پېښور : د اې اين پي پر يومخكښ چاودنه سوې

خان زمان کاکړ | فبروري 11th, 2009


د عوامي نشنل پارټۍ پر يوه مخكښ او د ايالتي اسمبلۍ غړي عالمزېب خان چاودنه سوې

د شمالي پښتونخوا په مركزي ښار پېښور كې د عوامي نشنل پارټۍ پر يوه مخكښ او د ايالتي اسمبلۍ غړي عالمزېب خان چاودنه سوې چې د هغه په شمول نهه تنه په كې ټپي سوي دي

چاودنه د پېښور ښار د مومن ټاؤن د دله زاك روډ په سيمه كې هغه مهال سوې ده چې عالمزېب خان د يوې لېسې د پرانستنې دستورې ته روان و

د روغتون د چارواكو له خولې ويل سوي چې په ټپي سويو نهه كسانو كې د شپږو تنو روغتيايي وضعه ښه نه ده چې په خپله عالمزېب خان هم په كښې دى

د چاودنې د څرنګوالي په باب تر اوسه لا څه نه دي ويل سوي

Copyright Larawbar 2007-2024