کور / تازه خبرونه / د جنوبي پښتونخوا ليكوالانو د بابا په مزار كې چاودنې وغندلې

د جنوبي پښتونخوا ليكوالانو د بابا په مزار كې چاودنې وغندلې


تېر ماښام د جنوبي پښتونوا سلګونو پښتنو ليكوالانو ، شاعرانو او د قلم خاوندانو د پښتو ژبي د وتلي صوفي شاعر رحمان بابا په مزار كې د ترسره شويو بمي چاودنو په غبرګون كې غوڼدې وكړې او دغه چاودنې يې له انسانست څخه ليرې كار وباله .
تېره ورځ ناوخته د سويلي پښتونخوا په چمن ، ژوب ، پښين ، كويټه ، لورالايي . سيف الله كلا، مسلم باغ او سينځاوۍ سيمو كې د ترسره شويو بمي چاودنو په غبرګون كې غوڼدې وشوې .
د چمن سيمې يو تن ليكوال عادل اڅكزي رسنيو ته وويل چې تېر ماښام يې د بابا په مزار كې د چاودنو په غبرګون كې غونډه وكړه .
دده په خبره د بابا په مزار كې چاودنې كول په ټولو پښتنو او د پښتنو په كلتور باندې بريد دى .


همدارنگه د مسلم باغ د پښتو ادبي تنظيم يو تن غړي ډاكټر شيفق بيا رسنيو ته وويل چې :
تېر ماښام يې د بابا په مزار كې د چاودنو په غبرګون كې په ښار كې يو سوله ييز لاريون وكړ .
نوموړي هم د بابا په مزار بريد له پښتو او انساسنيت څخه لېري كار وباله 
همدارنګه تېر ماښام په كويټه كې د پښتو ادبي غورځنګ ، خپلواك ادبي ټولنې او ملګري ليكوال ټولنې له خوا يوه مطبوعاتي غونډه هم وشوه چې د بابا پر مزار كې شوي بمي چاودنې يې پكې په كلكه وغندلې .


د غوڼدې غړي او د پښتنو نړيوالې جرګې استازي محمد صادق ژړك رسنيو ته وويل چې :
د غوڼدې ټولو برخه والو د پاكستان له حكومت او د ملګرو ملتونو له ضلعي اداري څخه په كله وغوښتل چې ژر تر ژره دي بابا نړېدلى مزار د پخوا په څېر جوړ كړي . د بمي چاودينو عاملين دي ونيسي او د نورو بريدونو مخه دي ونيسي .
دده په خبره يو شمېر پښتون ضد قوتونه له ډېره وخته را په دې خوا د پښتنو په بيخ كندنې پسې اړم دي او پر لپسې د پښتنو په كلتوري او ملي ګټو باندې بريدونه كوي چې ده يې ژر تر ژره د مخ نيوي غوښتنه وكړه .
د ژړك په خبره نن به په ټوله جنوبي پښتونخوا كې ليكوالان او شاعران نن ورځ  د تورې ورځې په توګه لمانځي