کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د جيو ټلوېزون خبريال ووژل سو

پښتونخوا: د جيو ټلوېزون خبريال ووژل سو


له پښتونخوا ايالت څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي د سوات ولسوالۍ په مټه سيمه كي د پاكستان د جيو ټلوېزون ځايي خبريال د وسله والو طالبانو له خوا وژل سوى دئ.
د جيو ټلوېزون اداره وايي خپل ځايي خبريال موسى خانخېل يې د مولانا صوفي محمد د سولي كاروان د راپور جوړولو دپاره مټې ته لېږلى وو، چي د وسله والو طالبانو له خوا ووژل سو.
موسى خانخېل له سوات څخه جيو ټلوېزون ته خورا ډېر راپورونه تيارول، چي په وروستيو مياشتو كي د طالبانو او پاكستاني پوځيانو ترمنځ جګړې پكښي ډېري سوي دي.
د مولانا فضل الله طالبانو تر اوسه دا نه دي ويلي، چي ښاغلى خانخېل يې ولي وواژه.