کور / علمي / د علامه استاد رشادد کندهار پر يادښتونو

د علامه استاد رشادد کندهار پر يادښتونو

 


له ارواښاد استاد علامه اکاډيميسين عبد الشکور رشاد څخه راپاتې آثار نه يوازې دا چې د هغه نوميالي افغان ليکوال او څېړونکي راپاتې  ارزښتناک علمي ميراث دی ، په ملي کچه هغه افغاني علمي ، کلتوري او ادبي پانګه ده چې اوس د وطن د راپاتې علمي ميراثونو په لړ کې پوره پاملرنه ورته په کار ده .


له بده مرغه د ارواښاد استاد په ژوند کې د هغه مهم آثار چاپ او خپاره نه شول ، خو له نېکه مرغه د علامه استادد علمي کورنۍ او د پوهو اولادونو  له برکته دغه آثار خوندي دي او د هغوی او د يو شمېر شاګردانو او مخلصانو په هڅو يې د خپراوي کار پيل شوی دی .


د ارواښاد استاد له مړينې سره سم يو ګڼ شمېر ادبي او کلتوري شخصيتونو او ټولنو د استاد پر مړينه د وير او ماتم د څرګندولو په څنګ کې ،  د دغه ستر علمي ميراث په اړه ، د اندېښنو يادونې وکړې او وېره يې ښکاره کړه چې هسې نه د استاد دغه راپاتې علمي ميراث ته  څه پېښ نه شي ، ځکه چې د داسې پانګو د چور او تالان ، سوزېدلو او ورکېدلو تاريخي تجربې ډېرې ترخې وې او بېلګې يې هم زياتې .


همدغو تجربو ته په کتلو ، ما هم د استاد له وفات سره سم ، د هغوی د ارزښتناکو آثارو د تنظيم ، ترتيب او چاپ ته د برابرولو او خپرولو لپاره د يو علمي کميسيون  د جوړېدو وړانديز وکړ . ما په هغه وخت کې په موقته او سملاسي توګه د دغو پوهانو د نومونو وړانديز کړی و :


 هر يو ښاغلی : عبدالله بختانی خدمتګار ، حبيب الله رفيع ، زلمی هېوادمل ، محمد معصوم هوتک او طارق رشاد .


هغه وخت ما يادونه کړې وه چې پر دغو کسانو نور نومونه هم زياتېدای شي . اوس لږ تر لږه دوه نور نومونه هم زما له خوا پرې زيات شوي چې ښاغلي  : محمد آصف صميم او صديق الله بدر دي .د نورو ليکوالو او څېړونکو نومونه هم پرې زياتېدای شي.


سره له دې چې د دغسې يو کميسيون جوړېدو ته په خپل وخت کې پاملرنه ونه شوه ،  خو له نېکه مرغه د هغه د راپاتې علمي ميراث لپاره دغه دوه مهم کارونه تر سره شول :


١ ـ  د استاد عالمو اولادونو ، دغه ميراث ته ، د وطن د علمي ميراث په توګه پوره توجه وکړه . د استاد د آثارو د تکثير لپاره يې خپله پانګه ولګوله ، زياتره آثار او کتابونه يې په څو نقلونو کې کاپي کړل او په بېلابېلو ځايونو کې يې د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه . دا کار په لومړي ګام کې د دې لپاره هم خورا مهم دی چې د دغو راپاتې آثارو د ورکېدو مخه ونيوله شي .


٢ ـ  د استاد يو شمېر مخلصو شاګردانو د هغه د ځينو آثارو د ترتيب ، تنظيم او چاپ ته په برابرولو کې لازمې هلې ځلې پيل کړلې .


 په دې لړ کې د استاد  (( د کندهار ياداښتونه )) په نوم کتاب د يادونې وړ دی . دغه اثر د استاد د ناچاپو کتابونو په فهرست کې  (( د کندهار تاريخ )) او هم (( د کندهار ياداښتونه )) په نومونو ياد شوی دی .


دغه مهم اثر د استاد د يو نوميالي شاګرد او وتلي افغان څېړونکي ښاغلي محمد معصوم هوتک په سريزه ، ترتيب او سمون ، په دوه ټوکه کې دا دی چاپ ته چمتو شو .په نظر کې وه چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، دغه مهم دوه ټوکيز اثر د افغان  ـــ  هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې د جشن په وياړ چاپ کړي ، خو د کتاب د کاپي کولو ، ترتيب او تنظيم او چاپ ته د برابرولو د بهير اوږدېدو او د اثر د حجم زياتېدو ، پر خپل وخت د دې کتاب چاپ ممکن نه کړ ، او دا دی اوس يې چاپ ته مټې رانغاړو .


لازمه ده دلته لومړی د کندهار ياداښتونه  پر کتاب او بيا يې د ترتيب او سمون پر کار څو يادونې وکړو :


د علامه استاد عبدالشکور رشاد  (( د کندهار ياداښتونه )) خپله ارواښاد استاد هم په دوه ټوکه کې تهيه کړی و او د يادښتونو بڼه يې لرله . د دې اثر لومړی ټوک ٢١٨ مخه او دويم ټوک يې ٢٤٥ مخه دی چې له سريزو سره دا دی اوس څه کم پنځه سوه مخه کېږي .


