کور / راپور / دمیرمن کلتوری ـ ټولنيز بهيرد ۳۵مي اونيزي غونډي رپوټ

دمیرمن کلتوری ـ ټولنيز بهيرد ۳۵مي اونيزي غونډي رپوټ

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير اوونیزه غونډه دسلواغي په۱۹ داسقلال ليسي په لوي تالاركي د دغه بهیردګڼوغړوپه ګډون جوړه شوه چي داغونډه دطوبانداساپي په وياندئ پيل شوه .

    دغونډي په پيل كي محترم علم ګل سحر دپښتوادب او پښتو ياګانو په هكله معلومات وړاندې کړل وروسته بيا راحلې نوري دتيري اونئ رپوټ ولوست اوټولودهغي رپوټ وستايه .

     دغونډي به دوهمه برخه كي مشاعره پيل شوه دغه مشاعره چي دالجزيري تلويزيون او ازادي غږ رادیو له خوا ثبتیدله داوږۍ اميل په شعرپيل شوه چي عنوان يي (( وركه مينه)) و ، ورپسي ورښميني سعادت خپل شعردكلمه کړ ورپسي آريا حافظ ،بريښنابهاساپي، لطيفې،محب ، سولې نيازئ، نظیفې نیازۍ، سپوږمۍ نوري ، توبا ندا ،لیلا ، اوښكلا خپل شعرونه ولوستل .

په دغه مشاعره کې د آغلې نبیله غزل ښکلي شعرونه هم ولوستل شول  چې د میرمن بهیر د غړو او ګډونوالو له خوا وستایل شول . 
 
      د غونډې په دوه همه  برخه کې د میرمن بهیر پر کاری مسایلو خبری وشوې

      او د میرمن بهیر د سایټ (www.mirmanbaheer.org) د لا پیاوړتیا د میرمن سیمه ایزو بهیرونو او بهیر د جواز د کار د چټکتیا په اړه خبرې وشوې او میرمن ساهره شریف او میرمن اینجنیرې راضیې نعیمي دنده وا خیستله چې د جواز پاتې کارونه تر سره کړي .

د غونډې په درییمه برخه کې د (الکترونیک ) تر سر لیک لاندې د توبا ندا کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه د کیسې ټول متن دا و:

  الکترنیک

د ساينس پوهنځي په دوهم اتاق کې د محصلينو شور جوړ و. رحيم  د صنف په اخېر سر کې پر مېز ناست و . پښې يې پر بل مېز تکيه کړې وې . دی يو څه غوښن او له قده ټيټ و . د کوبای  پايڅې يې پرې اوږدې ښکاريدې تل به  ګونځې ګونځې وې . فرهاد په کړکۍ کې ناست و . دی له رنګه سور و. شنې سترګې او ژېر اوږده وېښتان يې درلودل . تل به يې د خپل لاس له ځنځير سره لوبې کولې . خالد تختې ته نژدې ولاړ و.په خپل موبايل کې يې چاته پيغام ليکه .  نن يې خدای خبر بيا  څومره جېل پر خپلو ېښتانو وهلي وو چې وېښته يې  ولاړ وو . نازيه   په درېمه څوکۍ  کې ناسته وه.  سره خولۍ او سور مفلر يې اغوستي وو . سر يې ټيټ و . څه يې ليکل .رحيم په لوړ غږ وويل : هلکانو !  څه فکر کوئ،  د الکترونيک له درس نه به دا ښه نه وي چې ټول  د طب کفتوريا ته لاړ شوو او ګرم سوپ وخورو ؟

فرهاد وويل : ښه نظر دی . ته دعا کوه چې  د الکترونيک استاد  را نه شي .

Oh come on _ يار! له څه وخته دومره د الکترونيک له استاد نه وېرېږي ؟

_ له استاد نه نه وېرېږم . له خپلو غېر حاضريو وېرېږم . د الکترونيک په ساعت کې مې دومره غير حاضري کړې چې محرومېدو ته مې څه نه دي پاتي .

خالد وويل : ټولو استادانو ته بورسونه راځي . څوک جرمني ته ، څوک جاپان ته او څوک هند ته په سفر ځي خو د الکترونيک استاد ته د فلسطين بورس هم رانه غی . چې څو ورځې لاړ شي.

