کور / طنز / پلیز !؟

پلیز !؟

په لویدیځ کې پلیز د ښه کلتور نښه ده اوبیا بیا  تکرارونکی  يې دلوی کلتورڅښتن بلل کیږي  بېله دې کلمې   د مور میرې چلند ورسره کیږي نو ځکه دا کلمه دلته  د اسیايي او افریقایي مهاجرو ویناواښتی( تکیه کلام )شوی دی   ان عرب  دډیر پاملرنې ورته بلیز وایي
د هغو مهاجرو له ډلې څخه یو عزت هولا  (عزت الله) دی  چې ددې کلمې    دپوهیدولو وروسته یې  خپل ستاینوم  په پلیز واړوی ځکه هغه تر مخه  ددې چې دلته راشي  ستاینوم يې نه درلود نو  دلته يې دهغه نوم وسکښتی  هغه يې دوه ټوټې کړ ی عزت يې نوم او هولا  يې ستاینوم شو
دلته  پنځوس په سلو کې د افغانانو ستاینومونه   هولا دي  د یوه هولا  د ږغ سره شل افغانان هغه خوا ته ګوري  نو هغه په ډیر ربړ او د پونډ په زور وکیل ونیوی او خپل نوم يې بیرته سره وګنډي  او پیلز يې ستاینوم کړئ.
نو نوم يې  اوس عزت هولا (عزت الله )ا  پلیز دی  دهغه ددې ساینوم د غوره کیدو کیسه داسې ده :
هولا چې نوی راغلی وو خوله يې بیخي وچه وه دریل د ټېکېټ درا نیولو لپاره به  د کتار  په ګڼه ګوڼه کې ودرید چې  دهغه به وار شو ټېکیټ پلورنکي به په تریو تندی یو لوحه ورته راپورته کړه، هغه لا انګریزي نه وه زده کړې دپلورنکي  له څیرې څخه به پوه شو چې  د سیاسي ښننې په اساس يې پر ده نه پلوري ځکه هغه اوریدلی وه چې پخوا په ځینو مغازو لیکلی وه :«سپو او هندوانو ته اجازه نشته مغازې ته ننوځي»
 نو دی به ښوی له کتاره ووت او په پښو به رهي شو د ځان سره يې ویل داچې کالې مې اغوستي دي نوځکه پر ما ټېکیټ نه پلوري
چې هرې څانګې  اوښرانګې ته به ورغی هغو به   په  کاږه کاږه ورته وکتل دده به غونې وتښتیدل خوله به یې وچه اوبیرته به ښوی خپلې کوټې ته غلی  راغی   اوان په میلمستون کې يې  دکوټې   کیلۍ  لکه سپي ته چې اچوی ور غورځوله
هغه هڅه وکړه ښه لنډ وتنګ څیرې څیرې پټلون په ورونونو کې واچو چې نیکر یې مالوم شي ،   ښځینه او نارینه عطرونه  ووهي او وېښتان په جیلو   جروبر و جګ جګ ودروي  ، پزې ، وریځو  او غوږو ته  څوڅوکړۍ ورواچوي  خو بیا يې هم  ګټه نه کوله
 هغه هېښ پاته وو چې څه وکړي چې د انسان په سترګو ورته وکتل شی  نو د کوټې انډوال ته يې وویل  دا خلک ولې پر ما شی نه پلوري زه ستا د یوې ورځې تنخواه درکومه  ته راسره ولاړ شه اودا مالومه کړه !
هغه له څیړنې ، سپړنې او ښننې لپاره ورسره رهي شو او دشپې يې   د غوږ ګرولو وروسته   هغه  ته  وویل:
 په هغه  لوحه کې چې تاته دریل ټیکیټ  پلورنکي  په کړکۍ کې پورته کړه لیکل شوې وه:
 ووایه پلیز!
دلته چې هر شی رانیسې،  اخلې یا چا ته ورکوې نو لومړی او وروسته  به ورته وایي: پلیـــــــــــــــــــــــــزززز
 دلته په ټولو افغاني کورونو کې  لویو او کوشنيو  د ښه کلتور لپاره  د پلیز ويي پښتو ژبې سیند ته دننه کړ ی دی  په ټولو هغه  افعاني کورونو کې چې تر اوسه یې انګریزی نه ده زده کړی یا زده کولي نشي داسې خبرې کیږي:
پلیز دا دسمال راکه، پلیز  د ا پیسې واخله ، پلیز  مورته دی  زماسلام و وایه ، پلیز په پدر ه دی   …  شه ، پلیز بې ادبه او پلیز د خره ځو
پلیز وخانده! پلیز بس کړه چې بد ایسې….