کونړ: دماین چاودني شپږ تنه مړه اوټپیان کړل

د لراوبر اداره | فبروري 16th, 2009



دکورنیوچارووزارت  خبر ورکړ چي : نن ۲۰۰۹/۲/۱۶/دکونړ ولایت دسرکاڼوولسوالۍ په نواپاس سیمه کي دnpccپه نامه دسړک جوړوني کمپنۍ موټر پریوه مځکني ماین وربرابرسوچي ، په پایله کي یې دنوموړي کمپنۍ ۳تنه کارکونکي مړه او۳نوریې زخمیان سول .


خبرزیاتوي چي دپیښي په اړه پلټني رواني دي ترڅومعلومه کړي  چي دایوقصدي عمل ‌ؤ که تصادف .


طالبانوبیا پخپل وارسره په یادسوې سیمه کي دسرحدي کنډک د۳تنوپولیسودوژلو ادعاکړي ده . خوکومي خپلواکي سرچنۍ تردامهاله دطالبانوددعوې پخلی ندی کړی .


 

Copyright Larawbar 2007-2024