کور / هراړخیز / ایا رښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟ (۱۳)

ایا رښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟ (۱۳)

اسلامي سیاست څه ته وایې؟
 

تحا كم الطاغوت
[ د معاملاتو او شخړو پریکړه دطاغوت په واسطه ]
  په قراّن كريم کې  په يوه بله توګه هم دخداى  دحاكميت ثبوت  موجو د  دې اوهغه دطاغوت څخه د انكارحكم دې دطاغوت په هكله اته اّيتونه   راغلي  دي  نو دلته لومړې اّيتونه رانقلوو او بیا د طاغوت حقيقت را برسيره كوو.

(فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدْ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الوثْقَى لا انفِصَامَ لَهَاوَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ)

  [د البقره سورت 256 اّيت]

   [ هغه چا چې د طاغوت نه انكاروکړ او په الله یې ايمان راوړ هغه يوه داسى كلكه اسره ونيوله چې هیڅکله ماتيدونکې نه ده، او الله د هر څه اوريدونکې او په هر څه   پوهيدونکې دې ] .

  په دې اّيت کې طاغوت   دالله جل جلاله په   مقابل کې راغلي  دې،   او دهغه څخه مخه اړو نه او سركشي اود الله جل جلاله په احكامو او فرامينو باندې ايمان راوړلوته (عروه الوثقى )  [ نه شليدونکې حلقه او كلكه تكيه ويل شوي ده ].

  « كفر بالطاغوت» د (لااله)  غوښتنه ده او« ايمان بالله »د( الاالله)   غوښتنه ده – د الله جل جلاله د قوانينووڅخه پرته د نورو ټولوقوانينوڅخه انكاركول اومخ اړول اود الله جل جلاله په قوانينو ايمان راوړل د طیبې كلميى حقيقت او د توحيدمفهوم دې .

(    وَالَّذِينَ كَفَرُوا اولیاؤهُمْ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنْ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ او لئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ   )  

   [د البقره سورت 157 اّيت]

  [او كوم خلكو چې د كفر لاره غوره کړې د هغوی ملاتړي    اومرستندویان طاغوتان دي، هغوی   له رڼا نه د ترږمیو لوري ته راکاږي دا كسان دوزخ ته ورتلونکي دي او   هلته به تل اوسیږئ ] .

  نو د دې اّّيت څخه معلومیږئ چې  طاغوتي قانون توره تیاره او د الله قانون رڼا او روښنایي ده .

   (أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنْ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلاءِ أَهْدې مِنْ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلا- او لئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمْ اللَّهُ وَمَنْ يَلْعَنْ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا   )

     [د البقره سورت 51 اّيت]

  [ ایا تا هغو خلكو ته نه دي كتلى چې د كتاب له علم څخه يو څه برخه ورکړل شوي ده خو د هغو حالت دا دې چې جبت او   طاغوت مني او د كافرانو په اړه وايى چې له ايمان راوړونكو څخه خو د همدوي لاره  زیاته سمه ده ، همداسى خلك دې چې الله پرې لعنت کړيدې او په چا باندې چې الله لعنت وکړي بیا ته د هغه له پاره مرستندوي نشې ميندلى ] .

  ددې ايت څخه څرګندیږي چې د طاغوتى نظام پيروي كول   د الله جل جلاله د قهر او لعنت سبب ګرځي ، او هغه خلك چې دد طاغوت د قانون پيروي كوي هغوی ته د توحيد په نسبت د كفر او شرك لاره ښه ښکارى .

  (الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ ا لطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا اولیاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا   )    

  [د النساء سورت 76  اّيت ]

  [ كوموخلكو چې د ايمان لاره غوره کړيده هغوی د الله په لار کې جنګیږئ او هغه خلكو چې كفر کړي دې د طاغوت په لاره کې جنګیږئ نو د شيطان له ملګرو سره وجنګیږئ او باور ولرئ چې د شيطان د سيسى په حقيقت کې ډیرى كمزورى دې ] .

  د پورتنى اّيت څخه مقصد دا دې چې د الله جل جلاله دكليمى د لوړوالى په خاطرجنګ كول دايمان غوښتنه ده او د طاغوت د قانون د لوړوالى په خاطر جنګيدل كفر دې او په خپله طاغوتى نظام په حقيقت کې د شيطان د مكراو فريب څخه عبارت دې

  (.مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمْ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ او لئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ )

  [ د المائده سورت 60 اّيت ]

