کور / راپور / څېړنيز راپور:په افغانستان كې د سولې او پخلاينې لار

څېړنيز راپور:په افغانستان كې د سولې او پخلاينې لار



څېړنيز رپو ټ


د افغانستان په باب د روسيې راتلونكی سياسي دريځ ټاكي 
  د تل افغان څخه په مننه
 
د څيړنيز رپوټ طرحه


دروسيې د دموگرافۍ، مهاجرتونو او منطقوي پرمختيا انستيتوت


2008 ز كال   مسكو 
 


   دغه رپوټ (( په افغانستان كې د سولې اوپخلاينې لار )) دروسيې د دموگرافۍ، مهاجرتونو او منطقوي پرمختيا انستيتوت اود بين المنطقوي پرمختيا د بهير ټولنيزسازمان په گډو هڅو جوړ شوى دى .


   د رپو ټ اساسي هدف دا دى چې د افغانستان په باب د روسيې د دولت د نوي سياست د ټاكلو لپاره اجندا او تيزيسونه وړاندې شي او د نظر خاوندان د بحث ميدان ته  نظريات را بهر كړي .


   د دې رپوټ په تر تيبولو كې د روسي او افغاني كارپوهانو او تحليلگرانو د مختلفو او كله كله مخالفو نظرياتو، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز  of Afghanistan)  (Regional Studies Center  له موادو ، دمعاصر  افغانستان د څېړنې د مركز له تحليلونو، دروسيې  او نورو بهرنيو هيوادونو   نا دولتي سازمانونو او په همدې ډول  دافغانستان په هكله د ډله ييزو مطبوعاتو لخوا له خپرو شويو موادو څخه استفاده شوې ده .  
 


د رپوټ ترتيبوونكي :


   يوري كروپنوف د ليكنې د ډلې مشر ،


   ايل نور باتيرشين ،


   اندرانيك دېرېنيكيان ،


    باريس كروپنوف ،


    سېرافيم مېلېنتېف  
 


©دروسيې د دموگرافۍ، مهاجرتونو او منطقوي پرمختيا انستيتوت 2008 كال 
 


د بحث موضوعات :


۱ـ د روسيې او نړۍ لپاره  د افغانستان ستونزه


۲ـ د روسيې په ټولنه كې د((افغانستان د لانجې)) دحل په باب دريځونه


۳ـ واحد او خپلواك افغانستان


۴ـ د افغانانو عمومي پخلاينه


۵ـ طالبان څوك دي


۶ـ د امريكا اوناټو فكتور


۶ـ نوى منځنى ختيځ


۷ـ د افغانستان د پرمختگ هر اړخيز پلان


۸ـ   د پرمختيا صدور


۹ـ د افغانستان پرمختيايي پروژې


۱۰ـ د افغانستان د پرمختگ لپاره د گاونډيو هيوادو همكاري


۱۱ـ د شانگهاى دهمكاريو دسازمان فكتور


۱۲ـ له پښتنو سره د روسيې  ډيالوگ


۱۳ـ په لوړه سطحه دروسيې او افغانستان د دولتونو ترمنځ  د همكاريو اجندا اود هغوى لومړيتوبونه


۱۴ـ     نتيجه گيري . 
 


د روسيې او نړۍ لپاره د افغانستان ستونزه


   په افغانستان كې دوامداره روانه كورنۍ جگړه او د هغې سره د ځينو هيوادونو د سياسي او نظامي كړيو برخورد چې  په پرنسيپ كې يا نه شي كولاى او يا نه غواړي د افغانستان خلكو ته سوله او پخلاينه تامين كړي  ، دروسيې اوځينو نورو هيوادونو په وړاندې  د پام وړ خطرونه رامنځته كوي اوهغه دادي :


   ــ د روسيې لپاره په افغانستان كې دتو ليد شوو مخدره موادو زياتوالي اساسي خطر رامنځته كړى دى،ځكه په روسيه كې اكثريت معتاد خلك  په افغانستان كې توليد شوو مخدره موادو باندې  اخته دي اوپه عموم كې ددې معتادو خلكو شمېره په دوامداره توگه زياتوالى مومي، په ورستيو پينځو كلونو كې د افغانستان څخه روسيې ته د مخدره موادو په  صادراتو كې چې هغه د افغاني كوكنارو ( اپينو) څخه دي   ، گړندى زياتوالى راغلى دى . 
 


   ــ د منځنۍ اسيا په هيوادونوكې د نړيوالو جنايتكارانو او دمخدره موادو د قاچاقچيانو د قوت  خطر چې له افغانستان څخه د همدې هيوادونو له لارې روسيې ته دمخدره موادو كار وباركې سره نږدې اړيكې لري ، مخ په ډېرېدو دى .


   ــ د روسيې لپاره په افغانستان اوگاونډيو هيوادو كې د امريكا دمتحده ايالاتو اوناټو دپوځي غټو اډو زياتوالى او ځاى پرځاى كېدل بنسټيز خطر گڼل كيږي . 
 


   ــ په افغانستان كې پرلپسې جگړې او پوځي عمليات او د دغه هيواد په كورنيو چارو كې د بهرنيو هيوادونو لاسوهنه د روسيې لپاره  په مستقيم ډول اويا د منځنۍ اسيا دهيوادونو له لارې اساسي گواښ دى اودغه گواښ  د روسيې په دفاعي ځواك او پوتنسيال منفي اغېزه كوي . 


    د افغانستان په پورتنيو حالاتوكې چي نه يې  سياسي ــ اقتصادي اونه يې  هم د  پوځي  حل لارې  معلومې دي ، روسيه دپورتني خطر او تېري   پر وړاندې د ځا ن د دفاع او ددغه خطر د مخنيوي  لپاره تيار او ډاډمن ميتودونه ، وسا يل او تكنا لوجي په لاس كې نه لري .


   سليم تحليل په گوته كوي  چې دپورتنيو خطراتو او گواښونو دلېرې كولو لپاره بايد په افغانستان كې د يو قوي مركزي دولت په جوړولوكې فعاله ونډه  واخيستل شي ترڅوافغانستان په خپلواك او غښتلي هېواد تبديل شي . د همدې موخې  لپاره په كار ده چې نوي پرنسيپونه او لارې چارې ولټول شي . په دغو نويو پرنسيپونو اوكړنلارو كې بايد سياسي ،اقتصادي ،كلتوري ،ټولنيزې اوبشري برخې شاملې وي او له همدې لارې د افغانستان د پرمختگ اساسي لورى برابر او راتلونكى وټاكل شي .


   د پرمختگ په نويو ميتودونواو كړنلارو كې بايد داسې لارې چارې ولټول شي چې افغانستان وكولاى شي خپل دولتي حاكميت ټينگ كړي ، د يو ازاد او خپلواك هيواد په توگه دخپل ځان څخه دفاع وكړاى شي، د جنگ د اوږدې مودې ټولنيزې او اقتصادي ويجاړتياوو بيا رغونه وكړاى شي ، د پرمختللي اقتصادي سيستم په رامنځته كېدو سره ځان  له اوسني حالت څخه چې دكلنۍ بوديجې له نيمې څخه زيا ته  برخه يې دمخدره موادو په عوايدو پورې اړه لري ، راوباسي او د يوې پرمختللي ټولنې په چاپېريال كې د افغانانو د ژوند د هوسا ينې شرايط برابر شي .


د روسيې په ټولنه كې د(( افغانستان د لانجې )) دحل په باب دريځونه


    په افغانستان كې د 1979 كال له ډسمبر څخه د 1989 كال تر فبروري پورې په جنگي عملياتو كې د افغانستان د هغه  وخت د حاكميت په طرفدارۍ  دپخواني شوروي اتحاد دپوځي قطعاتو  د تراژيديك گډون  سندروم لا تر اوسه پور ې   د روسيې په ټولنيز ذهنيت كې  پاتې دى .


   د جنگ په دغوكلونو كې  دشوروي اتحاد گړندۍ كمزورتيا اوبيا دشوروي د پاشل كېدو له شامته دغه لسيزې  ته په     منفي او كله كله د تحقير او اهانت په نظر وكتل شول .  ددې  خبرې  اساسي انگيزې په  اتياومو كلونو كې د فدراتيفې روسيې دنويو رامنځته كېدونكو ملتپالو ( نشنلستو) سياسي كړيو اود هغوى د  پلويانو غوښتنې وې چې ويل يې د روسيې سرحدونه بايد په خپل ځاى وي ، اوپه افغانستان كې لاڅه چې په منځنۍ اسيا كې پاتي كېدل د فدراتيفې روسيې ملي او ستراتيژيكې گټو لپاره منفي پايلې لري .


   د روسيې په حاكموكړيو كې تر اوسه دملتپالنې روحيه د پخوا په څېر دمخكښې ايديالوژۍ په توگه پاتې ده . په داسې حالاتو او ننيو شرايطو كې پورتنۍ روحيه په تاريخي لحاظ دروسيې لپاره په گټه نه ده . د پورتنۍ  روحيې د منفي پايلو د څرگندې نمونې په توگه (( د  شلمې  پيړۍ د ستر سيا سي جغ ناورين )) ( و. و پوتين ) په حيث د شوروي اتحاد ړنگېدنه يادولاى شو .


   د پخواني شوروي اتحاد پرځاى د مشترك المنافع   هيوادونو د سازمان  ناموثريت، د قفقاز په سيمه كې سياسي او پوځي بحران او نارامي چې ژوندى او ښكاره مثال يې د  2008 كال د اگست په مياشت  كې په جنوبي اسيتيا كې را څرگند شو، د ناټو د غړيتو ب لپا ره د گرجستان او اوكرائين دجمهموريتونو هلې ځلې كول او داسې نور مثالونه شته چې روسيه په تاريخي لحا ظ د نړۍ د سترو هېوادونو له ډلې څخه باسي اود سيمې  دنورو  عادي مملكتونو په ډله كې يې حسابوي .


   په وروستيو شلو كلونو كې په روسيه كې د ناسيوناليستي سياست د دكترينو دپلي كولو په نتيجه كې  روسيه د عقب گرايۍ د سيستم په يو محدود چاپيريال كې راگير ده . په داسې حال كې چې له يوې خوا مملكت په نړيواله كچه په سياسي اواقتصادي سيستم ( گلوباليزيشن ) په لور ريفورمونه پلي كوي او هغوى پورې تړل كيږي ، چې په نړيواله كچه د مالي بحران او نورو منفي پديدو چې هغه هم بهرنۍ منبع او اساس لري ، پر روسيې خپل تاثير اچولى دى اوله بلې خوا هېواد په نړيواله كچه هلې ځلې كوي او غواړي چې په دغه پروسه كې برخه واخلي .


    د روسيې دولتي او سياسي حاكمې كړۍ په  جغرافيوي لحا ظ دلېرې پروت افغانستان د كړكېچ دحل دلارو چارو په هكله  بي تفاوته پاتې شوې دي، خو په ورستيو لسوكلونو كې  د افغانستان  موضوع د روسيې لپاره د جغرافيوي لېرېوالي سره سره د هركال په تيريدو سره را نږدې كيږي ،او د افغانستان دلانجې حل د روان نړيوال سياست ورځنۍ مهمه اجندا جوړوي  چې د روسيې لپاره يې د اساسي دندو ارزښت غوره  كړى  اود پلي كولو په برخه كې  لومړيتوب  وركول كيږي .


   د 2001 كال په دسمبر مياشت كې دملگرو ملتوتر  مشرۍ لاندې په افغانستان كې د سولې د ټينگښت لپا ره  د(( بن كنفرانس)) جوړ شو ، د  دې كنفرانس څخه دادى  اوه 7 كاله تيريږي ،د كنفرانس د پرېكړو په پلي كولو كې د بهرنيو هيوادونو پوځي قواوو (ايساف) چې  په افغانستان كې د سولې ساتلو لپاره ځاى پرځاى شوي دي  ونشو كولاى هغه هيلې چې د بن دكنفرانس د پريكړو څخه نړيوالې ټولنې اود افغانستان خلكو درلودې  ، پلې كړي .


