کور / تازه خبرونه / اېران د امريكايي جاسوس په موندلو كي مرسته كوي

اېران د امريكايي جاسوس په موندلو كي مرسته كوي


د امريكا د ايف بي آى شبكې د اېران هغه وړانديز ته هركلى ويلئ، چي وايي په اېران كي به د دوى د ورك جاسوس په پلټنه كي له امريكايي حكومت سره مرسته وكړي.
د ايف بي آى مرستيال مشر جوزيف پرسچيني وايي امريكا د اېران دغه وړانديز ته هركلى وايي، او اېران په دې اقدام سره د ايف بي آى ادارې حوصله ور لوړه كړه.
د ليون سن په نوم د ايف بي آى ادارې جاسوس د ۲۰۰۷ كال په مارچ كي د اېران په كش جزيره كي ورك سو، چي تر اوسه يې د مرګ او ژوند پته نه ده لګېدلې.