کور / تازه خبرونه / رباني: كرزى دي دي واك پرېږدي

رباني: كرزى دي دي واك پرېږدي


د افغانستان د متحدي جبهې مشر برهان الدين رباني پر افغان ولسمشر ږغ كړى چي د را روان كال د ثور په وروستۍ ورځ له واكه لاس په سر سي.
نوموړى وايي د را روان كال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د حامد كرزي حكومت مشروعيت نه لري او دا به په دې معنى وي چي ښاغلى كرزى د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه كوي.
د ښاغلي كرزي د واك پر دوام انتقادونه هغه وخت راوپارېدل، چي تېره مياشت د افغانستان د انتخاباتو كميسون د ځينو مشكلاتو پر اساس د جمهوري رياست انتخابات درې مياشتي وځنډول.
د كرزي مخالفين نيوكه كوي چي د ولسمشر وخت نور پوره سوى دئ، او واك به يوې لنډ مهالي ادارې ته سپاري.
تېره اونۍ د ولسمشر لومړي مرستيال احمدضياء مسعود چي له حامد كرزي سره يې اړيكي خړي سوي دي، وويل چي دى به د جوزا پر اوله نېټه خپله استعفاء اعلان كړي.
بلي خواته ولسمشر كرزى وايي كه څه هم د جوزا پر لومړۍ نېټه يې د واكمنۍ پنځه كلنه موده نه پوره كېږي، خو په دې باب به په راتلونكو ورځو كي خپله فيصله اعلان كړي، چي آيا په قانوني ډول خپل واك ته دوام وركولاى سي كه يا.