نازيې سرپورته کړ . داسې حال کې چې قلم يې خولې ته نيولی و وېې ويل : دا څه خبره ده ؟ ولې داسې ټول له الکترونيک نه په تېښته دي ؟

رحيم وويل : نازيې ! دا سارا او حکمت وينې ؟ چې دواړه د صنف اول نمره او دوهم نمره ګان دي . څنګه يې سرونه ټيټ دي او سبق وايې . خو که رېښتيا خبره وکړې بيا دوی هم له الکترونيک سره چندانې مينه نه لري. هسې يې مېخانيک کوي او  سل نمبرې اخلي . زه خوار خو لا په درېم چانس کې په پنځوسو  نمبرو کاميابېږم هغه هم شل نمبرې  پخپله اخلم او دېرش نورو ته څوک واسطه  کوم .

خالد وويل : دا دی دوه دقيقې د تفرېح پاتې دي . پينځه دقيقې نور هم صبر کوو . که استاد رانه غی بيا ټول له صنفه وځو. يوازې سارا او حکمت ته خو استاد درس نه ورکوي.

د خالد خبره لا ختمه شوې نه وه چې د صنف دروازه د ګوتې پر شا وټکېده .  د الکترونيک استاد په دروازه کې ښکاره شو. ټول شاګردان په بېړه په خپلو ځايونو کېناستل . د الکترونيک استاد به د پنځوسو کلونو و. له ونې ټيټ پنډ سړی و . سر  يې يوازې شا خواته وېښتان درلودل . کله چې به ډېر په غوسه شو بيا به يې خندل .

صنف ته له ننوتو سره سم ورسره ژېړ  کاغذي پاکټ يې پر مېز کېښوده . حاضري يې واخيسته . ټول هغه شاګردان يې غېر حاضر کړل چې لا صنف ته نه وو راغلي . بيا يې تباشير پورته کړ . د نوي درس سرليک يې پر تخته وليکه او ويې ويل : نن به په يو ډول سرکتونو خبرې وکړو . چا ويل چې دا سرکتونه په اوسنيو سيستمونو کې هيڅ  نه کارول کېږي  خو دا دومره مهمه خبره  نه ده . په پخوانيو انالوګ سيستمونو کې به ډېر کارول کېدل . اوس دا  زړه تکنالوژي ده . پخوا يې د برق په  سيستم کې ډېر ارزښت درلوده………………….

دالکترونيک استاد پوره ٨٥ دقيقې لکچر ورکړ . د درس له ختمېدو وروسته يې له هغه ژيړ کاغذي پاکټ نه يو چپتر ووېسته . چپتر يې سارا ته ورکړ او وېويل : ته د صنف نماينده يې ، دا ټولو شاګردانو ته ورکړه چې ځانونو ته يې فوټوکاپي کړي.

سارا يوه شېبه چپتر ته ځير شوه. بيا يې خپلې غټې شنې سترګې پورته کړې: استاده دا چپتر خو ډېر زوړ دی . په قلم ليکل شوى . ځينې ځايونه يې پنسلي دي . که کاپي شي بيا سم نه لوستل کېږي .  که مو خوښه وي ، زه به دا کمپيوټرايز کړم . بيا به يې پرنټ کړو.

–  نه همداسې ښه دی . په دې کې انځورونه دي . هغه به څنګه کېږي.

حکمت وويل: استاده ! هېڅ خبره نه ده . زه به هم له سارا سره مرسته وکړم . انځورونه به هم په کمپيوټر وکاږو . که کوم يو ډېر سخت و بيا به يې سکن کړو .

سارا وويل : هو استاده ! که مو خوښه وي له ټيپ وروسته به يې پاورپاينټ ته واړوو . لپ ټاپ کمپيوټر دا دی زما دی . پړوجکټور به له  ډيپارټمنټ نه راوړو . بيا کېدی شي چې  هيڅ له تختې کاروانخلئ . د سلايډ له مخې درس ورکړئ.استاد چې شېبه په شېبه يې ټنډه تروه کېده په لوړ غږ او  قهرجنه لهجه يې وويل : په دې خبرو مې وخت مه ضايع کوئ .  دا زما د مرحوم استاد چپتر دی . پوره دېرش کاله مخکې يې راکړی و. همدې چپتر زه استاد کړم . که تاسې هم غواړئ چې استادان شئ نو دا ظواهر پرېږدئ.  محتوا ته پام وکړئ  . پر هغو لارو قدم کېږدئ ، چې استادانو مو ايښى دى.

