کور / تازه خبرونه / طالبانو درې امريکايي سرتيري وژلي دي

طالبانو درې امريکايي سرتيري وژلي دي

 
درې تنه امريکايي سرتيري هغه مهال ووژل شول چې دهيواد په سهيل ارزګان ولايت کې يې زغروال موټر دطالب جنګياليو لخوا دځاي پرځاي شوي ماين سره برابر شول .
 
دغه خبره په کابل کې دايتلافي ځواکونو دمطبوعاتي دفتر لخوا  نن دشنبه په ورځ په کابل کې ديوې خپر پاڼې په واسطه سره شوي ده .
 
 
په خبرپاڼه کې راغلي  چې دغه سرتېري تيهر ورځ  په  اروزګان ولايت کې د يوې چاودنې په ترڅ کې لمړي  ټپيان شوي وو، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه .
 
 
ديادولو ده چې خبرپاڼې  د وژل شويو پوځيانو  تابعيت نه دى په ډاګه کړى،  خو  په اروزګان کې د ايتلاف امريکايي سرتېري مېشت دي .
دروان زيږديز کال دپيل نه تراوسه دامريکايي سرتيروشميره ٣٠ تنو ته ورسېده. په داسې حال کې  چې تېر کال په هېواد کې ٢٨٦ تنه بهرني سرتېري وژل شوي وو .