کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې اعلان

د فاتحې اعلان

د پیاوړي ژورنالیست حنان حبیبزي پتمنه مور چې دورپیښې ناروغۍ لامله د تیرې چهار شنبې په ورځ له دې فاني نړۍ سترګې د تل لپاره پټې کړې، جنازه یې دبغلان په ولایت کې ددوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د حبیبزي کورنۍ خپلو ټولو دوستانو او خواخوږو ته خبر ورکوي چې دراتلونکې جمعې په ورځ  د فبرورۍ  په ۱۳ نیټه په کابل کې د قران کریم په ختم  او دعا کې برخه واخلي او د مرحومې روح ته خوشالي ور وبښي.


پته :  پل حسن، د برج برق کوڅه ،څلورم کور  –  چهلستون ،کابل 


ډاکټر محمد داود حبيبزی  0700665483


انجينر عبدالفتاح شينواری  0700223405


 






دحنان حبيب زي مور په حق ورسېده


د لر او بر د ویبپاڼې چلونکې ډله د وتلي خبریال اولیکوال حنان حبیبزي د مور د مړینې له کبله هغه او د هغه د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوي .


دده موردتیرې چهار شنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ لامله  د۶۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه یې د بغلان په ولایت کې  پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.دڅښتن تعالی نه هغې ته جنت فردوس او کورنۍته یې د زړه صبر غواړو.د خدای بښلې روح دې ښاد وي .

تبصره نسته

  1. حنانه وروره موركـۍ دي خداى وبخښه تا او ستاسي ټولي درنې كورنۍ ته دې لوى خداى صـبر دركړي . بد خبر دى پرې خپه شوم .

  2. حبیبزی صاحب ،ستاسی د مور روح خوشحاله غواړم او هغی ته دی خدای تعالی جنتونه ورنصیب کړي او تاسو او د ستاسی کورنی نورو غړو ته صبرغواړم.

  3. حبيب زې صاحب ډير بد خبر دي خو ځه چی د الله رضا وي، خداي دې هغې ته جنت فردوس نصيب کړې او ستاسو درنې کورنې ته زړه صبر، ستاسو سره ټول دوستان په دغۀ غم کی ځان شريک کڼې٠

  4. ښاغلی حنان صیب! مورمو خدای وبښه ، قالو انالله و انا الیه راجعون، تاسو او ستاسو کورنۍ ته له لویه خدایه جمیل صبر غواړم. ډاکتر نصير

  5. حنان حبيبزى صيب ډېر په خواشنيي سره مو خبر ترلاسه كړ چې ستاسې مور بي بي په حق رسيدلي ده انالله و انا الیه راجعون، ستاسی د مور روح خوشحاله غواړم او هغې ته دې خدای (ج) جنتونه وركړي او تاسو او د کورنی نورو غړو ته له لوى څښتن تعالي څخه د زړه له كومې صبرغواړم.

  6. حبيب زى صيب ! الله پاک دې مور بي بي وبخښي ، تاته او ستا کورنۍ ته دې خداى پاک صبر درکړي .ددعا لاسونه دې کم شول،ته له اوو سيندونو پورې مسافر يې،جنازې ته به هم نه يې رسيدلى ،ستا درد ، دردوونکى دى ، الله پاک دې تاته صبر درکړي،تا سره ستا په غم کې مونږ برابر شريک يو .

  7. دروند حبىبزى صيب! ستاسې د درنې او پښتنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره د زړه له کومې غمجن شوم. په ريښتيا هم په ژوند کې د مور په شان د دومره غټې شتمنۍ له لاسه ورکول څه اسانه خبره نه ده، خو موږ او تاسو مسلمانان يو او دا باور لرو چې هيڅوک هم له مرگه خلاصون نه لري. لوى خداى دې تاته د مسافرۍ په چاپېريال او نورې کورنۍ ته مو په هيواد کې د زړه صبر او خداى بښلې مور ته مو فردوس جنت ورکړي.
    زه په دې چې تا د خپلې مور څومره خدمت کړى او د ناروغۍ پر مهال دې د هغې څومره خيال ساتلى ډېر ښه خبر يم، خداى دې وکړي چې د هغې په ژوند کې ستا خدمتونه خداى قبول کړي وي او اجر يې درکړي.
    خداى دې ستاسو مور وبښي او تاسو ته دې د زړه صبر درکړي.