    له بلې خوا نه يوازې د روسيې بلكې دنړۍ د نورو پرمختللو هيوادونو لخوا هم  په جنگ ځپلي افغانستان كې چې داقتصاد اساسي برخه يې د مخدره موادو په تجارت او كاروبار پورې تړلې ده  او ددغه هيواد  بې امنيو او اقتصادي كمزورتيا د سيمې  د هيوادونو په اقتصاد هم منفي   اغېزه كړې ده  د سولې د ټينگښت ، گډوډيو دمخنيوي د پرمختللي اقتصاد د رامنځته كېدواوپه  مجموع كې  د  افغاني  بحران څخه د وتلو كوم مشخص او ځانگړى پلان نشته .


   په دې ډول د افغانستان د لانجې حل له روسيې او نورو مشترك المنافع هېوادونو څخه غواړي چې د ايگويزم  د نشنليستي افكارو پر ځاى د ازاد بازار د انتخاب  شوي سياست په ملتيا  مخامخ سياسي ، اقتصادي او كلتوري غوڅو اقداماتو ته لاس واچوي   اود اوسنيو شرايطو په نظر كې نيولو سره د راتلونكلي لپاره د روسيې دولتي اوسياسي كړۍ د افغانستان لپاره خپله كړنلاره وټاكي .  


   د افغانستان د كړكېچ د حل په هكله په روسي ټولنه كې درې  اساسي دريځونه  موجود دي ، چې يودبل سره مغايرت لري :


لومړى دريځ : د افغانستان په كورنيو چارو كې نه لاس وهنه


   په روسيه كې ددغه دريځ طرفداران وايي چې د افغانستان غميزه بايد د پخوا په څېر پردۍ وگڼل شي او د افغانستان دلانجې په  چارو كې د نه  لاس وهلو تر  څنگ يوازې د افغانانو لپاره بشري مرستې اوپه سمبوليكه توگه په اقتصادي پروژو كې سرمايه گذاري وكړي . روسيې ته پكار دي چې په افغانستان كې د بهرنيو قواو موجوديت   تائيد او د افغانستان په خاوره كې  د تروريزم پر وړاندې د امريكا د متحده ايالاتو، ناټو او نړيوال ائتلاف د مبارزې ملاتړ وكړي .


دوهم دريځ : عملي سيا ست politic Real


      ددې دريځ پلويان په دې عقيده دي چې روسيه نه شي كولاى د افغانستان په حالاتو باندې اغېزه وكړي . بر سېره پر دې  په افغانستان كې اتنيكي ( قومي ) مخالفتونو داسې حالت او شكل نيولى دى چې په نننيو شرايطوكې  د افغانستان واحد پاتې كېدل نا ممكن ښكاري ، له همدې كبله روسيې ته پكار ده چې د افغانستان شمالي ولايتونو سره خپلي اړيكې پراخه كړي او كه چېري په  افغانستان كې قومي مخالفتونه پراختيا مومي او دغه هېواد تجزيې سره مخامخ كيږي ، ښايې په اتنيكي لحاظ په دوو شمالي او جنوبي برخو د افغانستان د ويش ملاتړ وشي .   اوپه شمال كې د بوفر په شكل د يوې بې خطره  ساحې د رامنځته  كېدو سره مرسته وشي .  
 


دريم دريځ : د  واحد، خپلواك او د  غښتلي مركزي دولت لرونكي  افغانستان  جوړونه


   د دې دريځ پلويان په دې باور دي چې د روسيې  گټې په ازاد، خپلواك او واحد افغانستان كې نغښتې دي، افغانستان  بايد  د ډيورند د كرښې معضله يوې نامعينې راتلونكې ته پريږدي، اوس يوازې واحد او قوي افغاني دولت كولاى شي چې د مخدره موادو داقتصادي سيستم، د تروريزم اود خپلمنځي مقاومتونوڅخه راووځي،اود سيمې دسازمان يافته جنايتكارانود ډلو ټپلوپه وړاندې  مبارزه وكړي،او په دايمي ډول په خپله خاوره كې د بهرنيو پوځي اډو مخنيوى وكړي .


   يوازې واحد،خپلواك افغانستان او د دې هيواد قوي مركزي دولت كولاى شي چې نه يوازې په خپله خاوره كې ،بلكې د گاونډيو هيوادونولپاره دسولې او امنيت د ټينگېدوشرايط برابر كړي  . لكه څرنگه چې پدې برخه كې يو څېړونكى ليكي :


(( افغانستان په منځني ختيځ كې د زړه ارزښت لري ،كه چېري زړه په دوو برخو وويشل شي نو ټول بدن له منځه ځي .)) 
 
 


واحد او خپلواك افغانستان


   پورتني درې دريځونه د روسيې د سياستوالو او سياستپوهانو ټولنې  په مختلفو ډلو ويشي او  د  روسيې سياسي مشرتابه نه شي كولاى چې د افغانستان په  برخه كې ځانگړې سياسي كړنلاره خپله كړي، له همدې كبله د افغانستان په باب د روسيې په سياست كې كله ناكله انفرادي يا ډله ايز  معقول او نامعقول عكس العملونه او يا نا انډوله  اقداماتو ته لاس اچول كيږي .


   د افغانستان په هكله څېړنې روښا نه كوي چې د روسيې لپاره يوازينۍ گټوره سياسي لار دا ده چې د واحد اوخپلواك افغانستان په جوړيدوكې فعال رول ولوبوي ترڅو دافغانستان لانجې ته دپاى ټكى كښېښودل شي . پورتنى سياست به روسيې ته په نړيواله كچه د ستر طاقت او پرمختللي هيواد اعتبار وركړي اوپه راتلونكي كې به روسيه د نورو ستروهيوادونو سره  د پرمختگ لپاره لاره هواره او د نړيوالو نورو كشالو په حل كې به د يو بااعتباره هيواد په توگه  برخه واخلي . 


   د افغانستان د  لانجې په وړاندې دروسيې بې تفاوته او نامعلومه ستراتيژي داسيا په ز ړه كې دامريكا د متحده ايا لاتو او نا ټو پوځي  پراخوالي ته شرايط برابروي . سره له دې چې په تېرو اوو كلونو كې تجربو وښودله چې په  افغانستان كې د امريكا او نا ټو په مشرۍ د بهرنيو پوځي قواو موجوديت  و نشو كولاى افغانستان او د سيمې هيوادونو ته سوله او امنيت راولي .


   د دوى دايمي موجود يت په مستقيم او غير مستقيم ډول پوځي مقاومتونو،جنگونو او گډوډ يو ته لمن وهل دي، چې بيا په خپل وار  د دغو گډوډيو د مخنيوي په نوم ،په سيمه كې د خپلو پوځي اډو پراخوا لي ته شرايط برابر وي .


   د شما لي ولايتونو سره د اړيكو پراخوالى نه يوازې د افغانستان مشكل  نه حلوي ، بلكې د منځني  ختيځ  په   هيوادونو كې  د تجزيې  لپاره لار هواروي . د پخواني شوروي اتحاد د مركزي اسيا په هيوادونو كې  دگډوډيو پراخوالي ته لمن وهل كيږي او كورني مقاومتونه رامنځته كوي . په جدا گانه ډول  له شما لي ولايتونو سره اړيكې نور هم په دولتي ادارو او  امنيتي ارگانو كې گډوډي زيا توي او په دغو ولايتونو كې د سازما ن يافته   جرايمو تاجكي او ازبكي ډلو او گروپونو ته  د دې لارې څخه د مخد ره موادو قاچا ق او ترافيكو ته پيا وړ تيا او پراخو الى وركوي .        


   د دوهمې موضعگيرۍ د پلويا نو په نظر د افغانستان په شما ل كې د ازادې او خپلواكې ساحي په رامنځته كېدو سره د منځنۍ اسيا هيوادونه د افغانستان د نارامه جنوبي سرحدونو لخوا نه يوازې نه په امن كيږي ، بلكې د خارجي مداخلو سره په شمال كې گډ وډ ي ، محلي جنگونه او نارامي نوره هم پراخيږي، د ا گډ و ډي  او جنگونه د مركزي  اسيا د هيوادونو څخه نيولي بيا د روسيې جنوبي سرحدونو ته را نږدي كېداى او پراخوالى موندلاى شي .


   د پور تنيو فاكتونو او دلايلو په نظر كې نيولو سره بايد د روسيې په دكترينو كې د واحد ، خپلواك او قوي افغانستان را مينځته كېدل شامل او هغه ته د لومړيتو ب حق وركړل شي ، پاتې دوه نورې موضعگيرۍ د سيمې او نړيوالې ټولنې شرايطو په نظر كې نيولو سره اشتباه او عملي بڼه نلري . 
 


دافغانانو عمومي پخلاينه


   د واحد،خپلواك او قوي افغانستان د رامنځته كېدو لپاره په افغاني ټولنه كې د اتنيكي گروپونو، قومونو او قبايلو يووالي ته ضرورت دى ، دا يووالى بايد د افغانستان د ټولو خلكو او د ننني حاكميت سره  د اپوزيسيون او ټولو مخالفو وسله والو ډلو په گډون سره د خبرو او مذاكرو  له لارې  رامنځته شي .


     د 2001  كال د اكتوبر د مياشتې څخه را پدې خوا په افغانستان كې دنړيوالې ټولنې په شمول بهرنيو پوځي قطعا تو و نشو كولاى چې د  افغانستان لپاره د بن د كنفرانس پريكړې عملي او سوله رامنځته كړي ، له همدي كبله د بن  كنفرانس ناكامه شو ، ضرور ده چې د ملگرو ملتو په مشرۍ (( د افغانستان لپاره د سولې اوبيا رغونې International Conference for Afghanistan’s Peace and Prosperity )) په نوم نوى نړيوال كنفرانس جوړ شي .


   د غه نړيوال كنفرانس بايد د بن دپخواني كنفرانس دپريكړو د  كمبوديو او اشتبا هاتو په نظر كې نيولو سره سازماندهي شي ، ددې كنفرانس بنسټيزه موضوع بايد په افغانستان كې د دايمي سولې د ټينگښت او راتلونكى پرمختگ وي .


   دغه كنفرانس بايد  د افغانستان په پلازمينه كابل كې جوړ شي . پدې كنفرانس كې د گډون لپاره د ټولو خلكو، قومونو ، قبايلو ، اداري واحدونو( ولايتونو) استازي ، په همدي ډول د ټولو سياسي گوندونوپه شمول د هغو وسله والوډلو استازي چې خبرو او سولې ته تمايل ولري ، راوغوښتل شي .


 


د افغانستان له خوا په كنفرانس كې بايد  لاندې اداري او سياسي واحدونه گډون وكړي :


ـ د افغانستان د حكومت استازي ،


ـ د وسله وال اپوزيسون استازي ،


ـ د مدني ټولنو، بشري او ټولنيزو انستيتونو استا زي ،


ـ د اكاډميكو موسسو استازي ،


ـ دهغو خپلواكو سياسي شخصيتونو استازي چې هيواد او نړيواله كچه اعتبا ر او اتورېته لري .


 


د نړيوالي ټولني لخوا بايد د لاندې ارگانونو استازي گډون وكړي :


ـ دملگرو ملتونواستازي ،


ـ د شانگهاى  د همكارۍ د سازما ن استازي ،


ـ د پخواني شوروي اتحاد پرځاى د گډو همكاريو د سازمان استازي ،


ـ د اسلامي كنفرانس د سازمان استازي ،


ـ د غير منسلكو هيوادو د سازمان استازي ،


ـ د افغانستان دگاونډيو هيوادونو استازي ،


ـ د روسيې په شمول دسيمې د هغوهيوادونو استازي چې د افغانستا ن په حالاتو اغيزې لري ،


ـ د اروپايي ټولنې استازي ،


ـ د ناټو پوځي سازمان استازي .  