  [هغه څوک چې الله جل جلاله ورباندې لعنت وکړ او غضب يى پرې راښکته کړنو له هغو څخه ئى بيزوګانى او خوګان جوړ کړل او هغه چا چې د غير الله اطاعت وکړ نو د هغو درجه لږ ډیره زیاته بده اوله نيغى او سمى لارې څخه  ډیر بى لارې شوي دې ].
  په پورتنى اّيت کې د طاغوت بندګي كونکې او د هغى د قانون پيروان د بيزوګانو، خنزيرانو، لعنتیانو او غضب کړاى شوو په فهرست کې شمارل شوي دې او ويل شوي چې دوي د صحيح لارې څخه بلكل اوښتي دې .
  (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولا أَنْ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ )
  [د النحل سورت 36 اّيت]
  [ مونږ   هر امت ته  يو پيغمبر ولیږه او د هغه په وسيله مو    ټول خبردار کړل چې د الله جل جلاله بندګي وکړئ او د طاغوت  څخه ځان وژغورى ] .
  ددې څخه دا څرګندیږي چې د طاغوت  د بندګۍ او د هغه د قوانينو څخه د لرى والي حكم هر نبى عليه السلام ته ورکړل شوي و  او د ټولو انبیاو عليهم الصلوه و السلام د شريعتونو بنسټ د الله جل جلاله په حاكميت او د هغه په معبودیت ایښول شوي دې .
  (وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمْ الْبُشْرَى )
[ د الرمز سورت 17 اّيت ]

