په افغانستان کي د وړاندي تګ لاره
رحيم ګل څاروان
ليکونکی: ګيرهارډ شروډر، د جرمني پخوانی چانسلر
ژباړونګی: م. ا. جاويد
منبع: شفيګل
د شپيګل د پاره په يوه سرمقاله کي پخوانی چانسلر وايي چي په افغانستان کي د بيا جوړوني نړيوالي هڅي بايد دوه چنده سي، مګر افغانان هم بايد د خپل هيواد و ډېر مسئوليت ته ځان ورکړي. دی استدلال کوي، که دوی دا مسئوليت واخلي، کېدای سي نړيوال امنيتي ځواکونه ددې مملکت څخه، د راتلونکو لسو کلنو په دننه کي ووزي.
په بحثونو کي اکثره زما څخه پوښتنه کېږي، په خاصه توګه چي دا بيا د ځوانانو سره وي، چي ايا زه باور لرم هغه جرمني پوځيان چي په افغانستان کي مېشت دي، پرځاي او کاميابه دي. زما جواب دوی ته، په کال ٢٠٠٢ کي د کابل څخه زما د ليدني په بيان باندي وي. هغه وخت چي د طالبانو د را پرځېدلو څخه لږ وروسته وو، زه و يوې نوي افتتاح سوي ښونځۍ ته ولاړم، هلته زما هرکلی ځوانو لڅ مخو نجنو وکړی. د نجنو په دې ښونځۍ کي زدکونکو د خوشالۍ څخه په ډک، د جنګ او بنديز څخه په خلاص چاپېريال کي يو څه کول،هغه څه چي موږ ته ډير عادي دي: دوی ښونځۍ ته تلې او زدکړه يې کول. موږ ډيرو اوس دا د ياده ايستلي دي چي دا خاصتاً هغه څه دي چي طالبانو دوی په کلو ځني محرومه کړې وې. دې ليدني پرما تاثير وکړی، دې زما هغه باور نور هم پوخ کړی، چي جرمني بايد د طالبانو په راپرځولو کي ونډه درلودلای.
پر نيويارک او واشنګټن باندي د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١تر وحشتناکه تروريستي حملو وروسته، متحده ايالات او ملګري يې مجبوره سول چي په افغانستان کي نظامي مداخله وکړي، ځکه چي د طالبانو رژيم و تروريستانو ته پناه، تربيه او ملاتړ ورکاوه. په تاريخ کي لمړی وار ناټو د واشنګټن د تړون پنځمه ماده په کار واچول، کمه چي وايي، که د ناټو د ايتلاف پر يوه غړی حمله وسي، نور ټوله غړي به داسي ګڼي چي پرټولو باندي حمله سوې ده. جرمني مجبور وو، او غوښتل يې چي و ايتلاف ته خپله ژمنتيا پوره کړي. هغه وخت ما و متحده ايالاتو ته زموږ د ” بېحده تړون/ملاتړ” يقين ورکړی وو. د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته زموږ د هېواد په تاريخ کي اول وار جرمني پوځيان د اروپا څخه دباندي په جنګي عملياتو کي ښکېلېدل. دې مهم تصميم جرمني و وېشۍ، او دا درز د هغو حزبو منځ ته ورسېدی چي هغه وخت په حکومت کي وه، چي هغه د سوشل ډيموکرات او ګرين حزبونه وه. په دې خاطر چي د خپل ايتلافي حکومت په داخل کي روښانه ملاتړ تر لاسه کړم، ما د ٢٠٠١ کال د نومبر د ١٦ پارلماني فيصله د دولت دپاره د اعتماد د راي سره وتړل.
د جرمني د پارلمان دې فيصلې د جرمني د محدودي آزادی و فصل ته د پای ټکی کښېښوی، کم چي تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته شروع سوی وو. دې موږ د ميلتونو په نړيواله ټولنه کي مساوي غړي کړو، داسي يو غړی چي مسئوليتونه لري او هغه بايد تر سره کړي، داسي لکه د ناټو په ايتلاف کي چي دافغانستان په تړاو راپورته سول. ليکن، موږ جرمنيانو خپل حقوق هم واخيستل، په داسي شکل چي د عراق و جنګ ته نه ووايو، ځکه موږ د نظامي مداخلې پر استدلال باور نه درلودی. په بله خبره، په هندوکوش کي د جرمني سرتېرو مېشتېدل، په بهرني سياست او امنيتي چارو کي د جرمني د کامل استقلال څرګندونه کوي. په نتيجه کي، ددې معنا څه؟ دا معنا چي اوس موږ په خپل سر دستي/چټک د افغانستان څخه نه سو راوتلای. دا به د نړيوالو مسئوليتونو څخه تېښته وي، او دا به د ميلتونو د ټولني څخه مخ ګرځونه وي. دا ځکه چي زموږ ښکېلتوب د ملګرو ملتونو د قراردادونو تابع دی. په افغانستان کي د ٤١ هيوادو څخه د ډيرو مسلمانانو په شمول ٥٠٠٠٠ تنه عسکر فعاله دي.