   د كنفرانس گډون كوونكي بايد  په افغانستا ن كې د سولې د ټينگښت ، راتلونكي پرمختگ ، بيارغونې ، د راتلونكې سياسي ادارې اوجوړښت په هكله پلان تصويب كړي ، همدارنگه په افغانستا ن كې د بهرنيو پوځي قطعا تو د ضرورت،  وخت او شرايطو په هكله مسا يل وڅېړل شي .  


   په كنفرانس كې ضرور ده چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختگ په هكله كمپلكس پلان جوړ او هوكې شي . دغه پلا ن بايد د روسيې اود هغه هيوادونو لخوا چې د افغانستان په بيا رغونه كې رول لوبولاى شي ترتيب اود كنفرانس د گډون كونكو له خوا  تصويب شي .


   په همدغه وخت كې بايد د كنفرانس د پرېكړو د مطالعه  كولو اوپه هغو كې د تغيراتو د راوستلو لپاره په افغانستا ن كې بيړنۍ لويه جرگه را وغوښتل شي .


   د ورستيو اوو كلونو په جگړو  كې د روسيې پوځي قطعاتو برخه نه درلوده،له همدې كبله كولاى شي چې په افغانستان كې د بې پرې هيواد په توگه  د ټولو اړخونو په منځ كې د كنفرانس د پرېكړو په پلي كولو كې برخه واخلي .


    په ملگرو ملتونو كې د دې كنفرانس د جوړېدو په هكله روسيه خپل وړانديز طرحه كولاي  شي . 
 


طا لبان څوك دي ؟


   په افغا نستان كې د تلپاتې سولې ټينگښت له طا لبانو سره د ستونزو له حل پرته ممكن نه دي ، له همدې كبله لومړى بايد د طالبانو په هكله  تحليل وشي ، ترڅو هغوى  په افغانستان كې د سولې په خبروكې د گډون لپاره دعوت شي .


   تر دې دمه د طالبانو د تحريك په هكله غلطې او نا درستې نظريې او تحليلونه موجود دي :


   لومړى ـ پدې هكله فكر كيږي چې طالبا ن يو منظم سازمان دى چې د ملامحمد عمر په مشرۍ د واحد مركز څخه رهبري كيږي .


   دوهم د اچې طالبان د القاعدې سازمان طرفدار ، تروريستان او بنياد گران دي چې  ټول تروريستي عملونه رهبري ، سازماندهي او مسؤليت يې په غاړه لري . دريمه اشتباه داده چې ټولو پښتنو ته د طالبانو په سترگو او بيا هغوى د القاعدې او تروريستانو په نوم ياد كړاي شي .


    حقيقت دادى چې طالبان د مختلفو ډلو او گروپونو څخه جوړ اود مختلفو هدفونو د لاسته راوړنو لپاره جنگيږي همدا علت دى  چې د دوى  كار او فعاليت په نا منظم ډول سره رهبري كيږي  .


   كېداى شي چې نن طالبان په درې ډلو سره وويشل شي :


۱ـ تور طا لبا ن : دا ډله طالبا ن د افغانستان اوسېدونكي نه دي ، دوى  د عربو اود نړۍ د مختلفو هيوادونو څخه راټول شوي اشخاص او افراد دي چې د پيسو په بدل كې جنگيږي ،  دوى ته د خپلو بادارانو لخوا پيسې وركول كيږي چې په دايمي توگه د افغانستان په جنوب كې جنگونه سازماندهي او اگاها نه په مملكت كې  گډوډي را منځته كړي، اكثره تروريستي عملونه ، انتحاري حملې او انفجارونه د دوى لخوا ترسره كيږي چې د افغانستان دخلكوسره هيڅ ډول اړيكې نلري .


۲ـ خړ طالبان : دا ډله طالبان د افغانستان اوسېدونكي او جنگي روزل شوي دي ، بل هېڅ ډول كارنكوي ، دوى د هېڅ نړيوالو تروريستي ډلو سره نه دي تړلي ، دوى د دې لپاره جنگيږي چې ( ۳۰ ) كاله په هيواد كې سوله او امنيت نشته او په افغانستان كې د بهرنيو پوځي قواو شتون دى چې د جنگ لپاره يې شرايط برابر كړي دي .


۳ـ سپين طالبان : دا ډله خلك د مجبوريت له مخې په جنگي عملياتوكې برخه اخلي چې د مملكت اقتصاد له منځه تللى دى او د كار كولو نور امكانات وجود نلري ، لدې لارې خپلو كورنيو او اولادونو ته ډوډۍ پيدا كوي . دوى خپل ځانونه طالبان نه شمېري .


   د اپوزيسون اكثره وسله والې ډلې له سپينو طالبا نو څخه جوړې دي . كه چېرې د دوى لپاره د نورو كارونو شرايط مساعد كړاى شي،سپين طالبا ن به د جنگ پر ځاى د سولې په فضا كې ژوند اختيار كړي .


   په افغانستان كې د دايمې سولې د ټينگښت لپاره د پورتنيو دريو مشخصاتو په نظر كې نيولو سره ضروري او حتمي ده چې تورطالبان له منځه يوړل شي اوهم د گاونډيو په شمول د  بهرنيو هيوادونو جاسوسي شبكو د تخريبي او تروريستي اعمالو مخنيوى وشي ، داسې سياسي او اقتصادي شرايط بايد رامنځته شي چې خړ او سپين  طالبا ن خپلې وسلې پر مځكه كښېږدي او د جنگ پرځاى دسولې ژوند غوره كړي .


   د امريكا دمتحده ايالاتو او ناټو لخوا د 2001  كال كې د اكتوبر دمياشتې عملياتو د پيل په وخت كې د طالبانو په نوم د يو خاص پلان طرحه درلوده چې پښتانه يې د طالبانو اوبين المللي تروريستانو سره په يوې كتگورۍ كې شامل شمېرل . ځكه  نو امريكا او د ناټو قواو ځانته ددې اجازه وركړې ده چې د دولت ټول مخالفين او د اپوزيسون ډلې  چې د افغانستان د دولت ، امريكا او د ناټو د قواو په وړاندي جنگيږي تروريستان وبولي، په  داسې حال كې چې د افغانستان په خاوره كې د امريكا او د ناټو قواو ته د افغانستان خلك او په خاص ډول پښتانه داشغالگرۍ په سترگه گوري او د هغوى سره جنگيږي .


   د طالبانو نوم د تروريستانوسره تړل شوى دى . په هر ځاى كې طالب ، تروريست معرفي شوى دى .  له همدې كبله د بهرنيو قواو د موجوديت لپاره شرايط برابر ، او امريكايان او ناټو وايي چې په افغانستان كې زموږ سره طالبان جنگيږي، دوى تروريستان دي اوموږ په ټوله نړۍ كې د تروريزم سره په جگړه بوخت يو ، د همدې ضرورت پر اساس زموږ پوځي قطعات په افغانستان كې ځاى پرځاى شوي دي .


    دپورتني روش په كارولو سره په افغانستان كې ټولو  پښتنو ته د طالب خطاب وشواو پښتنو هم د مجبوريت له مخې خپل ځا نونه د طالبانو په ليكو كې ورگډ  وگڼل، په داسې حال كې چې پښتانه د ټولنې د نيمايي څخه زياته فيصدي تشكيلوي اود افغانستان د دولتي جوړښت بنسټ جوړونكي خلك دي . په دې ډول د تروريزم په وړاندې عمليات په افغانستان كې د ټولنې له نيمايي څخه  د ډېرو خلكو په وړاندې په مخ وړل كيږي .       


   په عين حال كې د امريكې متحده ايالاتو او ناټو ته بل څه نه پاتې كيږي ، بې لدې چې په راتلونكو يوــ دوه كلونو كې د طالبانو او اپوزيسون سره د خبرو او مذاكرو لار غوره كړي . د امكان څخه لېرې نده چې د روسيې مشر تابه ترڅو د طالبا نو او تروريستانو په غندنه مصروف وي تر هغو به دامريكا متحده ايالات او د ناټو هيوادونه  ،  طالبا ن او تروريستان  پخپلو منځو كې د خبرو له لارې د ضرورت وړ موافقو ته ورسيږي .  
 


د امريكې دمتحده ايالاتو او ناټو فكتور


   د ( نه ړنگېدونكې ازادۍ ) په نوم د امريكې د متحده ايالاتو  د ارامو عمليا تو له پيل څخه را وروسته، بيا د  2003 كال په اگست كې د نړيوال سوله ساتي ځوا ك  (ايسا ف ISAF) څخه ناټوته د قوماندې او رهبرۍ تر سپا رلو او تر ننه پورې چې دادى اوه كاله كيږي ، دې نتيجې ته رسيږو چې په افغانستا ن كې د ملگرو ملتونو لخوا د سولې د ټينگښت پلان له ناكامۍ سره مخ دى . په واقعيت كې تر پردې لاندې د افغانستا ن رهبري په مكمل ډول د امريكا د متحده ايالاتو او ناټو ته په لاس كې وركول شوه . پايله يې دا شوه  چې په دې هيواد كې سياسي او امنيتي حالات نور هم خراب او د مخدره موادو توليد څو چنده زيا ت شو .


   د نړۍ د مختلفو هيوادونو د څيړونكو له نظره په افغانستان كې  د امريكا د متحده ايالات او ناټو هيوادونه د تروريزم په وړاندې د جگړې تر شعار لاندې خپلې پوځي،سيا سي ، اقتصا دي ، جيوستراتيژيكې او جيو پوليټيكې گټې او هدفونه لري ، دوى غواړي  داروپاــ اسيا په منځ كې چې افغانستان او ټول منځني ختيځ پكې شا مل دي ، اساساًپوځي اډو ته پراختيا وركړي، په همدې خاطر د امريكا متحده ايالات او نا ټو هيوادونه د تروريزم سره د جگړې په بهانه   په سيمه كې خپل پوځونه ځاى پرځاى كوي .


   د سپتمبر د 11  نيټې پيښو او د نړيوال تروريزم سره د جگړې له شروع څخه د امريكا متحده ايالاتو ته د دې شرايط او امكانات برابر كړل چې د مركزي اسيا او منځني ختيځ په هيوادونو كې 19 نوې پوځي اډې ځاى پرځاى او په نتيجه كې د لومړي ځل لپاره د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو خا ورو ته د امريكې او ناټو پوځي قطعا ت داخل شو. 
 


   په منطقه كې د امريكې د متحده ايالاتو د موجوديت اساسي هد ف په لومړي گام كې د ( لوى منځني ختيځ Greater Middle     East  )   چې له افغانستان څخه نيولې تر مراكش پورې اسلامي هيوادونه، او په دوهم پړاو كې د( لويې مركزي اسيا Greater     Central Asia ) پر هيوادونو  چې له سايبرياڅخه د هند تر شما ل پورې سيمه پكې شامله ده،د يوسراسري كنترول تامينول دي . 
 


   لكه څرنگه چې د 2005 كال دمارچ په مياشت كې د فريدريك ستار را  په ليكنه كې راغلي دي : چې د( لويې مركزي اسيا) په جغرافيوي قلمرو كې چې اساسي محور يې افغانستان دى بايد  يو داسې ځواكمن زون چې د ازاد بازار اقتصاد اوسياسي روښانه كړنلاره ولري رامنځته شي . دغه هېوادونه به پخپلومنځو كې او د امريكا له متحده ايالاتو سره دوستانه اړيكې ولري ، د داسي يو زون په رامنځته كېدو سره تروريزم او بنيادگرايي له منځه وړل كيږي او دسولې لپاره شرايط رامنځته كيږي . 


   په همدې رپوټ كې د سيمې لپاره د امريكا د متحده ايالاتود بهرنۍ سياسې كړنلارې د تطبيق لپاره د دولتي ادارو په تشكيل نوې كتنه  او د وظايفو فورمولبندي شوې ده .


   د ( لويې مركزي اسيا) په نوم د جغرافيوي زون  په اړوند د امريكا د متحده ايالاتو د ځينو  اداروپه نظرياتو كې څرگند تفاوت موجود دى . په دې ډول د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو په طرحه كې د پخواني شوروي اتحا د مركزي اسياپينځه  جمهوريتونه د روسيې سره يوځاى د ايروايشيا په نوم جلا شوي دي او افغانستان د جنوب ختيزې اسيا په هيوادونو كې شامل دي . 
 


   داسې فورمولبندي عملاً دامريكې دولتي موسسات له داسې تصور څخه راگرځوي  چې د لويې مركزي اسيا هيوادونه بې شمېره مشتركې وجې او دلچسپۍ لري او لږ تر لږه داسې تحليل ته لاره نه خلاصوي چې د لويې مركزي اسيا د هيوادونو او د هغوى دمنطقوي گاونډيانو تر منځ گټور مناسبات منعكس كړي .


   د حالاتو تحليل څرگندوي چې د لويې مركزي اسيا د هيوادونو د پرمختگ اوهمكاريو  په باب د فريدريك ستا ر را لخوا په وړاندې شوې طرحه كې د امريكې متحده ايالات  غواړي د جنوب ختيزې او منځنۍ اسيا هيوادونه د روسيې ، چين او ايران له گډون پرته په خپل كنترول كې ولري .


   د لويې مركزي اسيا د هيوادونو د همكاريو رامنځته كېدل نه يوازې د امريكې متحده ايالاتو ته د دې شرايط برابروي چې د مركزي اسيا هيوادونه د روسيې او چين له تاثير څخه وباسي، په مركزي اسيا كې خپلې ريښې خښې كړي، دسيمې هيوادونه دخپل تاثير لاندې راولي او د افغانستان له خاورې څخه د الوتكه وړونكې كښتۍ په توگه كار واخلي .


   په دې ډول په افغانستان كې د تروريزم په وړاندې دعملياتو په نتيجه كې ددې پرځاى چې د تروريستانو مركزونه له منځه وړل شوي واى ،   دامريكې متحده ايالاتو د دې هيواد په خاوره خپل كنترول ټينگ كړ . 


     د كشالې دحل په پلمه  دافغانستان په ( كابل ، كندهار ، هرات ، شينډ نډ ،بگرام ) اود مركزي اسيا  په ( ازبكستان ، قرغزستان ، تاجكستان ) په هيوادونو كې د امريكې دمتحده ايالاتو او ناټو پوځي اډې ځاى پرځاى شوې .


   د امريكې متحده ايالاتو او ناټو پوځي دستگاه ته ډير ښه شرايط  او امكانات بر ابر شول چې له  يوې واحدې نقطې څخه روسيه ، چين او ايران كنترول كړي او د ضرورت په وخت كې د سيمې  د هيوادونو په وړاندې له دغو هيوادونو او له خپل  پوځي موجوديت څخه استفاده وكړي .


   څرنگه چې زبيگنيف بژيزينسكي لس كاله مخكې ويلي وو چې مركزي اسياــ اروپا ( مركزي يورواشيا ) د امريكې لپاره دجايزي ارزښت لري . دا دى د همدې جايزې څخه په استفادې دامريكا متحده ايا لات اود ناټو هيوادونو په مركزي اسياـ اروپا كې خپلې پښې ټينگې كړې دي .


   اروپا چې د سړې جگړې پرمهال دامريكې دمتحده ايالاتو له پاره د جبهې مقد مه كرښه وه اوس  دامريكې دسياسي اوپوځي كړنلارې لپاره د جبهې عقبي  كرښه گرځېدلې ده اودجبهې لومړۍ كرښه د اسيا عمق ته داخله شوې او همدا علت دى چې نن اسيا  د نړۍ د جيوپوليټيكي كشمكش مركز گرځېدلى دى .  


   د دې ناكراره سيمې لوديځ ته د نفتو ستر شتمن هيوادونه ايران ، سعودي عربستان ، او عراق چې د امريكا دمتحده ايالاتو د پوره  كنترول لاندې راغلي دي ، جنوبي لوري ته د اټومي ځواك هيوادونه هند او پاكستان ،دشمال خوا ته روسيه اوپه اخركې د ختيځ خواته د چين غښتلى هېواد دى چې امريكا ورته په  راتلونكي كې د  اساسي سيال په سترگه گوري .


   په دې كې د نړي ناكراره سيمې لكه افغانستان ، كشمير، د پخواني شوروي اتحاد د مركزي اسيا جمهوريتونه ، د چين دخلكو جمهوريت د سينزيان ولايت او نورې شاملې  دې .


   نن په افغانستان كې د امريكې متحد ايالات او ناټو هيوادونه د تروريزم په وړاندې د پوځي عملياتو د پردې ترشا غواړي لاندې موخې ترلاسه كړي :


   ـ د روسيې ، چين او ايران كنترول ،


   ـ د گډې همكارۍ دهيوادونو د نږدېوالي مخنيوى ،


   ـ د برېښنا د انرژۍ پر ذخايرو پوره كنترول ، دهغوى څخه پوره گټه اخيستنه،په همدې ډول د قفقاز ــ كسپين دبحيرې او مركزي اسيا دهيوادونو څخه دانرژۍ د خامو موادو د ترانسپورتي لارو كنترول ،  


   ـ په سترا تيژيكي لحاظ د چين دخلكو دجمهوريت په خاوره كې خپل موجوديت ته پراخوالى وركول ،


   ـ    په خپل كنترول كې د ياغي ايران راوستل ،


   ـ دسيمې د هيوادونو داخلي او  محلي  گډوډيو او جنگونو ته شرايط مساعدول اوله همدې لارې د پراخو پوځي عملياتو  لپاره بهانې برابرول .


   بايد په گوته شي چې د مركزي اسيا ــ اروپا په څېر د نړۍ په داسې جيوپوليټيكي،جيوسترا تيژيكي او اقتصادي مهمه سيمه كې  دامريكې دمتحده ايالاتو ځاى پرځاى كېدل د دوى د گلوباليزيشن او يو قطبي نړيوال سيستم  د جوړښت  د نظريې سره ارگانيك مطابقت لري .


   دلته يو ځل بيا د روسيې د سياسي دكتورينو هغې برخې ته مراجعه كوو چې د  افغانستان په روانه لانجه  كې د  نه لاس وهلو تر عنوان لاندې يې پراخ شهرت پيدا كړى دى .


   د روسيې د اكثرو ديپلوماتانو،پوځيانو اود هغوى دمشاورينو، متخصصينو او څېړونكو په نظر د افغانستان په معضله  كې مداخله نه كول ځكه گټور دي چې د امريكا متحده ايالات په افغانستان كې په اقتصادي (مادي) ،سياسي او پوځي لحا ظ كمزوري كيږي او د دې كمزورتيا په وجه نشي كولاى چې د روسيې په كورنيو چارو كې لاس ووهي او په قفقاز كې گډوډي رامنځته كړي .


    روښانه ده  چې دا ډول فكر د ساده او غيرمسلكي خلكو خيال او خوب دى او دا ډول كاذبه وطنپالنه لاندې روښانه واقعيتونه نفي كوي . 


   لومړى ــ د امريكا او ناټو تلفات په افغاستان كې ډېر كم دي . د افغا نستان د اشغا ل په اوه كلنه موده كې د امريكا او ناټو تلفات ټول ( 546 ) تنو ته رسيږي .  پداسې حال كې چې په افغانستان كې دشوروي اتحاد پوځي قطعاتو په اوه كلنه موده كې تلفات  ( 5703 ) تنه وو.  


   د يوې بلې مقايسي له مخې په امريكا كې ټولې مظاهرې د عراق څخه د پوځي قطعاتو د وتلو پخاطر ترسره كيږي ، په عراق كې د 2003 كال  راپدې خوا د   4000 تنوڅخه زيات تلفات لري ، ولې  د امريكې په  ټولنه كې دافغانستان د حالاتواو پيښو په باب كوم خاص عكس العمل نه ليدل كيږي .


   بر سېره پر دې د امريكا دمتحده ايالاتو نوى جمهور رئيس بارك اوباما غواړي له عراق څخه ځينې پوځي ټولگي وباسي او هغه افغانستان ته وليږي .


   دوهم ـ داچې  اوريدل كيږي امريكا يان اود ناټو پوځيان دخپلو پوځي اډو څخه بهر په حالاتو كنترول نلري او د مخدره موادو د قاچاقو په مافيا باندې برى ناممكن دى .


   خو پدې باب هيڅوك دا سوال نه مطرح كوي چې : ايا امريكا او ناټو غواړي چې په افغانستان كې د خپلو پوځي اډو څخه بهر حالات اوشرايط كنترول كړي ؟


   د ناټو پوځي ټولگي برعكس د هيواد په ولايتونو كې  په خپلو راديويي خپرونو او تبليغاتي پاڼو كې توضيح كوي چې په افغانستان كې د ناټو پوځي قطعات يواځې د تروريزم سره د مبارزې مسؤليت لري ، دافغانستان د كورنيو نورو ستونزو او مخدره موادو ( د كوكنارو كښت ) سره مبارزه د دوى خپل كورنى كار دى ، ناټو يې مسؤليت نلري .  


   دريم ـ داچې په افغانستان كې د امريكايي قطعاتو زياته برخه لگښتونه د امريكا دمتحده ايالاتو د پوځي دفاعي صنعت د كمپلكس سيستم او دفاعي تاميناتو د كمپنيوله  لارې تمويليږي او د امريكا دخلكو ( ماليه وركونكو ) پيسې د امريكا داقتصادې بوديجې له پلان  څخه نه وځي .


   برسېره پر دې په افغانستان كې دايمي بي ثباتي ،نا امني ، ناكراره او خطرناكه حالات د امريكې د دفاع وزارت ( پنتاگون ) لپاره ښه تحفه ده ، ځكه چې ددفاع وزارت هر كال دكانگرس څخه په پوځي بود يجه كې زياتوالى غواړي چې وكولاى شي د امريكې د پوځي وسايلو ځينې كمپنۍ، فابريكې او كارخانې فعالې وساتي .


   په افغانستان اودسيمې په هيوادونو كې د بي ثباتۍ او بې ا منيتۍ دغه حالت چې په ورستيو ديرشوكلونو كې پخپله د امريكا دلاس محصول دى  په خاص ډول د نړيوال ژور مالي بحران په شرايطو كې د امريكا په گټه دى .


   څلورم ـ افغانستان دخپل جغرافيوي موقعيت له مخې د امريكا او ناټو هيوادونو لپاره دخپلو ستراتيژيكي قرارگاو او د پوځي تعرضي ټولگيو دځاى پرځاى كولو پخاطر سوق الجهشي نقطه ده ،د دوى لپاره د افغانستان خاوره د يوې  لويې طياره وړونكې كښتۍ ارزښت لري .  


   د امريكا دمتحده ايالاتو او ناټو دپوځي ټولگيو اوقطعاتو داشغال سره سم د شينډ نډ او بگرام په هوايي ډگرونو كې د ځمكې پرمخ او دځمكې لاندې دمختلفو ودانيو او ساختمانونو په جوړولو پيل شوى دى، ددې ساختمانونو څخه معلوميږي چې د افغانستان په خاوره كې دځمكې پرمخ اود ځمكې لاندې ښارونو جوړول د امريكا او ناټو دپوځي موجوديت اساسي هدف دى .


