کور / تازه خبرونه / كابل: ځانمرګى تر چاودني دمخه ووژل سو

كابل: ځانمرګى تر چاودني دمخه ووژل سو


د پوهني وزارت ته څرمه په ملك اصغر څلور لاري كي د پوليسو پر يوه موټر وسله وال بريد سوى، چي وروسته بريد كوونكى د پوليسو له خوا ځاى پر ځاى وژل سوى دئ.
آزادۍ راډيو د عيني شاهدانو په حواله خبر وركړ، چي د بريد كوونكي مړى اوس هم د سړك پر غاړه پروت دئ، د ځانمرګي جاكټ يې په تن دئ او پر پوليسو استعمال كړې وسله يې هم پرته ده.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو د عدليې وزارت بريد چي وايي ځانمرګى وو، طالبانو منلى دئ.
همدا راز په  كابل كي دريمه پېښه د خيرخانې په لبجر سيمه كي د ماين د يوې چاودني ده، چي د مرګ ژوبله په اړه يې معلومات نسته.
د كابل د امنيه قومنداني مرستيال جنرال دستيار وايي چاودنه د خراسان هوټل مخته سوې ده.
آزادۍ راډيو په درو سرو پېښو كي د مړو شمېر لس تنه په ګوته كړى دئ.