  [ او كومو خلكو چې د طاغوت  له بندګۍ     څخه ځان وژغوره  او د       الله جل جلاله په لور يى رجوع وکړه د هغو له پاره زيرى دې نو                             [اى پيغمبره ] زيرى ورکړه زما هغو بندګانو ته چې په غورسره اوري او په  ډیره  ښه توګه یې  پيروي كوي ] .
  د زيرى  وړ خلك هغه دي چې د طاغوت د بندګي څخه لرى والى كوي. پورته اوه اّيتونوکې دا خبره په صريحه توګه څرګندیږي چې د حكم وركولو ، پریکړى كولو او د قانون جوړولو اختیار طاغوت ته نه دې ورکړل شوي او په هرموْمن فرض دې چې د هغه څخه مخ واړوي او لرى والى ترى وکړي .
د طاغوت مفهوم
د لغت د پوهانوله نظره
  د طاغوت كليمه د طغى او طغیان یا طغو او طغوي ،طغوان څخه اخستل شوي ده – طغى، طغیان، طغو، طغوي او طغوان ددې ټولومعنا د اعتدال د پولوڅخه وتل دې. ددې   كليموڅخه راوتلى كليمه دسرکښانو  او د پولوڅخه د اوښتلو په معنا ډیره استعمال شوي لكه :
  َ(کذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا )      [ د الشمس سورت 9 اّيت]
   [ د ثمودیانوقوم د خپلى سركشۍ په اساس حق دروغ وګاڼه ]
  (فِي طغیانهِمْ يَعْمَهُونَ )
   [ د البقره سورت 15 اّيت – د الانعام  سورت110 اّيت د الاعراف سورت 186 اّيت – د يونس سورت 11 اّيت – د الاسراء سورت 60  اّيت   د الكهف سورت 80 اّيت – د المومنون 75 اّيت ]
  [ او دوي  په خپله سركشۍ کې لكه د ړندو په شان تيندكونه خوري ]
  د طاغوت كليمه د همدې مادې څخه د مبالغى صيغه ده،چې معنائى ،(كثيرالطغیان)  يعنى په سركشۍ ، نافرمانۍ او د حدود څخه په   وتلوکې د ټولونه وړاندې كيدل دې ،  چې يواځې ګمراه او سركشه نه، بلكه د كفر او ګمراهۍ مشر او قائد هم وي .
  لغت پوهانو د دې كليمى څرنګوالې  په دې توګه بیان کړي دې :
  (و الطاغوت يقع على الواحد و الجمع و المذكر و المونث وزنه فعلوت انما هو طغيوت  قدمت  الیاء قبل الغين وهى مفتوحه و قبلها فتحه  فقلبت الفاُ… و قال ابواسحق رحمة الله عليه كل معبود من دون الله عزوجل جبت و طاغوت و قال الشعبى وعطاء و مجاهد رحمة الله عليهم الجبت السحرو الطاغوت الشيطن و الكاهن  وكل راس  فى الضلال )
  [ د طاغوت كليمه د واحد ، جمعى ، مذكر او مونث ټولو له پاره راځې چې صرفى وزن ئى  «فعلوت» او یا « طغيوت » دې دلته ئى “ى” په “غ ” باندې رامخته کړي او په ” الف”  يى بدله کړي ابوسحق رحمة الله عليه فرمايلى چې د الله جل جلاله پرته د بل هر چا بندګي وکړل   شي نو هغه  جبت     او طاغوت      دې .شعبى عطار اومجاهد رحمة اللهم عليه  ويلى  دې چې جبت     جادو ته      وايى او طاغوت شيطان اوجادوګر ته هم ويل کیږي او هرهغه سړي ته طاغوت ويل کیږي چې د ګمراهى لیډر او قائد دې1].
د طاغوت مفهوم د صالحينو له نظره
  عمر فاروق رضى الله عنه ، عامر شعيبى ، ضحاك ، او سدې رحمة الله عليهم ويلي  دي چې د طاغوت څخه مقصد شيطان دې .
  او امام راغب اصفهانى لیکلي دې چې 🙁 الشيطان اسم لكل عارم من الجن و الانس و الحيوان)
   [ د هربدخو يه او سركشه نوم  شيطان دې كه څه هم دا انسان وي ،  یا پيرى او یا حيوان وي ].
  ابن عباس او ابن مسعود رضی الله عنهما فرمايى چې : اما شیاطينهم  فهم رؤسهم فى  الكفر و قال قتاده قادتهم فى  الشر)
  [ د منافقو د شيطانانو څخه مقصد د كفر او بد لارښوونکې او قیادت كونکې انسان دې ] .
  غالباً چې په قراّن كريم کې  په 88 ځايونوکې د شيطان كليمه یاد ه شوې ده چې په هغى کې ئى لږ تر لږه په څلورو اّيتونوکې په خپله انسان ته په څرګند ډو ل شيطان ويل شوي لكه 🙁 د البقره سورت 14 ايت  ، ال عمران سورت 175 اّيت ، د انعام سورت  112 اّيت ، د الناس سورت  6 اّيت) _ كومو صحابو رضى الله عنهم او تابعينو رحمة الله عليهم چې طاغوت په شيطان معنى کړې دې نو د هغوی مقصد عام دې. [ هغه پيریان او    انسانان چې خلك بى لارې كوي ، د كفر او د شرك مشري او قیادت كوي    هغوی طاغوت دې ] .
  امام فخر الدين رازى په خپل تفسير کې فرمائى چې :[ د سوره النساء په 51 اّيت کې حيى  بن احطب اوكعب بن اشرف  ته« جبت او طاغوت»     ويل شوي دې چې دا اّيت د همغوي  په هكله را نازل شوي و   دا په دې خاطر  چې دوي  دواړو كوشش كاوه چې خلك د دين څخه واړوي .]
  د امام مجاهد رحمة الله عليه يوه وينا ده چې 🙁 الطاغوت الشيطان فى صوره انسان   يتحاكمون اليه و هو  صاحب امرهم )