د دغه کتاب دواړه ټوکه د استاد د ناچاپو آثارو په فهرستونو کې د (( ١٤٠٠ )) مخونو په شاوخوا کې ياد شوي دي . دا خبره سمه ده ، خو کله چې دغه اثر ښاغلي هوتک چاپ ته چمتو کاوه او وروسته پې کمپوز کړی ، نو هم ځينې مکرر يادښتونه ترې حذف شوي دي  او هم د استاد د لاس ښکلی ليک په کمپيوټري کمپوز کې راکوچنی شوی دی .


دغه اثر د کندهار د جغرافيې ، تاريخ ، کلتور ، ادب ، نومياليواو نورو بېلابېلو مسايلو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کوي . د لومړي ټوک د ځينو سرليکونو نومونه يې دا دي :


کندهارونه ، د کندهار د نامه تاريخي تسلسل ، د ساکانو پاچاهي په کندهار کې ، ګندوفار  ـــ د اراکوزيا پاچا ، د کندهار غرونه ، د کندهار رودونه ، کندهار تر اسلام د مخه ، تر سکندر مقدوني وروسته کندهار ، د کندهار زوړ ښار ، د کندهار ډبرينې کتيبې ، په کندهار کې له عربو سره د  ٧٠ هـ. ق. جنګ ، نادرآباد ، احمدشاهي ښار ، د اشوکا کتيبه په کندهار کې ، بابا حسن ابدال ، ميوند ، بست ، هلمند ، د کندهار ښار کاروانسرايونه ، د کندهار بنديخانې ، ګندهارا  او زيات شمېر نور سرليکونه .


د دويم ټوک ځينې سرليکونه يې بيا دا دي :


ګوډتېمور په کندهار کې ، د مغولو په وخت کې د کندهار تجارتي اهميت ، تيموريان، ارغونيان ، کندهار د کورګانيانو او صفويانو تر منځ ، هوتکيان، ګرګين خان ، د ميرويس خان په باب ، د هرات ابداليان ، سدوزيان ، محمدزيان ، د کندهار لويه وبا ، د کندهار حاکمان ، د کندهار د زون آمران ، د کندهار د بلديې رئيسان ( ښاروالان) د کندهار مستوفيان ، د کندهار د مرافعې قاضيان ، پښتو ادبي انجمن ، طلوع افغان ، ورور ږغ مجله ، کندهار مجله ، پښتو په طلوع افغان کې ، لومړی پښتو فرمان ، د کندهار تلګراف خانه ، د مخلوڅۍ بلوا ، د کندهار باغونه ، د کرز فاجعه ( په ١٣٥٧ هـ. ش. کال کې ) ، طلوع سرخ ، کندهار پوهنتون ،  او ځينې نور سرليکونه او موضوعګانې .


د استاد دغـــــــــــه اثر د کندهار په باب لومړي لاس مواد او هراړخيز معلومات وړانــــدې کوي .


ښاغلي ليـــــکوال او څـــــــېړونکي او د ارواښاد استاد مــــــخلص شاګــــــرد محـــــمد معصوم هوتک د دغه کتاب په ترتــــــــيب او تنــــــظيم کې د يادونــــــې او ستاينې وړ هـــــلې ځــــــلې کــــړې دي . د کتـــــاب د مــــــنابعو او سرچيـــــنو لــــــــټون يـــې تر خپــــــله وسه کړی او د اخځونو په ښودنه کې يې هڅه کړې چې د يادښتونو اصلي منابع پسې وپلټي ، چې دا د ترتيب او سمون په کار کې تر ټولو ستونزمن کار دی . هغه هڅه کړې چې د استاد هغه يادښتونه هم تر ممکنه ځايه بشپړ کړي چې په دغو نسخو کې له ارواښاد استاده نيمګړي پاتې شوي وو .


ښاغلي هوتک تر ټـــــــولو ســــتونــــــزمن کار دا کــــــړی دی ، چې دغـــــه پــــــنډ کتـــــاب يــــــې له ناوزګــــــارتياوو سره سره په لنډه موده کې خپله کمپوز او چاپ ته چمتو کړی او په دې توګه يې موږ له ډېرو کړاوونو بچ  کړي يواو تيار خواړه يې مخې ته راته ايښي دي . دا يې له استاد سره ، له افغانستان سره او له خپلې خوږې پښتو سره د مينې او اخلاص يو بل ثبوت دي .


ارواښاد استاد ته د فردوس جنت دعاګانې او ښاغلي هوتک ته د اوږد او همداسې له ثمره ډک ژوند هيلې او نيکې پېرزوينې .


په مينه


زريــن انځـــور


جرمني ، د کولن ښار


٢٠٠٥ ، د ډيسمبر اوله