  8. دروند حنان حبیزی سلامونه
    مور ته مو الله جنت فردوس په نصیب کړه اوتاسې او کورنۍ ته مو د زړه ډاډ غواړم دټولوهمدا لار ده څوک مخکې او څوک وروسته
    الله مو له نور غم څخه وژغوره

  9. محترم حنان حبيبزى او ډاكټر محمد داوود حبيبزى! ستا د مور بي بي د مړينې د خبر په اورېدو سره په ريښتيني توګه خواشينى شوم. انا لله و انا اليه راجعون. الحكم لله. دا حقه لاره موږ ټول مرو، خداى ج دې هغوى ته هغه دنيا ښه كړي او مغفرت دې په نصيب شي،تاسو او د كورنۍ نورو غړيو ته د پاك رب له درباره څخه د صبر جميل او اجر عظيم غوښتنه كوم.

  10. حنانه وروره غني خان وايي (خولۀ مې نۀ جوړيږي چې ظالم وويم رحمان ته)
    خداى دې د موربي بي برکتونه پر تاسو کيږدي او هغې ته دې خداى (ج)فردوس جنت په برخه کړي. امين

  11. مساپره وروره حنانه سلامونه!
    ستاسو د مور بي بي د مرگ پر خبر بيخي ډېر خواشىنى شوى ىم، خو څه وکړو همدا لاره ده. خداى دې هغوى ته جنتونه ور په برخه کړي او تاسوته جميل صبر.

  12. ښاغلی حبیبزی صاحب! له مرګ څخه خلاصون نه شته خدای (ج) دې ستا خدای بښلې مور ته هغه دنيا ښه کړي او د فردوس جنت غوښتنه ور ته کوو

  13. حنانه وروره سلامونه! خداى حاضر دى چې د مور بې بې د مرگ د خبر په اوريدو دې سخت خواشينى شوى يم،خو وروره دا زموږ د ټولو لاره ده خلاصى ترې نشته، خداى دې هغوى ته فردوس جنت په برخه کړي او تاسو ته جميل صبر.
    امين

  14. د وتلي ژورناليست حنان حبيبزي مور په حق ورسېده. په ډيري خواشينۍ سره خبر سوو چي د هيواد د وتلي خبریال اولیکوال حنان حبیبزي مور دتیرې چهار شنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د۶۵ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

    انا لا الله و انا اليه راجعون

    د خداى بخښلي جنازه د بغلان په ولایت کې د هغې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. دمورچل ويبپاڼي مسؤلین په داسي حال كي چي له ښاغلي حبيبزي سره په دې غم كي ځان بشپړ شريك ګڼي، دڅښتن تعالی له دربار نه مرحومې ته فردوس جنت او كورنۍ ته یې د جميل صبر دعا كوي .
    دسپیني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه – هرات

  15. پوهاند دوکتور زيار –  اکسفورډ،7-2-09

    د حنان حبيبزي د مور ويرنې تېر ويرونه راتازه کړل!

    د منليو هڅاندو ليکوالو، ژباړونکو او رسنوالو حنان حبيبزي او
    ډاکتر داود حبيبزي د ارواښادې مور بي بي دردوونکې مړينې زه هم ودردولم. د مور د
    مړينې درد د مېنې د مړينې هومره سخت او دردوونکی دی. دا به بيا نوره هم پسې لا درد
    ناکه او نا زغموړ وي  چې دغه دواړه نابللي دردونه سره لاس يوکړي او هممهاله پر
    يوه کورمېلمانه شي.

    ډېره خواشينوونکې هم داچې په دې څو لنډو مياشتو کې يوه داسې
    ويرژلې کوربني د درېيم ځل لپاره راغبرګېږي. که نه، هسې خو ښايي، د هغو مورمړو هېواد
    والو شمېره ترې زرګونه هومره زياته وي چې په دغه مهالپېرکې يوازې د همدې يوه درد
    کوربانه شوي او خواخوږي ورسره خپله انساني او وطني پازه ګڼم، خو زه په ځانګړي
    ډول،ځان له خپلې کورنۍ سره يوځای، د بازمحمد عوام، شاولي ځيرک، ستانه مير زهير؛ بيا
    د عصمت څاروان، اسد غضنفر، اجمل پسرلي او اېمل پسرلي او په پای کې د حبيبزي ورونو
    او اړوندو ويرژلو کورنيو غړيو د ژورې خواخوږۍ پوروړی بولم.

    وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي
    او ورته دمېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د
    دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!

    زيار

  16. حبیبزی صاحب: الله دی ستا مورکی ته جنت ورپه نصیب کړی – تاسودی دجمیل صبرغوښتونکی یم.

  17. محترم حبيبزی صاحب!
    په ډره خواشينۍ مي خبرترلاسه کړچي ستاسو پتمنې والدې له دې پاني نړۍ نه دابدلپاره سترگي پټې کړې .اناالله وانا اليه راجعون

    موږ پداسي حال کي چي ستاسو سره پدې ستر غم کي ځانونه شريک بولو دلوي څښتن له دربانه ستاسوټولي کورنۍاودوستانو ته دزړه صبر اومرحومې ته پردوس جنت غواړو.روح دې ښاده وي .
    په سويډون کي دافغانانو علمي اوفرهنگی مرکز مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور

  18. ګرانوورونوهریوحنان خبیب زی،ډاکټرداؤدحبیب زي اومجیب الرحمن حبیب زي ته!
    دموربي بي دمرګ له خبریدوسره ډیرخواشینی شوم داچې ژونداومرګ دواړه حق دي اوورڅخه خلاصون نشته الله جل جلاله دې هغه وبښي اوتاسې ته دې الله پاک دزړه صبردرکړي

  19. د ښاغلي حبيبزي د مور مړينې ودردولو:
    د شمال د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي د مور مړينې د شمال ټول
    فرهنګيان ودردول.
    د شمال كلتوري ټولنې، بهيرونه او د خپرونو ادارې له ښاغلي حبيبزي او د هغه له
    عزتمندې كورنۍ سره په دې دروند غم كې ځان شريك بولي او مهربانې مور ته د جنت
    غوښتونكي دي.
    د داسې ميندو سيورى دې تل د هر پښتون بچي پر سر وي.

    امين

    اراوا يې ښاد او جنت يې ځاى

  20. بسم الله الرحمن الرحیم
    انا لله و انا الیه
    را جعون
    دروند ورور حنان حبیبزی صیب.
    السلام علیکم ورحمة
    الله !

    په ډیره خواشینۍ سره مي نن ستاسې د
    محترمي والدې د مړینې په هکله خبر ولوست . الله شاهد
    دې چې ډیر زیات پرې خواشیني شوې یم . په هر صورت
    دا دالله ج شان دې چې د انسان او ټولو
    مخلوقاتو له پاره یې همداسې لاره خپله کړې ( کل نفس
    ذائقة الموت ). په دې اساس ستاسې د مرحومې او مغفورې
    والدې له پاره مو د ستر ذات د مرحمت او
    د همغه ذات څخه ورته د مغفرت کولو او جنت
    الفردوس ته د ورتللو دعا کوم او ستاسې ټولې کورنۍ ته
    دهغې مرحومي په هکله د الله ددربار څخه د زړه
    صبر غواړم .

    الله ج دې ستاسې والده د ټولو
    مرحومینو سره یو ځاې د خپل خاص مرحمت
    له لورې دجنت د بیبیانو سره یو ځاې کړي . امین

    ستاسې ورور
    قریب الرحمن سعید

  21. محيب الله ښېراز اوحنان حبيبزي سره خواخوږۍ پېغام

    په ډېره واخشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د
    افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره او په شمال کي د تكړه ژورناليست او ليكوال
    ښاغلي حنان حبيبزي د مورد تل د پاره له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي حريت
    فرهنګي ټولنه اوسهارلنسززکلب ښاغلي محيب الله ښېراز اوښاغلي حنان حبيبزي د خپلې
    ژورې خواشینۍ او خوا خوږۍ مراتب وړاندې کوو ددوى په غم کې ځان شریک بولي. دلوی څښتن
    له درباره دبخښنې حنان حبيبزي او,محيب الله ښېرازدرنې کورني ته یې دصبر غوښتنه کوو.

    داودجبارخيل امرېکا غږ ډيوه راډيو پيښور