کوټه : ناپېژاندو وسله والودپوهنتون بسانوته اور ورته كړ

خان زمان کاکړ | فبروري 9th, 2009


ناپېژاندو وسله والو په كوټه كې د يوپوهنتون دو بسانوته اور ورته كړى او پر يوه بل بس يې ډبري وروولي دي



دجنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې ناپېژاندو وسله والو كسانو د انفارمېشن ټكنالوجۍ د پوهنتون هغو دو بسانوته اور ورته كړى چې د كوټي ښار له سرياب سيمې څخه يې د تل په رنګه د پوهنتون محصلين راټولول


د اور له امله دواړه بسونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي .يو بل بس بيا په يوه بله سيمه كې چې بروري نومېږي  په ډبرو ويستل سوى او چلوونكى يې ټپي سوى دى

د بس چلوونكيو په وينا د وسله والو له خوا موږ ته وويل سو چې تر څو د هغوي غوښتني نه وي منل سوې نو به هم دا ډول فعاليتونه ترسره كوي

د يادوني وړ ده چي بلوڅ محصلين غواړي چي په دغه پوهنتون كې د ولسواليو پر سر د اېښودل سويو چوكيو له مخي دي داخلې وسي خو د پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن موقف بيا دا دى چې ډسټركټ كوټه سسټم نه منو  د پوهنتون داخلې بايد له ټول ايالت څخه د وړتيا پر بنسټ وسي

په دغه پوهنتون كې د ډسټركټ كوټه سسټم رائج و خو بيا د پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن له اړخه پرې څو مياستي وړاندي سخت احتجاج او لاريونونه تر سره سوي و

د پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن له اړخه د احتجاج په بدل كې دډسټركټ كوټه سسټم له منځه وړل سوى و او د پوهنتون داخلې د مېرټ پر بنياد پيل شوې وې

Copyright Larawbar 2007-2024