کور / تازه خبرونه / افغان حكومت د سوات له معاهدې څخه اندېښمن دئ

افغان حكومت د سوات له معاهدې څخه اندېښمن دئ


د افغانستان حكومت د پاكستان حكومت هغه پرېكړي ته اندېښمن غبرګون څرګند كړى، چي وايي په ملكنډ، سوات او هزاره ډيويژن كي به د اسلامي شريعت تنفيذ له ځايي طالبانو سره ومني.
د افغانستان حكومت وايي هروخت چي پاكستان له طالبانو سره دغسي تړون لاسليك كړى، ورسره سم په افغانستان كي د دوى او ناټو ځواكونو په مقابل كي بريدونه اوج ته رسېدلي دي.
د پاكستان حكومت وايي دغه كار د سوات په سيمه كي د امنيت او سولي د ټينګېدو په خاطر په دې شرط كوي چي ځايي طالبان يې بايد په مقابل كي وسلې پر مځكه كښېږدي او په يادو سوو سيمو كي پر حكومتي ځواكونو حملې ودروي.
د پښتونخوا ايالتي حكومت د مولانا صوفي محمد په منځګړتوب د سوات طالبانو د مشر مولانا فضل الله سره دغه اوربند لاسليكوي، چي په افغانستان كي مېشت د ناټو ځواكونه يې هم له امله اندېښمن سوي دي.
د ناټو چارواكي وايي پاكستان بايد دغه سيمي د القاعده جنګياليو دپاره په يوه خوندي جنت بدلي نكړي.
مولانا صوفي محمد د قبايلي طالبانو هغه مشر دئ، چي په ۲۰۰۱ كال يې د دغي سيمي په زرونو طالبان افغانستان ته د طالبانو د اسلامي امارت په ملاتړ د امريكايانو سره د جګړې په خاطر راوستل.
نوموړى په ۲۰۰۲ كال د مشرف د حكومت له خوا ونيول سو، چي تېر كال په كابل كي د پاكستان د تښتول سوي سفير طارق عزيزالدين سره د تبادلې پر اساس خوشي سو.
طارق عزيزالدين نوموړى كابل ته په لاره كي د خيبرايجنسى څخه طالبانو تښتولى وو.