په دې خاطر، هغه د دستي راوتلو غوښتني چي کېږي بې مسئوليته دي. داسي وتل به طالبان پياوړي کړي، او يا ترهغه بدتر، د هيواد ټول واک به په لاس ورکړي. دا به د افغاني ټولني د پاره يو پرشاتګ وي او ونړيوال امنيت ته به يو غټ تهديد وي. سربېره پردې، موږ بايد ددې نيژدې کلونو هغه کاميابۍ چي د افغانستان د بيارغوني په برخه کي مو درلودلي دي هېري نه کړو. ٨٥ په سلو کي خلګ اوس و روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی لري، شپږ ميليونه کوچنيان ښوونځيو ته ځي چي په هغو کي دوه ميليونه نجوني دي. سړکان، څاهان، او ويالې جوړي سوي دي. خلګو وکولاي سوای چي د هيواد مشر په ازاده توګه وټاکي.
دا هغه لاسته راوړني دي چي د يوه آزاد او مستقل افغانستان د راتلونکي پرمختګ دپاره اساس جوړېدلای سي. مګر، موږ ته دا هم معلومه ده چي بېله سولي څخه پرمختګ ناشونی دی. ملکي پرمختګ د طالبانو لوی دښمن دی، هم دا علت دی چي دوی ددې پرمختګ سره جنګېږي. په دې خاطر د پرمختګ د هڅو نظامي ساتنه ضروري ده.
مګر، کله چي جرمني ښځي او نارينه د عسکرو، مرستندويه کارکونکو، پوليس افسرانو او ډيپلوماتانو په صفت د افغانستان د سولي او ټېکاو دپاره په کار بوخت دي او خپل ژوند په خطر کي اچوي، چي په بد قسمتۍ سره ځيني يې ژوند هم د لاسه ورکوي، په داسي حالت کي ددې ښکېلتيا چي څه زيات اوه کاله پر اوښتي دي، يوه داخلي انتقادي ارزونه بېله شکه پرځای ده. او هغه سوال چي دا به څو عمر نور دوام وکړي هم پر ځای دی. زه باور لرم چي د جرمني پوځيانو وظيفه به په لسو کالو کي پای ته ورسېږي.
په افغانستان کي د نړيوالي ټولني د مداخلې هدف د هېواد مسئوليت و افغانانو ته سپارل دي، مګر دا هم يقيني کول دي چي دا هيواد بيا د نړيوال تروريزم په روزنيز مرکز او پناه ځای باندي وانوړي. په اوس حالت کي د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو دا شرايط لا د پوره کېدو څخه ډير ليري دي.
امنيتي حالت په تېرو درو کلو کي بدتره سوی دی. دې د هيواد پر شمالي برخه هم تاثير اچولی دی، چيري چي جرمني پوځونه فعاله دي. د طالبانو د بيا راپورتکېدني علت د بوش د اداري پاليسۍ دي، کومو چي په جدي توګه د افغانستان په پرمختګ کي کوتاهي راوستل. ما په ٢٠٠٢کال کي د ناټو هغه غونډي ته چي په پراګ کي وه خبرداری ورکړی چي پر عراق باندي حمله به د تروريزم ضد نړيوال ايتلاف کمزوری کړي او زموږ توجو به د تروريزم سره د اصلي جنګ څخه چي په افغانستان او پاکستان کي دی واړوي. په افغانستان کي د امنيت مشکل حالت د هغې غلطي تګلاري نتيجه ده. ددې معضله بدتره کېدل په يوه بل حقيقت هم اړه لري. هغه دا، په هغه سيمو کي چي امريکايان اساسي مسئوليت لري هلته نسبت و ملکي پرمختګ ته په نا انډوله ډول پر نظامي برخه باندي ډير زور اچول سوی دی. پر بل لاس په شمال کي عام خلګ و جرمني پوځيانو ته په ډيره ښه سترګه ګوري، دا ځګه چي ددوی پام و بيارغوني ته ډير دی. ددې نښانې په ارام امنيتي حالت کي هم څرګندي دي.