  [ طاغوت د انسان په شكل کې شيطان وي  چې هغه  ته خلك د خپلو شخړو د پریکړى  له پاره  ورځي او دې د هغوی حاكم او قاضى وي ] .
  ابن  جريرطبرى رحمة الله عليه فرمايى : [  صحيح خبره دا ده چې   د الله   جل جلاله په مقابل کې هر سركش او باغى ته چې د الله جل جلاله څخه  پرته يى  بندګي  وشي طاغوت  ويل کیږي كه څه  هم  هغه دا خلك  په زور        خپل  تابع کړي  وي  یا خلكو په خپله خوښه او مينه  د ده  بندګي او عبادت شروع  کړي وي كه دا انسان وي  یا بت وي یا كوم بل شي 2.]
  حافظ ابن قيم رحمة الله عليه چې په 751 هجري قمري كال کې وفات  شوي لیکلي :[ هرهغه شي ته طاغوت ويل کیږي چې د هغه له امله بنده د بندګۍ د پولو څخه ووځي كه څه هم د هغه عبادت وشي اویا د هغه تابعداري اواطاعت وشي، د هر قوم طاغوت هغه دې چې هغوی د خپلو شخړو د پریکړو له پاره د الله جل جلاله او رسول صلی الله عليه وسلم پرته هغه [طاغوت] ته ورځي او دا قوم بیا د هغه عبادت كوي یا د هغه تابع ګرځي، پرته له دې چې د هغه بصيرت په واسطه چې الله جل جلاله دوي ته ورکړي دې معلوم کړي چې دا د الله جل جلاله اطاعت دې اوكه نه ؟
  دا دي د دې نړۍ طواغيت او شيطانان ،كه چيرى تاسې د دوي حالت او کړنه په غور وڅیړئ، نووبه ګورئ چې ډیر و  خلكود          الله   جل جلاله     عبادت پرى ایښې او د دې طواغيتوعبادت او پالنه  ئى شروع کړي او د الله جل جلاله او د هغى د رسول صلی الله عليه وسلم د قانون پرځاى د طواغيتو په  لور د خپلومعاملو او شخړو د پریکړى له پاره ورځي 3.
  د لغت پوهانواود تفسير د امامانو د پورتنۍ څیړنې څخه دا  ثابتیږي    چې كاهن ، ابليس او بت هم طاغوت دې .
  اوهغه حكمران چې د الله جل جلاله د حاكميت پرځاى خپل حاكميت مسلط كول غواړي اود الله جل جلاله د قانون  پرځاى خپل جوړ شوي قوانين او د نورو انسانانو جوړکړي قوانين نافذول غواړي، هم طاغوت دې.                 په خپله د انسان ،اماره نفس هم طاغوت دې چې د هغه په اساس دې بغاوت او سركشۍ ته تیاریږي ، الله جل جلاله د دې ټولوطواغيتوڅخه  د لرى والي  حكم کړې دې .
شريعت او شارع
  په خپله د شريعت د كليمي   څخه دا   ثابتیږي    چې   يواځې  الله   جل جلاله شارع اوقانون جوړونکې  دې .
  « شريعت،شرعه ،شارع او مشرعه»   په عربى کې   لارې ته وائى ، لوي لارې ته شارع  وايى اولارښونکي ته  هم    شارع      ويل کیږي خو د قراّن په اصطلاح د شريعت څخه مقصد د [ الهي احكامومجموعه ] ده.
  ابن منظور رحمة الله عليه لیکي چې:
  ( والشريعه والشرعه ما من الله من الدين وامر به كالصوم والصلوه والحج والزكوه و سائراعمال البر)
   [ شريعت او شرع د دين هغه لاره ده چې الله جل جلاله خپلو بندګانوته ټاكلى   ده او په هغه ئى ورته د تلوحكم کړې دې لكه لمونځ ، زكاة ، روژه ، حج ، جهاد ،غوره اعمال ] 4.
  مشهور تابعى سیدنا قتاده رحمة الله عليه فرمايلى دي چې :
  ( والشريعه الفرائض و الحدود و الامر و النهى)
   [ شريعت د فرائضو، شرعي حدودو، او  امر او نهى نوم دې 5 ] .
  د قراّن كريم په درى اّيتونوکې د شريعت دكليمى په څنګ کې د الله جل جلاله نوم د قانون جوړونکي  په حيث یادکړل  شوي دې ] .
  ا ]( لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا)   [د المايده سورت 48 اّيت]
  [ مونږ له تاسې نه د هر يوه له پاره يو شريعت او يو عملي تګلاره   ټاکلې ده ] .
  ټول انبیاء عليه السلام او اّسمانى ملتونه د دين په اصولوکې يو د بل سره متحد دي خو هر امت ته د هغى د چاپيریال او خاص استعداد مطابق خاص خاص احكام او لارښوونى ورکړل شوي دې .
  صحيح بخاري لیکلي چې :[ ټول پيغمبران عليهم السلام په خپلو منځوکې ميرني ورونه دي لكه د چا چې پلار يو وي او مورګانى يى بيلى بيلى وي .]
  د دې څخه همدا مقصد اخستل کیږي چې اصول ټول يو، خو په فرعوکې توپير شته د”جعلنا” څخه را څرګندیږي چې د قانون  او شريعت  وركونکې يوازى او يوازى يو الله رب العالمين دې .
  ب ]( ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنْ الامر فَاتَّبِعْهَا وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ )  [ د الجاثيه سورت 18 اّيت ]
  [ او ته مو اى پيغمبره ! د دين په  يوه روښانه لاره [ شريعت ] باندې برابر کړي يى، له دې كبله ته پر هماغى باندې لاړ شه او د هغو كسانو د نفسى غوښتنو پيروي مه كوه چې علم نلري ] .
