کور / رسنۍ / مومند خپرندويې ټولنې تازه خپاره كړي آثار

مومند خپرندويې ټولنې تازه خپاره كړي آثار

مومند خپرندويه ټولنه له څه مهال راپدېخوا هڅه کوي، چې د افغاني ادب و فرهنګ په ځولۍ کې نوې مرغلرې واچوي او په دې توګه د خپلې ژبې (پښتو) د غاړې لپاره د نويو هارونو په جوړولو سره ددې ژبې ښکلا او ځلا لا زياته کړي. دې ټولنې په لسګونو ادبي، علمي او اسلامي آثار خپار کړي دي، چې په دې وروستيو کې يې دغه لاندې آثار تازه د چاپ په پساله پسوللي دي:

د ملګرو ملتونو تاريخي بهير او بشپړتيا:
دا د پوهندوى ګلاب شاه سبحاني اثر دى، چې په ١١٨ مخونو کې له چاپه راوتلى دى. په دې کتاب کې د ملګرو ملتونو پر تاريخي شاليد او د رامنځته کېدو پر اړتيا او نورو هغو ګڼو موضوعاتو خبرې شوې، چې د ملګرو ملتونو له نړيوالې ټولنې سره تړاو لري.
پر دې کتاب باندې پوهاند محمد بشير دوديال، پوهنوال ګل رحمن قاضي او خپله ليکوال سريزې او يادښتونه کښلي دي.

پر ځان ويسا:
دا مشهور اثر، چې د انګلستان مشهور ډاکتر او ارواپوه ډاکتر سمويل سمايلز د SELF HELP تر نامه لاندې ليكلى دى، ځوان شاعر، ليكوال و ژباړن هجرت الله اختيار د اردو ليكوال حسن علي له اردو ژباړې پښتو ته را اړولى دى. دا كتاب، چې په ۱۳۳ مخونو كې چاپ شوى دى، د روحي او اروايي ستونځو د لېرې كولو لپاره په نړيواله كچه اړين كتاب بلل شوى دى. پر دې كتاب باندې د سيد نظيم سيدي، اردو ژباړن حسن علي او پښتو ژباړن هجرت الله اختيار يادښتونه راغلي دي.

ښځه، مينه او ژوند:
دا اثر د ځوان شاعر و ژباړن شفيع الله تاند په زيار ژباړل شوى او راټول شوى دى، چې د ژوند، مينې، ښكلا، ښځې او ټولنې په هكله د بېلابېلو پوهانو نظريې او خبرې پكې لوستلى شئ. كتاب په ۱۱۱ مخونو كې د ژباړن له سريزې سره چاپ شوى دى.

پر اسلام شوې نيوكې او د هغوڅېړنيز ځوابونه:
دا د اسلامي نړۍ د لوى معاصر ديني عالم ډاكتر ذاكر نايك اثر دى، چې شفيع الله تاند پښتو كړى دى. نوموړى اثر په ۱۹۰ مخونو كې له چاپ راوتلى دى، چې د اسلام د رښتينولۍ او حقانيت په هكله له هېښووونكيو دلايلو څخه برخمن دى. ياده دې وي، چې د ډاكتر ذاكر نايك ځينې نور آثار هم د مومند خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوي دي.

آرماګدون:
دا د مصر د الازهر پوهنتون د استاد محمد امين جمال الدين مشهور اثر دى، چې په ګڼو ژبو ژباړل شوى دى.
دا كتاب په دې وروستيوكې د تكړه او هڅاند شاعر، ليكوال، ژورنالست او ژباړن نجيب الله نايل له خوا پښتو ته راژبړل شوى دى. كتاب ټولټال ۲۰۰ مخه دى او د همدغه ياد شوي خپرنځي له خوا يې چاپ ته اوږه وركړل شوې. پر كتاب استاد فضل ولي ناګار او استاد ببرك مياخېل يادښتونه كښلي. كتاب د درېيمې نړيوالې جګړې او د نړۍ د نژدې راتلونكي برخليك په اړه حيرانوونكې خبرې او ارزونې لري.

لكه ګل شونډې، لكه پاڼې سترګې:
دا شعري ټولګه هم په ۶۸ مخونو كې مومند خپرندويې ټولنې خپره كړې، شاعر يې نجيب الله نايل او سريزې پرې  استاد ناګار، عبدالغفور لېوال، عطاء الله حيران او خپله شاعر كښلې دي.

د سباوون وږمې:
دا د زر محمد منصف شلګزيوال د نعتونو لومړنۍ ټولګه ده، چې په ۱۱۰ مخونو كې د ياد شوي خپرنځي له خوا خپره شوې ده. پر دې كتاب باندې استاد محمد آصف صميم، استاد ازمون او ځوان شاعر حيات الله ګهيځ اندونه د سريزو په بڼه څرګند كړي. دا ټولګه تر دې دمه د نعتيه شاعرۍ د زنځير وروستۍ كړۍ ګڼل كېږي.