يوه بله غټه خالي ګاه د افغانستان د حکومت بېکفايته جوړښت او تر تحمل وتلی فساد دی چي دا دواړه د دولت و لوړو ترينو پوړو ته هم رسېږي. مرکزي دولت د هيواد يوې محدودي ساحې ته لاس رسی لري، چي هغه خاصتاً کابل او يو څو نور لوی ځايونه دي. سربېره پر دې د افغان ملي اردو او ملي پوليسو تعداد، تربيه او تجهزات هم نه دي کافي چي دوی د هيواد امنيت ټينګ کړي. دغه علت دی چي د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر سټانماير، و الماني پارلمان ته په صحيح توګه په ډاګه کړه چي د افغانستان ساتل، ټېک ول او بيا جوړول نه د جرمني دخوا او نه هم د ميلتونو د نړيوالي ټولني دخوا ترشا غورځېدلای سي.
زما په نظر موږ اوس د نړيوالي ټولني مګر په خاصه توګه پخپله د افغانانو يوه ټينګ تعهد ته ضرورت لرو. څه ته چي اوس ضرورت دی هغه يو هراړخيزه تګلاره ده، د امنيت او بيا جوړوني د پاليسۍ ترمنځ يوه هم غږې هڅه ده. زما د نظره، څه ته ضرورت سته چي بايد وسي؟
د عسکرو د وتلو دپاره بايد يو ټاکلی وخت په ګوته سي.
لمړی، د افغانستان د بياجوړوني دپاره نظامي موجوديت لازم/حتمي دی. دا شتوالی بايد د لنډي مودې دپاره پياوړی سي ترڅو امنيتي حالت ښه کړي. په دې خاطر، د ايساف تر قومانده لاندي د جرمني عسکرو د تعداد لوړوالی د ٣٥٠٠ څخه و ٤٥٠٠ ته او د امريکا د نوي ادارې هغه اعلان چي نور پوځيان به اضافه کړي پرځای دی. په هر صورت، د ناټو و يوه جامع پلان ته هم ضرورت سته.
د ناټو په داخل کي موږ و يوه تېز/ په ډانګ پيلي تحليل ته ضرورت لرو چي وښيي، ولي په سؤيلي افغانستان کي د ارامولو هڅي ناکامه سوې. زه باور لرم، د جرمني پوځ هغه تګلاره چي په نظامي لحاض محافظه کاره ده او و ملکي وګړو او ځايونو ته په درنه سترګه ګوري، په اوږده مهال کي ډيره کامياب وي. په شمال او جنوب کي ددې مختليفو ستراتيجيو توپير يو مشکل دی، او دا د ناټو د سرمنشي ناکامي په ګوته کوي. ترڅو چي دا ستراتيژياني د ناټو په داخل کي نوي سره هم ږغي سوي، يو څوک يوازي د افغانستان په جنوب کي د جرمني پوځيانو د مېشتېدو پر ضد خبرداری ورکولای سي. بله داچي کورني قوتونه بايد ددې وړتيا ولري چي په راتلونکي کي دافغانستان امنيت خوندي کړي، مطلب دا چي د کورني پوليسو او اوردو د غړو تربيه بايد چټګه سي.
دوهم، د منځني ختيځ جګړې و نړيوال امنيت ته ګواښ دی، په خاصه توګه د اروپا وسولې او امينيت ته، دا ځکه چي ټولي دغه بازۍ زموږ په نيژدې ګاونډيو کي ترسره کېږي. د افغانستان څخه چپله، دا د فلسطين او اسرايلو جنګ، د عراق حالت او د ايران د اټومي پروګرام پرسر جنجال په دې لړ کي راځي. ددغه ټولو ټکرو څخه يوه ته هم څوک په جلا سترګه نسي کتلای. ددې د حل دپاره و سيميزه خبرو اترو ته اړتيا سته چي په هغه کي سوريه، اېران او د بامسئوليته – ذهنيت درلودونکي عربي هېوادونه برخه ولري.