  په دې اّيت کې هوا د شريعت په مقابل کې ښوولى شوي ده او دا ترى راڅرګندیږي چې هغه قانون چې د الله جل جلاله د قانون په خلاف وي هغه به په هوا او نفسى غوښتنې ولاړ وي اودهغه جوړونکې یاپه هغه عمل كونکې به ناپوهه او د خپل نفس بنده وي كه څه هم د دې قانون جوړونکې كوم فيلسوف ، یا دينى مشر،یا پادشاه وي اویا د قوم وکیلان ،كارګران او د هقانان اویا عوام  وي .
  ج ]( أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ یاذَنْ بِهِ اللَّهُ وَلولا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ) 
   [د الشورى 21 اّيت ]
  [ ایا دا خلك د الله سره داسى شريكان نيسى چې د دوي له پاره يى د دين داسى طريقى غوره کړي چې الله د هغى اجازه نه  ده کړي ؟ كه د فيصلى خبره مخکې نه واى تر سره شوې نو د دوي ترمنځ به پریکړه صادر کړاى شوې    وه. به باوري توګه د دغو ظالمانو له پاره درناك عذاب دې ] .
  د پورتني اّيت د وضاحت څخه دا را په ډاګه کیږي چې دلته د شریكانو   څخه مقصد هغه ګډونكونکې نه دې چې خلك ئى دكومك له پاره په غائبانه ډو ل راغواړي بلكه مقصد ترى هغه خلك هم دې چې هغه ئى ورسره په تشريع او قانون سازۍ کې شريكان ګرځولى دي. د هغوی په ټاکلو قوانينو او احكامو باندې خلك داسى روان دي چې ته به وايى همدا شريعت دې او پيروي ئى په دوې ضرورى ده ، دا خو داسى شرك دې لكه څنګه چې څوک د الله جل جلاله پرته بل چاته سجده كوي ، اویا د الله جل جلاله پرته څوک د غيبي  كومك له پاره راغواړي ، د اّيت په اّخر کې دې ډو ل خلكو ته ظالمان ويل شوي ، او علت ئى دا دې چې د شرعي قانون په خلاف وضعى قانون جوړول  یا په هغه عمل كول شرك دې  [ ان الشرك لظلم عظيم ] په   رښتیا چې شرك  ډیرلوي ظلم دې ] .
اله د تشريعي حاكم پرمعنى
  د اله د كليمى یادونه د قراّنكريم په يو 140 ځايونو کې راغلي ده.  په ډیروځايوکې دا كليمه د كارجوړونکې، فریاد اوريدونکې، مشكل حل كوونكى او د عبادت او بندګي مستحق په معنى استعمال شوې ده،خو په ځینو نورو اّيتونوکې د قانون جوړونکې، حاكم او د بندګۍ او د اطاعت د لایق په معنى راغلې ده ، هسى خو د كارجوړولو په څنګ کې د قانون جوړولوعقلى ربط هم شته نوځکه څوک چې  كارجوړونکې وي  نوبندګي بیا د همغه حق وي .
  (أَرَأَيْتَ مَنْ اتَّخَذَ الههُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَکیل )
  [د الفرقان سورت 43 اّيت ]
   [ اّیا ته د هغه چا حال ته ځیر شوي يى چې هغه خپل نفسى خواهش خپل خداى ګرځولى و ؟ ایا ته په سمه لاره باندې د داسى چا د را  اوړلو مسئوليت پر غاړه اخيستلى شي ؟ ] .
  ښکاره ده چې هيڅوک هم خپل ځان كارجوړونکې او د غيبى قوت مالك نه ګڼي  نو ځکه دلته هم د اله كليمه د كارجوړولو په معنا نه ده راغلي    بلكه د تشريعى حاكم او قانون جوړونکي  په معنى راغلي ده ، ابن جرير او ابن كثير رحمة الله عليهم دواړو لیکلي دي چې : [دا اّيت د هغه عربومشركينو په هكله رانازل شوي و چې كله به ئى ښکلې تیږه وليده نو مخكنيۍ تیږه به ئى وغورځوله او بیابه ئى د هغى نوي تیږ  ى عبادت شروع كاوه نو الله جل جلاله د همدې طرز عمل په لور د اشارى كولو په ترڅ کې ويلي دې چې دا خلك په حقيقت کې د خپل نفس بندګان دي .
  ابن جوزى رحمة الله عليه د دې اّيت په تفسيرکې لیکلي دې چې:
  ( المعنى يتبع الهواء ويدع الحق فهوله کالا له)
   [ د اّيت مفهوم دا دې چې دا شخص د نفس     پيروي كوي اوحق       پریږدي نو دا نفس ورته د معبود په منزله دې ] 6.
  عمادالدين بن كثيررحمة الله عليه فرمايى چې :
  ( اى مهما استحسن من شئ وراه حسنا فى هوي نفسه كان دينه  ومذهبه) [ هغه څه چې دې يى د خپل نفس د غوښتنې په اساس ښه وګڼي  نو همغه د دې دين دې ] 7.
  ابوامامه رضی الله عنه څخه رانقل شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلى  دې چې :
  (ماتحت ظل السماء من اله يعبد من دون الله اعظم عندالله من هوي يتبع)
  [ د الله په نزد د اّسمان  لاندې تر ټولو لوي «اله» چې د الله جل جلاله پرته ئى  بندګي کیږي هغه د نفس او خواهش   پيروي ده8].
  په دې حديث کې  «اله» ته مطاع اومتبوع ويلى شوي دې يعنى حاكم او قانون جوړوونکې، چې د هغه اطاعت به کیږي كه څه هم د هغه حكم او خو ښه د الله دحكم موافق وي یامخالف .
  (وَمَا أُمِرُوا الا لِيَعْبُدُوا الها وَاحِدًا لااله الا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ )
[د التوبه سورت 31 اّيت]