   د بگرام او شينډنډ  هوايي ډگرونه په پرمختللو پوځي  اډو بدل او په پرمختللو تخنيكي وسا يلو سمبال شوي دي چې كولاى شي د يوروايشيا دهيوادونو ځمكنى او فضايي قلمرو ترخپل كنترول او چتر لاندې راولي .


   پنځم ـ په افغانستان كې دايمي بې ثباتي اوبې امنيتي د امريكې متحده ايالاتو ته د دې شرايط برابروي چې پرته له زياتو مالي لگښتونو د چين ، هند او ايران په سرحدونو كې گډوډي رامنځته  كړي ، د پاكستان  او مركزي اسيا په هيوادونو كې سياسي، اقتصادي ، امنيتي حالات په دايمي توگه ناقراره وسا تي او د دې گډوډيو او ناكراريو پواسطه روسيه  د دايمي خطر سره مخامخ كړي .  


   شپږم ـ افغانستان دنړۍ په كچه د مخدره موادو دستر توليدوونكي هيواد په توگه د پيسو او سياست د نړيوالو كنترولونكو ډلو ټپلو دكار اوفعاليت لپاره د مخدره موادو د خرڅلاو  له لارې  ما دي اوما لي امكانات جوړوي او له دې لارې په ټوله نړۍ كې د مختلفو رنگه انقلابونو، دولتي كود تا گا نو، تروريستي او بنيادگرو سازمانونو د رامنځته كېدو شرايط برابروي .   


   د امريكا متحده ايا لات له افغانستان څخه د ډير واټن په درلودلو د افغاني مخدره موادو او هيروئينوله خطر څخه لېرې ده او د ناكراريو، د مخدره موادو، تروريزم ، دمخدره موادو پورې تړلى اقتصادي سيستم او په دولتي ادارو كې د مخدره موادو دمافيا دپراخ لاس لرلو، اداري فساد ،رشوت ، له دولتي مقامونو څخه ناوړه استفادو د منفي اغيزو ټول بار او مسؤليت د افغانستان اود هغه د گاونډي هيوادو په سر پروت دى او دا خبره هم په مستقيم ډول د روسيې دولت ته تا وان رسوي اوهم د روسيې او د منځنۍ اسيا دهېوادو تر منځ دوستانه اړيكې زيانمنې كوي .


   اووم ـ په اخر كې  دروسيې  وطن پا لونكي پدې تمه او انتظار دي چې د امريكې متحده ايالات او ناټو هيوادونه په افغانستان كې له ناكامۍ سره مخامخ دي ، دوى نه پوهيږي او يا نه غواړي چې په ځينې عواملو ځانونه پوه كړي چې په افغانستان كې د نامعلومو نورمونو او نا معلوم وخته پورې د تروريزم پر وړاندې عمليات د ناټو لپاره د سياسي ــ پوځي سازمان په توگه په


2001ـ 2002 كلونو كې د دغه سازمان د بحران په شرايطو كې دسيا سي ژوندي پا تې كېدو مانا درلوده .    


   په افغانستان كې دامريكې متحده ايالاتو او نا ټو د ناكامۍ اميدونه بې مورده او غيرمسلكي دي ،خو د روسيې لپاره په افغانستان او سيمه كې د امريكې متحده ايالاتو او نا ټو دايمي پاتې كېدل لاندې څرگندې پايلې لري :  
 


   لومړى ـ امريكې وكولاى شو چې د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسيا هيوادونو پوځي سيستم او نظامي تاسيساتو ته لاره پيدا كړي . دوى ته شرايط برابر شو چې د منځنۍ اسيا دهيوادونو پوځي هوايي ډگرونه په امريكايي نورمونو او ستندرد سره مډرن كړي، دسيمې خصوصيات مطالعه او په عملي ډول تري گټه واخلي او د ټولې ايروايشيا په فضايي قلمرو خپل كنترول ټينگ كړي .


   دوهم ــ په هغو پوځي هوايي ډگرونو كې چې دوى په كرايه نيولي دي د پوځي وسايلو په خپرولو سره كولاى شي چې د روسيې ټول سترا تيژيكي هدفونه د خپل كنترول لاندې راولي .   


    د امريكې دهوايي پوځ د كشف په ساحه كې د روسيې د اورال او سايبيريا ټول اقتصا دي او نظامي هدفونه راتلاى شي .


   پدې توگه پوځي افغانستان د روسيې لپاره همداسې خطر دى لكه څرنگه  چې د امريكې لپاره په 1962 كال كې كيوبا ستر خطر و .


   دريم ــ همدې ته ورته نور منفي فاكټونه نه يوازې د روسيې په دولت منفي اغيزې اچوي بلكې د قرغزستان د مناس د پوځي اډې څخه د چين په دننه كې ددې هيواد  ستراتيژيكي ــ اقتصادي اوستراتيژيكي ــ پوځي مركزونه او هدفونه د كنترول لاندې راځي .


   په جاپان ،جنوبي كوريا او د ارام سمندر په يو شمېر نورو هيوادو كې د امريكې دپوځي قواو د موجوديت سره سره په مركزي اسيا كې د اډو زياتېدل د دې شرايط برابر وي چې امريكا وكولاى شي هم د وچې او هم د ارام   او د هند دسمندرونو له لارې د اسيايي هېوادونو په اساسي ستراتيژيكي هد فونو خپل كنترول ټينگ كړي .


   د مركزي اسيا په هيوادونوكې د امريكې د متحده ايالاتو پوځي اډې په جنوبي كوريا او جاپان كې دامريكې دمتحده ايالاتو پوځي قواو په مرسته لږ تر لږه د روسيې، چين ، ايران ،پاكستان اوهند د دولتونو په وړاندې د جيوپوليټكي او پوځي حالاتو د گرمېدو په وخت كې دهغه هېواد نظا مي فشار تامين كړي .   


   برسېره پر دې د امريكې متحده ايالات كولاى شي دخپل  پوځي موجوديت څخه په منطقه كې د هيوادونو ترمينځ د مختلفو اختلافونو څخه داستفادي لپاره د ځنيو سازمانو او ډلو ټپلو څخه  حمايه ،او د دوى پواسطه د سيمې د هيوادونو پر حكومتونو باندې د فشار دوسيلې په توگه كار واخلي . 


   په واقعيت كې د اوږدې مودې لپاره د بهرنيو هيوادونو وسله وال ځواكونه  په منطقه كې د موجوده قواو توازن برهم اود سيمې دهيوادونو لپاره اساسي او بنيادي خطر رامنځته كوي .


   د دې حالاتو لپاره  د سيمې هيوادونه بايد راويښ ، نږدې او يو موټى شي چې د بهرنيو هيوادونو دپوځي قواو پرځاى دسيمې دمملكتونو تر مينځ د قواو توازن برقرار شي .


   له همدې كبله بايد په عاجل ډول په افغانستان كې دبهرنيو پوځي قواو د موجوديت هد فونه ،دندې او وخت تر بحث اوڅيړنې لاندې ونيول شي  . د افغانستان په خاوره كې د بهرنيو قواود موجوديت ميعاد د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د مشرتابه او پارلمان په گډون بايد تنظيم شي .


   


د افغانستان د پرمختگ لپاره كمپلكس پلان


   ترڅو چې د افغانستان د خلكو ژوند په اساسي توگه په پښو ونه دريږي د واحد ،خپلواك او قوي افغانستان را منځته كېدل نا شونى دى .


   پداسې حالت كې چې په افغانستان كې د خلكو د بې كارۍ كچه  %80 ته رسيږي د وگړو د ژوند دمصارفو له نيمايي څخه زياته برخه د مخدره موادو په توليد او صادراتو پورې تړلې ده، د نړيوالې ټولنې او د دولت د مشرتابه اساسي دنده ده چې د وگړو د عادي ژوند د تامين ابتدايي موسسات په پښو ودروي تر څو د هېواد هر اوسېدونكى هره ورځ حد اقل يوكېلوواټ في ساعت د برېښنا انرژي ، درې ليتره د څښلو اوبه  او لس ليتره تخنيكي اوبه اونور لومړني ضروتونه تامين كړي .


   هغه څه چې تر اوسه پورې د افغانستان د( پرمختگ پلان ) په نامه پېشنهاد شوي دي ټول په دغه اساسي نيمگړتيا اخته دي چې ستراتيژيكه طرحه نه لري . دغه پلانونه اكثره د افغانستان سره د نوروهېوادونو بلاعوضه مرستوته وقف شوي او پر هغو متكي دي  چې د هېواد د اقتصادي استقلال او اقتصادي خود كفايۍ انتظار  ورڅخه نه شي كېداى . افغانستان ته په نوو پرنسيپونو او طريقو د اقتصادي پرمختگ يو كمپلكس پلان ضرور دى .


   د خلكو د ژوند دلومړنيو ضرورتونو د عاجل تامين موثر ميتود ايجابوي چې د توليد د لومړنيو وسايلو د  جوړښت صنعت ته عاجل اقدام  وشي . د فزيكي كار نسبتاً موثر وسايل په كار واچول شي ، د ژوند د لومړنيو ضرورياتو توليدپلانيزه شي او ددغه پلان په تطبيق كې د علومو پر عملي اړخ ډيره تكيه وشي .


    د ننني حا لت څخه راوتل د ژوند دتامين د كومكي ستراتيژيكو تاسيساتو له جوړښت  او په پراخه  سطحه د توليد د قواو له  تشكل نه پرته  امكان نه لري . د توليد ددغه قواو تر څنگ به   دنوروهېوادو په مرسته په هېواد كې د پرمختيايي زده كړو ، په پركتيك متكي اساسي علومو  او پر مخ تللي صنعت  اساسات كښېښودل شي .


   دافغانستان داقتصادي پرمختگ لپاره تر ټولو لومړنى د انرژۍ د منابعو او په ځانگړي ډول د برقي  انرژۍ تامينول ضروري عنصر دى ځكه د برق انرژي له يوې خوا د دغه هيواد په صنعتي انكشاف او له بلې خوا د خلكو د ژوند د سطحې په لوړولو كې ټاكونكى رول لوبوي . 


   د افغانستان د برق دانرژي دپوره كولو لپاره دولتي پلان ته ضرورت دى، لكه د  شلمې پيړۍ په پيل كې چې د روسيې دبرقي انرژۍ د تامين پلان عملي شو  اوله مخې يې د روسيې او پخواني شوروي اتحاد صنعت د پرمختيا چټك گامونه پورته كړل .


   په دې ترڅ كې دافغانستان دكندوز،كوكچې،كابل ،هلمند او هريرود پر سيندونو د برق د بندونوجوړول او همدا رنگه  له تاجيكستان ، تركمنستان او ازبكستان څخه افغانستان ته د برق د غزول شوو لينونو عصري سمبالتيا اساسي ضرورت برېښي .    


   په افغانستان كې د څښاك او تخنيكي  اوبو د تامين  مسئله يو بل مشكل دى چې په حل پوري يې د هغو پرابلمونو حل تړلى دى  چې په دغه هېوادكې د نفوسو د شمېر د زيا تيدو او د زراعتي محصولاتو د توليد د كمـښت له شامته رامنځته شوي دي .


   د ايران له مشهدڅخه دافغانستان د هرات – قندهار له لارې د پاكستان تر كويټې پورې د اور گاډي  يو خط چې افغانستا ن به د اورگاډي د نړيوالې  شبكې سره وتړي له ستراتيژيكو دندو څخه شمېرل كيږي . كه  د اور گاډي د خط  د دې شبكې په  پروژه كې  د افغانستان  برخې ته د يو دهلېز په توگه ځانگړې پاملرنه وشي  باور دى  چې له دې لارې به دكاليو په وړلو راوړلو كې ډيرې اسانتياوې رامنځته شي او افغانستان به د يو غښتلي هېواد په توگه  د اقتصادي استقلال خاوند شي چې د نور انكشاف غمخوري به په خپله غاړه واخلي .  


