کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په هیواد کې د شتو ستونزو د حل لپاره د سولې د جرګې د جوړولو په اړه د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دا جرګه به د مخالفینو پرته نیمګړې وې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د هریتیج موسیسې د یوې څیړنې پر بنسټ لیکلي دي چې اوباما په افغانستان کې د امریکا د تګ لارې د بیاکتنې په هڅه کې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په سوات سیمه کې په شوي تړون تبصره کړې او پدې ترڅ کې د القاعده  ستونزې څیړلې دي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو لپاره د امریکا په پریکړې  تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ځواکونه باید په کومو سیمو کې ځاې پر ځاې شي.


ورځپاڼې کابل ته د اټالیا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او د ولس مشر کرزي سره د هغه د لیده کاته په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي ولس مشر کرزي د افغانستان په بیارغونه او د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د اټالیا رول مهم وباله.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د لغمان له قومي مشرانو سره د ولس مشر کرزي د څرګندونو ځینې برخې راغستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې به له مشورو وروسته د خپلې  کاري مودې د پاې ته رسولو په اړه پریکړه وکړي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ تبصره کړې او هغه يې د افغانانو د مظلومیت بیلګه بللې ده.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د افغان دولت او ناټو ترمنځ د نوې اعلامیې عملي اړخونه او د خلکو تمې څیړلي دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د کندهار د انتخاباتو د کمیسون د مشر په حواله لیکلي دي چې طالبانو هم د انتخاباتو د راې ورکولو کارتونه اخستي دي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي دغو طالبانو چې معلومه نده له کومې یوې ډلې سره اړیکې لري نه یوازې کارتونه اخستي بلکه په کندهار کې د نوم لیکنې له بهیر سره همکاري هم کړیده.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې د کابل په موسهي کې لس روغتیايي کارکوونکي چې شپږ میرمنې او څلور سړي دي تښتول شویدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروسې تبصره کړې خو لیکلي دي چې حکومت دې ملت ته د حساب ورکولو په وخت کې بښنه وغواړي.


د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د سوات په سیمه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون تبصره کړې او لیکلي دي چې دا تړون هیڅ ډول لاس ته راوړنه نشي لرلې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو ژورنالسټ لخوا په لیکل شوي کتاب تبصره کړې چې پکې د پاکستان د پوځي چارواکو او طالبانو ترمنځ اړیکو ته اشاره شوې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د  پاکستان په قبایلو سیمو د بې بیلوټه الوتکو حملې وروسته له هغې بیل شوې چې د طالبانو او آې ایس آې ترمنځ همغږي تائید شوه.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې پاکستان ته د ولس مشر کرزي سفر څیړلې او لیکلي دي چې افغانستان او پاکستان د ګډو ګواښونو په وړاند ګډ کار ته اړتیا لري.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې دا پوښتنه کړې چې د امریکا د تازه دمو سرتیرو په رارسیدلو سره په افغانستان کې امنیتي ستونزې هوارې شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بدلون د راوستلو لپاره د اوباما د هڅو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغانان پدې باور دي چې اوباما نشي کولې د پام وړ کوم بدلون راولي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې افغانان پخپل هیواد کې د امریکايې سرتیرو له زیاتولو ملاتړ نه کوي.

ورځپاڼې په عینې حال کې دا هم لیکلي دي چې اوباما په بشپړه توګه پدې باور شوې دې چې د افغانستان روانه لانجه یوازې د پوځي لارې نشي هواریدلې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د پوخي عملیاتو په مهال د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې بهرنیان د امنیت د تینګولو لپاره راغلي او که د خلکو د تباهۍ لپاره؟