کور / رسنۍ / د ماشوم مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه

د ماشوم مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه


د ماشوم په نامه دوه مياشتنۍ مجله، چې د لومړي كال دويمه ګڼه (تله- ليندۍ ۱۳۸۷) يې په دې ورځو كې د چاپ په پساله پسولل شوې ده، د ماشوم د ادبياتوپه برخه كې غوره زياتونه ګڼل كېږي.
د ماشوم دوه مياشتنۍ مسوول مدير امين الحق امين او مرستيال يې عمرا جان ضيا دى. مجله په ښكلې بڼه له رنګه عكسونو سره د ماشوم ساتنې (سويډن- ناروې) موسسې له خوا په دوو مياشتو كې يو وار خپرېږي. د مجلې په دې وروستۍ ګڼه كې د ماشومانو له اند و ژوند سره سم ادبي، تفريحي او پوهنيز توكي خپاره شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په ماشوم كې د خپرو شويو ليكنو يو څه برخه په انګليسي ژبه هم ژباړل كېږي او د مجلۍ په وروستۍ برخه كې خپرېږي.
د ماشوم ددې ګڼې لړليك په لاندې ډول دى:
د ماشومانود حقوقو په اغړه د ملګرو ملتونو پرېكړه ليك،
د تاوتريخوالي او تشدد د پاكو ښوونځيو پروژه…،
ماشومان د يوې ټولنې راتلونكى جوړوي، بايد سالمې روزنې ته يې پاملرنه وشي،
د ماشوم حقوق،وزر ماتې مرغۍ،
ددې ګڼې ګزارش،
گزارى درى،
تاندې لښتې،
اكو، بكو، سرسيندكو…،
د ګلونو امېل (د ماشومانو د انځورونو البم)،
ماشومان څه وايي؟
بېلابېلې رالېږلې ليكنې،
د ماشومانو ساتنې سويډن- ناروې مسوسسه د ننګرهار سيمه سيمه ييز دفتر د با كيفيته زده كړو پروژه.
د انګليسي برخې لړليك يې دغه دى:
Editorial,
Children make the future of a society,
What do children say?
پته:
د ماشومانو ساتنې (سويډن-ناروې) موسسې سيمه ييز دفتر، مرستون څلور لارى- جلال آباد ښار.
برېښليك:
Mashoo.scsn@yahoo.com
د ګرځند شمېره:
۰۷۰۰۶۰۳۲۵۰