   غوره به وي چې د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې او پرمختيا كمپلكس پلان په كابل كې ( د افغانستا ن د سولې او سمسورتيا كنفرانس) كې تصويب شي .    
 


د پرمختيا صدور


    دافغانستان او د هغه شا اوخوا حالا تو په نظر كې نيولو سره روسيې ته دا امكانا ت په لاس ورځي چې نه يوازې د افغانستا ن په هكله بلكې د خپل ټول بهرني سياست نوي پرنسيپونه وټاكي . روسيه نور بايد د ورستيو شلو كلونو د  ناسيوناليستي  دكتورينو څخه راووځي او د  نړيوال زبر ځواك په توگه دخپل موجوديت څخه په نړيواله كچه د پرابلومونو دحل په وړاندې په مسؤليت برخورد وكړي .


   روسيه تل موجوده وه او د نړۍ د ستر هيواد په توگه بايد تل له خپل غوڅ دريځ سره د نړيوالو پرابلومونو د مطرح كولو او حل توان ولري .  


   لكه څنگه چې د دموكراسۍ صادرولو نړيواله غلبه موندلې ده روسيه دې د نړيوال زبرځواك په توگه د خپلو دكترينو دپلي كولو لپاره د دموكراسۍ د صدور پر ځاى د انكشاف او پرمختيا صدور عملي كړي . په دې مانا چې د ژوند په مختلفو ساحو كې هېوادونو او سيمو ته د انكشاف او پرمختيا نوي ميتودونه او تكنالوژۍ انتقال كړي . يوازې د انكشاف په صدور او انتقال سره روسيه كولاى شي  د خپلې ترقۍ تر څنگ متمدنو سياسي او اقتصادي چلنجونو ته ځواب ووايي .


   اوس ثابته شوې ده چې د دموكراسۍ صدور او پر ټولنو باندې په زور د هغې تعميل ناوړه  او بې ثمره كار دى . برسېره پردې څرگنده شوه چې د دموكراسۍ له  صدور  سره  مالي او اقتصادي بحران هم صادريږي  چې وسله والې نښتې، كړكېچونه،  نارامۍ اوگډوډۍ  ورسره تړلې دي .


   روسيه ډېره ښه موقع په لاس كې لري چې د عنعنې په څېر د نورو هيوادونو د اقتصادي پرمختگ د فعال فكتور رول د خپل بهرني سياست د اساسي پرنسيپ په حيث انتخاب كړي . 


    په تاسف سره بايد وويل شي چې له يوې مخې د شوروي اتحاد ماضي د ښو او بدو بې دليله غندنې او په مصنوعي ډول د روسيې د امپراطورۍ  پړسېدلى ترسيم په عامه ذهنيت كې  د تاريخي روسيې نړيوال مقام او اعتبار د نشت  درجې ته را ټيټ كړى دى . هغه مقام او اعتبار چې د نورو ملتونود ترقۍ سره مخلصانه علاقه مندۍ ، دنورو هېوادونو د انكشاف دمحركواسبابو وركړې او د هغوى سره   علمي ـ روزنيزو او تخنيكي مرستو تاريخي روسيې ته په لاس وركړى و .


   نن ضرور ده چې نه يوازې دا تاريخي حقانيت احيا شي ، بلكې د روسيې د تاريخي ماضي ميراث بايد د ولسونو سره د گډ او متوازي پرمختگ په پرنسيپ  د انكشاف د صدور  او مقابل لوري ته د پرمختيا د اسبابو د هدفمند انتقال لورى ووهي ، داسې اسباب چې هېوادونو او ولسونو ته د ترقۍ په لور د چټكو  گامونو امكانات برابر كړي .


   د دموكراسۍ د صدور پر خلاف چې كله كله پر هېوادونو په زور تحميليږي او د هغوى د ټولنې د عنعنوي موسساتو د طرز تفكر سره ټكر كوي ، د پرمختيا د صادرولو ماهيت په  هېوادونو كې د توليد دقواو په بنسټ ايښودنه كې پروت دى  چې لاندې درې عناصر يې اساسي برخې جوړوي :


ـ پرمختيايي ښوونه او روزنه ،


ـ   په عملي اړخ متكي مسلكي علوم،


ـ اود پرمختللې نوې تكنالوژۍ صنعت .


   په روانو حالاتو كې به د افغانستان سره د روسيې د مناسباتو غټ ټكى دا وي  چې په افغانستان كې  په پراخه سطحه د توليد داسې قواوې رامنځته كړي   چې د مشخصو توليدي اهدافو ځواب ووايي . د روسيې د سياسي  مشر تابه له خوا د دغسې يو تصميم د نيولو مقدمات اومساعد شرايط موجود دي . په ځانگړي ډول په استانه كې د شانگهاى د گډو همكاريو دسازمان دحكومتونو د مشرانو د 2008 كال د  اكتوبر په غونډه كې د روسيې د صدراعظم ولاديمير پوتين وينا  د دغو شرايطو د پخلي شاهدي وركوي .


   د پرمختيامحتوا او ماډلونه دسيا لۍ مضمون جوړوي . د ټولو گډې همكارۍ ته ضرورت دى چې ژرتر ژره دنړيوال  او منطقوي امنيت او پرمختيا ساختمان نوى شي ، داسې چې  د يوويشتمې پېړۍ د واقعيتونو سره سمون ولري  او هلته  سوله ، ثبات او سمسورتيا يو له بل سره تړلي مفاهيم وي .


   روسيه  غښتلي، با ثباته او دوست هيواد افغانستان ته ضرورت لري ، ځكه  نو ډېره  ممكنه ده چې افغانستان ته د پرمختيا د صدور  پر بنياد د روسيې تصميم  د دغه هيواد د داخلي ستونزو دحل كلي شي .


   افغانستان ته د پرمختيا صادرات نه يوازې دغه هيواد ته بلكې د منځنۍ اسيا ټولو هيوادونو ته سوله او امنيت راولي ، د روسيې او منځنۍ اسيا د هيوادونو تر منځ  سيا سي او اقتصادي اړيكې ټينگوي او هم د نړۍ د نورو سترو هيوادونو كړنلارو ته  ښه مثال جوړېداى شي .


   په دې لار كې د لومړي قدم په توگه روسيه كولاى شي چې افغانستان او نورو ذيعلاقه هېوادونو ته د افغانستان د پرمختگ كمپلكس پلان وړاندې كړي او د دغه پلان دسازمان وركولو  لومړني لگښتونه په خپله غاړه واخلي .


د افغانستان د پرمختيايي پلان پروژه


   په افغانستان كې د دوامداره او پرلپسې جگړو له  اساسي لاملونو څخه يو دا دى چې دخلكو د ژوند سطحه ډېره ټيټه ده او اقتصادي شرايط يې  د ژوند دلومړنيو ضرورياتو تقاضا نه شي ور پوره كولاى . د ژوند د اقتصادي پروژو د نشتوالي له كبله ډېرو خلكو د خپلو كورنيو د اعاشې لپاره جنگ ته لاس اچولى دى .ځكه نو په دغه هېواد كې دجنگونو د ختمولو او د سولې د ټينگښت لپاره تر هر څه دمخه د اقتصادي او اجتماعي پرابلمونو حل   لومړيتوب لري .


   د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې لپاره د پرمختگ كمپلكس پلان ته ضرورت دى ، د دې پلان پلي كول د ټولو افغانانو منسجم او گډ  كار غواړي .


   په افغانستان كې په عنعنوي ډول د خلكو ژوند كليوالي اود كا ر اسا س كرهڼه او مالداري جوړوي  . د دغه هېواد دپرمختيا سيستم دې دغه كميابه شتمني وساتي او په   انكشاف كې دې تر ډيره حده پر هغې تكيه وشي . په همدغو دلايلو  پر مختللې او  نمونوي منسجمه كرهڼه  اومالداري  بايد د افغانستان  د اقتصاد بنياد جوړ كړي .


   هغه بزگر چې په ډاډه زړه خپلې مطمئنې راتلونكې ته انتظار باسي،د خپلې مسلكي پوهې  او رښتيني زحمت له  بركته د حلالې ډوډۍ او ابرومند ژوند خاوند وي بې له شكه  كېداى شي  لس كاله وروسته د پرمختللي افغانستان د وياړ سمبول وي .


   د افغانستان د زراعت د پرمختيا پروگرام بايد نه يوازې د زراعتي محصولاتو د كښت او توليد  زياتوالي ته پاملرنه وركړي، بلكې د زراعتي محصولاتو د ساتنې اوراتلونكې استفادې لپا  ره صنعتي پروژو ته هم پاملرنه وكړي .


   د افغانستان د جنوبي ولايتونو ميوې خاص شهرت لري ، ځكه نو د هغوى لپاره د ميوو د فارمونو پرمختيا، پراختيا او مېكانيزه كول ډېر ارزښت لري .


    د دېرش كلنې جگړې په موده كې د افغانستان د زراعت اومالدارۍ كلتور ته ډېر تاوا ن رسېدلى دى ، هغوى چې په جگړې كې زېږېدلي او ستر شوي دي  د ځمكې د كركيلې په كار نه پوهيږي . له دې كبله  د ټول هېواد  په كچه د بزگرانو د روزنې د مستعجلو كورسونو، تخنيكومونو او كالجونو جوړول  يو له اساسي كارو څخه شمېرل كيږي . د دغو موسسو د فارغينو بايد د مؤثر زراعت  كاري ميتودونه زده وي . د بزگرانو د تعليم دغه موسسات بايد د ټول هېواد په كچه  ښه پرستيژ ولري  او فارغان يې د ټولنې محترم خلك  وي ځكه د خپلو هېوادوالو د نېكمرغۍ لپاره تر ټولو مشكل  خو ابرومن كار ته لاس اچوي . اوخلكو كې دلوړي اتوريتې او اعتبار خاوندان اوسي لدې كبله چې دوى خپلو خلكو او ټولنې ته خدمت كوي .


   په افغانستان كې د پر مختللي او موثر زراعت د سازماندهۍ لپاره  با كيفيته زراعتي ماشين الاتو ته ډېر ضرورت دى ، ځكه نو د افغانستان په اړوند د هر نړيوال كنفرانس او غونډې اساسي مضمون  بايد افغانستان ته  د زراعتي ماشين الاتو او تخنيك لېږدول،  د هغې ترميم  او افغانانو ته د هغې د ورزده كولو موضوع وي . 


   نړيواله ټولنه او مرستندويه هيوادونه با يدپه لومړي گام كې له افغانستان سره د عصري او پرمختللي زراعتي تخنيك، ماشين الاتو ، مسلكي كادرونو  په روزنه او بازار ته  د توليد شويو زراعتي محصولاتو د  موثر او پر وخت عرضه كولو په چارو كې مرستې وكړي، نه هغه تش په نامه نقدي مرستې چې مستحق ادرس ته نه رسيږي او  اساسي برخه يې بيرته دNGO    مينځگړو سازمانو ، ادارو او يا نورو دلالانو جيبونو ته اچول كيږ ي .


   د افغانستان د پرمختيايې پروژو كارونه  ښايې په پيل كې د نمونې په توگه په يوۀ يا څو ولاياتو كې د تجربې لپاره په نظر كې ونيول شي ، د بريالۍ تجربې په نتيجه كې كېداى شي د راتلونكي لپاره په نورو ولايتونو كې ترې گټه واخيستل شي . د كار پروژې بايد  د يو كمپلكس په شكل په نظر كې ونيول شي چې كرهڼه ، مالداري ، ماشين الات ،سپك زراعتي  صنعت ،دبرق انرژي ، د لارو جوړول ، د اوبو رسولو پروژې او بالاخره بازار ته  د محصولاتو د عرضه  كولو  امكانات احتوا كوي .


