کور / تازه خبرونه / د سولې غورځنګ ګوند مرکزي شورا غونډه وکړه

د سولې غورځنګ ګوند مرکزي شورا غونډه وکړه

د افغانستان د دفاع د پخواني وزير شهنواز ټني په مشرۍ، د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند، چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې فعاليتونه له ورايه ښکاري، تېره ورځ د جمعې په ورځ په کابل کې د ګوند مرکزي شورا غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د ګوند په تېروکارونو، په مالي سرچينو او يو لړ نورو مسايلو بحث وشو.
د يادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د سولې غورځنګ ګوند په خپله وروستۍ کنګره کې يو ځل بيا شهنواز تڼى د رايو په اکثريت د دغه ګوند مشر وټاکه. شهنواز تڼى چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزير و او د هغه په وړاندې يې يوه ناکامه کودتا وکړه له څو کلنۍ جلا وطنۍ څخه وروسته تېر کال خپل هېواد ته راستون شو.