ميدان وردګ : وسلوالو دوه تنه متعلمين په ‌‌‌‌ډزو وژلي دي

خان زمان کاکړ | فبروري 18th, 2009


دميدان وردګ ولايت دسيدابا دولسوالۍ دتنګي د تيمرخيلو دكلي دوه تنه د تنګي زده كوونكي د هېواد دسولې او ثبات دښمنانو د ټوپك په مرميوو شهيدان كړل .

نوموړي پيښه  دسيداباد ولسوالۍ دتنګي د تيمرخيلوپه كلي كې  هغه مهال رامنځته شوه چې خالد دموسى جان زوى دشلوكلو په عمر او عيديګل د حسن ګل زوى  د نوولسوكلو په عمرد كامران خيلو دښوونځي ته روان وو په لاره كې دايساف قواوو سره په انګليسي خبرې وكړي او وروسته د هېواد دښمنانو لخوا  په دې ګناه د ټوپك په مرميوو ووېشل شول چې تاسو دخارجيانو سره په انګليسي ژبه ولې خبرې وكړي او تاسو نوموړى ژبه ولې زده كړې  ده، وروسته د شهيدانو جسدونه دخپلوكورنيو لخوا د سيمې څخه يوړل شول .

د ولايت مقام  دهېواد د دښمنانو دغه ګرغيړن عمل غندې او همدارنګه د شهيدانو كورنيو ته د تسليت  او ډاډ ګيرنې مراسم وړاندې كوي او هغوۍ ته دلوى خداي ج څخه د فردوس جنت غوښتنه كوي .

«

Copyright Larawbar 2007-2024