  [ او هغوی ته له يو معبود نه پرته د بل هيچا د بندګۍ كولو حكم نه وْ ورکړل شوي ، هغه چې له هغه پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته اوله ټولو   هغو مشركانه خبرو څخه چې دوي يى كوي ،پاک دې  ].
  عمادالدين بن كثيررحمة الله عليه د دې اّيت په تفسيرکې لیکلي دې چې : وما امروا الا ليعبدوا الها واحدا – الذى اذا حرم الشيء فهو الحرام وما حلله فهو الحلال ما شرعه ابتع وما حكم به نفذ)
  [ د الله جل جلاله د وحدانيت څخه مقصد دا دې چې كله هغه كوم شي حرام کړي نو همغه حرام وي او که كوم شي چى حلال کړي  نو هغه حلال وي اوكوم قانون چې هغه ئى نافذ وي د هغه به تابعدارى کیږي او هر هغه حكم چې هغه ئى كوي هغه به جارى او پلي کیږي ] 9.
  ابن جريررحمة الله عليه هم په دې   کې اله د معبود اومطاع  په دواړو معناګانو راوړى دې 🙁 وهو الله الذى له عباده كل شي ء وطاعه كل خلق تنزيها و تطهيرا لله عمايشرك فى طاعته وربوبيته )
  [ الله جل جلاله هغه ذات دې چې هرڅه د هغه عبادت كوي او ټول مخلوق ئى اطاعت كوي، پاکې ده يو الله جل و على شانه ته د هغه شیانو څخه چې هغوی يى ورسره په تابعدارۍ او حاكميت کې ورګډوي ] 10.
  دې دواړو تفسير پوهانو دلته« اله» د تشريعى حاكم او قانون جوړوونکې په معنى  راخستى دې او د کلام د وضاحت څخه هم دغه ثابتیږي .
رب د تشريعى حاكم په معنى
  د رب كليمه په قراّن کې درى ډو له معناوله پاره استعمال شويده اوپه عربى ژبه کې ئى هم همدا درى بنسټیزې معنا وي راغلي 🙁 مالك – پروردګار- حاكم او پادشاه)
  ابن منظور رحمة الله عليه لیکلي چې:  (الرب يطلق فىاللغه على المالك و السيد و المدبر والمربى و القيم و المنعم)
   [ د رب  دكليمى اطلاق په لغت کې په مالك ، پادشاه ، مدبراو منتظم ، مربى او محسن هم کیږي ] 11.
  مفسرينوهم دا درى  ډو له معناوې  بیان کړي دي : (فربنا جل شانه السيدې الذى لا شبه له و لامثل فى سودده و المصلح امرخلقه بما ا سبغ عليهم من نعمه و المالك الذى له الخلق  والامر )
  [ زمونږ رب چې شان ئى تر  ټولو لوړ، حاكم او پادشاه دې او   په   سیادت او حاكميت کې هيڅوک د هغه سره مشابه اوبرابر نه دې، د خپل      پيدایښت { مخلوق } د حالت ښه كوونکې دې { د هغوی پالونکې دې }   د هغه ټولو نعمتونو په واسطه چى هغه د دوي له پاره رالیږلي دې  { پيدا کړي يى دي } او زمونږ رب مالك دې او هغه لره دې خلق {پيدایښت } او واکمني ] 12.
  په قراّنكريم کې د الله جل جلاله له پاره د رب كليمه په 960 ځايونو کې راغلي ده چې په هغه کې142ځايونه داسى دي چې د هغى د متن او وضاحت څخه دا  په  ډاګه کیږي چې هلته  د رب كليمه  د تشريعى حاكم ، شارع  او قانون جوړونکې په  معنا راغلي ده او یا په درى واړو ذكر شوو معناګانو استعمال شوي ده
  (قُلْ یاأَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالوا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ الا نَعْبُدَ الا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ)
     [د ال عمران سورت 64 اّيت ]
  [ ووايه اى اهل كتابو! يوي داسى خبرى ته راشئ چې زمونږ او ستاسو دواړو ترمنځ يو شان ده ،دا چې مونږ له الله نه پرته د هيچا بندګي ونکړو له هغه سره هيڅوک شريك ونه  ګڼو اوله مونږ نه دې هيڅوک له الله نه پرته  بل هیڅ يو په ربوبيت ونه نيسي،   كه هغوی ددې بلنى له منلو نه مخ واړوي نو په ډاګه ورته ووايه چې شاهدان اوسئ مونږ خو مسلمانان يو او يوازى د الله جل جلاله بندګي كوونکې او اطاعت كوونکې يو ] .
  يومشهو رتابعى ابن جرير رحمة الله عليه فرمايى چې :
  ( ان تلك الربوبيه ان يطيع الناس سادتهم وقادتهم فى غيرعباده وان لم يصلوا  لهم )
  [ د الله پرته  د بل چا رب نيولو څخه مقصد دا دې چې خلك [ پرته دكوم شرعي دليل څخه] د خپلو مشرانو او سردارانو تابع اوسي، كه څه هم د هغوی عبادت [ بندګي او سرټیټونه ] نه كوي او نه  د هغوی له پاره لمونځ ادا كوي ] 13.
  يعنى هغوی ئى د غيبى طاقت خاوندان هم نه ګڼي  اونه   هغوی ته    سجده كوي ، خو د الله د حكم په مقابل کې د هغوی حكم په ځاى راوړى نو د دوي دغه عمل ، د هغوی د رب نيولو سره برابر دې .
  امام قرطبى رحمة الله عليه د رب د نيولو تشريح   په دې توګه کړي ده چې: (د كتاب خاوندانو خپل علماو او راهبانو ته د رب درجه ورکړي وه ، د الله د تحريم او تحليل پرته ئى د هغوی تحريم او تحليل مانه) – نو دا اّيت ددې خبرى څرګندوي دې چې يواځې په نظرى  ډول   يوشي ته ښه ويل   باطله خبره ده ترڅو چې هغه په كوم شرعي   دليل ښه نه وي ښوول شوي . د دې اّيت څخه د شيعه ګانودا خبرى هم مسترد یږي چې وايى د امام خبره ددليل او سند پرته هم بايد ومنل شي،او امام د الله جل جلاله حرام کړي شیان حلالولى شي    پرته له دې څخه چې د هغه  له پاره كوم شرعي سند راوړاندې کړي 14.