که څه هم نړۍ په زياتېدونکې توګه څو قطبي ده، مګر بياهم په منځني ختيځ کي فيصله کونکی فاکټر متحده ايالات دي. په امريکا کي د ولسمشر اوباما په انتخابېدو سره د امريکا د بهرني سياست په نخشه/نقشه کي د بدلون چانس هم راځي، دا سي يو تغير چي په زياته توګه، مګر نه په يوازي توګه ، پرخبرو او ارطبات باندي تمرکز کوي نسبت و نظامي کړونو ته. د پورته يادو سو جنجالونو او افغانستان په خاطر بايد ددې موقع څخه ګټه پورته سي. موږ و يوه سيميز کنفرانس ته اړتيا لرو چي په هغه کي د افغانستان ګاونډيان برخه ولري لکه د مرکزي اسيا هيوادونه، چين، اېران، او پاکستان.
شوروي هم په يوه مستحکم افغانستان کي بنيادي ګټي لري، او دا يې په دې ثابته کړې ده چي د ناټو سره د هغه تشويش په اړه چي د شوروي د خاوري د لاري و افغانستان ته د توکو د خوندي لېږدولو په هکله يې لري، مرسته کوي. په يوه کاميابه سيميز پلان کي بايد د ټوټه کېدونکي پاکستان استحکام، د ټولو مطرح قوتونو سره د افغانستان په داخل کي کورنۍ خبري اتري او د روغي جوړي و پروسې ته دوام ورکول، شامل وي.
دريم، د ملکي بيارغوني هڅي بايد پياوړي سي. هغه هيوادونه چي دفغانستان په اړه د پاريس په کانفرانس کي يې برخه درلودل او د شلو بيليونو ډالرو مرستي ژمنه يې کړې وه، پرځای ددي چي يوه ساده ژمنه وکړي، د نړيوال اقتصادي بهران سره سره بايد پيسې استول شروع کړي.
دا اوس تر پخوا لا مهمه ده چي د افغانستان پر ځان اتکا پياوړې سي، په خاصه توګه د اداری جوړښت، عدليې، پوليسو او زېربنا جوړول په برخه کي. او د افغانستان حکومت بايد دا قبوله کړي چي د مرستي پيسې به بېله خورد او بورد څخه په هغه ځايو کي لګوي، چيري چي يې په ريشتيا ضرورت وي. ليکن زه اوس ډير شکمن يم چي دا دي د افغانستان د اوسني مشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندي امکان ولري. په افغانستان کي د يوې تازه سياسي شروع غوښتنه/لېوالتيا سته.
څلورم، د هيواد مسئوليت بايد و افغانانو ته وسپارل سي. دا کار و نړيوالي همکارۍ او تر هرڅه لوړ پخپله د افغانانو ارادې ته اړتيا لري. افغاني مشرتابه په دې برخه کي نيمګړې ده. اکثره وخت په کابل کي واکداران پر نړيوالو مرسته کونکو تکيه کوي چي شيان سم کړي. د طالبانو د راپرزېدلو اوه کاله ورسته، زه باور لرم اوس هغه وخت رارسېدلی دی چي د پرځان اتکا دورې ته د انتقال يو مهال ويش وټاکل سي، چي ددې دورې شروع به د نړيوالو ځواکونو د وتلو د شروع سره وي. يوازه دداسي يوه مهال ويش په وجود کي افغان مشرتابه په زياته توګه تشويق کېدای سي چي هغه ضروري شرايط برابر کړي.
کله چي موږ د ٢٠٠١ کال د نومبر په مياشت کي د هغه وخت د بهرنيوچارو د وزير جوشکافيشر تر لارښوني لاندي د ” پيټرزبرګ پروسه” شروع کړه، هغه وخت همدغه هدف وو. دې پروسې په ٢٠٠٦ کال کي د افغانستان موافقه په وجود راوړه. ددې موافقې پر اساس افغانانو ٢٠١٣ کال پوري ځان ته وخت ورکړی چي ترهغه وخته به ځانونه ددې جوګه کوي چي په مستقله توګه امنيت ټينګ کړي، سالمه اداره، دقانون حاکميت، اجتماعي او سياسي پرمختيا راولي. دغه ژر رارسېدونکی هدف واقعاً يوه خوشبيني ده.
ليکن، د نړيوالي ټولني د متمرکز او ټينګېدونکي تعهده سره، امکان لري داسي يو حالت په وجود راوستل سي چي د راتلونکو لسو کلونو په دوران کي په تدريج سره مسئوليت و افغاني ادارې او امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي. دا به د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي.
نړيواله ټولنه اوس د افغانستان د استحکام او بياجوړوني د هدف په لاس راوړلو نوې موقع لري. موږ ټول بايد ددې څخه په ګډه قاطع ګټه پورته کړو.