يې لاس پورې کړ.

ښاغلي محترم الحاج څېړنمل غروال په کابل کې د کمونستي رژيم تر راپرځېدو څخه وروسته او د مجاهدينو اسلامي دولت له جوړيدو سره  سم د کابل راډيو د رييس په توگه وروپېژندل شو ، خو د حالاتو د گډوډۍ له لامله يې دنده پيل نه کړه او کله، چې د پنځو کليدي وزارتونو لپاره د وزير په رتبه مشاورين وټاکل شول ،نو ښاغلي محترم غروال د اطلاعاتو ، کلتور په وزارت کې د وزير د مشاور په توگه وروپېژندل شو، خو دا، چې حالات همدا راز کړکيچن  او د کورنيو نښتو بهير څپانده و او د دې دندې پر مخ وړلو کې خنډونه راپيدا شول، خو د دې تر څنگ يې د افغانستان د اسلامي محاذ د فرهنگي چارو د سرپرست او د (محاذ) د جريدې مسوول په توگه د کورنيو جنگونو پر خلاف خپلې قلمي هلې ځلې روانې وساتلې. دوه کاله وروسته ، چې د (محاذ)  جريده د اقتصادي ستونزو له لامله څه موده وځنډيده، نو بيا يې د معيوبينو په موسسه کې د (معيوبيت) د مجلې د مسوول په توگه دنده پيل کړه، خو کله، چې  موسيسه د مالي ستونزو سره مخ شوه ، نو پېښور کې د دوه يمې پښتو ورځپاڼې ((پامير)) د پيل په لومړيو کسانو کې د ايډيټر  بورډ د غړي په توگه د ژبې او ادب په خدمت بوخت شو، خو، چې  دې ورځپاڼې د مالي ستونزو له لامله ودريده ،نو ښاغلي محترم غروال صاحب د طالبانو د اسلامي غورځنگ په نشراتي ارگان  په (شريعت) جريدې کې د ايډيټريل بورډ د غړي په توگه  دنده پيل کړه له اته مياشتې همکارۍ څخه وروسته ، چې د (شريعت )د جريدې دفتر کابل ته ليږدېده،نو همکاري  ورسره وځنډوله او تر څه مودې پورې بې کاره پاتې شو، خو د ١٣٧٦ هجري لمريز کال د زمري د  مياشتې په ١٥ نېټه، چې د محاذ جريدې بيا پر خپريدو پيل وکړ نو غروال صاحب د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنگي چارو رييس او د محاذ د جريدې د مسوول په توگه وگمارل شو، چې تر 1998  پورې د همدې (محاذ) جريدې د مسووليت چارې په غاړه درلودې او د  حامد کرزي د حکومت د جوړيدو څخه وروسته کابل ته له خپلې کورنۍ سره ستون شو، چې د علومو په اکيډمۍ کې د پښتو ژبې د ودې او پرمختگ لپاره تر دې دمه په کار بوخت دى .

غروال صاحب (5) زامن، څلور لوڼې لري او 64کلن دى.

ښاغلي محترم الحاج څېړنمل محمد عارف غروال له کوچنيوالي څخه د شعراو شاعرۍ سره مينه درلوده او تل به يې د تېرو شاعرانو شعرونه لوستل تر څو په خپله يو غښتلى شاعر شو په لومړي سر کې يې عشقي شعرونه ويل، خو کله، چې د وطن دردونه ورسره مل شول، نو بيا يې د وطن د آبادۍ او خپلواکۍ په باره کې خپلو اشعارو ته مخه وکړه او په دغه لاره کې يې خورا زيات شعرونه، ليکلي دي .

د ښاغلي محترم غروال صاحب اشعار د هېواد په مختلفو مجلو او ورځپاڼو کې زيات خپاره شوي دي. د اشعارو سره يې گران لوستونکي ډېر ښه اشنا دي او ورڅخه خوند اخلي.

تر دې دمه ښاغلي محترم غروال گڼ شمېر تحقيقي او څېړنيز اثار ليکلي دي، چې يو څه يې چاپ او يو څه يې ناچاپ پراته دي او لاس په دعا يو، چې دغه ناچاپ کتابونه يې هم چاپ شي .

غروال صاحب اثار.

چاپ شوي اثار :

١- د رحمان بابا ديوان

  2- د حبيب الله ديوان

3- د دولت لواڼې ديوان

4- د خوشحال خان خټک غزليات.


ادبي او څېړنيز :

١ – غرنۍ سندرې

٢- د بنگړو شرنگ

٣- د وينو فواري

4- بمونه او غمونه (تورزن او تورن افغان)

5- د خوست فتحه ، نثر.

ترجمې او ژباړې.

منظر مرگ، راه عملي فارسي، کورني طبيب پښتو.

انگريزي پښتو ورځنۍ خبرې.

ناچاپ اثار:

تحقيقي:

١ – اختيارات بديعي يوناني طب پښتو

٢ – په افغانستان کې د جهاد د پيل لومړي غورځنگونه

٣ – په افغانستان کې د روسانو او داخلي کمونستانو جنايات

٤- د جهاد خاطري

٥- پښتو جهادي ادبيات

6- د زړه چغې اشعار.

7- ليونۍ مينه د جهاد نه مخکې شعرونه

دا وه د غروال صاحب  پر ليکلو اثارو لنډې خبرې.

اوس به راشو، چې ښاغلي محترم الحاج څېړنمل محمد عارف غروال بهر ته  تللى دى او که نه، نوموړي د 1367 کال د امريکا متحده ايالاتو ته يې سفر کړى او بيا يې يو کال وروسته په 1367کال سعودي عربستان ته د حج فريضې د اداکولو لپاره تللى دى.

په يو مخيز ډول ښاغلي  الحاج څېړنمل محمد عارف غروال له ښکلا او ښايست سره ډېره مينه لري، خو په اوسنۍ وخت کې د گران هېواد دېرش کلن ناورين ترې ښکلا او ښايست بېخي هير کړى.

بله دا، چې محمد عارف غروال صاحب ښه صميمت لري او هر چا سره په ښه پراخ تندې خبرې کوي، چې په دې اړه پرې د صميمت پله ډېره درنده معلوميږي ادب د ژوند لپاره پر فلسفې  قايل دى او  ادب د ادب لپاره په فلسفې باندې قانع نه ليدل کيږي .

په پاى کې  الله پاک  دې  ښاغلي محترم غروال صاحب ته ډير زيات ژوندون ورکړي تر څو گرانو هېوادوالو ته د زياتو خدمتونو مصدر وگرځي.

پېښور، ورڅک روډ بهاري کالونۍ