   (اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ)
   [ د التوپه سورت 31 اّيت ]
  [ دوي خپل عالمان او روحانيون له الله پرته خپل اربابان نيولي دي ] .
  د دې اّيت تشريح د عدې بن حاتم رضى الله عنه څخه په رانقل شوي يوحديث کې واضح  شوې چې یادونه به ئى د حاكميت په بحث کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حديثو تر عنوان لاندې وشي .
  امام فخرالدين رازى  رحمة الله عليه  لیکي چې 🙁 زما استاد به ، چې خاتمه المحقيقين و، ما ته ويل چې ما يو ځل  د ځینې مسائلو د ثبوت په خاطر دمقلدينوپه مخ کې اّيتونه ولوستل نو په حيرانتیا سره يى وويل چې زمونږ د پخوانيو [ سلفو] روایات د دې په خلاف دي) [ دا ناروغتیا د ډیرو خلكو په رګونوکې ځغاستى ده ]
قضا د تشريعى حكم په معنى
  د الله جل جلاله قضا په دوه ډوله معنى کیږي :    (۱) تكوينى احكام –       (۲) تشريعى احكام .
  په قراّنكريم کې دا كليمه په 38 اّيتونو کې راغلي ده چې هلته ترى مقصد تكوينى او ازلى قضاء ده خو لږ تر لږه په دوه اّيتونوکې د قضا كليمه د شرعي حكم یا د شرعي قانون په معنى هم  راغلي ده دا د بیان يو بل شكل دې چې د هغى په اساس الهي حاكميت  ثابتیږي .
  ( وَقَضَى رَبُّكَ الا تَعْبُدُوا الا ایاه )
   [د بنى اسرائيل سورت 23 اّيت]
   [ او ستا رب پریکړه کړيده چې تاسې د بل هيچا عبادت مه كوئ مګر يوازى د هغه  ] .
  ( وَمَا كَانَ لِمؤمِنٍ وَلا مؤ مِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ )
   [  د الاحزاب سورت 36 اّيت ]
  [ هیڅ يو مؤمن سړې او هیڅ   مؤ منه ښځه دا حق نلري چې كله الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم د كومى معاملى پریکړه وکړي نو بیا د ې (هغه/ هغې) ته د خپلى معاملى د پریکړې واک  ور  په  برخه وي ] .
  په دې دواړو اّيتونوکې دا خبره روښانه شوي ده چې قاضى الله جل جلاله دې اوحكم كول د هغه حق دې او د هغه په مقابل کې د قانون جوړولو حق هيچاته نه دې ورکړل شوي .
   په همدې توګه د امركليمه د تشريعى  حكم په معنا په قراّنكريم کې په 43 ایاتونو کې راغلي ده او ورڅخه داسى  ثابته شوي چې مطلقه اّمريت  يوازى د الله جل جلاله  صفت دې .
عبادت د حكم مننې په معنى
  د عبادت اساسى معنا خو( غايه الخضوع والتذلل)  دې يعنى د خپل معبود په وړاندې تراّخرى درجى پورى عاجزى كول او د هغه  په مقابل کې خپل ځان بى وسه او كمزورى ګڼل ، د همدې بنسټیز مفهوم په اساس په قراّنكريم کې دا كليمه په درى معناو استعمال  شويده : غلامي، پالنه، د حكم منل [ بندګي ] .
  د غلامې او پرستش دمعناو مثالونه خو ډیر دې خو د عبادت كليمه  د بندګۍ او اطاعت په معنا هم  ډیره استعمالیږي .
  ابن منظور افريقى رحمة الله عليه لیکي چې: (العباده الطاعه … وكل من دان لملك فهوعابدله)
   [ د عبادت  معنا اطاعت اوتابع كيدل دي لكه څوک چې د كوم پادشاه  [په غيرى مشروط   ډو ل ] تابع اوسي نو هغه ته د هغه غلام  ويل کیږي ] .
  يعنى په غیر مشروط  ډول د كوم حكمران او مشر اطاعت كول ، پرته   له دې نه چې وګورئ چې د ده حكم د شريعت مطابق دې او كه نه،      دا په اصل کې د هغه عبادت كول دي  چې ناروا او شرك  دې ،   په  قراّنكريم کې د الله جل جلاله له پاره د عبادت حكم او د غير الله د عبادت څخه منع 144 ځايه راغلي ده ، خو 73 ځايونه داسى دې چې هلته عبادت د اطاعت په معنا یاد شوي دې یا د پالنې او اطاعت په دواړو معناو استعمال شوي دې چې دلته د نمونى په توګه څو اّيتونه تر نظره تيروو .
  (یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنتُمْ ایاه تَعْبُدُونَ )
  [ د البقره سورت 172 اّيت ]
  [ اى د ايمان خاوندانو د هغو پاكوشیانوڅخه وخورئ چې مونږ   تاسوته درکړي دي ، او د الله جل جلاله شكرپه ځاى کړئ كه چيرى تاسې د هغه عبادت كونکي یاست ] .
  ابن جريرطبرى رحمة الله عليه د دې اّيت  په تفسيرکې لیکي چې : (كه چيرى تاسې په ریښتونى د الله جل جلاله د حكم تابع او غاړه ايښودونکې یاست،نو هغه څه چې هغه درته حلال اوپاك ګرځولى دې هغه بى د څه      تكلف څخه وخورئ او په خپل ځان د هغه د حرامولو په اساس د شيطان په قدمونو قدم مه اخلى 15.
  [ د الله جل جلاله له خوانه د حرامو او حلالوګرځول شوو پابندې كول هم د هغه عبادت دې نه يواځې سجده كول ] .
  (أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ یابَنِي آدَمَ أَنْ لا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ)
[د يسین سورت 60 اّيت ]

