کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان لپاره امریکايي تګلاره ډیرې ځیرتیا ته اړتیا لري

دافغانستان لپاره امریکايي تګلاره ډیرې ځیرتیا ته اړتیا لري

 ټاکل شوې ده چې  د سپرلي په راتلو سره دامریکا ولسمشر باریک اوباما اولس زره نور امریکايي سرتیري افغانستان ته واستوي.دا به د ولسمشر په توګه د باریک اوباما تر ګردو مهم ګام وي چې په افغانستان کې یې د حالاتو د کنټرول لپاره  په پام کې لري.د سپینې مانۍ یوه  وینا وايي چې افغانستان یوې بیړنۍ او چټکې پاملرنې ته اړتیا لري چې د هغو ستونزو د اواریدو لامل وګرځي چې په سټراتیژیک ډول پام نه دی  ورته شوی.خو په کور دننه د نورو سرتیرو  ډیرول دجګړې دپراخولو مانا ورکوي او پر هغو هیلو سیوری غوړوي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره راټوکیدلي دي. له هغې  وروسته چې د متحدو ایالاتو نوی ولسمشر باریک اوباما د افغانستان  لپاره د امریکايي تګلارې د بیاکتلو ژمنه ورکړه ،په افغانستان کې دننه داسې هیلې راپورته شوي دي چې ښايي د امریکا د تورپوستي ولسمشر دریځ د جګړې پر ځای دسولې او خبرو اترو پر ارزښت ټینګار وکړي. دا پراخه هیله هغه وخت پر یوې رښتنولۍ بدله شوه چې دې مسالې دافغانستان په کورنیو  رسنیوکې د سر ټکي ځای خپل کړ. د هیواد له شمال څخه نیولې تر سوېل ، لویدیځ او ختیځه پورې دافغانستان په کلیو او بانډو کې د خلکو ټینګار دادی چې له تاوتریخوالي ډک هیواد کې  به  ټیکاو هغه  مهال شونی شي چې دسولې په وړاندې راپورته شوې ننګونې پر خبرو اترو له مخې لیرې شي. دافغانستان دچارو  کارپوهان وايي  په هیواد کې د پراخیدونکې انارشۍ او ګډوډۍ د مخنیوي لپاره دوسلې او  زور  پر کارولو ټینګار به دحامد کرزي د حکومت او دخوابدي ولس ترمنځ نازک اړیکي لاپسې نري او کمزوري کړي. خو د پخلاینې او خبرو اترو لپاره درښتینو ګامونو پورته کول به تر یوځایه د نهیلو افغانانو زړونو ته د ډاډ احساس ورکړي. دطالبانو د حکومت له پرزیدو راوروسته پرله پسې تیروتنو دافغانستان د حکومت او نړیوالو سرتیرو د باور په کمولو کې ونډه واخیستله  او دوی په دې کې پاتې راغلل چې د افغانانو زړونه او ذهنونه وګټي. دامریکا دلویو درستیزانو دګډې جرګې د مشرسترجنرال  مایک مولن وروستۍ څرګندونې  او   ارزونه  ددې خبرې ښکاره څرګندونه ده چې متحد  ایالات دې پایلې ته رسیدلي دي چې پر جګړې ټینګار به نه یوازې  په افغانستان  کې  د ډیریدونکي بغاوت مخه ونه نیسي بلکې افغانان به لاپسې  په هیواد کې پر نړیوالو او کورنیو فعالیتونو بد ګومانه کړي. جنرال  مایک مولن په دې وروستیو کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ته په وینا کې دښکیلو غاړو  پام دافغانستان حالاتو ته واړوو او ټینګار یې وکړ چې په  جګړه ځپلي  هیواد کې   دې له روانې جګړې سره  په ډیرې ځیرتیا  چلند وشي. دې امریکايي جنرال وویل :  موږ کولی شو افغانستان ته نور پوځیان واستوو،دطالبانو او القاعدې مشران ووژنو، د نشیي توکو قاچاق کونکي ووژنو خو که د افغانانو په زړونو کې ځای پیدا نکړو نو  په افغانستان کې  به بری  ستونزمن وي .دا ټول دیوې رښتینې ارزونې غورچاڼ دی چې دې تجربه لرونکي امریکايي جنرال دافغانستان د راتلونکي په اړه  وړاندې کړی دی.سترجنرال مایک مولن دغه وینا په داسې مهال خپره کړه  چې متحد ایالات غواړي د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي .له دې سره په افغانستان کې هیلې دادي چې ولسمشر بارک اوباما به د افغانستان نوې تګلاره داسې چمتو کړي چې د جګړې په پرتله  پر خبرو اترو او پخلاینې ډیر ټینګار وکړي او ملکي افغانان له مرګ ژوبلې او ناتار څخه وژغوري. خو  هغه څوک چې د افغانانو په استازیتوب دافغانانو د اړتیاوو په اړه دبارک اوباما پالیسي جوړونکو ته مشوره ورکړي  وار له مخه په هیواد کې  له پراخې بې باوری سره مخامخ شوی دی .  د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا دامریکايي تګلارې د بیا کتلو او بیا جوړولو په بهیر کې دافغانستان د پلاوي د مشر په توګه  ټاکل شوی دی چې د یو مهم وزیر په توګه یې په تیرو کلونو کې داسې نوښت نه دی ښودلی چې په هیواد کې د سولې دراګرځیدو لامل وګرځي خود دولت له وسله والو مخالفینو سره یې دخبرو اترو پوره مخالفت کړی دی  او بیا بیا یې د ولسمشر حامد کرزي پر هغو څرګندونو نیوکې کړي دي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلوسره د خبرو اترو غوښتنه یې کوله. په دې وروستیو کې دده پر یوې مقالې د افغانستان په رسنیو کې پراخې نیوکې خپرې شوې چې د وزیر په توګه یې دده پر دریځ  دتوکمپالنې ټاپه ولګوله او د حامد کرزي پرسیاسي راتلونکي یې  خلک  لاپسې بې باوره کړل. له بلې خوا په هیواد کې د روانو چارو شنونکي وايي  په تیرو څه له پاسه اوه کلونو کې  د پاشل شو طالبانو بیا راڅرګندیدل او ځواکمنیدل او پر کورنیو او نړیوالو ځواکونو یې د بریدونو ډیرول  د حالاتو په کنټرولولو کې د حامد کرزي او د هغه د نړیوالو ملاتړ کونکو  څرګند پاتې راتلل په ګوته کوي.او ددې مانا داده چې جګړې ونشو کړی  په تیرو څه له پاسه اوه کلونو کې اسامه بن لادن یا دطالبانو مشر ملا محمد عمر محاکمې ته راکاږي خو دهغوی  د ماتولو لپاره ټولو هڅو د عادي افغانانو وینې توې کړې ،هغه چا چې په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې د ښه راتلونکي په نیت ونډه واخیستله او ډیموکراسي یې  په دودپاله ټولنه کې عملي کړه.پای