   ددې پلان  د عملي پروگرام په لومړۍ مرحله كې  كېداى شي د ننگرهار او هلمند ولايتونه كې پكار واچول شي .


د ننگرهار ولايت د پرمختياپروژه :


۱ـ د جلال اباد د اوبو لگولود كانال بيارغونه .


۲ـ د كابل په سيند د برق د جوړوشوو بندونو (سروبي ،نغلواو درونټه ) بيارغونه او دنوو بندونو سروې  .


۳ـ په ننگرهاركې د گنيو د فارمونو او د بورې د فابريكې جوړېدل . 


۴ـ دجلال اباد دكانال د زيتونود فارمونو بيارغونه او د زيتونو د غوړيو د فابريكې جوړول .


۵ـ په ننگرهار كې د گلانو( گلاب ) د فارمونو او عطرونو دفابريكې جوړول .


۶ـ د سبزيجاتو  د كانسرو د جوړولودفابريكې د كمپلكس بيارغونه او سمبالول .


۷ـ د جلال اباد د كانال د پروژې د ستروس ( مالټو، نارنجانو، ليموگانو ) د فارموبيارغونه .


د هلمند ولايت د پرمختيا پروژه :


۱ـ په هلمند ولايت كې د انارو د فارمونواو دانارو د شربت د جوړولوفابريكه .


د افغانستان انار د افريقا له انارو څخه لوړ كيفيت لري ، له همدې كبله كېداى شي چې دغه پلان د افغانستان د جنوبي ولايتوياتو لپاره كاميابه راتلونكې ولري . 


۲ـ د هلمند په ولايت كې د لمرگلي د فارمونو او له هغې څخه د غوړيود ايستلو د فابريكې جوړول . همدا طرحه كېداى شي چې په بدخشان ولايت كې هم عملي شي .


۳ـ په هلمند ولايت كې د زعفرانو دفارمونو جوړول ، په نړيواله كچه د يو كيلوگرام بيه تر  ( 2500 ) امريكايي ډالرو ته رسيږي او تقاضا يې هم زياته ده كېداى شي دغه طرحه اوپلان ډېر گټور تمام شي.


۴ـ په هلمند ولايت كې د سرو( بلغاريا يي ) مرچو د فارمونو جوړول.


۵ـ د وچو ميوو د ساتلو لپاره مخصوصو وسايلو جوړولو سازماندهي .


۶ـ د پنبې د كرلو او د ټوكرانواو كاليو جوړولو لپاره د فابريكو سازماندهي .


۷ـ د سبزيجاتو  او ميوو د ساتلو لپاره د فابريكو جوړول او د يخچالونو پېرودل .


   د هلمند ولايت د پر مختيا پلان كېداى شي چې په نورو جنوبي ولايتونو لكه ارزگان او كندهار هم پلى شي .


   په مجموع كې دهر ولايت لپاره د جلا جلا پرمختيايي پروژو پلان بايد طرح شي چې د ولايت له شرايطو سره سمون ولري او خلكو ته د كار او عوايدو زمينې برابرې كړي . مثلاً : په بغلان ولايت كې د لبلبو دكروندو او د لبلبو څخه د بورې جوړولود يوې فابريكې پروژه بايدجوړه شي .افغانستان په كال كې ( 000 800 ) ټنه بوره مصرفوي ، اود بورې توليد ته زيات ضرورت دى .


   دغسې پروژې او پلانونه د هيواد د ولايتونو  په اقتصادي پرمختگ كې ډېرموثر دي اوپه زرگونو خلكو ته د كار او عايد زمينه مساعدوي .  


   ضرور ده  چې په افغانستان كې د نفتو او گازو د سروې او استخراج لپاره د هېواد په كچه د نفتواوگازو ملي كمپنۍ جوړه شي چې د لوگراو پكتيكا په ولايتونوكې د نفتو د رايستلو څېړنه وكړي ، په همدې ډول د سرپل په ولايت كې دگاز د استخراج او داسې نورو ځايونو څېړنې وكړي .


   په افغانستان كې د طبيعي گاز كافي ذخيرې موجودې دي چې د هېواد  دننه لگښت لپاره كفايت كوي ، د دغه گاز په استخراج  بايد كار پيل شي . د گاز په استحراج ، تصفيه او انتقال كې د روسيې د ( گازپروم ) كمپنۍ د افغانستان سره دگډ كار پارتنر او همكار جوړيداى شي .


   د افغانستان  دولت ته په كار ده چې د سرو زرو په هغو څلور سترو معدنونو باندې جدي دولتي كنترول تامين كړي چې همدا اوسمهال د غلو او داړه مارو له خوا د چور په حالت كې دي .


    ضرور ده د يو جلا پلان له مخې د صنعتي موسسو دبيا رغونې كار پيل شي لكه د سيمنټو فابريكه ، د ټوكر ونواو كاليو جوړولو كارخانې ، د مزارشريف د سرې او برېښنا فابريكه، دكابل جنگلك فابريكه او داسې نورې  . د دې كار لپاره ضرور ده چې د ازاد بازار له موډل څخه صرف نظر وشي . د ملي پانگه والو او صنعت كارانو يو قشر تشكيل او تشويق شي . په دولتي سكتور كې د هغو كارخانو بيا رغونه او مدرنول په  ضرورتونوكې شمېرل كيږي  چې د پخواني شوروي اتحاد لخوا په افغانستان كې جوړې شوې وې .


   د افغانستان د پرمختيا پروژې يوازې په اقتصادي حدودو كې نه شي خلاصه كېداى اود دې تر څنگ ددغه هېواد ټولنيزه ـــ كلتوري پرمختيا ډېره پاملرنه غواړي . په ځانگړي ډول د افغانستان د ښوونځيو د فارغانو لپاره د لوړو زده كړو مسئله يو مشكل دى چې حل غواړي . د افغانستان په ښونځيو كې اوس پنځه ميليونه كوچنيان زده كړې كوي . دغه ښوونځي هر كال نږدې   300 ـــ 450 زره فارغان وركوي . د افغانستان پوهنتونونه له دې جملې څخه يوازې شاوخوا 15 زره تنه منلاى شي ، له دې كبله هركال د ښونځيو د فارغينو او د پوهنتونونو د شاملينو په شمېر كې واټن زياتيږي . ضروري ده چې په راتلونكو لسو كلونو كې د هېواد پوهنتونونو ته د شاملينو كلنى شمېر تر 60000 پورې ورسيږي او د محصلينو مجموعي شمېر له 45000 څخه تر 250000 پورې پورته شي . ددې لپاره بايد په افغانستان كې د لوړو زده كړو د پرمختيا او پراختيا په نوم نړيوال كنفرانس را وبلل شي.


   د افغانستان په پرمختيايي پروژو كې د روسيې ونډه په لومړۍ مرحله كې كېداى شي په بشري او ټولنيزوــ كلتوري  برخو كې ډېره عملي وي . د مثال په ډول :


۱ـ د افغانستان په ( ننگرهار،هلمند، بلخ ،بدخشان او باميانو ) ولايتونوكې د  پينځو ښونځيو جوړول .


۲ـ  په همدغو ولايتونو كې د مور او ماشوم د پينځو روغتيايي مركزونو جوړول چې د حامله گۍ په وخت كې ، له نوو زېږېدلو ماشومانو سره صحي او طبي مرستې وشي او د تنكو ماشومانو د مرگ ومير مخنيو ى وشي .


۳ـ د كابل پوهنتون د روسي ژبې د دپارتمنت  په تشكيل كې د( افغانستان ا و روسيې ) د علمي ــ تحقيقاتي مركزجوړول .


۴ـ د كابل د پوليتخنيك پوهنتون بيارغونه .


۵ ـ په جلال ابا د كې روسي كالج جوړول . 
 


د پرمختيا لپاره د  گاونډيانو همكاري


   په افغانستان كې د سولې د ټينگښت ميزان په دوو مسئلو پورې اړه لري :


   لومړى ـــ افغانستان بايد د جيوپوليتيكو پروژو د تطبيق لپاره د پوليگون په توگه  استعمال نه شي . ددې لپاره له افغانستان څخه د بهرنيو قواو د وتلو مهال ويش بايد وټاكل شي او د هر ډول نړيوال يا منطقوي ځواك په اقداماتو دې بنديز  ولگول شي چې غواړي دافغانستان  د مشكل په نامه  خپل اهداف پلي كړي .   


   دوهم ـــ په افغانستان كې د ثبات او پرمختيا لوى پوتنشيال  د گاونډيو هيوادو په واحده او گډه ستراتيژۍ كې نغښتى دى . كه چېرې د افغانستان گاونډي هيوادونه  په متحد ځواك په دغه هېواد كې د سولې اوامنيت لپاره عمل وكړي ډېر ژر به سوله او ثبات  نه يوازې په افغانستان  بلكې د ( نوي منځني ختيځ ) په ټوله سيمه كې رامنځته شي .   


   له همدې كبله په كابل كې  د(افغانستان د سولې او سمسورتيا) په نړيوال كنفرانس كې بايد دافغانستان گاونډي هيوادونه ( پاكستان ، ايران، روسيه، چين، هندوستان، تاجيكستان، ازبكستان، تركمنستان او قرغزستان ) پراخ  گډون ولري او په افغانستان كې د سولې او ثبات د لارو چارو په لټولو او تصاميمو كې ورشريك شي .


   له گاونډي هېوادونو سره متقابله همكاري د افغانستان د پرمختگ لپاره ضروري خبره ده .په ځانگړي  ډول د (مشهد) ايران، (هرات ـ قندهار) افغانستان او ( كويټې ) پاكستان  د اور گاډي خط  د افغانستان د ترانزيت لپاره د پرمختيا گټوره لار ده او دغه لار يوازې د پاكستان او ايران په همكارۍ او د نړيوال تنظيمونكي په حيث د روسيې په فعاله  مرسته جوړېداى شي .


   افغانستان ته له  گاونډي هېوادونو سره همكاري د دې لپاره هم ډيره ضروري ده چې نه يوازې ځان د يو واحد،خپلواك او د اغيزمن اقتصاد لرونكي دولت په توگه تثبيت كړي چې كولاى شي  گاونډيانو ته د تروريزم، بې ثباتۍ او مخدراتو د انتقال مخه ونيسي، بلكې د سيمې   دژر ابادېدونكى  او صنعتي كېدونكى هېواد په توگه ښه نمونه شي .


    گاونډي هيوادونو ته پكار ده چې پدې برخه كې د افغانستان سره مرستې وكړي چې د نوي منځني ختيځ په پراخه سيمه كې د  سولې، امنيت او دوستۍ په سيمه بدله شي . له همدې كبله افغانستان ته بايد د مركزي هستې په توگه د بې طرفۍ موقف تضمين شي .  پېشنهاد كيږي چې د دې  مسئلې حل ته د افغانستان د سولې او سمسورتيا په نړيوال كنفرانس كې  چې د نوي منځني ختيځ ټول هيوادونه  به   پكې گډون كوي  د اساسي موضوع په توگه په اجندا كې ځاى ولري .   
 


د شانگهاى د همكارۍ سازمان رول


   د افغانستان د پرابلمونو حل د شانگهاى د همكارۍ د سازمان په چوكاټ كې دگاونډي هيوادونو د ژورې ستراتيژيكې همكارۍ په نتيجه كې ډېر عملي برېښي ،ځكه دغه سازمان اوس د (اروپا اسيا) د پراخې سيمې د ډېرو كليدي ستونزو د حل د مرجع په توگه پېژندل شوى دى .


   تر ټولو مهمه او اساسي خبره دا ده چې دشانگهاى دهمكارۍ  سازمان ټول غړي او نظارت كونكي هيوادونه د افغانستان گاونډي هيوادونه دي، له همدې كبله د شانگهاى دهمكارۍ سازمان غړي هېوادونه د گډې ستراتيژۍ  ،پلان او سياست په درلودلو سره د  واحد ،خپلواك او قوي افغانستان د رامنځته كېدو لپاره لارې چارې برابرولاى شي . 