  [ اى داّدم عليه السلام ځوځاته ! ایا ما تاسوته هدايت نه وه کړي چې د شيطان بندګي مكوئ هغه ستاسې ښکاره دښمن دې او يوازى زما بندګي وکړئ دغه سمه لاره ده ] .
  امام فخرالدين رازى رحمة الله عليه ددې اّيت په تشريح کې لیکي چې: (معناه لا  تطيعوه بدليل ان المنهى عنه ليس هو السجود له فحسب بل الانقیاد لا مره و الطاعه له  فالطاعه عباده )
  [ د اّيت معنا دا ده چې د شيطان بندګي  مه كوئ دا په دې خاطرچې شيطان ته نه يواځې دا چې سجده كول منع دې بلكه د هغه  د حكم تابع كيدل  هم منع  دي ځکه چې اطاعت او بندګي هم عبادت دې ] .
  له دې وروسته امام رازى رحمة الله عليه يو پوښتنه كوي چې  ایا مونږ چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د امرانوكوم اطاعت كوو  دا هم عبادت دې ؟
   په ځواب کې ويل شوي دې ، [چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او او لوالامر اطاعت د الله جل جلاله د حكم په اساس کیږي ، خوكه چا د امرانو اطاعت د الله جل جلاله د نافرمانى په كارونوکې وکړ نو دا به  د هغه په عبادت کې و شميرل شي .]
  نوموړى امام بله پوښتنه کړي ده چې څرنګه چې شيطان                                        [ جنى شيطان ] مونږنه کتلى شو او    نه ئى خبره اوريدلى شو نو څنګه به ښکاره شي چې دا د شيطان عبادت دې؟
  ځواب ئى داډول  ويل شوي دې ، چې كله  شيطان په نورو انسانانو کې ننوځي  اوكله ستاسو په داخل کې پټ ناست وي   كه چيرى كوم انسان تاسو ته حكم وکړ او یا په خپله ستاسې نفس تاسې يوه داسى كار ته وهڅولئ  چې د الله د شريعت اوحكم مخالف وي نو پوه شئ  چې حكم وركونکې په تاسې کې ننوتى دې  په  دې وخت کې كه چيرى تاسې د هغه حكم په ځاى کړ   نو دا د شيطان عبادت دې چې شرك دې ، تاسوبه ډیرخلك ليدلي وي  چې د ظالموحاكمانو په دروازوکې ولاړ وي او د پادشاه د نزدې خپلولئ له كبله فخركوي او په دې خبره خوښ وي چې پادشاه زمونږ د وينا په اساس ظلم کړې دې او یا مونږ د هغى د وينا په اساس ظلم کړې دې ، همدې ته د پادشاه عبادت وايى چې شرك دې  16.
  ( فَقَالوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ)             [د الموْمنون سورت 47 اّيت]
  [ فرعونیانو و ويل چې ایا مونږ د ځان غوندې دوو انسانانو باندې ايمان راوړو ؟ او انسانان هم داسى چې   قوم یې زمونږ بندګي کوي ] .
  ابن جرير رحمة الله عليه د دې اّيت په تفسيرکې لیکلي دې چې :
   (يعنون انهم لهم مطيعون متذللون یاتمرون لامرهم ويدينون لهم و العرب  تسمى كل من دان لملك عابداُ له و من ذالك قيل لاهل الحيره العباد لانهم كانوا اهل طاعه لملوك العجم)
   [ د هغوی مقصد دا و چې دا زمونږ تابع او ذليل قوم دې زمونږ د حكمونو مننه كوي او زمونږ اطاعت كوي ، عرب د يو پادشاه تابع شخص ته د هغه عابد وايى. د حيره خلكو ته عباد يعنى غلامان ويل كيده ځکه چې هغوی د عجمود بادشاهانو تابع وو ] .


پاته په څلوارسمه برخه کې ولولئ……