د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر سفر هلمند ته .

جاويد احمد تنوير | فبروري 17th, 2009


د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر سفر هلمند ته .


دویت میلبن د دوشنبه په ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګا ته یی ناساپی سفر درلوده او د خپل هیواد د سرتیرو سره د لیدو وروسته یی د هلمند ولایت والی محمد ګلاب منګل او د نوموړی ولایت د نادعلی ولسوالی د شورا غړو سره د نژدی وکتل .


د بریتانیه د بهرنیو چارو وزیر د هلمند چارواکو سره د خپل مطبوع هیواد ژمنی یی یوځل بیا تکرار کړی، او وی ویل : بریتانیه د مخدره موادو او د تروریزم سره به د مبارزی په لاره کی ټینګ ګامونه پورته کړی.


 


د بریتانیه  دی وزیر داسی کومه نوی ژمنه د هلمند چارواکو او خلکو له پاره نه درلوده . خو د بریتانیه د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسی حال کی هلمند ته پلان شوی وه  چی  د لښکرګاه په شاو خوا کی تیره ورځ په یوه نښته کی یو بریتانیه وی عسکر لومړی ټپی او بیا د خپلو ټپونو له وجهی ومړ.


 


 


Copyright Larawbar 2007-2024