   د افغانستان  د اقتصادي ، كلتوري ، فرهنگي او بشري ساحو د پرمختيا او بيارغونې د اوږدې مودې پلانونو او طرحو په پلي كولو كې د نړيوالې ټولنې  د سرمايه گذارۍ په برخه كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان دتضمين كونكي رول لوبولاى شي .


   گټوره خبره ده چې د شانگهاى د همكارۍ دسازمان لخوا د افغانستان دپرمختگ او بيارغونې د  كمپلكس پلان د پلي كولو لپاره د مالي منابعو د تجمع فونډ جوړشي .


   د افغانستان د ستونزو د حل مسئله بايد د شانگهاى دهمكارۍسازمان د غړو هېوادو  له خوا په غور وڅېړل شي او په جدي ډول نړيوالې ټولنې ته وړاندې شي . دا خبره كېداى شي  د شانگهاى دهمكارۍ سازمان د غړو هېوادو  د مشرانو په راتلونكې غونډه كې چې د 2009 كال په اوړي كې به د روسيې په ايكترينبورگ كې جوړه شي د اجندا د اساسي مسئلې په توگه مطرح شي . 
 


د روسيې او پښتنو ډيالوگ


   له فعال ژوند سره د پښتنو د مينې او رغبت په بركت په ورستيو دېرشو كلونو كې دوى د نړۍ د فعالو ولسونو په ښه منزلت كې درېدلي دي ، هغوى چې غواړي د نړيوالو پرابلمونو په حل كې برخه واخلي . له همدې كبله پښتانه د نړۍ له نورو ولسونو سره خپلې اړيكې تامينوي او له نړيوالو سره د مفاهمې پوره ليوال دي .د نړيوالو ژونديو اړيكو سره د پښتنو علاقه مندي د نړۍ نور ولسونه دې ته هڅوي چې  د دغه ولس راتلونكي  ته په نړيواله كچه  د اهميت په سترگه وگوري .


   په روسيه كې له 150 څخه ډېر بېلابېل ولسونه او قامونه ژوند كوي، او روسيه د دغو ولسونو د گډسوله ييز ژوند غني تجربه لري، ښه موقع ده چې روسيه د دغوتجربو څخه په گټه اخيستنې مخامخ  له پښتنو سره خپل ډيالوگ او اړيكې ټينگې كړي او لدې لارې د افغا نستان د كشالې په حل كې خپله ونډه واخلي .


   روسيې ته په كار ده چې دغه پروسه له صفر څخه پيل كړي . دغه پروسه به د دوا ړو هېوادونو تر منځ  د پارلماني پلاوو،د علمي او فرهنگي نهادونود استازو په تگ راتگ،فعاله ولسي دپلوماسۍ،د ولايتونو او ښارونو تر منځ  د اړيكو په تامين،په روسيه كې دپښتو ژبې زده كړې او په پښتو ژبه د كتا بونود چاپ او نشر او نورو دې ته ورته اقداماتو متكي وي .     


   د پښتنوهغه سياسي ــ ټولنيز  او كلتوري ــ انتروپولوژيك تشكيلات هم په دې لار كې د وړاندې تگ  ډېر ارزښتمن امكانات په لاس راكوي  چې تر اوسه پورې په عنعنه پالنه ولاړ دي او د ډېرو سياسيونو او محققينو په نظر منسوخ بلل كېږي او داعنعنه پالنه  د هغوى په تعبير په مستقيم ډول د دې مانا لري  چې پښتون وروسته پاتې ولس دى او د پرمختگ استعداد نه لري .


   د پښتنو د عنعنه پالنې  دا ډول تعبير  ژوره اشتباده،ځكه چې عنعنه پالنه  يوازې د عصريت د فكتور او يا د مدرنيت نشتوالى نه دى،بلكې په ځان كې د ډېرو عالي ارزښتونو سترې زېرمې هم لري .


    په دې ډول دپښتنو د ټولنيز ژوند قانون ( پښتونولي ) چې د پښتنو لپاره بنيادي ارزښت لري ، د عنعنه پالنې يوه ډيره باارزښته خزانه ده او دلرغون پېژندنې له نظره د قانون جوړونې ډېر عالي شكل بلل كېږي  او د افغانانو د ټولنيز ژوند د ستنې په توگه ېې معنوي ارزښت  د افغاني ټولنې لپاره  لاهم مخ په زياتېدو دى .


   صرف د عصريت د نه درلودلو له كبله د عادت له مخې عنعنه پالنې ته د يوې منفي او منسوخې پديدې په نظر كتل كېږي، په داسې حال كې چې دا ډېره سطحي نظريه ده چې د تېرې پېړۍ په سر كې د انتروپولوژۍ (وگړپيژندنې) د ځينو مكاتبو له خوا طرح شوې ده  او له همدې كبله اوس زړه بلل كيږي .


   عنعنه پالنه  د دولت جوړونې خنډ نه ده بلكې په تاريخي لحاظ هم په طبيعي ډول  د دولتونو د جوړښت د پيل نقطه بلل كيږي .


    دغه حالت په روسيه كې د دولت جوړونې د پروسې سره شباهت لري  ځكه روسيې ته هم د عصري دولت جوړېدنې له دريځ څخه ورته سوالونه راجع كېږي .


   د عصري دولت جوړونې تر ټولو څرگند دريځ  چې د روسيې او افغانستان د ولسونو د قوي دولتونو د  رامنځته كېدو سره  نه جوړېدونكى دى ،د انگلوــ ساكسون  د جيوپاليسۍ د څېړونكو په تاليفاتو كې وړاندې شوى دى . په ځانگړي ډول د برتانيې د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتود سلاكار  روبرت كوپر  Cooper  Robert په ( له عصريت وروسته دولتونه او نړيوال نظم)       نومي كتاب  كې  يې ښه  وضاحت موندلى دى .


    Cooper, R.  The postmodern State and the world order. London, 1996


   د كوپر په نظر  موږ په داسې زمانه كې ژوند كوو چې  درې ډوله دولتونه په يوه وخت كې شتون لري،  له عصريته دمخه دولتونه ، عصري يا مودرن دولتونه اوله عصريته وروسته دولتونه ،چې  دغه دولتونه  په ترتيب سره  درې نړۍ رامنځته كوي .


   لومړۍ نړۍ تر عصريت دمخه هېوادونه تشكيلوي . دا هغه دولتونه دي چې نشي كولاى هغه  اجتماعي نظم تامين كړي چې په وروستيو 300  كلونو كې د ملي دولتونو په نوم  عصري دولتونه ورباندې چليږي .


   له  عصر يته  وروسته  دولتونه  د كوپر په تعريف هغه دي چېرې چې د كورنيو او بهرنيو چارو تر منځ توپير بايد له منځه ولاړ شي، هغه څه چې تر اوسه  د دولتونو داخلي موضوعات بلل كېږي بايد دمتقابلې لاسوهنې  او متقابل نظارت اجازه ولري او د لانجو په حل كې د قواو استعمال منع شي .


   د كوپر په عقيده له عصريته وروسته postmodern   دولتونو ( په حقيقت كې غټو اوه گونو يا G7 ) په ماحول كې دعصريت ترمخه  premodern   د دولتونو موجوديت  په شرايطو كې دنړيوال ډاډمن نظم د تامين په خاطر  دا اړينه ده چې نړيوال لارښوونكى اقتدار رامنځته شي .« د امپرياليزم نوى ډول چې د بشر دحقوقو او نورو كوسموپوليتيكو ارزښتونو سره اړخ  ولگوي … دا امپرياليزم لكه د بل هر امپرياليزم په شان نړيوال نظم او تشكل  منځته راولي خو په داوطلبانه پرنسيپونو به تكيه لري ».


   روښانه خبره ده چې يوازې د نړيوال  لارښوونكي كنترول د تر لاسه كولو او نوي امپرياليزم  لپاره  دځانگړو هېوادو هيلې د عصري دولتونو د ستندرد او نمونې اساس جوړوي . مگر هم افغانستان او هم روسيه ټول امكانات په واك كې لري چې د نوي امپرياليزم  دتشكل پشنهاد شوې لار ونه نيسي او دخپلو ولسونو دتاريخي  عنعنو او تجربو پر بنسټ  د  دولتونو د جوړښت خپله لار ونيسي .


   دلته د نيوتراډشناليزم  لار  خپل ټاكلى رول لوبولاى شي .  نيوتراډشناليزم  د دولت جوړونې يوه  تيوري  ده چې روسي انتروپولوجست  (وگړپوه)  الكساندر پيكا وړاندې كړې ده او د هغې په اساس د عصريت او تمدن   كمال ته  دتاريخي او عنعنوي ميراثونو او كلتور سره  د نوې تكنالوژۍ د محتاطانه  تړاو له لارې  رسېدل   تر نورو موثر مېتود گڼل كيږي .


   پښتني  نيوتراډشناليزم ټول امكانات په واك كې لري  چې له مدرنيت نه پرته د نوي افغانستان د جوړولو محركه قوه شي .


په لوړه سطحه د روسيې او افغانستان تر منځ د همكارۍ  اجندا


   دافغانستان اسلامي جمهوريت ته د روسيې د جمهور رئيس سفر چې د دواړو هيوادونو مشرانو د 2008 كال د اگست په 29 نيټه په تاجيكستان كې  موافقه كړې ،كېداى شي د افغانستان د كشالې دحل لپاره تاريخي ارزښت ولري .


   افغانستان ته د روسيې د مشر د سفر په موقع  ډېره گټوره برېښي چې افغانستان ته د دموكراسۍ د صدور پر ځاى د پرمختيا د صدور  ابتكاري دكتورين د هغه له خوا نړيوالو ته واورول شي . د دې تر څنگ دې روسيه د افغانستان د پرمختيا د كمپلكس پلان د طرحې وړانديز وكړي ،او دا دې په ډاگه كړي چې د هغې دتطبيق مالي لگښتونه په غاړه اخلي . د روسيې جمهور رئيس همدا ډول كولاى شي دافغانستان په كورنۍ جگړه كې دخيلې خواوې روغې جوړې ته راوبولي او په رسمي ډول په كابل كې د «افغانستان د سولې او سمسورتيا » د نړيوال كنفرانس د تدوير وړانديز وكړي .


نتيجه گيري


ستاسې مخې ته  ((په افغانستان كې دسولې اوپخلاينې لار))، د افغانستان  په  باب  د روسيې  د راتلونكی  سياسي  دريځ  ټاكونکې د يو تحليلي رپوټ پروژه پرته ده چې د  روسيې او افغانستان ترمنځ دهمكارۍ  په برخه كې لومړنى  عام علني گام دى . د دې رپوټ لاسته راوړنه بايد دا وي چې د كارپوهانو او تحليل گرو ټولنو نظريات  راټول  او د افغانستان په برخه كې د روسيې نوى سياست تدوين شي .


   موږ په دې لار كې د دوهم  قدم په توگه وړانديز كوو چې  د افغانستان د پرمختيا په پرابلم د بحث  لپاره  په مسكو كې يو كنفرانس جوړ شي . په دې كنفرانس كې به سياسي او ټولنيز كارپوهان،څېړونكي او پلان جوړونكي برخه ولري اود افغانستان د پرمختيا كمپلكس پلان به طرح او تدوين كړي .


    دروسيې د دموگرافۍ، ايميگريشن ( مهاجرتونو) او منطقوي پرمختيا انستيتوت     ټولو ذيعلاقه افرادو او سازمانونو ته د همكارۍ بلنه وركوي .


Юрий Крупнов


kroupnov@gmail.com


http://www.idmrr.ru