د الکترونيک استاد په غوسه له صنفه ووت . سارا لږ شېبه د چپتر ژېړو پاڼو ته ځير شوه . يوه سړه ساه  يې ووېسته . حکمت ته يې مخ واړوه: کيدی شي تاسو دا چپتر فوټوکاپي ته ورکړئ .

_ هو . خو څو کاپۍ بايد واخلم .

_ زموږ د صنف تعداد اويا کسه دى.

_ سمه ده جان  همداسې به وکړم .

د حکمت خبره لا خلاصه نه وه چې رحيم يې مخې ته ودرېد . په شوخ انداز يې وويل:

حکمته ! ته بايد له دې چپتر نه دوه اويا کاپۍ واخلې.

_ ولې ؟

_ سبا به استادان شئ . دېرش کاله وروسته به دا چپتر خپلو شاګردانو ته ورکوئ  او وايئ به…

               کره کتنه :

د کيسې د موضوع نوی والی هغه څه وو چې د کره کتونکو د خبرو پيل ورباندې وشو .  آغلې ساهره شريف وويل :

   ندا د خپلې کيسې لپاره يوه ډېره مهمه موضوع انتخاب کړې ده ، په رېښتا هم کوم نصاب چې اوس مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې کارول کېږي ډېر زوړ او پخوانی دی ، دا يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده چې ندا په يوه ادبي اثر کې رانغاړلې ده ، زه خو وايم دا کيسه بايد خامخا د لوړو زده کړو وزير ولولي تر څو پر اوسني نصاب غور وکړي.

وروسته اوږۍ اميل د کره کتنې برخه پسې وغزوله او وي ويل : زما هم کيسه ډېره خوښه شوه ، کيسه ښکلی تصوير لري او اورېدونکی له ځانه سره هم هغې صحنې ته وړي .

راحلې نوري وويل :

ندا پر يوې نوې موضوع کيسه ليکلې چې مخکې تر دې چا ورباندې نه وه ليکلې . د کيسې جوړښت يې ښه دی . جملې يې لنډې او اختصار ته پکې پام شوی دی.ځينې وړې خبرې پکې شته مثلا: که څه هم د کیسې عنوان تلوسه لري خو يوې علمي مقالې ته ورته دی  بل دا چې ځينې وړې اضافه خبرې پکې شته لکه ( ورسره ژېړ پاکټ يې پر مېز کېښوده) دلته د ( ورسره ) کلمه اضافي ده .

ډاکټر خوشال روهي وويل : زه هم دا وايم چې ندا خپلې کيسې لپاره يوه بکره موضوع انتخاب کړې ده  او د کيسې ارزښت يې همدې کې دی. دې کيسه کې د داسې یوه استاد نکل دی چې د الکترنيک درس ورکوي خو پخپله له الکترنيک نه ، نه دی خبر . بل داچې په صنف کې د شاګردانو ډيالوګونه ښکلي دي خو نه پوهيږم چې  د (oh come on يار !) لفظ به څومره په ځوانانو کې دود وي؟ دا ترکيب راته پردی ښکاري .

محب وويل : په کيسه کې يو ځای ويل شوي وو چې ( د استاد ټنډه تروه شوه . په لوړ غږ او قهرجنه لهجه يې وويل …) زما په نظر د دې خبر پر ځای بايد د استاد دا حالت عملا په کيسه کې ښودل شوی وای .

په پای کې توبا ندا لنډې خبرې وکړې او له ټولو څخه یې مننه وکړه چې پر کیسه یې ګټورې خبرې وکړې . ددې اوونۍ نیکمرغه میرمن آغلې شریف و ټاکل شوه چې د مصور خپرندوی بنسټ ډالۍ او کتابونه ورته ورکړل شول .

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې(خالي ) ورځې د ماسپښین په یوه نیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي .