کور / تازه خبرونه / تازه خبر: طالبانو دېرش پوليس وتښتول

تازه خبر: طالبانو دېرش پوليس وتښتول


د پښتونخوا ايالت په سوات كي طالبانو د پوليسو پر يوه مركز تر حملې وروسته دېرش پوليس له ځان سره تښتولي دي.
دا لومړى ځل دئ چي په سوات كي دغسي پېښه رامنځته كېږي.
تر دې مخكي په قبايلي سيمو كي د ځايي طالبانو له خوا پاكستاني پوځيان او پوليس پر داسي وخت تښتول كېدل، چي هغوى به له يوې څخه بلي سيمي ته د تګ په حال كي وو.
راپورونه وايي طالبانو په سپينه ورځ د پوليسو پر مركز تر حملې وروسته د هغوى مركز په بمونو والوزاوه او هغوى يې وتښتول.
د پاكستان پوځي چارواكي وايي د شموزي سيمي ته يې د پوليسو د ژغورني په خاطر پوځ لېږلئ، خو په سيمه كي د وريځي او ګرد او غبار له كبله هغوى عمليات نه دي كړي.